د مدني حقوقو خوځښت (۱۸۹۶-۱۹۵۴ز)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مدني حقوقو خوځښت (۱۸۹۶-۱۹۵۴ز) يو اوږد او په لومړي سر کې سوله ييز اقدام و، تر څو له قانون سره سم ټولو امريکايانو ته بشپړ مدني او برابر حقوق ورکړي. دې پړاو په امريکايي ټولنې تلپاتې اغېز د رلود – هم د تګلارې له اړخه چې په ټولنيز او حقوقي ډول د مدني حقوقو منل زيات شول او هم د توکمپالنې د خپرېدو او تاوان په رسوا کولو سره.

په ځانګړي ډول، د متحده ايالاتو د سترې محکمې دوو پرېکړو له دې خوځښت سره زياته مرسته وکړه: د «فرګوسن» په وړاندې د «پليسي» ۱۸۹۶ پرېکړې، کومې چې «يو جلا خو برابر» توکميز بېلتون د اساسي قانون د اصل په توګه پر ځای وساته او په ۱۹۵۴ز کال کې د تعليمي ادارې په وړاندې د براون پرېکړې، کومې چې پليسي له منځه يووړ. دا د نوي پيل يو پړاو و، په کوم کې چې د «مارکوس ګاروي» د «د  توپوستو د ودې نړيوالې ټولنې» په څېر خوځښتونه ډېر بريالي وو، خو د کمې مودې لپاره يې بريالی میراث تر شا پرېښود؛ خو ځينو نورو، لکه د NAACP له خوا له دویلتي ملاتړ څخه پر برخمن بېلتون حقوقي بريد بيا په لومړيو کلونو کې يو څه کمې پايلې تر لاسه کړې، د «وارلي په وړاندې د بوچانن (۱۹۱۷) (زوننګ) په قضيه کې يې که څه هم يو څه پرمختګ وکړ، خو له ستونزو سره هم مخامخ شول، لکه د بوکلي په وړاندې د کوريګن (۱۹۲۶ز) (استوګنځي) په قضيه کې، د کرايمر په مقابله د شيلي (۱۹۴۸ز) (استوګنځي) په قضیه کې، د پينټر په وړاندې د سويټ (۱۹۵۰ز) (د ښوونځي) په قضيه کې او د براون په قضیه کې.[۱][۲]

له کورنۍ جګړې وروسته، متحده ايالاتو د افريقايي الاصله امريکايانو قانوني حقوق پراخ کړل. په ۱۸۶۵ز کال کې کانګريس د مریيتوب د ختمولو قانوني تعديل تصويب او پوره ايالتونو تاييد کړ – کوم چې د متحده ايالاتو د اساسي قانون ديارلسم سمون و. په دې سمون سره يواځې مریيتوب غېر قانوني اعلان شو، خو نه يې تابعيت او نه يې برابر حقوق ورکړل. په ۱۸۶۸ز کال کې، ايالتونو څوارلسم سمون تاييد کړ، افريقايي الاصله امريکايانو ته يې تابعيت ورکړ، په داسې حال کې چې په متحده ايالاتو کې زېږېدلو ټولو خلکو ته د اساسي قانون تر قوانينو لاندې برابر خونديتوب ورکړل شوی و. پنځلسم تعديل (چې په ۱۸۷۰ز کال کې تاييد شوی و) وايي چې: توکم بايد د رايې ورکولو د وړتيا څخه د بې برخې کېدو د شرط په توګه ونه کارول شي. د بيارغونې (۱۸۶۵-۱۸۷۷ز) پر مهال، شمالي سرتېرو سويل ونيو. د آزادي غوښتونکو له ادارې سره يو ځای، دوی د نوي اساسي قانون د تعديلاتو د عملي کولو او اداره کولو هڅه وکړه، ډېری تورپوستي مشران په ايالتي او سيمه ييزو دفترونو کې وټاکل شول او ډېرو نورو ټولنيزې ډلې جوړې کړې، په ځآنګړي ډول د زده کړې د ملاتړ په موخه.

