د ځمکې د پوټکي تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمکې د پوټکي په تکامل کې د دې سيارې د سطحې جوړېدل، ويجاړېدل او د بهرني ډبرين سپر بيا جوړېدل شامل دي.

د نورو ځمکنيو سيارو په پرتله د ځمکې د پوټکي تنوع ډېره زياته ده. مريخ، زهره، عطارد او نور سياروي اجسام نږدې يو بل ته ورته پوستکی لري، لکه د ځمکې په څېر، کوم چې هم بحري او هم قاره يي تختې لري. دا بې ساری خاصيت، د تختو د تيتونيک د روانې پروسې په ګډون د پوټکي د پېچلې لړۍ څرګندونه کوي، کومه چې د دې سيارې د تاريخ په اوږدو کې پېښه شوې ده.[۱]

د ځمکې د قشر د تکامل په اړوند وړانديز شوې تګلاره د يو اند پر بنسټ نقطه نظر جوړوي. جلا جلا جيولوژيکي شواهد او څارنې د ځمکې د لومړي نظام په اړوند د ستونزو د حل لپاره اټکليز بنسټونه وړاندې کوي. په همدې بنسټ د دې نظرياتو ټولګه هم د اوسنۍ پوهې لپاره يو چوکاټ منځ ته راوړي او هم د راتلونکو مطالعاتو لپاره يو دريځ مهيا کوي.

لومړی پوټکی[سمول]

د لومړي پوټکي د جوړېدو تګلاره[سمول]

لومړۍ ځمکه په بشپړ ډول وېلې شوې وه. لامل يې د لاندې پروسې له امله لوړه تودوخه جوړېدل او بيا دوام پيدا کول و:

  • د لومړي اتموسفير جوړېدل
  • چټک محوري څرخېدل
  • له ګاونډيو سياره وزمو سره په منظم ډول ټکرونه[۲]

دا څادر د «ارکين» (د ځمکې د تاریخ يو اوږد پړاو دی) په اوږدو کې د اوسني وخت له تودوخې څخه زيات ګرم پاتې شو.  د وخت په تېرېدو سره څومره چې سياروي يو ځای کېدل کرار شول او د وړانګو د خوشې کولو له لارې په «ماګما سمندر» کې زېرمه شوې تودوخه فضا ته خوشې شوه، په همدې اندازه ځمکې هم په يخېدو پيل وکړ.[۳]

د ماګما د سختېدو د پيل په اړوند يو اند وايي چې: کله ځمکه په پوره اندازه يخه شوه، نو په لومړي سر کې د ماګما سمندر سوړ بېخ په سختېدو پيل وکړ. دا ځکه چې په سطحه باندې د « 25 GPa» فشار د سختو موادو د کمېدو لامل ګرځي. په وروستۍ سطحه يو نازک «سوړ پوښ» جوړېدل د لږې ژورې وروستۍ سطحې لپاره د تودوخې په وړاندې خنډ پیدا کوي او په پوره اندازه يې تود ساتي، تر څو د ژور ماګما سمندر څخه د سختېدو طريقه په خپل ځای وساتي.[۴]

د ماګما سمندر د سختېدو د جريان پر مهال د توليد شوي سختۍ ترکيب په ژورتيا کې سره توپير درلود. د «پيروډيټيټ» ماګما د وېلې کېدو لپاره ښکېلې تجربې ښيي چې د سمندر په (>≈700 m) ژوروالي کې، شونې ده چې شته کان «Mg-perovskite» وي، په داسې حال کې چې په کمو ژورو سيمو کې به «الوين» او د خپل لوړ فشار «پوليمورفونو» سره زيات وای، د بېلګې په ډول، ګارنيټ او ميجوريټ.[۵]

د لومړي قاره يي پوټکي له جوړېدو سره مرسته کوونکی اند د نفوذي اورغورځونکي «ماګماټيزم» له لارې دی. د دې چاودنې په پايله کې ګرم، ډبل ليتوسفير جوړ شو، کوم چې له پردې سره په منظم ډول له يو جريان څخه تېر شو. د دا ډول اورشیندنې په مټ خوشې شوې تودوخه او تر څنګ يې د پردې د تودوخې لېږد، د لومړي پوټکي د ځمکې تودوخې ميلان مخ په زياتېدو کړ. [۶][۷]

د پوټکي دوه ډوله والی (اختلاف)[سمول]

د پوټکي دوه ډوله والی د سمندري او قاره يي تختو د ترکيب او طبيعيت يو جلا ټکر دی، له کوم څخه چې په ټوليز ډول پوټکی جوړ شوی. د سمندري او قاره يي پوټکي تر منځ توپير.

وخت[سمول]

اوسمهال سمندري او قاره يي پوټکي د تختو د تيکتونيکو فشارونو په مټ توليد او پايدلي دي، خود دې تګلارې څخه د لومړي ليتوسفير د سخت اختلاف د پیدا کېدو شونتیا نه شته. فکر کېږي چې دا اند به په دې بنسټونو سم وي چې د قاره يي ليتوسفير د نازک، ښکته ډبلوالي د هغه برخې، چې په اصل کې يې سياره پوښلې ده، په اړه فکر کېږي چې يو د بل لاندې نه شي تللای. [۸]

د پايلې په توګه، د سخت اختلاف لپاره يو پرتليز وخت وړانديز شوی دی چې وايي: د دوه ډوله والي (غبرګونوالي/اختلاف) پيل د نړيوال تختې ټيکټونيک له پيل مخکې شوی و. په همدې بنسټ شونې وه چې تختو د يو بل لاندې د تلو په وړاندې د اسانۍ منځ ته راوړلو لپاره د پوښ په ډبلوالي کې توپير منځ ته راوړل شوی دی.   [۸]

جوړېدل[سمول]

د اورشيندو د خولو ټکر[سمول]

په ټول لمريز نظام کې په سياروي اجاسمو سترې او غټې د اورشيندي خولې موندل کېدای شي. فکر کېږي چې د دې خولو تاريخ هغه پړاو ته ورګرځي، کله چې له ځمکنيو سيارو سره د سياره ګيانو ټکرونه زيات شوي او سخت شوي وو، کوم څه چې د سخت وروستي بمبار په نوم پېژندل کېږي او د اټکل تر مخې څلور ميليارده کاله مخکې پای ته رسيدلی دی. په دوام سره دا وړانديز همدا راز ادعا کوي چې شونې ده د لمريز نظام د نورو کوچنيو سيارو په څېر ځمکه هم د دې خولو د نسبي سختوالي سره مخ شوې وي. لهذا دا یواځې د ځمکې د زياتې توږنې د اندازې او په پرله پسې ډول د تختو د ټيکټونکس له امله ده چې دا خولې (د سيارې يا ځمکې پر مخ غټ غټ خولو ته ورته غارونه) اوسمهال نه لېدل کېږي. د ځمکې له اندازې سره سم، په سپوږمۍ ښکارېدونکې د ټکر د خولو شمېر او اندازې زياتولو سره دا وړاندوينه شوې چې د ځمکې لومړی پوټکی نږدې ۵۰٪ سلنه د ټکرونو په ډنډونو پوښلی وه. دا اټکل د ځمکې په سطحه د دې تصادمي خولو (غارونو) د اغېزو کم حد وړاندې کوي.[۹]

اغېزې[سمول]

په لومړي ليتوسفير (د ځمکې ډبره او پوښ) د ټکر کندو يا غارونو بنسټيزې اغېزې په لاندې ډول وې:

  • د سترو خولو جوړېدل. «ايسوسټاټيک» بيا راګرځېدنه د دې غارونو ژوروالی برابروي چې دوی د دوی د قطر په پرتله کموي، د ځينو ژوروالی يې څلور کيلو متره او قطر يې زر کيلو متره ته رسېږي. [۱۰]
  • د لږ ژوروالي د ټکر د ډنډونو او د اوسنيو لوړو سطحو تر منځ ټوپوګرافي وېش.[۹][۹]
  • د زيات بار په لرې کولو سره د فشار خوشې کېدل. په دې ډول د سطحې لاندې په ژوروالي کې د تودوخې زياته اندازه توليد شوه. د سطحې د تودوخې زياتېدل د څادر د نيمه وېلې کېدو لامل وګرځېد، کوم چې وخوټکېدل/دارې يې ووهلې او په سطحي ډنډونو کې راټول شول.[۹]
  • پيرولايټ څادر به نيمه ويلې بازالتي توليد کړي وي، کوم چې د ترکيب تر مخې د اوسني سياليک پوټکي سره په ټکر کې دی.[۹]

د دې ټکرونو اندازه د لوړې کچې بې باورۍ سره تشرېح کېدای شي، په دې ډول چې نيمايي اقليم پوښ يې په ځمکنۍ ماريا بدل کړ او په همدې ډول يې د پوښ غبرګونوالی جوړولو لپاره طريقه برابره کړه، کوم ډول چې اوس لېدل کېږي.[۱۰]

د پوټکي ډولونه[سمول]

ابتدايي پوټکی[سمول]

له ماګما سندر څخه د کاني موادو لومړي سختېدلو سره ابتدايي پوټکی منځ ته راغی.

