رابرټ اې. هاینلاین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رابرټ اې. هاینلاین
رابرټ اې. هاینلاین
رابرټ اې. هاینلاین

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ادبيات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
رابرټ اې. هاینلاین
رابرټ اې. هاینلاین

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رابرټ انسن هاینلاین (/ˈhaɪnlaɪn/؛ زوکړه د ۱۹۰۷ز کال د جولای ۷ مه—مړینه د ۱۹۸۸ز کال د مې ۸ مه) یو امریکایي علمي تخیلي لیکوال، د هوا-فضا انجنیر او سمندري افسر و. نوموړی چې کله-کله "د علمي تخیلي لیکوالانو مشر" بلل کېږي، هغه په خپلو تخیلي کیسو کې په علمي دقت د ټینګار کوونکو سرلاری او په دې بنسټ د سخت علمي تخیلي فرعي-ژانر سرخېل و. د هغه خپاره شوي اثار دواړه هم تخیلي او هم غیر-تخیلي د وړتیا د تحسین څرګندونه کوي او د انتقادي فکر په ارزښت ټینګار کوي. د نوموړي طرحو ډېری پاروونکي حالتونه مطرح کړل چې دودیز ټولنیز عنعنات یې وننګول. د هغه اثارو همدارنګه علمي تخیلي ژانر او په عمومي توګه معاصر کلتور اغېزمن کړ.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷] 

هاینلاین یو له هغو لومړنیو امریکایي علمي تخیلي لیکوالانو څخه و چې، د ۱۹۴۰ز لسیزې په ورستیو کې یې د دي ساترډې ایوینیګ پوسټ غوندې مشهورو مجلو ته لاره ومونده. هغه د څو لسیزو لپاره د ډېر-پلور لرونکو ناول لیکونو په نوملړ کې شامل و او هغه، اسحاق اسیمو او ارتر سي. کلېرک اکثره د انګلیسي ژبې د علمي تخیلي "درې ستر" لیکوالان بلل کېږي. سټرینجر این اې سټرینج لنډ (Stranger in a Strange Landسټارشیپ ټروپرس (Starship Troopers) (چې میکا (mecha ) او سپېس مېرین (space marine) دواړو علمي تخیلي ژانر ته په بڼه ورکولو کې یې مرسته وکړه) او سپوږمۍ یوه سخت زړې معشوقه ده (The Moon Is a Harsh Mistress) د هغه مشهور اثار دي. د هغه اثار کله-کله لانجمن اړخونه لري، لکه په سپوږمۍ یوه سخت زړې معشوقه ده اثر کې، په یو وخت د څو ښځو یا مېړونو سره واده (ډېرودون)، په سټارشیپ ټروپرس کې جنګي سیاست او په تکنالوژیکه توګه د ښځو فني کریکټرونه چې هیبت ناکه وو، خو بیا یې هم اکثرو ښځینه کلیشه درلوده—لکه فرایډې.     [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

هاینلاین چې د علمي تخیلي لنډو کیسو لیکوال هم و، په اسټانډینګ ساینس فیکشن مجله کې د جان ډبلیو. کامپبیل د خپرونو ادارې (۱۹۳۷ز—۱۹۷۱ز) د لیکوالانو په ډله کې یې شهرت ترلاسه کړ، که څه هم چې هاینلاین د کامپبیل په واسطه د خپلو لیکنو د اغېزمنېدل رد کړي دي.

هاینلاین خپل علمي تخیلي ژانر د پاروونکو ټولنیزو او سیاسي افکارو د راسپړلو د لارې په توګه او د دې اټکل کولو لپاره چې د ساینس او انجینري په برخه کې پرمختګ به د سیاست، نژاد، دین او جنسیت راتلونکي ته کومه بڼه ورکړي، کاراوه. هاینلاین د خپلو علمي تخیلي کیسو په چوکاټ کې، بیا-بیا ځینې ټولنیز موضوعات مخاطب کړي دي: د فردي ازادۍ او په ځان په باور اهمیت، د جنسي اړیکو ماهیت، د افرادو ټولنیز مکلفیت، په کلتور او حکومت د منظمو دینونو اغېز او د بې دینۍ افکارو د ځپلو لپاره د ټولنې تمایل. هغه د انسان په دود و دستور د فضایي سفر د اغېزو په اړه هم اټکل کړی دی.  [۱۴]

په ۱۹۷۴ز کال کې، هاینلاین لومړنی شخص دی چې د علمي تخیلي لیکوالانو د استاد لقب او جایزه ورکړل شوه [دا جایزه هر کال یوه ژوندي لیکوال ته، نورو هغه په نسبت د غوره لیکنو په پار ورکول کېږي چې پیل یې په ۱۹۷۴ز کال کې وشو.]. د نوموړي څلورو ناولونو د هوګو جایزه وګټله. سربېره پر دې، له خپرېدو پنځوس کاله وروسته، د هغه اووه اثارو د "ریټرو هوګو" جایزه وګټله—یادې جایزې د هګو جایزې له منځته راتګ مخکې د هغه د خپرو شوو اثارو لپاره نوموړي ته ورکړل شوې. هاینلاین په خپلو تخیلي اثارو کې نوي اصطلاحات وکارول چې وروسته د انګلیسي ژبې برخه وګرځېدله، لکه؛ ګروک (grok)، والډو (waldo ) او سپیکولېټیو فیکشن (speculative fiction) او همدارنګه یې موجودې اصطلاحګانې لکه "ټانسټافل (TANSTAAFL)"،"پې ایټ فارورډ (pay it forward)" او "فضایي بېړۍ (space marine)" عامې کړې. نوموړي همدارنګه د "ډرافټینګ ډان (Drafting Dan)" سره د کمپیوټر-په-مرسته ډیزاین (computer-aided design) وړاندوینه کړې وه او په خپل ناول له  دې افق ورهاخوا (Beyond This Horizon) کې یې د اوبو-تخت (waterbed ) یوه نوې بڼه توضیح کړې وه. نوموړي د فضا پوځي محصل (Space Cadet ) ناول په لومړي فصل کې ۳۵ کاله وړاندې د موټرولا شرکت له اختراع څخه د ګرځنده ټېلیفون وړاندوینه کړې وه. د هاینلاین د ډېرو اثارو په منځپانګه فلمونه او تلویزوني پروګرامونه جوړ شول. [۱۵]

ژوند[سمول]

پیدایښت، ماشومتوب او لومړنۍ زده کړې[سمول]

هاینلاین چې د ۱۹۰۷ز کال د جولای په ۷ مه نېټه، د میسوري په بټلر کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ریکس آیوار هاینلاین (چې یو محاسب و) او بام لایل هاینلاین په اووه اولادونو کې درېیم و. نوموړی د الماني الاصله-امریکایانو له شپږم نسل څخه و؛ د کورنۍ د دود په توګه هاینلاینیانو د امریکا په هره جګړه کې برخه اخیستې وه، چې لومړۍ هغه یې د خپلواکۍ جګړه وه.[۱۶]

نوموړي خپل ماشومتوب د میسوري په کانزاس ښار کې تېر کړ. د یاد ځای او وخت منظرې او ارزښتونو (د هغه په خپلو لفظونو، "بایبیل بیلټ") د هغه په تخیل خورا اغېز وکړ، په ځانګړې توګه د نوموړي په ورستیو اثارو کې، لکه څرنګه چې هغه په خپلو اثارو لکه د مینې لپاره کافي وخت (Time Enough for Love) او له لمر لوېده څخه ورهاخوا بېړۍ چلونه (To Sail Beyond the Sunset) کې د چاپېریال او کلتوري اتموسفیر د منعکس کولو لپاره له خپل ماشومتوبه ډېره ګټه اخیستې وه. په ۱۹۱۰ز کال کې د هالي لکۍ لرونکي ستوري ظهور د هاینلاین چې په هغه وخت کې ماشوم و، د ستور پوهنې سره عمري علاقه پیدا کړه.    [۱۷][۱۸]

کورنۍ  یې کالج ته د هاینلاین د لېږلو مالي توان نه درلود، نو ځکه هغه په نظامي اکاډمۍ کې د داخلې اخیستلو په لټه کې شو. کله چې هاینلاین په ۱۹۲۴ز کال کې له مرکزي عالي لېسې څخه فارغ شو، هغه ته د متحده ایالاتو د سمندریز پوځ اکاډمۍ کې داخله ور نه کړل شوه، ځکه چې مشر ورور یې ریکس په یاده اکاډمۍ کې زده کوونکی و او د یادې اکاډمۍ قانون داسې و چې په هممهاله توګه له یوې کورنۍ څخه څو غړو په کې زده کړې نه شوې کولای. هغه د یادې اکاډمۍ په ځای د کانزاس ښار په کمیونیټي کالج کې داخله واخیسته او د میسوري د سناتور جېمز اې. ریډ څخه یې د سمندري ځواک په اکاډمۍ کې په کلکه د داخلې غوښتنه وکړله. تر یوه حده د پینډرګاسټ ماشین د اغېز له امله، د ۱۹۲۵ز کال به جون کې د سمندري ځواک اکاډمۍ هغه ته داخله ورکړه؛ هاینلاین وروسته وویل چې ریډ هغه ته ویلي وو چې، هغه ۱۰۰ سپارښتنلیکونه درلودل، ۵۰ د نورو نوماندانو د نوماندۍ لپاره او ۵۰ د هاینلاین لپاره.   [۱۹][۲۰]

