د کمپنۍ مشري
[سمول] كارپوهنه (اداره)
كله چې خلك د ادارې كلمه اوري، په عام ډول د هغوى ذهن د رسمي دفترونو اداره او بڼه انځوروي خو حقيقت دا دى چې اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيزو اړخونو كې منل شوى اهميت لري. د هر څه د مخه بايد پوه شو چې اداره څه ته وايي نو راځۍ چې د ادارې لنډه پيژندنه وكړو: اداره داسې يو پرله پسى كار دى كوم چې د نورو كارونو په برابرولو كې مرسته كوي، ترڅو په سمه توګه غوره شي او په سم ډول سرته ورسول شي. په سمه توګه غوره كول په دې مانا چې یوازې هغه كارونه كوم چې دهدف په لاس ته راوړلو كې مرسته كوي بايد غوره شي، په سم ډول سرته ورسول شي په دې مانا چې د لږو طبعي شتمنيو په لګولو سره بايد ډيري په زړه پورې پايلې ترلاسه شي. لكه مخكې مو چې وويل، اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيز اړخونو كې خپل ځاى لري، د بيلګې په ډول د انسان وخت له هغه سره يوه طبعي شتمني ده نو په كار دۍ چې د هغه پوره ادارې ته پام وشي او د لږ وخت په لګولو سره ډير كار وشي خو څرګنده دې وي چې د ادارې ځانګړى استعمال په هغو ځايونو كې كېږي چيرته چې خلك ديو ګروپ په بڼه كې كارونه سرته رسوي، دا ځكه چې د ټولو كار بايد د هدف پر لور وى او په اغيزناك ډول هدف ترلاسه شي. طبعي شتمني په دې مانا چې د هغه شته والى له انسانانو سره يوه ټاكلې اندازه لري د كوم زياتوالى چې د انسانانو له وس څخه پورته دى. اداره او كارپوهنه يو نوى شى نه بلكه د مصر تاريخي څلي (اهرام) جوړول په هغه وخت كې هم كارپوهنه وه، خو البته د نن په څېر رسمي بڼه ورته نه وه وركول شوې. د هر يوه تاريخي څلي په جوړيدوكې له يو لك (۱۰۰۰۰۰) څخه زياتو كاريګرو د شلو (۲۰) كلونو لپاره كار كړۍ ؤو. دا په دې مانا چې هلته يو څوك ؤو چې هر كاريګر ته د هغه كار ورپه ګوته كړي، د كار لپاره پوره ډبرې برابرې كړي تر څو كاريګر بوخت وساتل شي، كاريګر د لا ښه كار كولو لپاره وهڅوي، د كاريګرو تر منځ ستونزي او شخړې ختمې كړي، د كار پايلې وګوري او داسې نور. دا مهمه نه ده چې هغوى دا كار پوه په څه نوم ياداوه خو هلته كارپوه (Manager) ؤو. دا چې په هغه وخت كې كارپوهنه يو ځانګړى مسلك نه ؤو د هغه ډيرې وجهې كيداى شي لكه د خلكو نفوس ډير كم ؤو او په ډګر كې پرمختيا نه وه شوې، ساينس او ټيكنالوجي وده نه وه كړې او داسې نور. ولې نن سبا كه له يوې خوا د خلكو تعداد زيات شوى نو له بلې خوا د پوهنې، ساينس او ټيكنالوجي په ډګرونو كې هم په زړه پورې پرمختيا وي تر سترګو كيږي كوم چې د كارپوهنې د رسمي بڼې پر شته والي ته دلالت كوي، نو ځكه كارپوهنه په اوسني وخت كې يوه رسمي پوهه او د وخت له مهمو ضرورتونو څخه ګڼل كېږى. د اوسنې نړى پرمختللي هيوادونه كه له يوې خوا د كاركولو نوي وسايل لري، له بلې خوا كارپوهنې ته د پام وړ ارزښت وركوي دا ځكه چې طبيعي شتمنى او د توليد مادي عوامل په نړى كې د استعمال له امله ورځ په ورځ مخ په كمېدو