د مکسیکو تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مکسیکو لیکل شوی تاریخ له درېیو زرو کلونو نه ډېر دی. د مکسیکو مرکزي او سویلي برخه (میسو امریکا) چې د لومړي ځل لپاره یې تر ۱۳۰۰۰ کلونو ډېر دمخه نفوس درلود، دا سیمه د پېچلو داخلي تمدنونو د رامنځته کېدو او زوال شاهده ده. وروسته مکسیکو په یوې بې سارې څو کلتوري ټولنې کې وده وکړه. د میسو امریکن تمدنونو د ګلیفیک لیکلو سیسټم رامنځته کړ، چې د سوبو او واکمنانو سیاسي تاریخ یې لیکه. د میسو امریکن تاریخ اروپا ته له ننوتو دمخه له هسپانیک دورې نه وړاندې یا له کولمبیا نه دمخه دوره بلل کېږي. په ۱۸۲۱ز کال له هسپانیې نه د مکسیکو تر خپلواکۍ وروسته، سیاسي ناورینونو په هېواد کې ګډوډۍ رامنځته کړې. فرانسې د مکسیکو د محافظه کارانو په مرسته، په ۱۸۶۰ز لسیزه کې د دویمې مکسیکي سترواکۍ پر مهال واک ترلاسه کړ، خو وروسته له ماتې سره مخامخ شوه. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې ارامه او نېکمرغه وده ځانګړې وه، خو په ۱۹۱۰ز کال کې د مکسیکو انقلاب یوه ترخه کورنۍ جګړه رامنځته کړه. په ۱۹۲۰ ز لسیزه کې د سوکالۍ په راتلو، اقتصادي وده هم ثابته وه، په داسې حال کې چې د نفوسو وده ګړندۍ وه. [۱]

اروپا ته له رسېدو دمخه[سمول]

لویو او پېچلو تمدنونو د مکسیکو په مرکزي او سویلي سیمو کې پراختیا موندلې، دا هغه سیمه ده، چې له سویلي سیمې نه تر اوسنۍ مرکزي اسیا پورې غځېدلې، دا ځای د میسو امریکا په نامه یادېږي. هغه تمدنونه، چې د زریزې په اوږدو کې رامنځته شوي او بېرته له منځه تللي دي، د لاندې ځانګړنو لرونکي وو: [۲]

  1. د پام وړ ښاري استوګنځي.
  2. تاریخي معمارۍ؛ لکه معبدونه، ماڼۍ او نورې.
  3. د ټولنې وېش پر مذهبي، سیاسي او سیاسي اشرافو (لکه: جنګیالي او سوداګر) او عام وګړي، چې د بزګرۍ ژوند ته دوام ورکوي.  
  4. له عامو وګړو نه اشرافو ته د خراج او د کار وېش سپارل.
  5. پر کرنې یې تکیه، چې زیاتره وخت یې ښکار کاوه، کبان یې نیول او د مالدارۍ د اقتصاد نشتوالی و، ځکه چې د اروپایانو له راتګ دمخه هېڅ کورني څاروي نه وو.
  6. سوداګریزې شبکې او بازارونه

دا تمدنونه په داسې سیمه کې رامنځته شول، چې نه یې لوی سمندر درلود او نه یې بار وړونکي حیوانات درلودل او سختو ځمکو به د خلکو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ مخنیوی کاوه. اصلي تمدنونو پېچلي مذهبي او لمریز کلیز سیسټمونه رامنځته کړل، د ستورپوهنې پوهه او د مخابراتو ډولونه یې رامنځته کړل، چې په ګلیفونو لیکل شوي وو. [۳]

پیل[سمول]

یو مهال فکر کېده، چې په میسو امریکا کې د خلکو شتون تر ۴۰۰۰۰ کلونو مخکې تاریخ لري، یو اټکل چې د باور وړ دی، د مکسیکو په دره کې د کشف شوې پښې نښه ده، خو د راډیوکاربن تاریخ په کارولو سره تر نورو څېړنو وروسته داسې ښکاري، چې دا تاریخ به سم نه وي. تر دې مهاله دا څرګنده نه ده، چې په مکزیک دره کې د ۲۳۰۰۰کلن کمپ فایر پاتې شوني د لومړنیو انسانانو پاتې شونې دي، چې تر دې مهاله په مکزیک کې کشف شوي دي. [۴][۵]