سمندري ځواک[سمول]

د متحده ایالاتو په سمندریز ځواک کې د هاینلاین تجربې د هغه په کریکټر یا شخصیت او لیکنو قوې اغېز وکړ. نوموړی په ۱۹۲۹ز کال کې د سمندریز ځواک له اکاډمۍ څخه د هنرونو په برخه کې د انجینرۍ د شاوخوا لیسانس معادل سند سره فارغ شو (یادې اکاډمۍ په هغه وخت کې سند نه ورکاوه). هغه په علمي توګه په خپل ټولګي کې پنځم نمره و، خو د نظم د نه مراعت کولو له امله یې د ۲۴۳ زده کوونکو ترمنځ ۲۰ مه درجه خپله کړه. د متحده ایالاتو سمندري ځواک له فراغت لږ وروسته هغه د بیرغ وړونکي په توګه په دنده وګوماره. نوموړي په یو ایس ایس لکسینګټون الوتکه لږېدونکې بېړۍ کې د دندې پر مهال چې په راډیو یي مخابراتي اړیکو کې یې کار کاوه—د هم هغه وخت یو ډول تکنالوژي وه چې اوس هم په ابتدایي پړاو کې ده، د دویم بریدمن پیل-کاره مامور رتبې ته ترفیع وکړه. د یادې بېړۍ کپتان ایرنیسټ جې. کینګ د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د سمندریزو عملیاتو مشر او د متحده ایالاتو د جنګي بېړیو د ډلې سر قوماندان شو. پوځي تاریخ لیکونکو د هاینلاین سره د هغه په ورستیو کلونو کې په کراتو مرکې وکړې او له هغه څخه یې د کپتان کینګ په اړه او د متحده ایالاتو د لومړۍ عصري الوتکه لېږدوونکې بېړۍ د قوماندان په توګه د هغه د چوپړتیاوو په اړه پوښتنې وکړې. هاینلاین همدارنګه په ۱۹۳۳ز کال او ۱۹۴۳ز کال کې په یو ایس ایس راپر ویجاړوونکې بېړۍ کې د سمندریزې توپخونې د افسر په توګه خدمت وکړ چې د دویم بریدمن رتبې ته یې ترفیع وکړه. د هغه ورور لاورینس هاینلاین د متحده ایالاتو په پوځ، د متحده ایالاتو په هوایي ځواک او د میسوري په ملي ګارډ کې دندې ترسره کړې او په ملي ګارډ کې د ستر جنرال تر رتبې ورسېده.    [۲۱][۲۲]

ودونه[سمول]

هاینلاین په ۱۹۲۹ز کال کې د کانزاس ښار سره تړاو لرونکې ایلینور کوري سره واده وکړ، خو یاد واده یو کال دوام وکړ. په ۱۹۳۲ز کال د لیسلاین مکډونلډ (زوکړه ۱۹۰۴ز کال—مړینه ۱۹۸۱ز کال) سره د هغه دویم واده ۱۵ کاله دوام وکړ. د هاینلاین د ملګري مرستیال امیرالبحر کال لېنینګ په وینا مکډونلډ "په حیرانوونکي ډول ځیرکه، ډېره لوستې او په بې ساري ډول لیبراله وه، له دې سره-سره ثبت شوې جمهوري غوښتونکې وه"، په داسې حال کې چې اسحاق اسیمو وروسته هاینلاین، هغه وخت، "سخت لیبرال" بللی و. (دا برخه وګورئ: د رابرټ هاینلاین سیاستونه. په انګلیسي: Politics of Robert Heinlein.) [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118773704  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. (په October 2, 2005 باندې). Heinlein's Female Troubles. The New York Times.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.[مړه لينکونه]
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. Also available at . Retrieved July 6, 2007.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. (په 1984-09-05 باندې). In the Strange Land Of Robert Heinlein.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. James Gunn, "Grand Master Award Remarks" Archived September 29, 2011, at the Wayback Machine.; "Credit Col. Earp and Gen. Heinlein with the Reactivation of Nevada's Camp Clark", The Nevada Daily Mail, June 27, 1966.
  23. "Social Affairs of the Army and Navy", Los Angeles Times; September 1, 1929; p. B8.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Patterson, William H. Robert A. Heinlein: In Dialogue with His Century, Vol. 1—Learning Curve (1907–1948), Tor Books, August 2010, ISBN 978-0-7653-1960-9
  26. Isaac Asimov, I, Asimov.