ريبيکا وېسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ريبيکا وېسټ
ريبيکا وېسټ
ريبيکا وېسټ

د شخص معلومات
پيدايښت
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری اچ.جي. وېلز   د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فیمینزم   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډيم سيسلي ايزابېل فيرفيلډ (Dame Cicily Isabel Fairfield) د برتانوي سترواکۍ د ترتيب ښځينه قوماندانه “DBE” (۱۸۹۲، ډسمبر له ۲۱ ـ د ۱۹۸۳ ز کال د مارچ تر ۱۵) چې د ربيکا وېسټ يا ډيم ريبيکا وېسټ په نومو پېژندل کېږي، يو برتانوۍ ليکواله، ژورنالېسته، ادبي کره کتونکې (نقاده) او يون ليکواله وه. وېسټ چې په بېلابېلو ژانرونو کې يې ليکل وکړل، د ټايمز “The Times”، نيويارک هيرالډ ټرېبيون “New York Herald Tribune”، سنډی ټيلګراف “The Sunday Telegraph” او نيو ريپبلک “New Republic” رسنيو لپاره يې د کتابونو بيا کتنه وکړه او د “Bookman” خبرياله وه. د نوموړې ستر کارونه [کتابونه] په ۱۹۴۱ ز کال کې د يوګوسلاويا د تاريخ او کلتور په اړه «تور وری او خړ باز:Black Lamb and Grey Falcon»، په ۱۹۵۵ زکال کې د پوډرو روزل “A Train of Powder”، د نيوريمبرګ محاکمو په اړه د نوموړې پوښښ چې په اصل کې په نيو يارکر “New Yorker” کې خپور شو، د درغلۍ معنا (چې په لومړي ځل په ۱۹۴۵ ز کال د مجلې د يوې مقالې په توګه خپور شو او وروسته په ۱۹۴۷ ز کال کې کتاب شو)، وروسته په ۱۹۶۴ زکال کې «د درغلۍ نوې معنا»، د برتانوي فاشيست ويليم جويس “William Joyce” او نورو د محکمې يوه څېړنه، په ۱۹۱۸ ز کال کې د «د سرتېري بېرته راستنېدل»، د لومړۍ نړيوالې جګړې يو عصري ناول او د خپل ژوند ليکنيز ناولونو اوبري درې ګونې مقالې “Aubery Trilogy”، په ۱۹۸۵ ز کال کې «فواره تر څنډو توئيږي:The Fountain Overflows»، دا رښتينې شپه “This Real Night” (چې له مړينې څخه وروسته يې په ۱۹۸۴ ز کال کې خپره شوه) او د ۱۹۸۵ ز کال د کاکا زوی روزامنډ “Cousin Rosamund” دي. د ټايم ورځپاڼې نوموړې «په ۱۹۴۷ ز کال کې بې له شکه د نړۍ لومړنۍ ښځينه ليکواله وګڼله». نوموړې په ۱۹۴۹ ز کال کې CBE او په ۱۹۵۹ کې د برتانوي سترواکۍ ښځينه قوماندانه “DBE” (Dame Commander of British Empire) شوه، چې په هر حالت کې يې نکل «ليکواله او ادبي کره کتونکې» لوستل کېږی. ريبيکا د “Rebecca West” مستعار نوم د “Henrik Ibsen” له لورې په “Rosmersholm” کې د سرکښه ځوانې اتلې له نوم واخيست. نوموړې د “Benson Medal” ترلاسه کوونکې وه. [۳][۴]

ژوند ليک[سمول]

ريبيکا وېسټ د انګليستان په لندن کې په ۱۸۹۲ ز کال د سيسلي ايزابيل فيرفيلډ “Cicly Isabel Fairfield” په نوم وزېږېده او په داسې کور کې لويه شوه، چې له فکرې هڅونې، سياسي بحث، ژوندي شرکت، کتابونو او موسيقۍ څخه ډک و. د نوموړې مور سکاتلنډۍ ايزابيلا “Isabella” يوه تکړه پيانو غږونکې وه، مګر له چارلس فيرفيلډ “Charles Fairfield” سره له واده وروسته يې د موسيقۍ مسلک ونه څاره. انګليسي الاصل ايرلنډي چارلس د متحده ايالتونو په کورنۍ جګړه کې د ريچمونډ په کلابندۍ کې د اتحاد يو stretcher-bearer و او انګليستان ته د پام وړ نامتو، مګر مالي ناوړتوب ژورنالېست کېدلو په موخه راستون شوی و. هغه خپله کورنۍ هغه مهال پرېښوده، چې سيسلي اته کلنه وه، بېرته هيڅکله ورسره يو ځای نه شو او په ۱۹۰۶ ز کال هغه مهال د ليورپول په يو ليليه کور کې يوازې او بې وزله مړ شو، چې لور يې سيسلي ۱۴ کلنه وه. پاتې کورنۍ د سکاتلېنډ ايدنبرګ “Edinburgh” ته لاړه، چې سيسلي هملته د جورج واټسن د پېغلو پوهنځي “George Watson’s Ladies College” کې زده کړې وکړې. نوموړې بايد ښايي د نري رنځ يا توبرکلوز له امله په ۱۹۰۷ ښوونځي پريښی وی. هغې له رغېدلو څخه وروسته بېرته ښوونځي ته ستنېدل غوره نه کړل او وروسته يې په واټسن کې د خپل ښوونځي دوره د بندخونې سره ورته وګڼله. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

