سردار پاینده محمد خان
ښکارېدونکې بڼه
(له سردار پاينده خان نه مخ گرځېدلی)
سردار پاينده خان (1758 ز. - اکتوبر، 1800 ز.) (په انگرېزي: Sardar Payinda Khan Muhammadzai) چې بشپړ نوم يې سردار پاينده خان محمدزی دی، په 1774 ز. کې د بارکزيو مشر شو او د تېمور شاه لخوا ورته د سرفراز خان لقب ورکړل شو. خو په 1799 ز. کال کې د سياسي تربگنيو له مخې يې ټول لقبونه له لاسه ورکړل. هغه ته د سردارۍ لقب د تېمور شاه ابدالي لخوا ورکړل شوی و.
مخينه او زده کړې
سردار پاينده خان محمدزی د حاجي جمال خان محمدزي زوی و. هغه په ځانگړي توگه زده کړې ترلاسه کړي وې.
شخصي ژوند
نوموړي اته ماندينې درلودې چې په دې توگه دي:
- لومړنۍ ښځه يې د محمدزيو د نصرت خېل له ټبره وه.
- دويمه ښځه يې د بارکزيو د ملک دين زيو له ټبره وه.
- درېمه ښځه يې يوه کوهستانۍ وه
- څلرومه ښځه يې يوه نصرت خېله وه
- پنځمه ښځه يې د هوتکو د ادوخېلو د ټبر نه وه.
- شپږمه ښځه يې يوه الکوزۍ وه
- اوومه ښځه يې زينب بېگم (د موسی خان واخ جوانشېر قزلباش لور) وه
- اتمه ښځه يې يوه هزاره وه
زامن
د سردار پاينده خان پنځه ويشت زامن او څلور لورگانې وې.
- سردار فتح علي خان
- نواب اسدالله خان
- سردار تېمور قلي خان
- نواب عبدالجبار خان
- سردار محمد اعظم خان
- نواب عبدالصمد خان
- سردار پردل خان محمدزی
- سردار شېردل خان محمدزی
- سردار عطا محمد خان
- سردار يار محمد خان
- امير المومنين امير کبير امير دوست محمد خان
- سردار کهندل خان
- سردار امير محمد خان
- نواب توراباز خان
- سردار سلطان محمد خان طلايي
- سردار رحيم دل خان
- سردار مهردل خان
- سردار سيد محمد خان
- سردار پير محمد خان
- سردار محمد زمان خان
- سردار محمد زمر خان
- سردار حيدر خان
- سردار اسلم خان
- سردار جمعه خان
- سردار خيرالله خان
لوڼې
وفا بېگم
مړينه
نوموړی د 1888 ز. کال د اکتوبر په مياشت کې په کندهار کې د شاه زمان په امر او په دې تور چې د شاه په وړاندې توطيه جوړه کړې ووژل شو.