سادرملنه
د ويکيپېډيا لخوا
سادرملنه (په انګرېزي: Psychiatry) يوه طبي څانګه ده چې د عقلي او عصبي ناروغيو د درملنې لپاره ځانګړې شوې. په عقلي او عصبي ناروغيو کې د احساسي، کړو وړو اړونده، فکري او د پوهاوي اړونده ګڼ شمېر ناروغۍ او ناسوبمنۍ شمېرل کېږي، چې د بېلابېلو درملو په مرسته يې درملنه ترسره کېږي. په بله وينا سادرملنه د عقلي او عصبي ناروغيو طبي درملنې ته وييل کېږي چې د دغې طبي څانګې کارپوه سادرملګر بلل کېږي.