د پاکستان غورځنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاکستان غورځنګ (په اردو ژبه: تحریکِ پاکستان، په رومي ژبه: Teḥrīk-e-Pākistān؛ په بنګالي ژبه: পাকিস্তান আন্দোলন، په بنګالي رومي: Pakistan āndōlon) د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمه برخه کې یو ملت پال مذهبي او سیاسي غورځنګ و چې موخه يې د بریتانوي هند د مسلمانانو له لوی اکثریت سره د پاکستان رامنځته کول وو. چې په هغه وخت کې د بریتانیا په ولکه کې مسلمانانو د برخه‌لیک تعینولو له درک شوې اړتیا سره تړلی و. مرافعی وکیل او سیاستوال محمد علي جناح د ۱۹۴۰ کال د مارچ په ۲۳مه د ټول هند د مسلمانانو ټولنې په واسطه د لاهور تړون تر تصویب وروسته د دې غورځنګ مشري وکړه چې اشرف علي تهانوي یې د دیني عالم په توګه ملاتړ وکړ. [۱][۲]

د علي‌ګره غورځنګ د ښاغلي سید احمد خان په مشرۍ د پاکستان غورځنګ لپاره د یوې اډې په رامنځته کولو کې او وروسته د دغه نوي جوړ شوي هېواد د مخکښو مشرانو په تامینولو کې اساسي رول درلود. تر دې لږ وروسته د هند د ټولو مسلمانانو اتحادیه جوړه شوه چې ښايي د پاکستان غورځنګ د رامنځته کېدو پیل و. د غورځنګ ډېری مشرانو په لویه بریتانیا کې زده‌کړې کړې وې چې ډېری يې د علي‌ګره د مسلمانانو له پوهنتون څخه فارغ شوي وو. د ډاکې پوهنتون ډېری فارغان هم زر ورسره یوځای شول. د پاکستان غورځنګ اصلي محرک ځواک د مسلمانانو د اکثریت نفوس لرونکو ایالتونو پر ځای د لږکیو مسلمان مېشته ایالتونو لکه متحدو ایالتونو د مسلمانانو ټولنه وه. [۳][۴][۵][۶]

د پاکستان غورځنګ د هند د خپلواکۍ غورځنګ یوه برخه وه، خو په پای کې یو نوي ملت ته د دولت رامنځته کولو په لټه کې و چې د بریتانوي هند د مسلمانانو ګټې يې خوندي کولې. د اردو ژبې شاعرانو لکه اقبال او فیض له ادبیاتو، شعر او ویناوو څخه د سیاسي پوهاوي لپاره د ځواکمنو توکو په توګه کار اخیسته. اقبال ته د دې بهیر د پلار نوم ورکړل شوی. دیوبندیان چې د حسین احمد په مشرۍ د جمعیت علمای هند (د هند د علماوو شورا) په توګه سازمان شوي وو، په ترکیبي ملت پالنې متقاعد شوي وو او د یو واحد هند غوښتونکي وو. اشرف علي تهانوي او پلویان يې د دیوبندي مخالف وو. د تهانوي شاګردان شبیر احمد عثماني او ظفر احمد عثماني د پاکستان په رامنځته کولو کې اصلي مذهبي ملاتړي وو. د علماوو مخالفې ډلې د شبیر احمد عثماني په مشرۍ د هند د علماوو شورا پرېښوه او د اسلام د علماوو شورا يې رامنځته کړه چې د خپلواک پاکستان له غورځنګ څخه يې ملاتړ کاوه. عثماني د دغو علماوو له خدماتو څخه په قدرداني په کراچۍ او ظفر احمد عثماني په ډاکه کې د پاکستان بیرغ د راځوړندولو ویاړ خپل کړ.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د سیاسي موانعو او ټولنیزو مشکلاتو سره سره دا غورځنګ د ۱۹۷۴ کال د اګست په ۱۴مه په پاکستان کې بریالی شو چې د هند د تجزیې او د دوو بېلو ایالتونو د رامنځته کېدلو لامل شو. د لویدیځ پاکستان (اوسنی پاکستان)، ختيځ پاکستان (اوسنی بنګله دیش) او هند خاورین سرحدونه او وګړشمېرنه د پاکستان غورځنګ له اصلي لاسته راوړنو څخه دي. د استعماري هند ټولو مسلمانانو د پاکستان له غورځنګ څخه ملاتړ ونه کړ او د هند د تجزیې پر وړاندې پراخ مخالفتونه موجود وو. [۱۶]

