وزير فتح خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وزیر محمد فتح خان د سردار پاينده خان مشر زوى وو. اعليحضرت شاه زمان دى د خپل لوى وزير په توگه وټاكه، خو دى يو چلباز سړى وو، د تېمورشاه زامن يې د پادشاهۍ په طمع استعمال كړل او خپلو کې یې سره وروڼه وجنګول، چې په پايله كې د محمد زيو كورنۍ منځته راغله. فتح خان په ۱۷۹۶ ز كال كې ايران ته وتښتېد او هلته د شاه زمان له ورور شاه محمود هوتک سره يو ځاى شو. شاه زمان خان چې يو نوميالى ټولواكمن او د ختيځ ناپليون وو، د خپل ورور محمود او نورو افغاني عناصرو په لاس، چې په سر كې يې وزير فتح خان وو، له واك نه گوښه كړاى شو.


وزیر فتح خان
وزير فتح خان
وزير فتح خان

وزیر
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۷۸۰
مړینه ۱۸۱۸
سعید آباد، غزنین
تابعیت  افغانستان
لقب د شاه محمود هوتک د لښکر نابغه
عملي ژوند

وزير فتح خان چې د ښوونځي په تاريخونو كې د وزير باتدبير په نامه پېژندل شوى وو، خو په رښتيا كې نه وزير فتح خان وزير باتدبير وو او نه هم امير دوست محمد خان امير كبير. د اعليحضرت شاه زمان د واكمنۍ په اړه ټول تاريخ ليكونكي او پخپله انگرېزان په دې اعتراف كوي، چې شاه زمان په يوازې ځان ، پرته له كومې بهرنۍ مرستې كولاى شواى چې په هندوستان كې د انگرېزانو مقابلې ته ورودانگې. خو له يوې خوا د انګرېزانو او ايران دسيسې وې او له بلې خوا دغه ستر ملي ځواك د خپلو داخلي مخالفانو لکه ورور محمود، د پاينده خان زوى وزير فتح خان، ملا عاشق او نور باركزي او دراني سردارانو په لاس كمزورى شو. شاه محمود سدوزى په داخل کي د فتح خان او نورو سردارانو په مرسته او په بهر كې د ايران او انگليس په خوښه واك ته ورسېد، چې په پايله كې يې خپل ورور اعليحضرت شاه زمان ړوند كړ بيا يې بندي خانې ته واچاوه. شاه محمود سدوزى دويم ځل هم د فتح خان په مرسته واك ته ورسېد. وزير فتح خان په پاى كې له خپلې ډېرې چالاكۍ سره سره لومړى ړوند كړاى شو او بيا د شاه محمود سدوزي او د ده د زوى كامران علیزایی له خوا ووژل شو.

ژوند او مړینه

وزیر فتح خان چې د سردار پاینده خان له ۲۱ زامنو څخه یو وو، په ۱۸ کلنۍ کې سیاست ته مخه کړه نوموړی د خپل سیاسي ژوند پر وخت د شاه محمود په لښکر د نابغه لقب خپل کړ، فتح خان چې په تاریخ کې تری د یوه ځیرکه حوثلمند او ځواک مند جنګی جوی په توګه ترې یادونه کیږي د کامران علیزایی لخوا لومړی د شمشیر په واسطه سترګې ویستل شوی وروسته د شاه محمود هوتک په امر د لاسو او پښو ګوتې ترې پرې شوی چې لاهم ژوندی وو، د هغه وخت د عینی شاهدانو په وینا په پای کې له نوموړی سر پری شو. فتح خان د غزنین په سعید آباد کې خاوروته وسپارل شو، نوموړی د قبر په پیژند تیګه په فارسي ژبه دا شعر ولیکل شو

آه از جور فلک که نواب فتح خان

سـاخت سـاقی اجل اخر زمرگش تلخ کام

به درانی و با رکزائی هم سـردار قوم

چون پدر بد پادشـاه و بود از نسـل کرام

سـاخت چون بعد از پدر محمود شـه را شـه زمان

از هرات آواره و صبح امیدش شـد تمام

آن وزیر نامور اندر عراق و فارس بود

در بدر صحرا به صحرا در رکاب او مدام

آخر از تائید حق آن مصدر فتح و ظفر

آمد و آورد شـه را در مقام انتقام

قندهار و کابل و سـند و خراسـان را همه

بسـته از اعدا به تیغ و داد از عدل انتظام

شـاه محمودش وزیر اعظم و شـاه دوسـت خواند

کرد ایاز خاص موسـومش ز روی احترام

بهر ده سـال دگر از بهر تسـخیر عراق

در حدود مشـهد آمد با کمال احتشـام

بخشـشی در آن ولایت کرد آن کان عطا

کز زبان ها نام حاتم محو شـد مالا کلام

کرد با قاجریان حربی که اهل آن دیار

نام رسـتم را نمیگیرند مادام القیام

با غنایم بعد فتح آمد چو در ملک هرات

دشـمنان بد درون تیره روز خیره فام

سـاختند از تهمت طغیان به بغیش متهم

الغرض شـهزاده از گفتار اهل اهتمام

هردو چشـم او کشـید از خدمتش پوشـید چشـم

پخت سـودای دوام سـلطنت زان فکر خام

همره آوردش به نا بینائی اندر چشـم شـاه

در سـعید آباد ازمشـهد شـهادت یافت کام

داشـت نواب صمد خان وز احوالش خبر

آنکه باشـد با محمد دوسـت در کابل مقام

جنگ کردند و شـکسـت افتاد اندر خیل شـان

روی گردان شـد ز میدان خالی از تحصیل کام

کرد ترک ملک و دولت سـاخت خلع سـلطنت

گشـت بیخود. از کف او ریخت می بشـکست جام

یارب آن جا چشـم او بگشـای با دیدار خویش

جا دهش از مرحمت در سـایهء خیر الانام

سـال فوتش هاتف غیبی آمد و آه گفت

شـد بسـان آب شـهید اکبر آن والا مقام

آن امیر نادر و این نادرهء تاریخ او

کس ندید و کس نگوید در جهان از خاص و عام

ګالري

وزیر فتح خان
وزیر فتح خان

سرچينه

  • قدرت الله حداد ( فرهاد )د افغان ملي تاريخ ، ۳۸۴ ، ۳۸۷ ، ۳۸۹ ، ۳۹۱-۳۹۳ ، ۳۹۶ مخونه . د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز له خوا د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .