د چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک
| د چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک CZ 805 BREN |
|
|---|---|
| هېواد | |
| جوړونکی | Česká zbrojovka Uherský Brod |
| وزن | ۳۵۸۰ |
| د توپک اوړدوالی | ۶۷۰/۹۱۵ م.م. |
| د مرمی کالیبر | ۴۵×۵،۵ ۳۹×۷،۶۲ ۴۳×۶،۸ |
د چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک (په چېکی کې:CZ-805 Bren) د چېک د پوځی توپکونو څخه تر ټولو عصری بریدکونکی توپک دی چی د ۲۰۱۰ کال څخه د اوهېرسکی بروټ په ښار کې جوړېږی. دغه توپک د چېکي پوځ د خاصې ډلې لپاره طرح شو او د چېک پوځ چې د لوګر په ولایت کې جګړه کوی دغه توپک کاروی.
توصیف
د چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک د ګاز د فشار په مرسته چې د باروت تر چاودنی وروسته رانځته کېږی، ویشتل کېږی. دغه پوپک په ځانګړی ډول د پلاسټیک د عصری موادو څخه جوړ شوی دی او وزن یی ۳،۴۱ کیلو ته رسېږی. د توپک د ګلنګدان سیستم قفل شوی دی. د مرمی کالیبر یی کولای سی ۴۵×۵،۵ ، ۳۹×۷،۶۲ یا ۴۳×۶،۸ م.م. واوسی او هر عسکر کولای سی د جګړې په وخت کې په اسانی توګه د خپل د توپک کالیبر تبدیل کړي. دا معنی چی هر عسکر هم د کلاشنکوف مرمی هم د ناټو مرمی کارولای سی. دغه پوپک ۱۰۰۰ مترو واټن ویشتونکی دی. دغه توپک په جاغور کې ۳۰ ګولی لری. دغه جاغور د پلاسټیک د موادو څخه جوړ شوی دی. عسکران کولای سی هم د ام-۱۶ یا د کلاشنکوف د جاغورونو څخه کار واخلی. دغه توپک یو یو ګولۍ یا جرعه ویشتلای سی. د چې زېټ ۸۰۵ برېن پر توپک باندی لیزر انداز او څراغ نصبېږي دغه وسله کولای سی د ثابت قنداغ یا د کت کېدونکی قنداغ ولری. د پوپک تر میل باندی د ۴۴ م.م. بم انداز نصبېږي.