د هستې چاودېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هستې چاودېدل (د اتوم درز کول او په دوه يا څو برخو وېشل کېدل) يو غبرګون دی، په کوم کې چې د یوه اتوم هسته په دوه يا ډېرو کوچنيو هستو (مغز/زړي) وېشل کېږي. عموماً دا چاودنه د «ګاما» فوټونونه تولیدوي او په ډېره زیاته اندازه انرژي خوشې کوي، ان د راديواکتيف د انحلال (ټوټه ټوټه کېدل/تيت او پرک کول) د انرژۍ د معيارونو په اندازه.

د درندو عناصرو د هستې چاودنه د ۱۹۳۸ز کال د ديسمبر په ۱۹ نېټه د دوشبنې په ورځ د الماني کیمياپوه «اوټو هان» او د هغه د مرستيال «برټز سټراسمين» له خوا د اطريشي-سويډني فيزیک پوهې «ليز ميټنر» په مرسته کشف شوه. «هان» پوهه شوې وه چې د اتومي هستې «چاودنه» منځ ته راغلې ده. «ميټنر» له خپل وراره «اوټو رابرټ فريش» سره یو ځای د ۱۹۳۹ز کال په جنورۍ مياشت کې په نظریاتي ډول د دې تشریح وکړه. «فريش» د دې پروسې نوم له ژونديو حجرو سره د بيالوژيکي چاودنې د ورته والي له امله کېښود. د درندو «نيوکلايډونو» لپاره، دا يو بهرنی غبرګون دی، کوم چې د برېښنايي مقناطيسي اشعاع (تابکاري/وړانګې غورځول) او د بڅرکو د حرکي توانايۍ په توګه (په زیاته اندازه د موادو تودېدل، چېرته چې چاودنه منځ ته راځي) په زياته اندازه انرژي خوشې کولای شي. د هستوي یو ځای کېدو په څېر، د دې لپاره چې چاودنه انرژي توليد کړي، د دې په پايله کې منځ ته راتلونکو عناصرو ټوله لازمي توانايي (هومره توانايي چې بڅرکي سره جلا کړای شي) بايد له ابتدايي عنصر څخه زياته وي.[۱][۲]

چاودنه د هستوي بدلون یوه بڼه ده، ځکه چې د دې په پايله کې منځ ته راتلونکي بڅرکي (يا د دوی لور اتمونه) د خپلو پلرونو اتومونو (هغه چې دا ځينې منځ ته راغلي يا جلا شوي وي) په څېر هماغه عناصر نه دي. دوه (يا زيات) تولید شوې هستې ډېر ځله د پرتلې وړ وي، خو اندازه يې تر یو بريده مختلفه وي، دا توپیر د ماتېدو وړ عامو «ايزوتوپونو» لپاره، په عموم ډول د توليداتو د کتلې په نسبت نږدې له ۳ څخه تر ۲ پورې وي. ډيری چاودنې غبرګې چاودنې وي (دوه ډکې شوې ټوټې تولیدوي)، خو کله کله (په ۱۰۰۰ پېښو کې، له ۲ څخه تر ۴ ځلې پورې)، په یوه درې ګونې چاودنه کې درې مثبت ډک شوي بڅرکي (ټوټې) هم تولیديږي. په درې ګونې چاودنه کې د درې بڅرکو تر ټولو کوچني بڅرکي اندازه يې له «پروټون» څخه نيولې د «ارګون» تر يوې هستې پورې بدلون مومي.[۳][۴]

د «نيوټرون» په مټ منځ ته راغلې، د انسانانو له خوا مديريت شوې او ګټه اخستل شوې چاودنې څخه پرته، په خپله د راديواکتيف انحلال (اشعاعي يا د وړانګو په مټ تجزيه) يوه طبيعي بڼه (کومه چې نيوټرون ته اړتيا نه لري) هم د يوې چاودنې په توګه يادېږي او په ځانګړي ډول د ډېر زیات شمېر کتلې په ايزوتوپونو کې منځ ته راځي. په ۱۹۴۰ز کال کې په ماسکو کې د «فلايوروف، پيټرزاک» او «کرچاتوف» له خوا، په يوه تجربه کې چې موخه یې د دې تايیدول و چې د نيوټرون له بمبار پرته، د يورانيومو د چاودنې اندازه بې ارزښته وه (د نه تر سره کېدو سره برابره وه/کمه)، څنګه چې «نيلز بوهر» د هغې وړاندوينه کړې وه، روښانه شوه چې بې ارزښته نه وه (د نه تر سره کېدو سره برابره نه وه/کمه نه وه).[۵]

