د پاني پت دوهمه جگړه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د پاني پت دوهمه جگړه

HaryanaPanipat.png
تاريخ ۱۵۵۶
هېواد پانجاب
پوځونه
Flag of the Mughal Empire.svg د مغولو پاچايي Vijayanagara flag.png
قوماندان
Akbar1.jpg Samrat Hem Chandra Vikramaditya.jpg
جلال الدین محمد اکبر Samrat Hem Chandra Vikramaditya

د پاني پت دوهمه جگړه په ۵.۱۱.۱۵۵۶ کې په شمالي هند کې د جلال الدين محمد اکبر او د هندو قوماندان هیمو په منځ کې یوه جگړه وله. په دي جگړې کې د مغولو امپراتور د جلال الدين اکبر پوځ د هندوستاني قوماندان هیمو ته ماته ورکړه.

تاریخ

دا جگړه د ۱۵۵۶ زېږدي کال د نومبر پر پینځمه د عادل شاه سوري د هندو قوماندان ( هیمو ) او بابر د لمسي ( جلال الدین اکبر ) تر منځ پیښه سوې ده . هیمو ډیر پوځیان او ۱۵۰۰ پیلان لرل . هیمو ( چی اصلی نوم یې هیماچندرا بهرگاوا دی ) کامیابېدونکی و ، خو ناببره یو غشی د ده پر سترگه ولگېد او د آس څخه راولوېد او بې هوښه سو څو چی تر نیول کېدو وروسته اکبر ته راوستل سو . اکبر هم د هغه د سر پرې کولو امر صادر کړ او په دې ډول ووژل سو او اکبر د ډیلی او اگرې واکمن سو .

عادل شاه سوری د شیرشاه سوری اووم لمسی او د دې کهول وروستی واکمن و چی د ډیلی د ختیځ پر یوه کوچنۍ سیمه یې واک چلاوه . نوموړﺉ د سکندرشاه سوری ورور و چی هغه په ۱۵۵۵ کی د بابر د زوی ( همایون ) لخوا مات سوی و . عادل شاه او سکندرشاه د اکبر مغولی پاچا پر خلاف د ډیلی د تخت دعوه کونکي وو . کله چی په ۱۵۵۶ کی اکبر پاچا د ډیلی څخه د یو پوځی مأموریت لپاره دباندی تللی و ، نو « هیمو » د اکبر پر قوماندان « طرزی بیگ » باندی ناببره یو ه سخته حمله وکړه او پسی مات یې کړ او هغه هم د ډیلی څخه وتښتېد . دا د « هیمو » دوه ویشتمه پوځی سوبه وه او سمدلاسه یې د عادل شاه سره خیانت وکړ او ځان یې د هغه پر ځای پخپله ( د راجا ویکرم جیت په نوم ) پاچا اعلان کړ . خو د ۱۵۵۶ د نومبر پر پنځمه د مغولی اکبر ځواکونو د بیرم خان ( بهرام خان ) په قومانده د پانی پت په دوهمه جگړه کی هیمو مات کړ او مغولی سلطنت په دې ډول د ۱۵۰ نورو کلونو لپاره ټینگ سو . پنځه میاشتی وروسته ( یعنی د ۱۵۵۷ په اپریل کی ) د بنگال بهادرشاه د منگیر په جگړه کی عادل شاه سوری ته ماته ورکړه او هغه یې تر نیولو وروسته پسی ووژﺉ او په دې ډول د هند پښتنی سلطنت نور نو په نوم هم پای ته ورسېد . د پانی پت دوهمی جگړې هم د زرگونو پښتنو ککرۍ وخوړلې ، ځکه د عادل شاه سوری د قوماندان « هیمو » او اکبر په ځواکونو کی بی شمیره پښتانه شامل وو . خو د دې سره سره بیا هم دغی جگړې د افغانستان سره مستقیم تړاو نه درلود بلکی صرف د هندوستان د جغرافیوی چوکاټ په دننه کی له اهمیته ډکه ده .