درملگري

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
آسکليپيوس، د يونان د درملگر خدای پژۍ، چې د آسکليپيوس لکړې او پرې تاو شوي مار د درملگرۍ د سمبول په توگه کارېږي

درملگري (په انگرېزي: Medicine) (په عربي:طب) د درملنې هنر او پوهې ته وييل کېږي. دغه پوهنه د روغتيا پالنې ټولې عملي کړنې چې د يوې ناروغۍ نه د ژغورنې او درملنې په خاطر او د روغتيا د ساتنې او بيا پر حال کولو په موخه رامېنځ ته شوي، په ځان کې رانغاړي. په معاصرې يا نوې درملگرۍ کې د يوې ناروغۍ د پېژندنې، درملنې او د جراحي رغونې لپاره د روغتيا پوهنې، بايومېډيکل څېړنې او درملگريز تخنيک نه گټه اخيستل کېږي. د درملگري نوم د ساينس هغه هنر ته وييل کېږي چې د همدې هنر په مرسته د ناروغانو درملنه پرې ترسره کېږي. درملگرۍ ته په انگرېزي ژبه Medicine وايي او دا نوم د لاتيني ژبې د وييکې ars medicina نه راوتلی او مانا يې د درملنې هنر دی.[1][2] که څه هم چې درملگريز تخنيک او کلينيکي تجربه دواړه په ننۍ درملگرۍ کې يو محوري حيثيت لري، خو د ارني رنځ د مخامخې کاميابې درملنې او هوساينې لپاره د عادي انساني احساسمندۍ او زړه سوي اړتيا تل ليدل کېږي، چې په پښتو ژبه د خواخوږي په نامه يادېږي.












سرچينې

  1. آرپوهه: medicina، له لاتيني ژبې ars medicina نه "د درملنې هنر" د medicus "physician." نه (Etym.Online) Cf. mederi "to heal," etym. "know the best course for," from PIE base *med- "to measure, limit. Cf. Greek medos "counsel, plan," Avestan vi-mad "physician")
  2. "Medicine" Online Etymology Dictionary