د غېر متوقع توليداتو ترکيب (کوم چې په يو پراخه امکاني او تر يو بريده د ګډوډۍ په طريقه کې توپير لري) چاودنې ته په خالص ډول د «کوانټم» تونل وهلو له پروسې څخه توپير ورکوي، لکه د پروټون ايستل، د «الفا» تجزيه کېدل او ډله ييز تجزيه کېدل، کوم چې هر ځل يو شان تولیدات منځ ته راوړي. د اتوم چاودنه د هستوي طاقت لپاره انرژي پيدا کوي او د هستوي وسلو چاودنې منځ ته راوړي. دواړه استعمالونه يې شوني دي، ځکه د هستوي نفطو (سوند توکي) په نوم ځينې مادې هغه مهال له چاودنې سره مخ کېږي، کله چې د چاودنې له نيوټرونونو سره وجنګېږي، د دې په پايله کې کله چې هغه مات شي، نو نيوټرون خارجوي. دا چاره په خپله د پايدونکي هستوي لړۍ غبرګون شونی ګرځوي، په هستوي ریکټور کې د يو مديريت شوې انداې سره، يا هستوي وسله کې په ډېرې تېزۍ سره په نامديريت شوې انداې انرژي خوشې کوي. د ۱۹۳۹ز کال په فبرورۍ کې د هستوي چاودنې په اړوند په خپله دويمه خپرونه کې، «هان» او «سټراسمين» د چاودنې د پروسې پر مهال د اضافي نيوټرونونو د شتون او ازادېدو وړاندوينه وکړه، د کوم په پايله کې چې د هستوي لړۍ د غبرګون پروسې شونتيا پرانيستل شوه.

په هستوي نفتو (سوند توکو) کې شته د وړيا انرژۍ (اړين طاقت) اندازه، د «ګيسولين» په څېر کيمياوي نفتو د شته وړیا انرژۍ له اندازې څخه څو میليونه ځله زياته ده، کومه چې له هستوي چاودنې څخه د انرژۍ يوه ډېره ډبله سرچینه جوړوي. خو بيا هم، د هستوي چاودنې تولیدات په منځنۍ کچه له هغو زياتو درندو عناصرو څخه زياته راديواکتيف وي، کوم چې عموماً د نفتو په توګه چاودېږي، د ډېرې مودې لپاره همداسې پاتې کېږي او بيا ورڅخه د هستوي فاضله موادو ستونزه پيدا کېږي. د هستوي فاضله موادو د راټولېدو او د هستوي وسلو ويجاړونکو وړتياو په اړه اندېښنې، د هغې سوله ييزې هيلې خلاف دي چې چاودنه د انرژۍ د يوې سرچينې په توګه وکارول شي.[۶]

بدني ټولکتنه[سمول]

تګلارې[سمول]

راديواکتيف انحلال[سمول]

د نيوټرون له بمبار پرته د راديواکتيف انحلال (تجزيه کېدل) یوې بڼې په توګه هم هستوي چاودنه منځ ته راتلای شي. په يو څو درندو ايزوتوپونو کې له شتون پرته، د چاودنې دا بڼه (کوم ته چې خپلسرې چاودنه ويل کېږی) ډېره کمه پېښېږي.

هستوي غبرګون[سمول]

په اداره شويو هستوي وسايلو کې، په بنسټيز ډول ټولې هستوي چاودنې د «هستوي غبرګون» په توګه منځ ته راځي – د بمبارۍ په مټ پرمخ تلونکې پروسه، کومه چې د دوه فرعي اتومي بڅرکو د ټکر په پايله کې منځ ته راځي. په هستوي غبرګونونو کې، يو فرعي اتومي بڅرکی له اتومي هستې سره جنګېږي (ټکر کوي) او د هغې د بدلون لامل ګرځي. په همدې ډول هستوي غبرګون د بمبارۍ د تخنيک پر مټ پر مخ ځي، نه دا چې په پرتليز ډول د ثابتو چټکو انحلالي او نيم عمر ځانګړتيا لرونکو خپلسرو راډيو اکتيف پروسو په مټ.

اوسمهال د هستوي غبرګونونو ډېر ډولونه معلوم دي. هستوي چاودنه د هستوي غبرګونونو له نورو ډولونو څخه ستر توپير لري، هغه کله زياتېدای شي او کله کله د هستوي ځنځيري غبرګون (يو ډول عمومي ځنځيري غبرګون) په مټ مديريت کېدای هم شي. په دا ډول غبرګون کې، د هرې چاودنې د پېښې په مټ خوشې شوي ازاد نيوټرونونه نورې پېښې په خوځښت راوستلای شي چې هغه بیا په خپل وار سره نور نيوټرونونه خوشې کوي او په همدې ډول د نورو چاودنو لامل ګرځي.