په مکسیکو کې مېشت لومړي وګړي، د اوسني اقلیم په پرتله، له ډېر معتدل او نرم اقلیم سره مخامخ وو. په ځانګړې توګه: د مکسیکو په دره کې ډېری لوی لرغوني جهیلونه وو (چې په ټولیز ډول د ټیکسکوکو جهیل په نامه یادېږي) دا په ګڼو ځنګلونو پوښل شوي دي. په دې سیمه کې هوسۍ موندل شوې وې، خو ډېری یې د وچې کوچني حیوانات وو، کبان او نور سمندري حیوانات په جهیلي سیمو کې موندل شوي وو. [۶][۷]

دین[سمول]

میسو امریکایانو د خدایانو او دین مفهوم درلود، خو د دوی مفهوم له ابراهیمي مفهومونو نه خورا توپیر درلود. میسو امریکایانو باور درلود، چېرې چې هر څه، د نړۍ هر عنصر؛ ځمکه، لمر، سپوږمۍ، ستوري، چې بشر په کې ژوند کوي، هر هغه څه چې د طبیعت برخه جوړوي، لکه: حیوانات، بوټي، اوبه او غرونه، ټول د مافوق الطبیعت څرګندونه کوي. په ډېرو مواردو کې خدایان او الهې په ډبرو، خاورینو لوښو، دېوالي انځورونو او په انځوریزو خطي نسخو کې؛ لکه: د مایا لرغونې خطي نسخه، د آزتک نسخه او د مکسټیک په لرغونو خطي نسخو کې انځور شوي دي.

د آزتک دین په اړه ډېر څه پېژندل شوي، لومړیو راهبانو هڅه کوله چې اصلي وګړي د مسیحیت دین ته واړوي. د فرانسیسکان فرای توربیو دی بیناوینټی موتولوینیا، فرای برناردینو دي سهاګون او ډومینیکن فرای ډیاګو په لیکنو کې د ناهوا دین په اړه ډېر څه ثبت شوي؛ ځکه چې پر لرغونو دودونو پوهېدل یې مسیحي دین ته د اوښتلو لپاره اړین ګڼل.[۸]

اولمیکس (۴۰۰- ۱۵۰۰ له میلاد مخکې)[سمول]

اولمیک لومړی ځل د اتلانتیک ساحل په اوږدو کې (په اوسني تباسکو ایالت کې) له میلاد مخکې په ۹۰۰- ۱۵۰۰ دوره کې راڅرګند شول. اولمیکس د میسو امریکن لومړی کلتور و، چې د پېژندلو وړ هنري او کلتوري سبک یې تولید کړ او ښایي هغه ټولنه وي، چې په میسو امریکا کې یې لیکل رامنځته کړل. په منځنۍ لرغونې کلاسیکې دورې (له میلاد مخکې ۳۰۰- ۹۰۰ کال) کې د اولمک هنري سبک تر مکزیک او کاسټاریکا پورې ومنل شو.

مایا[سمول]

د مایا کلتوري ځانګړنې؛ لکه: د آهاو یا پاچا راڅرګندېدل، له میلاد مخکې ۳۰۰ کال نه وروسته موندل کېږي. له کلاسیکې دورې نه دمخه د پېړیو په لړ کې، د مایا سلطنتونه، د سویلي مکسیکو او ګواتیمالا د ارام سمندر له ساحلونو نه شمالي یوکاتان ټاپووزمې ته وغځول شول. له سلطنت نه وړاندې پېړیو کې د مایا برابرۍ غوښتونکې ټولنې خپل ځای داسې ټولنې ته ورکړ، چې د شتمنو اشرافو له خوا کنټرول کېده، دوی د لویو تشریفاتي معبدونو او کمپلیکسونو پر جوړولو پیل وکړ.  

ټیکال تر ټول سلطنتونو لوی و، چې ۵۰۰۰۰۰ اوسېدونکي یې لرل، که څه هم د یوه سلطنت اوسط نفوس ډېر کم و، یعنې له ۵۰۰۰۰ تنو لږ وو. مایا وګړي د ژبو پر یوې کورنۍ خبرې کوي، چې نوم یې مایان دی.