د غورځنګ تاريخچه[سمول]

مخینه/ پسمنظر[سمول]

د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې په ښوونیز سیستم کې د ارباب مکالي بنسټیز او اغېزمن سمونونه/اصلاحات د تاریخ، فلسفې او لویدیځو ژبو (لکه انګیسي او لاتین) د زده‌کړې په برخه کې د بېلابېلو بدلونونو لامل شول. اسلامي زده‌کړې، عربي، ترکي او فارسي ژبې په دولتي پوهنتونونو کې په بشپړ ډول منع وې. انګلیسي ژبه په یوه لنډمهاله دوره کې نه یوازې د ښوونیزې رسنۍ په توګه بلکې په ۱۸۳۵ کال کې د فارسي ژبې پر ځای په رسمي ژبه بدله شوه او دا د هغو خلکو په زیان وه چې خپل مسلک یې کې د دغې ژبې پر بنسټ ټاکلی و. د بریتانیا ولیعهد له نورو اسلامې او هندو زده‌کړو څخه ملاتړ نه کاوه او نږدې ټولو مدرسو خپل وقف (مالي تمویل) له لاسه ورکړی و. [۱۷][۱۸]

د رینسانس/نوي‌والي لید[سمول]

ډېرو لږو مسلمانو کورنیو خپل بچیان انګلیسي پوهنتونونو ته ولېږل. له بلې خوا بنګالي رنسانس هندو ټولنې لا ډېرې تعلیم یافته کړې او هغوی ته يې دا وړتیا ورکړه چې د هند په ملکي خدماتو کې ګټور بستونه خپل کړي؛ ډېری يې د بریتانیا په حکومت کې نفوذي پوستونو ته ورسېدل. په ۱۹۳۰ کال کې محمد اقبال د الله اباد په کلنۍ غونډه کې خپله مشهوره وینا وړاندې کړه چې معمولاً د یو جلا هېواد د رامنځته کولو لپاره چې وروسته د پاکستان په نوم وپېژندل شو د تخم شیندل وو. [۱۹]

طبقاتي نښتې مذهبي رنګ درلود، ځکه مسلمانان تر ډېره سرتېري او کروندګر وو حال دا چې هندیان په مخ پر زیاتېدونکي ډول د بریالیو پانګوالو او سوداګرو په توګه لېدل کېدل. په دې توګه د تاريخ پوه سپیر په وینا د مسلمانانو لپاره «یو صنعتي هند د هندو هند په معنا و». سید احمد خان د هند د مسلمانانو تر منځ موجود فرهنګي او مذهبي ماهیت په یو جلاغوښتونکي سیاسي ځواک بدل کړ او د فرهنګ پر اسلامي مفهوم یې د لویدیځې ملت‌پالنې پوښ وغوړوه. د هند د مسلمانانو تر منځ د دود او فرهنګ د څرګند ارزښت احساس د هند په فرعي قاره کې د مسلمانانو د فتوحاتو په بهیر کې د هندي ولس د اسلامي کېدلو له ماهیت څخه سرچينه اخلي.  [۲۰]

د سازمان شوي غورځنګ راپورته کېدل[سمول]