د کيميایي عنصر ايزوتوپونه، کوم چې د چاودنې ځنځيري غبرګون ثابت ساتلای شي هستوي نفت (سوند توکي) بلل کېږي او ويل کېږي چې د چاودنې وړ دي. تر ټولو مشهور هستوي نفت « 235U» (د ۲۳۵ شمېره کتلې لرونکي د يورانيمو ايزوتوپ او کوم چې په هستوي ريکتور کې کارول کېږي) او « 239Pu» (د ۲۳۹ شمېره کتلې لرونکی د پلاټونيوم ايزوتوپ) دي. دا نفت د ۹۵ او ۱۳۵ u (د چاودنې توليد)  په شا اوخوا کې اتومي کتلې له مرکز سره د کيمياوي عناصرو په يو غبرګ طبيعيت اندازه ماتېږي. ډيری هستوي نفت په خپل سر د چاودنې له پروسې څخه تېرېږي، يواځې ډېر په کراره، د دې پر ځای په بنسټيز ډول د يو «الفا-بيټا» انحلال ځنځير په مټ له يوې زريزې نيولې بيا تر ډېر اوږد وخت (یو مليارد کاله) موده کې له منځه ځي. په يو هستوي ریکتور يا هستوي وسله کې، د چاودنې د پېښو ډېری يې د يو بل بڅرکي، يو نيوټران سره د بمبار په پايله کې منځ ته راځي، کوم چې خپله له دې څخه د مخکې چاودنې له پېښې توليديږي.

د چاودنې وړ نفتو کې هستوي چاودنه د هستوي تحريک انرژۍ پايله ده، کومه چې هغه مهال توليد شوې وي، کله چې د چاودنې وړ يوه هسته يو نيوټران له ځانه سره نيسي. دا انرژي، د نیوټرون د نيولو په پايله کې، د نيوټرون او هستې تر منځ کار کونکې جذاب هستوي طاقت پايله ده. دا د دې لپاره بسنه کوي چې هسته په دوه-اړخي «څاڅکي» بدله کړي، تر دې چې هستوي ټوټې له دې واټن څخه هاخوا اوړي، په کوم چې هستوي طاقت کولای شي د ډکو شويو هستو دوه ډلې یو ځای وساتي او کله چې داسې منځ ته راځي، دوه ټوټې خپل جلا والی بشپړوي او له هغې وروسته د دوی د شریکو خرابه چارجونو په مټ لا زيات یو له بل څخه جلا کېږي، په یوه داسې پروسه کې، کومه چې له تر ټولو ډېر نه ډېر واټن سره د بېرته راستنېدو وړتيا نه لري. د ماتېدو وړ ايزوتوپونو کې هم همداسې پروسه منځ ته راځي (لکه يورانيوم-2038)، خو د دې لپاره چې وچاودېږي، دې ايزوټوپونو ته د تېزو نيوټرونونو (لکه په ترمونيوکلير وسلو کې د هستوي يو ځای کېدو څخه توليدېدونکي) په مټ د مهيا شوي اضافي توانايۍ اړتيا وي.[۷]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. "Hahn´s Nobel was well deserved" (PDF). www.nature.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. M. G. Arora; M. Singh (1994). Nuclear Chemistry. Anmol Publications. د کتاب پاڼې 202. د کتاب نړيواله کره شمېره 81-261-1763-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gopal B. Saha (1 November 2010). Fundamentals of Nuclear Pharmacy. Springer. د کتاب پاڼي 11–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4419-5860-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. S. Vermote, et al. (2008) "Comparative study of the ternary particle emission in 243-Cm (nth,f) and 244-Cm(SF)" in Dynamical aspects of nuclear fission: proceedings of the 6th International Conference. J. Kliman, M. G. Itkis, S. Gmuca (eds.). World Scientific Publishing Co. Pte. Ltd. Singapore. ISBN 9812837523.
  7. S. Vermote, et al. (2008) "Comparative study of the ternary particle emission in 243-Cm (nth,f) and 244-Cm(SF)" in Dynamical aspects of nuclear fission: proceedings of the 6th International Conference. J. Kliman, M. G. Itkis, S. Gmuca (eds.). World Scientific Publishing Co. Pte. Ltd. Singapore. ISBN 9812837523.