د مکسیکو- امریکا جګړه (۱۸۴۶ز- ۱۸۴۸ز)[سمول]

د مکسیکو د ټولوژنې په ځواب کې چې په یوې متنازعې سیمې کې د امریکا د پوځ پر یوې قطعې و، نو د ۱۸۴۶ز کال د می په ۱۳مه د امریکا کانګرس د جګړې اعلان وکړ. مکسیکو هم د می په ۲۳مه دا چاره تعقیب کړه. د مکسیکو- امریکا جګړه په دوو تیاترونو کې ترسره شوه: په لوېدیځ کې (د کالیفورنیا په موخه) عملیات او په مرکزي مکسیکو کې (د مکسیکو د ښار نیولو په موخه ) عملیات.

د ۱۸۴۷ز کال په مارچ کې، د امریکا ولسمشر جېمز کې پولک ویراکروز بندر ته د جنرال وینفیلډ سکاټ په مشرۍ د ۱۲۰۰۰ رضاکارانو او منظمو امریکایي پوځیانو پوځ واستاوه. د مارچ په ۷مه د یرغلګرو ځواکونو ۷۰ بېړۍ ښار ته ورسېدې او سمندري بمبارۍ یې پیل کړې. سکاټ د خپلو کسانو، آسونو او اکمالاتو تر ښکته کولو وروسته، د ویراکروز کلابندي پیل کړه. [۹]

دغه ښار (هغه مهال لا کلابند و) د مکسیکويي جنرال جوان مورالیس له خوا د ۳۴۰۰ سرتېرو پر مټ دفاع کېده. له ۱۲ ورځو وروسته مکسیکو تسلیمه شوه. سکاټ له ۸۵۰۰ کسانو سره لوېدیځ ته حرکت وکړ، په داسې حال کې چې سانتا انا له توپخانې او ۱۲۰۰۰ سرتېرو سره د مکسیکو ښار په نیمه لار کې پر عمومي سړک ځای پر ځای شوي وو. دCerro Gordo  په جګړه کې سانتا انا ماتې وخوړه.

جګړه د ګواډالوپ هیدالګو په تړون پای ته ورسېده، چې (۱) مکسیکو باید خپلې شمالي سیمې په ۱۵ میلیونه ډالرو وپلوري؛ (۲) امریکا د تابعیت او د بشپړې رایې ورکولو حق ورکوي او د هغو مکسیکویانو د ملکیت حقونه به خوندي کوي، چې په مکسیکو کې ژوند کوي؛ (۳) امریکا به د مکسیکو له خوا امریکایانو ته د ۳.۲۵ میلیونه ډالرو پور په غاړه واخلي. په جګړه کې مکزیک له عصري، منظم او سمبال شوي پوځ سره جګړې ته ودانګل. د مکسیکو ماتې، د هغې ستونزمن داخلي حالت ته منسوبېږي، چې له بې اتفاقۍ او بې نظمۍ سره مخامخ وه. [۱۰]

معاصره مکسیکو                                     [سمول]

ولسمشر ارنستو زیدیلو (۱۹۹۴ز- ۲۰۰۰ز)[سمول]

په ۱۹۹۵ز کال کې ولسمشر ارنستو زیدیلو د (ډسمبر غلطۍ) له ناورین سره مخامخ شو، چې د پزو د ارزښت ناڅاپه کمښت له امله رامنځته شو. د مکسیکو په ښار کې عمومي لاریونونه وشول او په چیاپاس کې د زاپاتیسټا د ملي آزادۍ اردو د ۱۹۹۴ز کال له پاڅون وروسته د یوه منظم پوځ په توګه رامنځته شوه. [۱۱]

امریکا د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره په چټکۍ مداخله وکړه، لومړی یې په آزاد بازار کې د پزو پېرود او بیا د ۵۰ میلیارد ډالرو پور د ضمانت په بڼه مرسته وکړه. اقتصاد تر ۱۹۹۶ز کال پورې د ودې په حال کې و او په ۱۹۹۷ز کال کې مکسیکو له مهالوېشه مخکې، د امریکا د خزانې ټول پورونه ورکړل. 

زیدیلو د سیاسي او ټاکنیزو سمونونو څارنه کوله، چې د PRI واک یې راکم کړ. د ۱۹۸۸ز کال له ټاکنو وروسته، په سختۍ سره تر بحث لاندې راغی او د دولت له خوا مات شو. د ۱۹۹۰ ز لسیزې په لومړیو کې IFE رامنځته شو، دا د عامو وګړو له خوا پرمخ وړل کېده، چې د بې طرفه او قانوني ټاکنو پر ترسره کېدو څارنه کوي.

ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبراډور( ۲۰۱۸ز- اوسمهال)[سمول]

د ۲۰۱۸ز کال د جولای په لومړۍ نېټه، اندریس مانویل لوپیز اوبراډور له 30,112,109 رایو (د ټولو اچول شوو رایو ۵۳.۱۹٪) سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. لوپیز اوبراډور د ملي بیا رغونې خوځښت مشر دی او هغه د جونټوس هیرموس تاریخي ائتلاف مشري هم کوله. دغه ائتلاف په پارلمان کې ۵۰۰\۳۰۶ چوکۍ، په فډرالي سنا کې ۱۰۰\۶۹ چوکۍ، څو ولایتونه او ډېری ځایي ټاکنې هم وګټلې. [۱۲][۱۳]

دولت باید له کرونا وېروس سره مبارزه وکړي. AMLO ماسک نه اغوندي او ټولنیز واټن هم نه مراعتوي. د پېښو شمېر په ډېرېدو دی، خو مکسیکو د اقتصاد د تدریجي بیا پرانیستې هڅه کوي. لږ تر لږه ۵۰۰ کیوبایي روغتیایي کارکونکي، په مکسیکو ښار کې له نوي کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره مرسته کوي او ښایي دا د نړۍ په کچه تر ټولو لویه ډله وي، چې ټاپو به دغې وبا ته د مبارزې لپاره ځای پر ځای کړې وي.

AMLO واشنګټن ډي سي ته خپل لومړنی سفر وکړ، تر څو د امریکا، مکسیکو او کاناډا تړون لاسلیک کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او AMLO په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل، خو د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د کرونا وېروس د خپرېدو له امله له ګډون نه ډډه وکړه. [۱۴]

د ۲۰۲۱ز کال په جون کې، د منځمهالو ټاکنو پرمهال د مورینا ائتلاف، چې د لوپیز اوبراډور کیڼ اړخ و، د کانګریس په پارلمان کې یې خپلې چوکۍ له لاسه ورکړې. په هر حال د هغه واکمن ائتلاف ساده اکثریت ساتلی، خو لوپیز اوبراډور د کانګریس دوه پر درېیمه برخه لوی اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغی. د ائتلاف اصلي مخالف، د مکسیکو له درېیو دودیزو ګوندونو نه و: د مرکزي ښي اړخي انقلابي ادارې ګوند، د ملي اقدام ښی اړخی ګوند او د ډیموکراټیک انقلاب کیڼ اړخی ګوند. [۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. "Oldest American skull found", CNN, December 3, 2002
  2. Ida Altman, Sarah Cline, and Javier Pescador, The Early History of Greater Mexico, Pearson 2003: pp. 9–14.
  3. Bakalar, Nicholas (2006-01-05). "Earliest Maya Writing Found in Guatemala, Researchers Say". National Geographic Society. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Paul R. Renne; et al. (2005). "Geochronology: Age of Mexican ash with alleged 'footprints'". Nature. 438 (7068): E7–E8. Bibcode:2005Natur.438E...7R. doi:10.1038/nature04425. PMID 16319838. S2CID 4421368. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Native Americans". Encarta. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جون ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sweeney, Lean (1951). "Historia Mexicana El Colegio de México". Historia Mexicana. 69. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. "Religion in Pre Columbian Mesoamerica". د اصلي آرشيف څخه پر 25 نومبر 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 مارچ 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Justin Harvey Smith (1919). The War with Mexico. 2. Macmillan. د کتاب پاڼې 1ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Reeves, Jesse S. (1905). "The Treaty of Guadalupe Hidalgo". American Historical Review. 10 (2): 309–324. doi:10.2307/1834723. hdl:10217/189496. JSTOR 1834723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Julia Preston; Samuel Dillon (2005). Opening Mexico: The Making Of A Democracy. Macmillan. د کتاب پاڼې 257ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-374-52964-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. "Mexico's 2018 Elections: Results and Potential Implications" (PDF). Congressional Research Service. July 17, 2018. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Trump and AMLO sign USMCA New York Times 08 July 2020 accessed 16 July 2020
  15. Karol Suarez, Rafael Romo and Joshua Berlinger . Mexico's President loses grip on power in midterm elections marred by violence. CNN.