د شمالي او سويلي سپين پوستو مشرانو تر منځ د ۱۸۷۷ز کال له جوړجاړي وروسته، بيا رغونه پای ته ورسېده. د «رودرفورډ بي. هايس» په پلوۍ د لانجمنو ولسمشريزو ټولټاکنو د پرېکړې په بدل کې چې د هغه د مخالف «سامويل جی. ټيلډن» په مقابله کې يې شمالي ايالتونو ملاتړ کړی و، دې جوړجاړي له سويل څخه د ټولو شمالي سرتېرو د ايستلو غوښتنه وکړه. له همدې امله له ۱۸۶۸ز کال څخه تر ۱۸۷۶ز کال پورې په سويلي ټاکنو کې د تاوتریخوالي او درغليو لامل وګرځېد، کوم چې د تورپوستو رايه ورکوونکو ګډون کم کړ او سويلي سپین پوستي ديموکراتان يې د دې وړ وګرځول، چې په ټول سويل کې په ايالتي قانون جوړونکې قوه کې بېرته واک تر لاسه کړي. دې جوړجاړی او د فدرالي سرتېرو انخلا دا معنا درلوده، چې دا ډول ديموکراتانو د توپيري سلوک د عملي کولو او تپلو ډېره آزادي درلودله.  ډېرو افريقايي الاصله امريکايانو د فدرالي سرتېرو انخلا ته د ۱۸۷۹ز کال په ډله ييز ډول د سويل په خوشې کولو سره ځواب ووايه. [۳]

سخت درېځو جمهوري غوښتونکو، چا چې د بيا رغونې مشري کوله، هڅه کړې وه چې د قانون جوړولو له لارې حکومتي او شخصي توپیري چلند پای ته ورسوي. دا ډول هڅې د مدني حقوقو په قضيو کې د سترې محکمې په پرېکړې سره په پراخه پیمانه پای ته ورسېدې، په کومه کې چې محکمې درېځ ونيو چې څوارلسم ترميم کانګريس ته دا واک نه ورکوي چې د شخصي افرادو يا سوداګرو له خوا توکميز توپير ناقانونه وګرځوي.[۴]

مهمې پېښې[سمول]

بېلتون[سمول]

د فرګوسن په وړاندې د پليسي (۱۸۹۶ز) په قضيه کې د سترې محکمې پرېکړې په عامه ترانسپورت کې د «جلا خو برابر» اصولو پر بنسټ ايالتي فرمان پر ځای وساته. قاضي «هارلين» چې په محکمه کې د پرېکړې يواځینی مخالف و، وړاندوينه وکړه:

که چېرې يو ايالت د مدني عمل په توګه وړانديز کولای شي، چې سپین پوستي او تور پوستي بايد د مسافرو په توګه په يو اورګاډي کې سفر ونه کړي، بیا ولې هغوی داسې نظم رامنځ ته نه کړي چې د خپلو ښارونو او بازارونو کوڅې داسې برابرې کړي چې سپين پوستي ښاريان د کوڅې په يو اړخ او تور پوستي ښاريان د کوڅې په بل اړخ وساتي؟ د همداسې لاملونو پر بنسټ، ولې بايد هغوی هغو سپين پوستو او تورپوستو ته سزا ورنه کړي، کوم چې يو ځای د کوڅو په موټرو، يا په عامه سړکونو او کوڅو کې په پرانيستو وسايلو کې سفر کوي؟

