سعد محسني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
سعد محسني

سعد محسني (۲۳ د اپرېل، ۱۹۶۶ ز. لندن، انګلستان) د يو شمېر افغان رسنيو خاوند د موبي ډلې، چې په افغانستان کې د رسنيو شرکتونو تر ټولو لوی شرکت دی، مشر دی. هغه د طلوع تلويزون، طلوع نيوز، لمر تلويزون، فارسي۱ او ارمان اف ام خاوند دی. تر دې دمخه چې هغه د موبي ډلې بنسټ کېږدي او مشرتوب يې په غاړه واخلي هغه يو بانکي کارکوونکی و، او د اسټراليا د پانګې اچونې بانکي شرکت کې يې د مالي سلاکار په توګه کار کاوه.

مخينه

محسيني په اصل کې لندن کې پيدا شوی او هغه د ياسين محسني زوی دی. د هغه پلار يو افغان ديپلومات و چې لندن ته د کار لپاره تللی و. کله چې سعد محسني درې کلن و نو بېرته د خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شو. د سعد مور صفيې په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو لپاره کار کاوه. کله چې په افغانستان باندې روسي پوځونو يرغل وکړ نو د محسني کورنۍ په ۱۹۸۲ ز. کې آسټراليا کې کډوالۍ ته اړ شول.[1] هغه دوه کشران وروڼه او يوه کشرۍ خور لري چې هر يو يې زيد محسني ، جاهد محسني او وږمه محسني نومېږي. هغه په دري او انګرېزي ژبو روان غږېږي.

کله چې په ۲۰۰۱ ز. کال کې د طالبانو دولت له مېنځه لاړ، نو سعد محسني او د هغه وروڼه افغانستان ته راستانه شول او د رسنيو په سوداګرۍ کې يې ځان ته لوی مقام جوړ کړ. د رسنيو په سوداګرۍ کې يې ټينګ بنسټ جوړ کړی او د موبي کپټال تر نامه يې يوه رسنيز شرکت جوړ کړی. "زما تل رسنۍ خوښېدې، دا ځکه چې د رسنيو له لارې خلک په رښتيا اغېزمن کېدلی شي، په ځانګړي توګه ځوانان," د محسني ګروهه.[1]

سرچينې

  1. 1.0 1.1 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Profile: Saad Mohseni, Afghanistan's first media mogul. The New Yorker.

باندنۍ تړنې