په ټول هند کې د محمدان ښوونیز کنفرانس بریالیتوب د علي‌ګره غورځنګ د یوې برخې په توګه په ۱۹۰۶ کال کې د سید احمد خان په ملاتړ د ټول هند د مسلمانانو شورا رامنځته کړه. دا د هند په فرعي قاره کې د بنګال د بیا ادغام لپاره د هندیانو د پراخو لاریونونو په ځواب کې په ډاکه کې رامنځته شوه. تر دې مخکې په ۱۹۰۵ کال کې نایب السلطنه ارباب کرن، بنګال ووېشه او دا وېش د مسلمانانو په خوښه و، ځکه په نیمه ختيځه برخه کې يې هغوی ته د مسلمانانو لوی اکثریت ورکاوه.  [۲۱][۲۲]

په ۱۹۰۹ کال کې ارباب مینټو د شورا قانون اعلان کړ او د درېیم اقاخان په مشرۍ یې د مسلمانانو له یوه پلاوي سره کتنه وکړه. دا پلاوی له ۳۵ غړو څخه جوړ و او هر یو یې د خپلې سیمي په تناسب په لاندې ډول یاد شوی. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

  1. ښاغلی درېیم اقاخان (د پلاوي ریئس)؛ (بمبيي)
  2. نواب محسن المالک (علي‌ګره)
  3. نواب وقارالمالک (مراداباد)
  4. مولوي حافظ حکیم اجمل خان (ډهلي)
  5. مولوی سید کرامت (الله اباد)
  6. مولوي شریف الدین (پتنا)
  7. نواب سید سردار علي خان (بمبیي)
  8. سید عبدالروف (الله اباد)
  9. مولوي حبیب الرحمان خان (علي‌ګره)
  10. صاحب زاده افتاب احمد خان (علي‌ګره)
  11. عبدالسلام خان (رامپور)
  12. رییس محمد احتشام علي (لکناو)
  13. خان بهادر محمد مزمل الله خان (علي‌ګره)
  14. حاجي محمد اسماعیل خان (علي‌ګره)
  15. شهزاده بختیار شاه (کلکته)
  16. ملک عمر حیات خان تیوانا (شاهپور)
  17. خان بهادر محمد شاه دین (لاهور)
  18. خان بهادر سید نواب علي چودري (مای‌مسېنګ)
  19. نواب بهادر میرزا شجاعت علي بېګ (مرشد اباد)
  20. نواب نصیر حسین خان بهادر (پتنا)
  21. خان بهادر سید عامر حسن خان (کلکته)
  22. سید محمد امام (پتنا)
  23. نواب سرفراز حسین خان بهادر (پتنا)
  24. مولوي رفیع الدین احمد (بمبیي)
  25. خان بهادر احمد محی الدین (مدرس)
  26. ابراهیم بهي ادامجي پیربهي (بمبيي)
  27. مولوي عبدالرحیم (کلکته)
  28. سید الله داد شاه (خیرپور)
  29. مولانا ح.م. مالک (ناګپور)
  30. خان بهادر ډګروال عبدالمجید خان (پاتیالا)
  31. خان بهادر خواجه یوسف شاه (امریتسار)
  32. خان بهادر میان محمد شفیع (لاهور)
  33. خان بهادر شیخ غلام صادق (امریتسار)
  34. سید نبی الله (الله اباد)
  35. خلیفه سید محمد خان بهادر (پتنا)[۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Burki, Shahid Javed (1999) [First published in 1986]. Pakistan: Fifty Years of Nationhood (چاپ 3rd). Boulder, CO: Westview Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8133-3621-3. The university that [Sir Sayyid] founded in the town of Aligarh ... not only provided the Pakistan movement with its leadership but, later, also provided the new country of Pakistan with its first ruling elite ... Aligarh College made it possible for the Muslims to discover a new political identity: Being a Muslim came to have a political connotation-a connotation that was to lead this Indian Muslim community inexorably toward acceptance of the 'two-nation theory' منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Ishtiaq Ahmad; Adnan Rafiq (3 November 2016). Pakistan's Democratic Transition: Change and Persistence. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 127–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-23595-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Dhulipala, Venkat (2015). Creating a New Medina: State Power, Islam, and the Quest for Pakistan in Late Colonial North India. Cambridge University Press. p. 496. ISBN 978-1-316-25838-5. "The idea of Pakistan may have had its share of ambiguities, but its dismissal as a vague emotive symbol hardly illuminates the reasons as to why it received such overwhelmingly popular support among Indian Muslims, especially those in the 'minority provinces' of British India such as U.P."
