سوخوی سو ٢٧

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سوخوی سو ۲۷
Сухой Су-27
جې-۱۱
歼击机-11
هېواد روسیه
چین
د الوتکې ډول ښکاری الوتکه
د الوتکې تولیدونکی Сухой
SAC (沈阳飞机公司)
لمړی الوتنه ۱۹۷۷ (سوخوی سو-۲۷)
۱۹۹۸ (جې-۱۱)
د الوتکې استعمالونکی د چین هوایی ځواک
روسي هوایی ځواک
د الوتکې قیمت ۳۰،۰۰۰،۰۰۰ ډالاره

سوخوی سو ۲۷ ( په روسی : Cy-27)د جت یوه یرغل کوونکی الوتکه ده چې د دښمن د الوتکو د منځه وړولو لپاره کارېږی. سوخوی سو ۲۷ کولای سی په شپه کې او د باران په وخت کې جگړه وکړی.دغه الوتکه د ۱۹۸۲ کال څخه د روسیې په هېواد کې او د ۱۹۹۶ کال څخه په چین کې جوړېږی. د چین الوتکې د جی-۱۱ په نوم یادېږی.

تاریخ

د امریکایی الوتکې اېف-۱۵ ( F-15 ) تر جوړولو وروسته شوروي اتحاد غوښتل چه نوی ښکاري الوتکه جوړه کړي. د الوتکې لومړی ماډل په ۱۹۷۷ کال کې جوړ شو. د سوخوی لمړی الوتنه د می په میاشت کې عملی شوه. مگر په ۱۹۸۱ کال کې د سوخوی سو ۲۷ جوړښت پر مختگ وکړ او الوتنه یی د مارچ په میاشت کې عملی شو. د سوخوی سو ۲۷ جوړولو کار په ۱۹۸۲ کال کې د کونسومولسک په ښار کې پېل وکړ.

د جی ۱۱ الوتکه

جی ۱۱ ( په چینی: 歼击机) د سوخوی یو ډول ښکاری الوتکه ده چې په چین کې د ۱۹۹۴ کال څخه جوړېږی. د چین ولوسی جمهوریت په ۱۹۹۲ کال کې په روسیه کې ۲۶ الوتکې رانیول او تر رانیولو وروسته یی بیا د ۲۴ نورو الوتکو سپارښ ور کړ. په ۱۹۹۴ کال کې چین ته اجازه وه چه ۲۰۰ الوتکې جوړی وکړی او چین روسیی ته ۱،۲ میلیارد ډالره ورکړه. په اوس وخت کې د چین په ولوسی جمهوریت کې دوی د سوخوی د الوتکو ماډلونه جورېږی چې د جی ۱۱/ای ( 歼击机-11A) او جی ۱۱/بی ( J-11B) په نومونو یادېږی.

توصیف

دغه الوتکه د المونیم او تیتان څخه جوړېږی. د رادار پوښ یی د تیتان او لیتیوم څخه دی. په سوخوی سو ۲۷ کې د فلی بی وایر ( Fly by wire)سیستم نصبېږی. په الوتکه کې یو رادر نصبېږی. نوموړی رادر کولای سی لس الوتکې ( هدفونه ) وڅاری. سوخوی سو ۲۷ کولای سی پر دوې هدفونو یوځل برید وکړی. د پیلوټ کابین په مخه کې د انفرارید سینزور نصبیږی او دغه سینزور د گلولو په حالت کې پر هدف باندی د پټ یرغل لپاره کارېږی. سوخوی سو ۲۷ دوه د ټوربو جت ماشینونه لری. هر ماشین ۱۵۴۰ کیلوگرامه وزن لری.

وسلې

د سوخوی سو ۲۷ په الوتکه کې یو ماشیندار نصبېږی چه د مرمی کالیبر یی ۳۰ م.م. دی. سوخوی سو ۲۷ کولای سی د فضایی جکړو لپاره لس راکتونه ( توغندې ) ولری.

د راکت وسلې

ښکاری الوتکه سوحوی سو-۲۷ کولای سی د روسی تر ټولو عصری هوا نه هوا ته رهبری شوی توغندې ولری. دغه توغندې د الوتکې تر تنې او تر وزرې لاندی نصبېږی. د توغندو د رسادلو ساخه کولای سی د ۶۰ کم.ځخه تر ۱۶۰ کم. أورې واوسی. دغه رهبری راکت د الوتکې د رادار په مرسته یا د اینفراریډ (infra red) د وړانگې (شعاع) په مرسته رهبری کېږی.

  • R-77
    • R-77 تر ټولو عصری د هوا نه هوا ته رهبری شوی توغنده ده چې رهبری سیستم یی رادری دی. د توغندې رسیدو ساحه ۱۲۰ کلومتره ده.
  • R-73
    • R-73 د هوا نه هوا ته یوه رهبری شوی توغنده ده چې د انفرارېد رهبری سینزور لری.

ځانگړنې

  • د الونکې ډول: ښکاری الوتکه
  • جوړونکی شرکت: سوخوی
  • د الوتکې د سپرلې شمېره:
  • اوږدوالی:
  • سور:
  • جگوالی:
  • خالص وزن:
  • له بارسره اخری وزن:
  • د ځټکتیا اخری حد:.....کیلومتره په ساعت کې
  • له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتکه ....متر
  • په یوه ساه الوتنه ( په هوا کې بی له تېل سون ټوکو اخیستلو ) .......کیلومتره
  • وړونکی وسلې:.....کیلوگرامه

عکسونه

سرچینې