دي او پرمختللې نړى هڅه كوي چې هغوى كارپوهنه د يوې رسمي بڼې په لرلو سره ټولنې ته ورپېژندلې او په همدى لړى كې يې په زړه پورې ليكنې او مضبوط ګامونه اوچت كړي دي. كه پام وكړو له نن څخه پنځوس (۵۰) كاله دمخه جوړه شوې راديو د اوسنى راديوګانو په پرتله ډېره غټه وه، ولې اوسنى راديوګانې ډېرې وړې او ورسره په زړه پورې كار سرته رسوي، دا په دې مانا چې كارپوهنه د ساينس او ټيكنالوجي سره اوږه په اوږه په اغېزناك ډول د منزل په لور ګامونه وهي. كارپوهنه داسې يو هنر دى چې د كار كوونكو د كار كولو وړتيا كار كولو ته هڅوي او هڅه كوي چې هغوى په اغېزناك ډول د يو ټولګي مخ ته ټاكل شوي هدفونه لاس ته راوړي او ټولګي او ګروپ ته پايښت او ټينګښت وروبښي، كه كارپوهنه نه وي نو د يو ټولګي طبعى شتمني به لګېږي او پايلې به لاس ته نه راځي، دا په دې مانا چې په اوږد مهاله ډګر كې به نوموړى ټولګى د شتمنى له كمښت سره مخامخ او د نورو د سيالى وړ به نه وي چې په پاى كې به د خپلې خپلواكۍ په بيه له نورو سره تړونونو ته اړوي. دا كار پوهنه وه چې جاپان ته يې په ډېړه لږه موده كې د نړى پر مخ ځلا ور وبښله او د جاپان جوړشويو توليداتو ته يې په ماركېټونو كې په زړه پورې ځاى تر لاسه كړ. د جاپان خلك د ګروپ په بڼه كې د كار كولو د وړتيا په لرلو سره په خپلو كارونو كې ډېرې لږې طبعي شتمنى او د توليد عوامل كاروي ولې په زړه پورې پايلې لاس ته راوړي. د ګروپ په بڼه كې كاركول ډېر زيات اهميت لري، كه د يوه ځنځير جوړښت ته پام وكړو نو ډېر په اسانه به پوه شو چې د ګروپ په بڼه كې كار كول يعنې څه ؟ د ګروپ په بڼه كې كار كول زمونږ كارته ښكلا، قوت، اغېزناكتوب، پايښت او ټينګښت وربښي او د سيالى په اوږد مهاله ډګر كې مو د سيالى وړ ګرځوي. اميد دى چې د ګروپ په بڼه كى د كار كولو د وړتيا هڅه وكړو ترڅو دا د اداري فساد له خوا يرغمل شوى افغانستان د يو نوي پرمختللي هيواد په څېر يوځل بيا له سيالانو سره سيال او ورباندې لګول شؤو داغونو څخه يې د تل لپاره پاك كړو.
د کمپنی مشری هغه دنده ده چی باید ټول ترلاس لاندی کارکوونکی گمارل ، دهغو څارل ، د هغو څیړل ، د هغو کتل او لوړاوي (ترفیع) او لیری کول دی او دهغه په اثر د کمپنی د مقاصدو لاسته راوړل دی .
د کمپنۍ د مشرۍ یا مدیریت لپاره د پام وړ ټکي :
افهام او تفهیم: یو ښه ساخمتاني مدیر باید د خبرواترو ښه وړتیا ولري. تاسو شاید د بیلابیلو خلکو سره یوځای کار وکړۍ، برسیره پر دې که غواړۍ چې ښه مدیریت وکړۍ، او مشتريان او تمویل کونکي مو درنه خوښ وي تاسو باید د ناستو (میټینګونو) له لارې او هم په خپل ځان کې د مفاهمې د وړتیا د لوړولو لپاره پوره کار وکړئ. تر څو لدې لارې خپل اند، حل لارې او مشورې په څرګنده او واضح توګه نورو ته ولیږدولی شۍ. کله کله ستاسو شتون په یوه پروژه کې ډیر اړین وي، دلته بیا ستاسو د مفاهمې وړتیا ته تر ټولو زیات اهمیت ورکول کیږي.
ښه مدیر باید ښه افهام او تفهیم وکولای شي.