د دې چارې يوه شونې تشرېح دا وايي چې: د پردې د څنډو سختوالی شا او خوا ۴.۴۳ Ga کې منځ ته راغلی دی. په پايله کې «کوماتيايټ» لرونکې لويه وچه پیدا کړه، کومه چې ډېره زياته ويلې کېدونکې نقطه او لږه متحرکه سرېښتناکه له ميګنيشيم څخه ډکه ډبره وه. د څېړنې يوه بله لیکه په دې باندې په عمل کولو سره وړانديز کوي چې د نويو جوړو شويو سختو برخو په ډبلوالي کې توپير د پوټکي د ډبرو تر منځ د بېلېدو لامل وګرځېد، پورته پوښ يې تر ډېره بريده له درز لرونکو «ګابروز» څخه جوړ دی او ښکته پوښ يې له «انورتوزيتونو» څخه جوړ دی. د لومړۍ سختېدنې ټولې چارې نږدې شپېته کيلو متره ژورتيا کې يو لومړی پوټکی جوړ کړ.[۱۱][۱۲]

د لومړي پوټکی د جوړېدو په اړه بې باوري له دې امله ده چې اوسمهال د هغه وخت هېڅ بېلګې نه دي پاتې دي. دا ځکه چې د ځمکې د ۴.۵ Ga په تاریخ کې ځمکه په لوړه کچه توږل کېږي او له امله يې تيکټونيک تختې يو د بل لاندې ځي او ويجاړېږي. سربېره پر دې، د دې د وجود راهيسې د لومړي پوټکي په اړه فکر کېږي چې، د نورو سيارو سره د ټکرونو له کبله په منظم ډول مات شوی او بيا جوړ شوی دی. دا چاره له يو ځایوالي وروسته د څو سوه ميلیونه کاله لپاره روانه وه، کومه چې شا او خوا ۴.۴ Ga کاله مخکې پای ته ورسېده. پايله يې دا شوه چې په لومړي پوښ کې په پرله پسې ډول بدلون راځي او د دې د طبيعيت په پېژندلو کې يې ستونزې مخ په لوړه بيايي.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Albarède, Francis; Blichert-Toft, Janne (2007-12-19). "The split fate of the early Earth, Mars, Venus, and Moon". Comptes Rendus Geoscience. 339 (14–15): 917–927. Bibcode:2007CRGeo.339..917A. doi:10.1016/j.crte.2007.09.006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Erickson, Jon (2014-05-14). Historical Geology: Understanding Our Planet's Past. Infobase Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781438109640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Condie, Kent C.; Aster, Richard C.; Van Hunen, Jeroen (2016-07-01). "A great thermal divergence in the mantle beginning 2.5 Ga: Geochemical constraints from greenstone basalts and komatiites". Geoscience Frontiers. 7 (4): 543–553. doi:10.1016/j.gsf.2016.01.006. ISSN 1674-9871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Early Earth differentiation". Earth and Planetary Science Letters. 225 (3–4): 253–269. 2004-09-15. doi:10.1016/j.epsl.2004.07.008. ISSN 0012-821X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ito, E.; Kubo, A.; Katsura, T.; Walter, M.J (2004-06-15). "Melting experiments of mantle materials under lower mantle conditions with implications for magma ocean differentiation". Physics of the Earth and Planetary Interiors. 143–144: 397–406. Bibcode:2004PEPI..143..397I. doi:10.1016/j.pepi.2003.09.016. ISSN 0031-9201. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sizova, E.; Gerya, T.; Stüwe, K.; Brown, M. (2015-12-01). "Generation of felsic crust in the Archean: A geodynamic modeling perspective". Precambrian Research. 271: 198–224. Bibcode:2015PreR..271..198S. doi:10.1016/j.precamres.2015.10.005. ISSN 0301-9268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Fischer, R.; Gerya, T. (2016-10-01). "Early Earth plume-lid tectonics: A high-resolution 3D numerical modelling approach". Journal of Geodynamics. 100: 198–214. Bibcode:2016JGeo..100..198F. doi:10.1016/j.jog.2016.03.004. ISSN 0264-3707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Frey, Herbert (1980-02-01). "Crustal evolution of the early earth: The role of major impacts". Precambrian Research. 10 (3–4): 195–216. Bibcode:1980PreR...10..195F. doi:10.1016/0301-9268(80)90012-1. hdl:2060/19790015389. ISSN 0301-9268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ ۹٫۴ "Bombardment of the early Solar System". Nature Geoscience. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Frey, Herbert (1977-10-01). "Origin of the Earth's ocean basins". Icarus. 32 (2): 235–250. Bibcode:1977Icar...32..235F. doi:10.1016/0019-1035(77)90064-1. ISSN 0019-1035. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Nna-Mvondo, Delphine; Martinez-Frias, Jesus (2007-02-15). "Review komatiites: from Earth's geological settings to planetary and astrobiological contexts". Earth, Moon, and Planets. 100 (3–4): 157–179. arXiv:physics/0512118. Bibcode:2007EM&P..100..157N. doi:10.1007/s11038-007-9135-9. hdl:10261/8082. ISSN 0167-9295. S2CID 34892288. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Santosh, M.; Arai, T.; Maruyama, S. (2017-03-01). "Hadean Earth and primordial continents: The cradle of prebiotic life". Geoscience Frontiers. 8 (2): 309–327. doi:10.1016/j.gsf.2016.07.005. ISSN 1674-9871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Taylor, Stuart Ross (1989-04-20). "Growth of planetary crusts". Tectonophysics. 161 (3–4): 147–156. Bibcode:1989Tectp.161..147T. doi:10.1016/0040-1951(89)90151-0. ISSN 0040-1951. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)