چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
CZ 805 BREN

ډول Assault rifle
جوړونکی هيواد  چېک جمهوريت
د کار نیټه
د کار موده ۲۰۱۱ تر اوسه
کارونه لخوا د: د چېک پوځ
جنګونه د دوامداري آزادۍ
صنعتي تاریخ
جوړونکی Česká zbrojovka Uherský Brod
پيژندنه
وزن 3.6 kg
اوږدوالي 910-855 mm (butt extended), 670 mm (butt folded)
اوږدوالې 260 ميتره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شاټ ۴۵×۵،۵ مرمی ناټو
۳۹×۷،۶۲ مرمی  د (P739) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
المدى الأقصى 500
چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک

چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک (په چېکی کې:CZ-805 Bren) د چېک د پوځی توپکونو څخه تر ټولو عصری بریدکونکی توپک دی چی د ۲۰۱۰ کال څخه د اوهېرسکی بروټ په ښار کې جوړېږی. دغه توپک د چېکي پوځ د خاصې ډلې لپاره طرح شو. نوموړي وسله د ۲۰۱۳ کال څخه په افغانستان کی د چېک د وسله والو ځواکونو لخوا کار شوي ده. [۱]

توصيف

چې زېټ ۸۰۵ برېن توپک یوه خپل کاري لاسي وسله ده چی په ځانگړي ډول د خاصو ځواکونو لپاره ټاکل شوي ده. نوموړي ټوپک گاز د فشار په مرسته چې د باروت تر چاودنی وروسته رامنځ ته کېږی، ویشتل کېږی. دغه پوپک په ځانگړی ډول د پلاسټیک د عصری موادو څخه جوړ شوی دی او وزن یی ۳،۴۱ کیلو ته رسېږی. د توپک د گلنگدان سیستم قفل شوی دی. د مرمی کالیبر یی کولای سی ۴۵×۵،۵ ، ۳۹×۷،۶۲ یا ۴۳×۶،۸ م.م. واوسی او هر عسکر کولای سی د جگړې په وخت کې په اسانی توگه د خپل د توپک کالیبر تبدیل کړي. دا معنی چی هر عسکر هم د کلاشنکوف مرمی هم د ناټو مرمی کارولای سی. دغه پوپک ۱۰۰۰ مترو واټن ویشتونکی دی. دغه توپک په جاغور کې ۳۰ گولی لری. دغه جاغور د پلاسټیک د موادو څخه جوړ شوی دی. عسکران کولای سی هم د ام-۱۶ یا د کلاشنکوف د جاغورونو څخه کار واخلی. دغه توپک یو یو گولۍ یا جرعه ویشتلای سی. د چې زېټ ۸۰۵ برېن پر توپک باندی لیزر انداز او څراغ نصبېږي دغه وسله کولای سی د ثابت قنداغ یا د کت کېدونکی قنداغ ولری. د پوپک تر میل باندی د ۴۴ م.م. بم انداز نصبېږي. [۲]

سرچينې

  1. http://www.ceskatelevize.cz/ct24/domaci/174280-vojaci-v-afghanistanu-se-nemohou-spolehnout-na-nove-pusky/
  2. http://www.czub.cz/cz/catalog/86-ozbrojene-slozky/OS-AUT/CZ_805_BREN_A1.aspx