د ۲۰۱۴ ز کال د روسیې په ملاتړ په اوکراین کې ناکراري
د ۲۰۱۴ ز کال د فبروري میاشتې له ورستیو څخه، د یورومیدان له خوځښت او د ۲۰۱۴ ز کال د اوکراین له انقلاب وروسته، د اوکراین د ختیځ او سویلي سیمو په لویو ښارونو کې د روسیې پلوه او حکومت ضد ډلو له لوري لاریونونه پیل شول. د ناکراریو په لومړي پړاو کې، چې د "روسي پسرلي" (په روسي ژبه کې: Русская весна، رومي بڼه یې: Russkaya Vesna) په نوم یادېده، د روسیې د پوځي لاسوهنې په پایله کې او په نړیواله کچه تر نیوکې لاندې (د ملګرو ملتونو د ۲۶۲/۶۸ ګڼه پریکړه لیک په بنسټ) د کریمیا د ټولپوښتنې په پایله کې د اوکراین کریمیا سیمه د روسیې فدراتیف ته ضمیمه شوه. په دونیتسک او لوهانسک ولایتونو کې، چې معمولاً د ډونباس سیمه بلل کېږي، لاریونونه په روسي پلوه وسله وال جلاغوښتونکي بغاوت واوښتل چې د اوکراین په وړاندې د روسیې فدراسیون له لوري، د همغږي سیاسي او نظامي کمپاین په توګه ملاتړ کېږي. د اوکراین دولت په سویل او ختیځ کې د کنټرول د ساتلو لپاره د "ترهګرۍ ضد عملیات" پیل کړل، چې د ناکراریو د پای لپاره یې وسله وال ځواکونه ولېږل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مخینه[سمول]
اوکراین هغه مهال له ناکراریو سره لاس او ګرېوان شو، چې ولسمشر ویکتور یانوکوویچ د ۲۰۱۳ ز کال د نومبر په ۲۱ مه نېټه له اروپایي اتحادیې سره د یووالي د تړون له لاسلیک څخه ډډه وکړه. یو سازمان شوي سیاسي خوځښت، چې د یوروډګرپه نوم یادېږي، له اروپايي ټولنې سره د نږدې اړیکو او د یانوکوویچ د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه. په پایله کې دا خوځښت بریالی شو، چې د ۲۰۱۴ ز کال د فبروري د میاشتې د انقلاب لامل شو او یانوکوویچ او د هغه حکومت یې را وپرځول، خو د اوکراین په ختیځ او سویلي سیمو کې یو شمېر روسي ژبې وګړو، چې د یانوکوویچ او د هغه د سیمې د ګوند لپاره د ملاتړ دودیزې اډې وې، له انقلاب سره مخالفت څرګند کړ او له روسیې سره د نږدې اړیکو د غوښتلو لپاره یې لاریونونه پیل کړل. په کریمیا کې له اوکراین څخه د بېلېدو او له فدراتیف روسیې سره د یوځای کېدو په پلوۍ پراخ لاریونونه ترسره شول، چې د کریمیا د ۲۰۱۴ ز کال د کړکېچ لامل شول. [۱۲][۱۳][۱۴]
روسي پلوه فعالینو، د مارچ په لومړۍ نېټه د اوکراین په ختیځ کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه يیزو دولتي ادارو ودانۍ، د لنډ وخت لپاره اشغال کړې. د مارچ په ۱۱ مه نېټه، وروسته له هغه چې د سیمه ییزو پولیسو ډلو او د اوکراین د امنیت خدماتو ودانۍ بېرته ونیولې، ټول اشغال پای ته ورسېد. په دونیتسک کې، د مارچ د ۱۳ مې نېټې د لاریون په ګډون چې په کې یو اوکراین پلوه لاریون کوونکی په چاقو ووژل شو، لاریونونه په زیاتره حالاتو کې تاوتریخوالي ته واوښتل. په کیف کې، د مارچ په ۱۵ مه نېټه د اوکرایین وطندپرستو ډلو ملیشو د میدان ضد یو مظاهره کوونکی او یو لاروی هغه وخت ووژل، چې د میدان ضد مظاهره چیانو د ښي اړخ په مرکزي دفتر یې برید وکړ. [۱۵][۱۶][۱۷]
په لاریون کوونکو کې د پولې له هاخوا هغه روسي اتباعو هم ګډون درلود چې په اوکراین کې د روس پلوه فعالینو د هڅو ملاتړ ته یې را دانګلي وو. د دونیتسک ولایت والي سرهي تاروتا څرګنده کړه چې: د دونیتسک په لاریونونو کې پخوانیو بندیانو او نورو هغه کسان ګډون درلود چې له کریمیا څخه وتلي وو. د مارچ له ۴ تر ۲۵ مې پورې د اوکراین پولیسو او پوله ساتو ځواکونو اوکراین ته د ۸۲۰۰ څخه د زیاتو روسانو د ننوتلو مخه نیولې وه. د ملي امنیت او دفاع د شورا منشي اندري پاروبي د مارچ په ۲۷ مه وویل چې: په ورځني ډول له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ روسانو د ننوتو مخه نیول کېږي. [۱۸]
د اپریل د میاشتې په ۱۷مه نېټه، د ولادیمیر پوتین له پروګرام سره د دولسمې مستقیمې اړیکې په مهال، د روسیې ولسمشر د کریمیا د دفاعي سرتېرو تر څنګ د روسیې د وسله والو ځواکونو کارول ومنل، خو د اوکراین حکومت، اروپایي اتحادیې او د متحده ایالاتو هغه تورونه یې رد کړل، چې ګواکي د اوکراین په ختیځ کې د روسیې ځانګړي ځواکونه ناکراریو ته لمن وهي.
سرچينې[سمول]
- ↑ کينډۍ:Cite report
- ↑ Mitrokhin, Nikolay (2015). "Infiltration, Instruction, Invasion: Russia's War in the Donbass" (PDF). Journal of Soviet and Post-Soviet Politics and Society. 1 (1): 220–221. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسينېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson, Andrew (2016-04-20). "The Donbas in 2014: Explaining Civil Conflict Perhaps, but not Civil War". Europe-Asia Studies. 68 (4): 631–652. doi:10.1080/09668136.2016.1176994. ISSN 0966-8136. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2019-08-07 باندې). The Counteroffensive Against Conspiracy Theories Has Begun.
- ↑ "Remembering Ukraine's Revolution of Dignity". openDemocracy. د لاسرسينېټه ۲۶ جون ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kuzio, Taras (2017). Putin's war against Ukraine : revolution, nationalism, and crime. North Charleston, South Carolina: CreateSpace Independent Publishing Platform. د کتاب پاڼې 90. OCLC 982267595. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5432-8586-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link) - ↑ DeBenedictis, Kent (2021). Russian 'hybrid warfare' and the annexation of Crimea : the modern application of Soviet political warfare. London: Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 1. OCLC 1238134016. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7556-4002-7. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kuzio, Taras (2017). Putin's war against Ukraine : revolution, nationalism, and crime. North Charleston, South Carolina: CreateSpace Independent Publishing Platform. د کتاب پاڼې 252. OCLC 982267595. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5432-8586-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link) - ↑ کينډۍ:Cite report
- ↑ D'Anieri, Paul J. (2019). Ukraine and Russia : from civilized divorce to uncivil war. Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 234. OCLC 1097455586. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-48609-5. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link) - ↑ کينډۍ:Cite report
- ↑ (په 15 February 2014 باندې). A Ukraine City Spins Beyond the Government's Reach. The New York Times.
- ↑ Richard Balmforth (په 12 December 2013 باندې). Kiev protesters gather, EU dangles aid promise. Reuters.
- ↑ (په 25 January 2014 باندې). Ukraine Opposition Vows To Continue Struggle After Yanukovych Offer. Radio Free Europe/Radio Liberty
- ↑ Roth, Andrew (په 3 March 2014 باندې). From Russia, 'Tourists' Stir the Protests. The New York Times.
- ↑ (په 7 March 2014 باندې). Southeastern Ukraine gets invasion of Russian protesters. Kyiv Post.
- ↑ (په 26 March 2014 باندې). Донецькими сепаратистами виявилися колишні зеки і гастролери з Криму Більше читайте тут (Separatists in Donetsk were former prisoners). TSN.
- ↑ (په 31 March 2014 باندې). SBU detains Russian provocateur believed to have planned raid on parliament, cabinet buildings. Kyiv Post.