روی جېنکېنز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روی جېنکېنز
روی جېنکېنز
روی جېنکېنز

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

روی هرېس جېنکېنز، د هېل‌هېډ بارون جېنکېنز د PC  (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د د مېریت /OM  (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي) ګټونکی، د ۱۹۲۰ز کال د نومبر په ۱۱ زېږېدلی او د ۲۰۰۳ ز کال د جنوري په ۵ مه مړ شوی. یو بریتانوي سیاستوال چې له ۱۹۷۷ ز کال څخه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې يې د اروپا د کمیسیون د رئیس په توګه خدمت وکړ. په بېلابېلو وختونو کې د کارګر ګوند، سوسیال دیموکرات ګوند (SDP) او لېبرال دیموکرات ګوند لپاره د پارلمان غړی (MP) و. هغه د وېلسون او کالاګان په دولتونو کې د هېواد د ماليې وزیر و.

جېنکېنز د زغالو د معدنچي او د کارګر ګوند د استازي ارتور جېنکېنز زوی و، د اکسفورډ په پوهنتون کې يې زده‌کړې وکړې او د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې يې د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۴۸ ز کال کې لومړی د مرکزي ساوتوارک د استازي په توګه وټاکل شو. جېنکېنز د ۱۹۶۴ ز کال تر ټاکنو وروسته د هارولډ وېلسون په ټاکنو کې د هوايي چلن د وزیر په توګه منصوب شو. یو کال وروسته یې کابینې ته ارتقا وکړه، تر څو د کورنیو چارو وزیر شي. جېنکېنز په دې موقف کې د سموونو/اصلاحاتو یوه لویه برنامه پیل کړه؛ نوموړی د هغه څه په لټه کې و چې د یوې«متمدنې ټولنې» په توګه یې تشرېح کول، هغه پر ځينو اغېزمنو قانوني ګامونو، لکه: په بریتانیا کې د تياتر سانورول او د اعدام سزا، په نسبي توګه هم‌جنس پالنه جرم نه ګڼل، د طلاق د قانون اسانتیا، د سزا ورکولو لپاره د یو ډول ځانګړو ونو ځنډول او د ماشوم د سقط کولو پر حق څار درلود.  

د ۱۹۶۷ ز کال په نومبر کې د ارزښت د کمولو تر کړکېچ وروسته، جېنکېنز د جېمز کالاګان پر ځای د مالیې وزیر شو. جېنکېنز په ټول هغه مهال کې چې د مالیې وزیر و، د تورم د کنترول له هڅې سره یې پر سخت دریځ مالي سیاست څار درلود او د ۱۹۶۸ ز کال پر سخته بودیجه یې څار وکړ، چې د مالیاتو د سخت ډېروالي شاهد و. په پایله کې يې د دولت جاري حساب په ۱۹۶۹ ز کال کې مازاد ته د ننه شو. د ۱۹۷۰ ز کال په ټاکنو کې د تمې خلاف، د کاګر ګوند تر ماتې وروسته، جېنکېنز په ۱۹۷۰ ز کال کې د کارګر ګوند د مشر د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه وروسته په ۱۹۷۲ ز کال کې د کارګر ګوند د پرېکړې پر بنست، وروسته له هغې له خپل موقف څخه استعفا ورکړه چې د ګوند خلاف یې اروپايي ټولنې ته د بریتانیا د ننه کېدلو سخت ملاتړ وکړ. کله چې د ۱۹۷۴ ز کال تر ټاکنو وروسته کارګر ګوند واک ته راستون شو، وېلسون د دویم ځل لپاره جېنکېنز د کورنیو چارو د وزیر په توګه منصوب کړ. دوه کاله وروسته، کله چې وېلسون د لومړي وزیر له موقف څخه استعفا وکړه، جېنکېنز د مشرتابه په ټاکنو کې د هغه د ځای ناستۍ لپاره ګډون وکړ او تر مایکل فوټ او جېمزکالاګان وروسته درېیم ګټونکی شو. چې په دوام يې له پارلمان څخه د ګوښه کېدلو پرېکړه وکړه او د بریتانیا سیاست یې پرېښود تر څو د اروپا په کميسیون کې د لومړي بریتانوي رییس په توګه منصوب شي، هغه د ۱۹۷۷ ز کال په جنوري کې دنده پر غاړه واخیسته. [۲]