آسانتیا برابرونکی: د خبرو اترو د وړتیا سره جوغت د خپل لاس لاندې کارکونکو ته د یو اسانتیا برابرونکي په څیر ځان جوړول هم یو هنر دی. د روزنې (ټرینینګ) له لارې مدیر کولای شي پوه شي چې د مشکل سره څنګه لاس او پنجې نرمې کړي، څنګه ناستې (میتینګونه) رهبري کړي، څنګه یو ښه کاري ټیم و روزي، او بالاخره څنګه یو نوښتګر فکر رامنځ ته کړي. دغه پورته وړتیاوې مدیر ته دا ځواک ور بښي چې خپله پروژه ښه تنظیم، خپلې چارې له غوښتنې سره سمې پرمخ بوزي او د خپل ټاکلي هدف په لور چټک ګام واخلي.
تر لاس لاندې کسانو ته مشورې او حل لارې ورکړئ.
مدیریت: افهام او تفهیم او مدیریت یو له بل سره تړلي دي. د ساختمان مدیر باید د پروژې لپاره یو بشپړ انځور ولري، او ددې ترڅنګ د کاري ټیم د غړو لپاره د بیلابیلو رولونو او مسؤلیتونو د تعریف او ورسپارنې وړتیا هم ولري. د لمړۍ ورځې نه باید مدیر خپل آخري هدف وپیژني، پدې پوه شي چې څنګه د شته منابعو څخه پوره ګټه پورته کړي، او څنګه د خپل کاري ټیم د غړو وړتیاوې لوړې کړي ترڅو آخري پایلې له لوړ معیار او غوښتنې سره برابرې ترلاسه کړي.
مدیر باید د پروژې له جزئیاتو خبر او د لاس لاندې کسانو وړتیاوې وپیژني.
د هدف ټاکنه: د پیل نه، د پروژې مدیر باید د مشتري د غوښتنو په پام کې نیولو سره د خپل آخري هدف د لاسته راوړو لپاره خپل واړه اهداف او موخې تعریف، تعین او وټاکي. د پروژې مدیر باید کاري پلانونه جوړ، او وړ ستراتیژۍ په کار واچوي تر څو خپل نهایي هدف د غوښتنې سره سم ترلاسه کړي.
لوی هدف په وړو اهدافو کې تعریف کړئ.
جزئیات: د پروژې څخه لوی انځور اخیستل (پوهیدل) بسیا نه کوي، د کوچنیو برخو او کارونو د بشپړیدو او یوځای کیدو څخه پروژه د تکامل خواته ځي. نو کچیرې مو واړه کارونه ښه پلان، تطبیق او معیاري وي، ټوله پروژه به له سره برالۍ او کامیابه وي. د لوی هدف د درلودو سره سره مدیر باید د پروژې وړې برخې سره بیلې، منظمې، او پلانګذاري کړي. له نیکه مرغه چې مدیر د داسې کار کونکی ندی چې له مخې یې پروژه له سره رامنځته شي، کوم چې په خپل وار د کار د اسانتیا لامل کیدای شي.
یوه لویه پروژه او څو کوچینو پروژو وویشئ او هره پروژه (برخه) ښه سمبال کړئ.
وکالت: په ځانګړې توګه کله چې مدیر نشی کولای ټولو اموراتو ته ځان ورسوي، نو دوی خپل کار یو معتبره کاري ټیم ته پریږدي. او هغوی ددې وړتیا په ځان کې لري چې دغه ورسپارل شوې دنده په ښه صورت پرمخ بوزي. اولویت پیژندل ډیر مهم دي، مدیر باید پدې پوه شي چې کوم کار ته د شرایطو په پام کې نیولو سره اولویت ورکړي او کوم کار کیدای شي و ځنډول شي.
د کار کونکو په ګمارلو او د دندو په اجرا کې ډیر ځیر اوسئ.
ګروپي کار (ټیم ورک): طبیعتاً، چې یو ټیم رهبري کړی شي، مدیر باید ډیر مهم رول ولوبوي. مدیر باید د ګروپ د غړو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي، د کارکونکو لپاره د معلوماتو د شریکولو زمینه برابره کړي، تر څو لدې لارې ټول کارکونکې یو د بل سره اړیکي ولري او خپل مشکلات او ستونزې سره شریکې او تر بحث لاندې ونیولای شي. مدیر باید هر کارکونکی داسې وپوهوي ترڅو هغه خپل رول د پروژې د بریا په ټول انځور کې وګوري، نه داچې پریږدي هغه خپله د ځان په فکر کې شي، او خپل ځان یو بیل غړی وبولي.
د خپلې پروژې د کارکونکو ترمنځ د کورنۍ د غړو په شان فضا رامنځ ته کړئ.
فکري وړتیا: د پروژې مدیران باید په خپل ځان فشار راوړي چې نوښتګر اندونه ولري. مهمه نده چې دوی د پروژې د جزئیاتو د حل، یا د نوي ټوکیدونکو ستونزو سره سر او کار لري. دوی پدې پوهیږي چې یوازې د پیچلو او ستونزمنو کارونو سره د دوی سر او کار ندی، دوی باید د هغو سمونونو یا بدلونونو په برخه کې چې د پروژې د عملي کیدو په ترڅ کې رامنځته کیږي د نورو سره په ګډه کار وکړي.
د هر ډول شرایطو او ستونزو لپاره ښه حلال اوسئ.
نرمښت یا د نورو هم اوریدل: د ساختماني چارو محیط ډیر چټک پرمخ روان او ځنې وخت د سخت فشار لاندې وي. وړ مدیر د بدلونونو، او ناخوالو لپاره پیش بین وي، او پدې پوهیږي چې غیر متوقعه او نه پیش بیني کیدونکې پیښې د پروژې د پلي کیدو پرمهال رامنځ ته کیږي، او دی باید ورته تیار وي. ده دا زده کړي چې څنګه په یو وخت څو فعالیتونه سره منظم او ښه مدیریت کړي، که څه هم چې په همدې مهال کې به دوی په یوه بله ځانکړې موضوع چې ډیره مهمه او جدی وي خپل تمرکز لري. مدیر د خپل کاري ټیم لپاره اطمنان او سکون راوړي، او د ښه مدیریت له برکته هم دوی او هم یې مشتریان د هغه څه نه چې لاسته یې راوړي ډیر خوښ وي.
تر سخت فشار لاندې کاري محیط ته ځان برابر او په هم مهاله توګه د څو ستونزو د حل لپاره ځان تیار کړئ.
پوهه: د پروژې مدیر پدې معنی ندی چې مدیر شو نو علم یې هم بس دی. دی باید هڅه وکړي چې ځان نور هم پیاوړی او خپله پوهه لوړه کړي. هڅه وکړي چې لوړ تحصیلات وکړي، او خپل ځان د ورځنۍ تکنالوژۍ او امکاناتو څخه خبر وساتي چې له دې امله دی او د ده کاري ډله خپلې چارې ښې او منظمې او د پلان سره سمې پای ته رسولای شي.
که د مدیریت په څوکۍ ناست هم یی، خپله ورځنۍ مطالعه مه ځنډوئ.
د مدیر لسګونې وړیتاوې
لاندې د یو مدیر لس غوره وړتیاوې د هغوی د زیات کاریدو له مخې یو پر بل پسې برابرې شوي او غواړو دلته ېې لنډه تشریح ستاسو سره شریکه کړو. پدې هیله چې ستاسو د ورځني مدیریت په پیاوړتیا کې څه ناڅه ګټور تمام شي.
۱- د ګډ لیدلوري الهام ورکول: یو ښه پروژوي مدیر کله کله داسې پیژندل کیږي چې هغه د خپلې موخې لپاره یو خیالي حل او حل لاره ترسیم، او په مفصله توګه نورو ته څرګنده کړی شي. خیال، یا تخیل (Visionary) زیاتره وخت دا ځواک راکوي چې د یو بدلون لپاره نوی حل، د هغه حدود او پولې ترسیم او وټاکلی شو. یو ځل دا خبره عامه وه چې ویل کیدل به: مشر (Leader) هغه څوک دی چې موږ له لاسه نیولي پورته کړي، موږ ته زموږ پدې ځای کې د شتون دلایل راکړي، موږ ته د بدلون په اړه روحیه او الهام راکړي. یو خیالي (Visionary) مشر تر لاس لاندې خلکو ته دا ځواک ورکوي چې دوی داسې احساس وکړي چې دوی پدې لار کې یوازې ندي، بلکه یوه ښه کلکه امسا (مشر) لري، تر څو د ضرورت په وخت کې پرې تکیه وکړي. د مشر تخیل تر لاس لاندې کسانو ته دا ځواک ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپلو ورځنیو چارو کې تمرین او تجربه کړي. د بنّیز په ژبه: خیالي مشران خلکو ته دا فرصت ورکوي چې دوی خپله تخیل پخپل ځان کې پیاوړی کړي، او د خلکو په منځ کې دا خبره خپره کړي چې تخیل د دوی په ژوند او مسلکي دنده کې څه رول لري.
