سعد محسني
سعد محسني (۲۳ د اپرېل، ۱۹۶۶ ز. لندن، انگلستان) د يو شمېر افغان رسنيو خاوند د موبي ډلې، چې په افغانستان کې د رسنيو شرکتونو تر ټولو لوی شرکت دی، مشر دی. هغه د طلوع تلويزون، طلوع نيوز، لمر تلويزون، فارسي۱ او ارمان اف ام خاوند دی. تر دې دمخه چې هغه د موبي ډلې بنسټ کېږدي او مشرتوب يې په غاړه واخلي هغه يو بانکي کارکوونکی و، او د اسټراليا د پانگې اچونې بانکي شرکت کې يې د مالي سلاکار په توگه کار کاوه.
مخينه
محسيني په اصل کې لندن کې پيدا شوی او هغه د ياسين محسني زوی دی. د هغه پلار يو افغان ديپلومات و چې لندن ته د کار لپاره تللی و. کله چې سعد محسني درې کلن و نو بېرته د خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شو. د سعد مور صفيې په هغه وخت کې د ملگرو ملتونو لپاره کار کاوه. کله چې په افغانستان باندې روسي پوځونو يرغل وکړ نو د محسني کورنۍ په ۱۹۸۲ ز. کې آسټراليا کې کډوالۍ ته اړ شول.[۱] هغه دوه کشران وروڼه او يوه کشرۍ خور لري چې هر يو يې زيد محسني ، جاهد محسني او وږمه محسني نومېږي. هغه په دري او انگرېزي ژبو روان غږېږي.
کله چې په ۲۰۰۱ ز. کال کې د طالبانو دولت له مېنځه لاړ، نو سعد محسني او د هغه وروڼه افغانستان ته راستانه شول او د رسنيو په سوداگرۍ کې يې ځان ته لوی مقام جوړ کړ. د رسنيو په سوداگرۍ کې يې ټينگ بنسټ جوړ کړی او د موبي کپټال تر نامه يې يوه رسنيز شرکت جوړ کړی. "زما تل رسنۍ خوښېدې، دا ځکه چې د رسنيو له لارې خلک په رښتيا اغېزمن کېدلی شي، په ځانگړي توگه ځوانان," د محسني گروهه.[۱]
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Profile: Saad Mohseni, Afghanistan's first media mogul". The New Yorker. 29 June 2010.
باندنۍ تړنې
- انگرېزي الجزيره: د افغانستان لومړنی ۲۴ ساعته تلويزون (۸ د جولای، ۲۰۱۰)
- راچل مادو: رسنۍ د يوې بلې جبهې په توگه - سعد محسني (۷ د جولای، ۲۰۱۰)
- رويټرز: د افغانستان لومړنی ۲۴ ساعته خبري تلويزون (۶ د جولای، ۲۰۱۰)
- Morning Joe (کېن اوليتا د موبي ډلې په اړه بحث) (۲۹ د جون، ۲۰۱۰)
- د نيويارکر پېژنليک: سعد محسني, د افغانستان د رسنيو لومړنی مغول (۲۹ د جون، ۲۰۱۰)
- د راچل مادو خپرونه "په ام اس ان بي سي کې سعد محسني راچل مادو" (۱۸ د مارچ، ۲۰۱۰)
- په رسنۍ کې "سعد محسني د ان پي آر په رسنۍ کې (۵ د مارچ، ۲۰۱۰)”[مړه لينکونه]
- MSNBC “ سعد محسني د ام اس ان بي سي په سهارنۍ جو خپرونه کې” (۱۶ د جون، ۲۰۰۹)
- ورځينۍ خپرونه “ سعد محسني په ورځينۍ خپرونه کې د جان سټيوارټ سره” (۱۰ د جون، ۲۰۰۹)
- چارليس روز “د سعد محسني سره يوه مرکه” (جنوري، ۲۰۰۸) Archived 2008-12-01 at the Wayback Machine.
- ان پي آر “افغان تلويزوني کانال د سيريال د بنديزو سره په جگړه کې ” (اپرېل، ۲۰۰۸)
- ان پي آر “مخ پر وده افغان رسنۍ د بدلون راوستلو په حال کې” (سېپتمبر، ۲۰۰۷)
- Marketplace/Public Radio “د افغانستان په هوايي څپو کې بنسټيز بدلون” (اکتوبر، ۲۰۰۶) Archived 2011-09-27 at the Wayback Machine.
- اې بي سي تلويزون “افغان تلويزون” (نومبر، ۲۰۰۶)
- اس بي اس تلويزون “انقلابي تلويزون (اگسټ، ۲۰۰۵)
- واشنگټن پوسټ “ډاويډ اگناتيوس: څه چې افغانان غواړي” (دېسمبر، ۲۰۰۸)
- واشنگټن پوسټ “په افغانستان کې پرايم ټايم ته رسېدنه” (سېپتمبر، ۲۰۰۷)
- نيويارک ټايمز “اميد جنگ، د تلويزون د پخوونکو، سريالونو او ستورو شوق ” (اگسټ، ۲۰۰۷)
- ټايم مجله “کپيټاليزم افغانستان ته راغلی” (ډېسمبر، ۲۰۰۶) Archived 2008-08-29 at the Wayback Machine.
- بخت “ په کابل کې د رسنيو امپراتوري جوړول” (جنوري، ۲۰۰۶)