رشيد احمد ګنګوهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رشيد احمد ګنګوهي
رشيد احمد ګنګوهي
رشيد احمد ګنګوهي

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ مې ۱۸۲۹
مړینه 11 اگسټ 1905 (76 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانوي هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد امداد الله مهاجر مکي   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي خليل احمد سهارنپوري   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک دينپوهنه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر امداد الله مهاجر مکي   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ديوبندي   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رشيد احمد بن هدايت احمد ايوبي ګنګوهي (١٨٢٦-١٩٠٥)ستر هندي عالم،د ديوبندي خوځښت سرلارى،ثاني ابوحنيفه  او د حديثو ستر عالم وو.

د محمد قاسم نانوتوي سره يو ځاى د مملوک علي زده کوونکى وو. دواړو د حديثو کتابونه له عبدالغني مجددي نه ولوستل او په تصوف کي د حاجي امداد الله مهاجر مکي مريدان وو.

نوم[سمول]

تذکيرة الرشيد د هغه نوم او نسب په لاندي ډول بيان کړي: مولانا رشيد احمد بن مولانا هدايت احمد بن  قاضي پير بخش بن قاضي غلام حسن بن قاضي غلام علي بن قاضي علي اکبر بن قاضي محمد اسلم الانصاري الايوبي.نضهت الخواطر د دهغه نسبت داسي ياد کړی " الانصاري،الحنفي،الرامپوري،الګنګوهي".

د هغه نوم رشيد احمد وو،ابو مسعود يې کنيه وو. د هغه د نسب سلسله د محمد صلى الله عليه وسلم مشهور صحابي ايوب انصاري (رض) ته رسېږي.ايوب انصاري رض هغه صحابي ده چي نبي عليه سلام د هجرت پر مهال دده په کور کي ميلمه شو.

ژوند نامه[سمول]

رشيد احمد رح د 1244 هجري قمري کال د ذوالقعدې په شپږم د دوشنبې په ورځ(1826ميلادي)د هندوستان د اترپردېش ايالت د سهارنپور ولسوالۍ په ګنګوه کي زيږېدلى.د ګنګوهي صاحب پلار هدايت احمد او مور دواړه د ايوب انصاري کورنۍ پوري اړه لري.د هغه اصلي ټاټوبى رامپور ده،مګر د هغه نېکه قاضي پير بخش په ګهنګوه کي سکونت غوره کړ.

هدايت احمد يو اسلامي عالم وو اود ولى الله له علمي حلقې سره يې تړاو درلود، او په تصوف کي د غلام علي مجددي دهلوي خليفه وو.په 1252ه.ق 1836ز کال د 35 کالو په عمر وفات شو،چي په دې وخت کي رشيد احمد د اوو کلو وو.د څه وخت وروسته د رشيد احمد ځوان ورور سيد احمد هم وفات شو،په دې مهال رشيد احمد 9 کلن وو.

د هدايت احمد له مړيني وروسته د رشيد احمد روزنه د قاضي پير بخش پر غاړه شوه.مولانا رشيد احمد صاحب څلور ماماګان لرل:مولانا محمد نقي، مولانا محمد تقي، مولانا عبدالغني او مولانا محمد شفيع.چي رشيد احمد له عبدالغني سره نږدې اړيكي لرلې او ده ته د پلار په شان وو.

زده کړي[سمول]

مولانا رشيد احمد په کوچنيوالي کي قران کريم له خپلي مور څخه ووېلي،لومړني کتابونه يې د مولانا محمد تقي صاحب ،مولانا ميال بخش صاحب او مولانا محمد غوث صاحب،او مشر ورور عنايت احمد څخه ووېلي.

صرف او نحوه يې د محمد بخش رامپوري نه ولوستل،د چا په تشويق چي دى په 1261ه.ق 1845ز کال د 17 کالو په عمر ډهلي ته ولاړ،هلته يې د محمد قاسم نانوتوي سره يو ځاى د مملوک علي نانوتوي په درس کي ګډون وکړ.

تفسير،فقه،اصول فقه، معاني او يې د مملوک علي نه ولوستل.صحاح سته يي د (محمد قاسم نانوتوي سره يو ځاى )له شاه عبدالغني رح نهاية ولوستل. پہ دهلي كي له ٤ كلو تيرولو وروسته بيرته گنگوه ته راستون شو.