جېنکېنز په کمیسیون کې د خپلې دورې تر بشپړولو وروسته په ۱۹۸۱ز کال کې، په ناببره ډول د بريتانیا سیاست ته ورګرځېدل اعلام کړل. هغه چې د مایکل فوټ په مشرۍ کيڼ لور ته د کارګر ګوند له حرکت څخه ناهیلی و، د څلورکسیز بانډ په یو غړي بدل شو، د کاګر ګوند پخوانۍ وتلې څېرې چې ګوند يې پرېښی و او SDP یې رامنځته کړه. جېنکېنز په ۱۹۸۲ ز کال کې په منځ‌مهاله ټاکنو کې بریالی شو، چې د ګلاسکو هېلډ په استازیتوب پارلمان ته راستون او په مشهوره پایله کې یې له محافظه کارانو څخه چوکۍ ترلاسه کړه. هغه د ۱۹۸۳ ز کال تر ټاکنو مخکې د SDP مشر شو او په دې بهیر کې يې له لېبرال ګوند سره ټاکنیز اتحاد رامنځته کړ. په ټاکنو کې د SDP له کړنو څخه تر ناهیلي کېدو وروسته هغه له مشرتابه څخه استعفا وکړه او په دوام یې په ۱۹۸۷ ز کال کې په پارلمان کې خپله چوکۍ له لاسه ورکړه او تر لنډمهال وروسته يې د مشرانو جرګې غړیتوب ترلاسه کړ هغه د یو لېبرال دیموکرات په توګه په مشرانو جرګه کې حضور درلود. [۳]

هغه وروسته د پخواني لومړي وزیر هارولډ مک‌مېلان تر مړينې وروسته د اکسفورډ پوهنتون رییس وټاکل شو او دا موقف یې تر خپلې مړينې پورې د ۱۶ کلونو لپاره خوندي کړ. د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې هغه د لومړي وزیر توني بلېیر نږدې سلاکار و او د ټاکنیزو سمونونو د لوی کمیسیون ریاست یې پر غاړه و. هغه د سیاسي فعالیتونو سربېره، تاریخ‌پوه، ژوندلیک لیکونکی او وتلی ليکوال هم و. د یو ژوند په مرکز په نوم د هغه اثر چې په ۱۹۹۱ کال کې خپور شوی، د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د [طاووسی نثر] یو له تر ټولو غوره ژوندلیکونو څخه دی، چې «هغه مهال به په ډېر خوند سره ولوستل شي کله چې د دغه ژانړ ډېری نمونې هېرې کړای شي» جېنکېنز په ۲۰۰۳ کال کې د ۸۲ کالو په عمر ومړ. [۴]

لومړنی ژوند (۱۹۲۰-۱۹۴۵ز کلونه)[سمول]

روی جېنکېنز د ابرسیکان په مونموث شایر کې، د ولز په سویل ختيځ کې نړۍ ته راغلی. هغه د ارتور جېنکېنز په نوم د معدن د کارګرانو د اتحادیې د یو چارواکي یوازینی زوی و. پلار يې په ۱۹۲۶ ز کال کې د عمومي اعتصاب د لاریون په بهیر کې د خپلې ادعايي لاسوهنې له امله زنداني شو. ارتورجېنکېنز وروسته د سویلي ولز د معدنچیانو د فدراسیون رییس او د پونتیپول د پارلمان غړی، د کلمېنت اتلي د پارلمان خصوصي منشي او په ۱۹۴۵ کال کې د لنډې مودې لپاره د کاریګرانو په دولت کې وزیر شو. د روی جېنکېنز مور، هټي هاریس د پولادو د یو سرکاریګر لور وه. [۵][۶][۷]

جېنکېنز د پېنټوين په لومړني ښوونځي، د ابرسیچان ښارګوټي د ګرامر په ښوونځي، د کارډيېف پوهنتون په کالج، او د اکسفورډ په بالیول کالج کې زده‌کړې وکړې، چېرې چې هغه دوه ځله د اکسفورډ اتحادیې د ریاست لپاره له ماتې سره مخ شو، خو په سیاست، فلسفه او اقتصاد (PPE) کې يې لومړۍ درجه سند ترلاسه کړ. ټوني کروسلانډ، دینېس هېلي او اېډوارډ هېث د هغه د پوهنتون له همکارانو څخه وو، هغه له درې واړو سره ملګری و که څه هم له هېلي سره کله هم ډېر نږدې نه و. [۸]