۲- ښه خبرې اترې کونکی (مفاهمه کونکی): د خبرو اترو ځواک د لوړ پوړو او یا تر لاس لاندې کسانو سره زیاتره وخت د مدیریت د دوهمې مهمې اړتیا په توګه پیژندل شویدی. د پروژې مشري (Leadership) هر وخت د هدف، مسؤلیت، کردار، او توقعاتو په برخه کې، د ښه، واضح، شفاف او ساده افهام او تفهیم لپاره لمړیتوب (اهمیت) ورکوي. د یوې موضوع په راخلاصولو (خلکو ته په لنډو کې تشریح کولو) او مسیر ورکولو کې ډیر اهمیت پروت دی. د پروژې مشر د ټیم د غړو او لوړو پوړو ترمنځ یو ارتباط دی. یو مشر باید ددې ځواک ولري چې د خپل کاري ټیم د بریاو او لاسته راوړنو په بیانولو، او د دواړو خواو په قناعت حاصلولو برلاسی وي، او د اړیتا په صورت کې د خلکو په هڅونه (تشویق) هم سترګې پټې نکړي. د ښو، ساده، او څرګندو خبرواترو له مخې د پروژې مشر کولای شي د پروژې د هر غړي لپاره مرستندوی واقع شي، کوم چې نن او سبا ددې کاري ټیم د لاسته راوړنو او فعالیتونو لپاره ډیر ګټور پریوزي.
۳- امانت داري: د یو مشر لپاره ډیره مهمه ده او باید په یاد ولري چې دده کار او کردار باید د لاس لاندې کسانو لپاره سرمشق وي. یو ښه مشر د ښو اخلاقو او خوی تمرین او تجربې ته ډیره اړتیا لري. د خپل ځان لپاره اخلاقي معیارونه ټاکل، او پر هغو باندې عمل کول، او همدا راز د هغه چا چې ددغو اخلاقي معیارونو سره برابر عمل کوي د هغوی هڅونه (تشویق) ، او هغه څوک چې دا اخلاقي معیارونه نه مراعات کوي خبر ورکول، هم د مشر د مسؤلیتونو څخه دي. پخپل زړه سره (سلیقه يي) روزل شوی مشرتوب د ټیم په درد نه لګي، بلکه هغه مشري چې په امانت دارۍ، او متقابل درناوي ولاړه وي د ټیم او هم د مشر لپاره ډیر ګټور دی.
۴- هڅونه او تشویق: لنډ او ساده، موږ هغه مشر چې تل منفي بافي کوي، او موږ ځپي، نه غواړو!. موږ د هڅونې او بونس (bounce) سره یوځای مشر ته ښه راغلاست وایو، هغه مشر چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ سره کار وکړي. موږ غواړو پدې باور کار وکړو چې موږ د یو ځواک راکونکي سفر یوه برخه یو، موږ غواړو دا احساس کړو چې ژوندي یو، موږ غواړو هغه خلک تعقیب کړو چې د هو!، کولی شو په روحیه زموږ د سفر مشري کوي. نه هغه څوک چې د یو کار د نه کولو یا نه کیدلو لپاره دوه سوه بیلابیل دلایل راوړي. ښه هڅونکی مشر خپلې موخې ترلاسه کولی شي، او د لاسته راوړنو په لوړتیا کې خبرې کوي. ښه مشري موږ ته د ځواک، اطمنان، او لاسته راوړنو لوړتیا را په برخه کوي. ۵- هم دلي یا تلقین کول (empathy ): مشر باید د نورو کسانو ژوند او د ژوند شرایط درک کړي، لکه یو زده کونکی چې خپله تبصره د مشر په اړه لیکي: دا ډیره ښه خبره ده چې د پروژې مشر ددې فکر وکړي چې موږ د خپل کاري دفتر څخه بهر هم ژوند لرو.