وېسټ دوه مشرانې خویندې درلودې. ليټيټيا (ليټي) “Letitia (“Lettie”) چې د درې واړو خويندو په پرتله يې غوره زده کړې وې، په برتانيا کې يو له لومړنيو بشپړ وړ ښځينه ډاکترانو له ډلې او همدرانګه په “Inns of Court” کې د مرافعې وکيله شوه. وينيفريډ يا ويني “Winifred (Winnie)” يې منځنۍ خور وه، چې له نورمان مکليوډ “Norman Macleod” سره يې واده وکړ. مکليوډ د سمندري ځواک مرکز کې د ميرزا مشر مرستيال او په پای کې د ګرينوېچ روغتون “Greenwich Hospital” عمومي رئيس و. د ويني دوه ماشومان اليسن او نورمان د ربيکا له لويېدنې سره سم د نوموړې په ژوند کې نږدې ښکېل شول، چې اليسن مکليوډ د خپل ځان لپاره ادبي مسلک ترلاسه کړ. وېسټ په لندن کې د يوې اداکارې په توګه وروزل شوه او د هنريک ايبسين له لورې يې په “Rosmersholm” کې له سرکښه ځوانې اتلې څخه د ريبيکا وېسټ نوم تر لاسه کړ. هغه او ليټي “Lettie” د ښځو د رايې کارونې خوځښت کې ښکېل شول او د کوڅې په لاريونونو کې يې برخه واخيسته. وېسټ په ورته وخت کې د ښځو حقونو د برابرې پلويو اونيزو “Freewoman” او “Clarion” لپاره د ياد حق د انګېزې د ملاتړ پياوړوي کولو له لارې د ژورنالېستې په توګه کار وکړ. [۷][۱۱][۱۲]

چارې او مورولي[سمول]

وېسټ د ۱۹۱۲ ز کال په سپټمبر کې د ازادې عقيدې لرونکی نامتو ليکوال ايچ جي ويلس “H. G. Wells” د ناول ليکونو له منځه د پخواني نوکر په نوم تورن کړ. دا د واده “Marriage” په نوم د نوموړي د هڅوونکې کتنې يوه برخه وه، چې په “Freewoman” اونيزه کې خپره شوه، چې يو د ښځو حقونو د برابرۍ پلوی يو ناڅرګند او لنډمهاله کالی يا زړوکی و. يادې کتنې د وېلس لېوالتيا او د نوموړي په کور کې د يوې غرمنۍ د بلنې لامل شوه. دواړه ليکوالان د ۱۹۱۳ ز کال په وروستيو کې مئينان شول، سره له دې چې ويلس واده هم کړی و او د وېسټ په پرتله ۲۶ کاله مشر هم و. د لس کلنې اړيکې په پايله کې يې د ۱۹۱۴ ز کال د اګسټ پر ۴ نېته زوی انتوني وېسټ “Anthony West” وزېږېد. وېلس په ايسيکس “Essex” کې “Leigh-on-Sea” ته د خپل تګ په تکل کې وه، چې نوموړې په کې د ۱۹۱۷ او ۱۹۱۹ ز کالونو تر منځ ژوند وکړ. د دواړو اړيکې په ۱۹۴۶ زکال کې د وېلس تر مړينې پورې دوام وکړ. [۱۳][۱۴]

د وېسټ په اړه دا هم ويل کېږي، چې له چارلي چاپلين، د ورځپاڼې نامتو مدير لارډ بيوربروک “Lord Beaverbrook” او ژورنالېسټ جان ګنتر “John Gunther” سره هم اړيکې درلودې. [۱۵][۱۶]

لومړنۍ مسلک او واده[سمول]