د جان کمپبېلز د یوه ښه ژوند په نوم ژوند لیک کې د جېنکېنز او کراسلنډ تر منځ عاشقانه اړیکې له جزئیاتو سره ذکر شوې دي. مدرون سلیګمن، نیکالاس هندرسون او مارک بونهام کارتر، نورې هغه څېرې وې چې هغه په اکسفورډ کې ملاقات کړې. [۹][۱۰][۱۱]

جېنکېنز د خپلې افسرۍ زده‌کړې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د التون په برجونو کې ترلاسه کړې او د ۵۵مې سومېرېست لويديځې ډلې سره لویدیځ وېلېنګټون او وېلت‌شایر ته ولېږل شو. جېنکېنز د ۱۹۴۴ ز کال په اپرېل کې د خپل پلار د نفوذ له لارې بلچلي پارک ته واستول شو تر څو د کوډماتوونکي په توګه کار وکړي. هغه هلته د تاریخ لیکونکي اسا برېګز سره ملګرتیا وکړه.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

لومړنۍ سیاسي دنده (۱۹۴۵- ۱۹۶۵)[سمول]

هغه چې په ۱۹۴۵ کال کې د سولیهول له ټاکنیزې حوزې څخه بریالی نه شو، له هغه وروسته یې د لنډې مودې لپاره یو مالي صنعتي او سوداګریز شرکت ته کار وکړ. د ۱۹۴۸ کال په ضمني/منځ مهاله ټاکنو کې په ولسي جرګه کې د ساوت‌وارک د پارلمان د استازي په توګه وټاکل شو، چې د ولسي جرګي «تر ټولو ځوان استازی» شو. د ۱۹۵۰ کال د عمومي ټاکنو لپاره د هغه ټاکنیزه حوزه د پولو له بدلون سره له منځه لاړه، چې پر ځای يې هغه مهال د بیرمنګام اتنګفورډ له نوې ټاکنیزې حوزې څخه ودرېد. نوموړي دا چوکۍ ترلاسه کړه او تر ۱۹۷۷ کال پورې د یادې ټاکنیزې حوزې استازی و. 

هغه په ۱۹۴۷ ز کال کې د کلمېنټ اتلي د ویناوالۍ ټولګه اېډت کړه چې د سیاست او موخې له سرلیک سره خپره شوه. وروسته اتلي جېنکېنز ته اجازه ورکړه چې د هغه خصوصي مقالاتو ته لاس‌رسی ولري تر څو وکولی شي چې د هغه ژوندلیک ولیکي، چې په دا ژوندلیک په ۱۹۴۸ کال کې د (ښاغلي اتلي: یو لنډمهال ژوندلیک) په نوم را څرګند شو. په ترېبون مجله کې د جورج اوروېل د لیکنو په ګډون بیاکتنې په عمومي ډول مطلوبې وې.  [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119202328  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. "Jenkins Labour deputy leader". The Glasgow Herald. 9 July 1970. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cawood, Ian J. (21 August 2013). Britain in the Twentieth Century. Routledge. د کتاب پاڼې 437. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-40681-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 8 January 2003 باندې). Lord Jenkins of Hillhead.
  5. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 11.
  6. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, pp. 9–10.
  7. John Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life (London: Jonathan Cape, 2014), p. 9.
  8. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 17, p. 25, p. 60.
  9. (په 10 March 2014 باندې). Roy Jenkins' male lover Tony Crosland tried to halt his marriage.
  10. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 33.
  11. Saunders, Robert (March 2015). "Roy Jenkins: A Well-Rounded Life". Reviews in History. doi:10.14296/RiH/2014/1741. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 67, p. 71.
  13. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 78, p. 81.
  14. PBS Nova, "Decoding Nazi Secrets", 27 November 2015 (interview of Jenkins); BBC Obituary: Roy Jenkins, Sunday, 5 January 2003
  15. Saunders, Robert (March 2015). "Roy Jenkins: A Well-Rounded Life". Reviews in History. doi:10.14296/RiH/2014/1741. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 106.
  17. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 105.
  18. Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, pp. 105–106.