  6. Talbot, Ian (1982). "The growth of the Muslim League in the Punjab, 1937–1946". Journal of Commonwealth & Comparative Politics. 20 (1): 5–24. doi:10.1080/14662048208447395. Despite their different viewpoints all these theories have tended either to concentrate on the All-India struggle between the Muslim League and the Congress in the pre-partition period, or to turn their interest to the Muslim cultural heartland of the UP where the League gained its earliest foothold and where the demand for Pakistan was strongest. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Ali, Faiz Ahmed Faiz (1995). The rebel's silhouette : selected poems. Translated with a new introduction by Agha Shahid (چاپ Rev.). Amherst: University of Massachusetts Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87023-975-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Kurzman, Charles, سمونګر (2002). Modernist Islam, 1840–1940 a sourcebook (چاپ [Online-Ausg.]). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-515468-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value). Text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. "Jamiat Ulema-e-Islam / Assembly of Islamic Clergy". GlobalSecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value). Text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
  15. Magocsi, Paul R; Ontario Multicultural History Society of (1999). Encyclopedia of Canada's peoples. Multicultural History Society of Ontario. د کتاب پاڼې 1028. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-2938-6. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Islam, Shamsul (2015). Muslims Against Partition: Revisiting the Legacy of Allah Bakhsh and Other Patriotic Muslims. Pharos Media & Publishing Pvt Limited. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7221-067-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. For text see "Minute by the Hon'ble T. B. Macaulay, dated the 2nd February 1835" Archived 24 October 2021 at the Wayback Machine.
  18. Stephen Evans (2002). "Macaulay's minute revisited: Colonial language policy in nineteenth-century India". Journal of Multilingual and Multicultural Development. 23 (4): 260–281. doi:10.1080/01434630208666469. S2CID 144856725. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Sirriyeh, Elizabeth (21 October 1998). Sufis and Anti-Sufis: The Defense, Rethinking and Rejection of Sufism in the modern world. University of Leeds, United Kingdom: Routledge. د کتاب پاڼې 136. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780700710607. خونديځ د اصلي څخه ۰۷ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Viśva Mohana Pāṇḍeya (2003). Historiography of India's Partition: An Analysis of Imperialist Writings. Atlantic Publishers & Distributors. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788126903146. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Moore, Robin J. "Imperial India, 1858–1914", in Porter, ed. Oxford History of the British Empire: The Nineteenth Century, (2001a), pp. 422–446
  22. John R. McLane (July 1965). "The Decision to Partition Bengal in 1905". Indian Economic and Social History Review. 2 (3): 221–237. doi:10.1177/001946466400200302. S2CID 145706327. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Pakistan was inevitable p. 51-52, Author Syed Hassan Riaz, published by University Karachi. ISBN 969-404-003-5
  24. History of Pakistan Movement (1857–1947), p. 237-238, Author Prof. M. Azam Chaudhary, published by Abdullah Brothers, Urdu Bazar, Lahore
  25. History of Pakistan and its background, p. 338. Author Syed Asghar Ali Shah Jafri, published by Evernew Book Palace, Circular road, Urdu Bazar, Lahore.
  26. History of Pakistan, p. 58-59. Author Prof. Muhammed Khalilullah (Ex-Principal Federal Govt. Urdu College, Karachi; Former Dean Law Faculty, University of Karachi), published by Urdu Academy Sindh, Karachi.
  27. History of Pakistan. p. 232 to 234. by Muhammed Ali Chiragh, published by Sang-e-Meel Publications, Lahore. ISBN 969-35-0413-5.