زړه نابری
زړه نابری (په انګرېزي: Heart Failure) چې د بندېدونکی زړه نابری (Congestive Heart Failure) په نامه هم يادېږي د زړه هغه بې وسي ده چې نشي کولی د وينې پمپولو دنده په سمه توګه سر ته ورسوي او وينه د بدن د اړتياوو له مخې په بدن کې وڅرخوي.[1][2][3] زړه نابری د يو شمېر نښو نښانو سبب ګرځي چې په دغو کې ساه لنډي، د پښو پړسوب او د ورزش نازغمل دي. د زړه دا حالت د اېکوکارډيوګرافي او د وينې د آزمېښتونو په مرسته پېژندل کېږي. د دغې ناروغۍ درملنه د ژوندتوګې له بدلونونو، لکه د سېګرېټ څښل بندول، آسانه تمرينونه او د ساه اخيستنې بېلابېل لارې، په خوړو کې د مالګې کمښت او غذايي بدلونونه شامل دي. د دې تر څنګ يو شمېر درمل هم ناروغ ته ورکول کېږي. کله نا کله دا ناروغي د يو شمېر نصبېدونکو آلو په مرسته لکه پېسمېکر يا د زړه د بطنونو مرستيالې آلې او يا هم د زړه پيوندولو په مرسته د درملنې وړ وي.
د زړه نابري عام سببونه مايوکارډيل انفارکشن او د زړه اسکېميکې ناروغۍ نور ډولونه، د وينې لوړ خج، د زړه د والونو ناروغۍ او د زړه عضلاتي اعتلالونه دي.[4]
زړه نابری يوه عامه، بې وسه کوونکې، ګرانبيه او مرګونې ناروغي ده.[4] په پرمختللو هېوادونو کې نژدې 2% وګړي له زړه نابري کړېږي، خو په هغو کسانو کې چې عمر يې له ۶۵ کالو پورته دی، زړه نابری پکې له 6–10% ډېر دی.[4][5]
سرچينې
- ↑ "heart failure" د ډورلانډ طبي سيند کې
- ↑ mayoclinic.com > Heart failure Dec. 23, 2009
- ↑ medterms.com > Definition of Heart failure Last Editorial Review: 6/18/2002
- ↑ 4.0 4.1 4.2 McMurray JJ, Pfeffer MA (2005). "Heart failure". Lancet 365 (9474): 1877–89. doi:10.1016/S0140-6736(05)66621-4. PMID 15924986.
- ↑ Dickstein K, Cohen-Solal A, Filippatos G, et al. (October 2008). "ESC Guidelines for the diagnosis and treatment of acute and chronic heart failure 2008: the Task Force for the Diagnosis and Treatment of Acute and Chronic Heart Failure 2008 of the European Society of Cardiology. Developed in collaboration with the Heart Failure Association of the ESC (HFA) and endorsed by the European Society of Intensive Care Medicine (ESICM)". Eur. Heart J. 29 (19): 2388–442. doi:10.1093/eurheartj/ehn309. PMID 18799522. http://eurheartj.oxfordjournals.org/cgi/pmidlookup?view=long&pmid=18799522.