ربيکا وېسټ د ښځو حقونو د برابرۍ پلوې او سوسياليستي لاملونو له امله د وياندې او د کره کتونکې په توګه ځان نامتو کړ، چې The New Republic, New York Herald Tribune, New York American, New Statesman, The Daily Telegraph او نورو زياتو ورځپاڼو او مجلو ته د مقالو او تبصرو ليکلو ته يې مخه وکړه. جورج برنارډ شا “George Bernard Shaw” په ۱۹۱۶ ز کال کې وويل چې: «ريبيکا وېسټ زما په پرتله هر وخت په خورا ځيرکتيا او له زړه سوي پرته قلم چلولی شو». د ۱۹۲۰ ز لسيزې پر مهال نوموړې د درسونو ورکولو، هنرمندانو د کتلو او سياسي ډګر کې د ښکېل کېدلو په موخه متحده ايالتونو ته د کتنو ژوندمهاله عادت پيل کړ. هغه د ناول ليکوني جي بي سټيرن “G. B. Stern” غوره ملګرې وه او سټيرن او کليمينس ډين “Clemence Dane” په ۱۹۲۴ ز کال له هغې سره په امريکا کې پاتې شول. ريبيکا په امريکا کې د سي آی ای د بنسټ ايښودونکي الين ډوليس، چارلي چاپلين، د نيويارکر  ورځپاڼې له هارولډ روز او د وخت د نورو پام وړ زياتره څېرو له منځه له تاريخپوه “Arthur Schlesinger Jr.” سره ملګرې شوه. له متحده ايالتونو سره د نوموړې ژوندمهاله لېوالتيا په ۱۹۴۸ ز کال هغه مهال خورا زياته شوه، چې ولسمشر ترومن “President Truman” ورته «د نړۍ د غوره راپور ورکوونکې» په ويلو سره د ژورنالېزم برخه کې د خدمت له امله د ښخو د مطبوعاتو کلب انعام ورکړ. [۱۷][۱۸]

وېسټ په ۱۹۳۰ ز کال کې د ۳۷ کالونو په عمر د هنري مکسويل اندريو “Henry Maxwell Andrew” په نوم د بانک له مامور سره واده وکړ او په ۱۹۶۸ ز کال د نوموړي له مړينې څخه لږ مخکې د يوې عمومې چارې تر څنګ، يوازې په نوم ګډ يا يو ځای پاتې شول. د وېسټ ليکنې ورته د پام وړ شتمني ورکړه او په ۱۹۴۰ ز کال کې يې “Rolls-Royce” او سويلي انګلېنډ په چېلټرن هېلس “Chiltern Hills” کې يې د “Ibstone House” په نوم د هېواد يو ستر ملکيت خپل کړ. ربيکا د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د يوګوسلاويا کډوالو ته د خپل تياره کور په اضافي خونو کې د استوګنې ځای ورکړ او يادې ځمکې يې د لبنياتو د کوچنۍ کروندې يا فارم او سبزيجاتو د ځمکې په توګه کارولې، چې دا په اصل کې هغه کرنيز کارونه وو، چې د جګړې له پای ته رسېدلو څخه وروسته يې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړ. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11880684X  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19981002401 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  3. The London Gazette, 3 June 1949, Supplement: 38628, p. 2804.
  4. The London Gazette, 30 December 1958, Supplement: 41589, p. 10.
  5. Encyclopedia Britannica, 17 December 2018
  6. Glendinning 1987, p. 9
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Chambers, Whittaker (8 December 1947). "Circles of Perdition: The Meaning of Treason". Time. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Glendinning 1987, pp. 21–22
  9. Rollyson 1996, p. 29
  10. West, Rebecca (22 January 1916). "The World's Worst Failure". The New Republic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Archives Hub". Archives Hub. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rollyson 1996, pp. 418–27
  13. Gibb, Lorna The Extraordinary Life of Rebecca West (Berkeley, CA: Counterpoint, 2014), pp. 66, 70
  14. Ray, Gordon N. H.G. Wells & Rebecca West (New Haven: Yale University Press, 1974), pp. 1–32
  15. Rollyson 1996, pp. 100, 115
  16. Schlesinger, Arthur, Jr. (April 1997). "A Man From Mars". The Atlantic. د کتاب پاڼي 113–118. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Linda Charlton, "Dame Rebecca West Dies in London, The New York Times, 16 March 1983.
  18. Nottingham Evening Post, 4 August 1924, p.3.
  19. Gibb, Lorna (2013). West's World: The Life and Times of Rebecca West. London: Macmillan. د کتاب پاڼې contents. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0230771499. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)