  تدريس[سمول]

مولانا رشيد احمد رحمة الله عليه د خپل وخت د حديثو او فقهي امام وو.تر ١٤ واري زيات يي هدايه تدريس كڑي. د اول وار لپاره يي صحاح سته ٹول پہ یو وار تدریس کڑل.مولانا صاحب د ١٢٦٥نه تر ١٣١٤ هجري قمري كاله ٤٩ كاله تدريس وكڑ.

واده[سمول]

ګنګوه ته له تګ وروسته ګنګوهي رح د خپل ماما او استاد مولانا محمد تقي صاحب له لور سره نکاح وکړه.چي په دې وخت کي مولانا صاحب 21کلن وو.

بيعت[سمول]

مولانا صاحب تهانه بهول ته د حاجي امدادالله صاحب ليدلو ته ولاړ،هلته يې د امداد الله مهاجر مکي سره بيعت وکړ،له څلوېښتو ورځو تېرولو وروسته کله چي مولانا صاحب کور ته د تګ اراده وکړه، نو حاجي امدادالله صاحب ورته خلافت او نورو خلكو ته د بيعت ورکولو اجازه هم ورکړه.

د سترو علماوو استاد او مربي[سمول]

کله چي مولانا ګنګوهي رح خپل پلرني ټاټوبي ته لاړ، نو هلته يې د مولانا عبدالقدوس ګنګوهي رح خانقاه بيا فعاله کړه. مولانا رشيد احمد صاحب په دې خانقاه کي د شيخ الهند محمود الحسن،شاه عبدالرحيم رائپوري، مولانا خليل احمد سهارنپوري، مفتي عزيز الرحمن عثماني،مفتي کفايت الله دهلوي، شاه انور شاه کشمېري،مولانا محمد الياس کاندهلوي، مولانا حسين احمد مدني او په سلګونو نورو مشائخو روحاني تربيه وکړه.

سياسي ژوند[سمول]

په 1857 زېږديز کال کي په هندوستان کي د انګريزانو په خلاف جهاد اعلان شو.مولانا ګنګوهي رح هم د خپل ټولګيوال (مولانامحمد قاسم نانوتوي رح) او خپل شيخ (حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمه الله)سره يو ځاى په دې جهاد کي برخه واخيسته،چي حاجي امداد الله صاحب امام،مولانا محمد قاسم نانوتوي رح سپاه سالار،مولانا ګنګوهي رح قاضي مقرر شو.د مسلمانانو دخپلي بدبختي له امله ماتي وخوړه. انګريزانو د بدل اخيستلو لپاره هر عالم شکله سړى نيو، چي مولانا ګنګوهي رح هم ونيول شو، خو خداى تعالى په خپل فضل سره مولانا صاحب د انګريزانو له پنجرو څخه خلاص کړ.

د دوو سترو مدرسو سرپرستي[سمول]

مولانا ګنګوهي رح د نړۍ هغه جليل القدر عالم وو چي د نړۍ د دوو عظيمو مدرسو (د ديوبند دار العلوم او مظاهر العلوم سهارنپور)بنسټ اېښودونکى ده.په 1297ه.ق کال د دارالعلوم ديوبند سرپرست محمد قاسم نانوتوي رح او د مظاهرالعلوم سهارنپور سرپرست مولانا احمد علي محدث سهارنپوري رح دواړه وفات شول،نو مولانا ګنګوهي رح تر مرګ پوري ددواړو مدرسو سرپرست پاته شو.

تقوى[سمول]

مولانا ګنګوهي رح د تقوى يوه نمونه وه،مولانا علي رضا صاحب چي د ګنګوهي رح شاګرد وو ډېر کلونه يې د ګنګوهي رح په خدمت کي تېر کړل دهغه په اړه فرمايي "په ټول عمر مي د مولانا ګنګوهي رح يو فعل هم د سنتو خلاف نه ده ليدلى.يو وخت په دارالعلوم ديوبند کي د مازديګر د لمانځه پر مهال په مولانا ګنګوهي رح ناوخته شو،د لمانځه نه  وروسته ګنګوهي صاحب ډېر خوابدى ناست وو،چا ورڅخه د خوابدي د علت پوښتنه وکړه، وې فرمايل نن له 22 کاله وروسته تکبير اولى رانه تېر شو.


مولانا صاحب درۍ ځله حج ته تللى و

د 1323 ه.ق کال د جمادى الثاني په اتمه د جمعې په ورځ (1905زېږديز کال) د جمعې له اذان وروسته مولانا صاحب له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړې 

دا هم وګورئ [سمول]