۶- سیالي: موږ باید پدې باور ولرو چې، یو څوک هومره پوهیږي لکه څومره چې دی هغه په عمل کې موږ ته ښودلی شي. د پروژې د مشر په تخنیکي (علمي) پوهه تکیه کول ندي په کار، نو د مشرۍ سیالي د مشر په علمي پوهه کې نشو را خلاصه کولی، لکه څنګه به چې دې ټکي ته پرون ډیر ارزښت ورکول کیده. د پروژې مشر باید د هغه څه له مخې چې د نورو مشري په ښه توګه وکولی شي و ګمارل شي، نه د علمي پوهې او مرتبې له مخې. د مشر په ټاکلو کې د هغه د ښه رهبرۍ (مشرۍ) سوابق (شاځمکه) کولی شي د هغه د سیالۍ د ګټلو لپاره مناسب معیار وي. د مشرۍ په برخه کې تجربه د سیالۍ بل اړخ تشکیلوي.
۷- د په کار ګمارلو وړتیا: باور د مشر او تر لاس لاندې کسانو ترمنځ یوه مهمه خبره ده. تاسو خپل باور او اعتماد نورو ته دخپل عمل له لارې ښکاره کوئ؛ څومره د دوی کار چک کوئ؟، څومره د دوی په وړتیا باوري یئ؟، او څومره دوی ته حق ورکوئ چې په یو کار یا تصمیم کې برخه واخلي؟. هغه کسان (مشران) چې په بل چا باور نلري، زیاتره وخت ناکام بلل شویدي. او د تل لپاره د وړوکي مشر (مدیرک) په څوکۍ پاته کیږي، او یا داچې ټول کار به پخپله ترسره کوي!. یو زده کونکي پدې اړه ډیره ښه تبصره لیکلې: یو ښه مشر لږ ټنبل ښه وي.
۸- تر فشار لاندې سړه سینه پاتې کیدل: په یوه خیالي نړۍ کې کیدای شي یوه پروژه د خپل مهال ویش، او بودیجې سره سمه، او له کومو لویو خنډونو پرته پای ته ورسیږي. مګر موږ په خیالي نړۍ کې نه اوسو، پروژه باید خنډونه ولري. یو ښه مشر به دغه خنډونه په خپلو لویو لویو ګامونو سره طۍ کوي. کله چې یو مشر د یو مشکل او یا تشویش زیږونکې پیښې سره مخامخ کیږي، دی دغه مسئله د ځان لپاره په زړه پورې بولي، دی دا احساس کوي چې دوی پدې برلاسي کیدی شي، او دا د ځان لپاره یو ښه چانس ګڼي. بنّیز لیکي: د هغه مواردو په اړه چې وړاندوینه ېې نشي کیدی، او همدا رنګه ګډوډۍ او بدلون هغه څه دي چې مشر ددې لپاره حل پیدا کوي، د هغه انځور نورو ته کاږي، او پروژه د نورو کسانو سره ګډه پر مخ کش کاږي. په یاد ولرئ چې ـــــ تر لاس لاندې کسان مو پر تندي خولې ونه ویني.
۹- د کاري ټیم جوړولو وړتیا: یو بریالی کاري ټیم جوړونکی کیدای شي هغه ځواکمن کس ته ووایو چې د خپل کاري ټیم لپاره هغه څه برابر کړي چې د ټیم ګډونوال ټول د یوې ګډې موخې لپاره متحد، همفکر، او او ټول د ګډې موخې په لور روان کړي. ددې لپاره چې د بیلابیلو فکرونو، وړتیاو، او نا پیژانده څیرو څخه یو موټی او یو پر بل پورې تړلی کاري ګروپ جوړ کړي، مشر باید ددې کار د تر سره کولو لپاره مناسبه پروسه، او ډینامیک په پام کې ونیسي. دی باید ددغه کار په برخه د مشرۍ مناسب سټایل (شیوه) عملي کړي، او ددې موخې لپاره ېې ګام په ګام عملي کړي. مشر باید د ټیم د هر غړي خوی، عادت او اخلاق ځانته له مخکې معلوم کړي وي.
۱۰ – د مشکل حلولو وړتیا: که څه هم ډیره کله ویل کیږي چې ګټور مشر هغه دی چې د مشکل حلولو مسؤلیت د نورو سره شریک کړي. موږ د مشر څخه توقع لرو چې دی مشکل په خپله حل کړي. مشران د (دلته – همدا اوس فرصت) لپاره تازه، نوښتګر، او ښه ځواب وړاندې کوي. دوی پدې سر نه خوږوي چې نورو څه کړیدي.