د وینې سره کرویات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انسان د سرې وینې ژونکې (6-8μm)

سره کرویات په وینه کې دنوروحجروپه پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنگ لري . دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموگلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموگلوبین پروتین دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په گروپ باندې یې دوه قیمته اوسپنه Fe ++دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنگ بښلی دی . دسروکرویاتودنده داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي . همدارنگه سره کرویات د هېموگلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره کرویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، گردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توگه ورننوتلې بڼه لري ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاوروسته دوینې ټاکلوحجرو یانې Phagocytes له خوا په ینه اوتوري کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروکرویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ (scanning electron microscope (SEM کې شوول شوې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دماشوم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په طحال یانې توري کې ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي . اریتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې Erythropoetin نومیږ ي لمڅول کیږی اوپه دې توگه پیاوړی کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمگړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي .