کلاینټ او سرور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خدمتي کمپیوټر (Server): هغه کمپیوټر ته ویل کیږي چې په شبکه کې خپل معلومات او منابع شریکوي.
ځینې مهم او د یادونې وړ (Servers) عبارت دي له:

  • د فایلونو ساتونکی یا وړاندې کوونکی کمپیوټر File Server
  • د فایلونو انتقالوونکی FTP Server
  • ویب سرور یا د ویبپاڼو خدمتی کمپیوټر HTTP Server, Web Server
  • د بریښنالیک لیږدولو خدمتي کمپیوټر Mail Server
  • د فاکس لیږدوونکی خدمتی کمپیوټر Fax Server

او داسې نور ...


کلاینټ (Client): هغه کمپیوټر ته ویل کیږي چې د شبکې یا نیټورک شریکي شوې منابع کاروي او هغوی ته لاس رسی لري په لنډ ډول باید ووایو چې Server منابع شریکې او وړاندې کوي او Client ترې استفاده کوي چې دغې تړاو ته (Client/Server relationship) وایی.