د پليسي پرېکړې د سترې محکمې يوه پخوانۍ پرېکړه نه وه حل کړې، چې دا قضيه د «هوپکن» په مقابل کې د «يوک وو» (۱۸۸۶ز) وه، چې د چينايي کډوالو په وړاندې توپيري چلند په کې ښکېل و، په کومه کې چې ويل شوي و، يو داسې قانون چې له توکميز اړخه بې پری دی، خو په تعصبي بڼه عملی شوی وي، بيا هم د متحده ايالاتو د اساسي قانونو د څوارلسم سمون د برابر خونديتوب د فقرې څخه سرغړونه ده. په شلمه پېړۍ کې سترې محکمې د هغه ايالتي حيثیت په بدلولو پيل وکړ چې افريقايي الاصله امريکايان يې د رايې ورکولو له حق څخه محرومول، لکه د متحده ايالاتو په وړاندې د ګين (۱۹۱۵ز)، له پليسي سره، دې پرېکړې هغه توکميز بېلتون پر ځای وساته، کوم چې سويلي ايالتونو په عامو او د شخصي ژوند په نژدې ټولو برخو کې عملي کړی و. محکمې ډېر ژر پليسي په ښوونځيو کې عملي کولو ته وغځاوه. د «کينټکي» په وړاندې د «بيريا کالج» په قضيه کې، محکمې د «کينټکي» يو قانون پر ځای وساته، د کوم تر مخې چې يوه شخصي اداره «بيريا کالج» په ګډ جوړښت کې سپین پوستو او تور پوستو زده کوونکو ته له درس ورکولو منع کړ. ډېری ايالتونو، په ځانګړي ډول په سويل کې، پليسي او بيريا کالج د محدوديتونو د قوانينو د تاييد په توګه وبلل شو، کوم چې په عمومي توګه د «جيم کرا» قوانينو په نوم پېژندل کېږي، همدې قوانينو چې د افريقايي الاصله امريکايانو لپاره د دويمې درجې حيثيت منځ ته راوړی و.[۵][۶]

په ډېرو ښارونو او ښارګوټو کې، افريقايي الاصله امريکايانو ته اجازه نه وه چې په يو ټيکسي موټر کې له سپين پوستو سره يو ځای سفر وکړي، يا له هماغه يوې لارې څخه يوې ودانۍ ته ننوځي، له کومې چې سپين پوستي ننوځي. دوی بايد له جلا ځايه اوبه وڅښي، د ارام لپاره جلا خونه وکاروي، جلا جلا ښوونځيو ته ولاړ شي، په بېلو بېلو هديرو کې خښ شي او په جلا بايبل لوړه وکړي. دوی ته په هوټلونو او عامه کتابتونونو کې اجازه نه ورکول کېده، دوی له ډېرو پارکونو (تفريح ځایونو) څخه منع شوي وو چې داسې نښې به پرې لګېدلې وې، «تورپوستي «زنجي» او سپيو ته اجازه نه شته». د ښاروالۍ يو ژوبڼ، د کتنې لپاره جلا جلا ساعتونه ټاکلي وو.

د توکميز بېلتون ادب او دستور ډېر سخت وو، په ځآنګړي ډول په سويل کې. افريقايي الاصله امريکايان بايد څنډې ته شوی وای، تر څو يو سپین پوستی له ځايه تېر شي او تورپوستي سړي دا جرئت نه شو کولای چې، د سپين پوستې ښځې په سترګو کې سترګې واچوي. تورو سړيو او ښځو ته به د «ټام» يا «جين» په نوم غږ کېده، خو ډېر کم وخت به ورته د ښاغلي يا اغلې لقب کارېده، دا هغه القاب و چې هغه مهال به د بالغانو لپاره کارېدل. سپین پوستو به د هر عمر تور سړي ته د هلک او تورې ښځې ته د نجلۍ په توګه اشاره کوله، توريو ښځو او سړيو ته به ډېر ځله په ناسمو نومونو غږ کېده، لکه :«نيګر/زنګي/تورپوستی» يا «رنګه».

په شمال کې ډېر کم رسمي ټولنيز بېلتون په بدلون پيل وکړ. په ۱۹۴۱ز کال کې، د متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو اکاډمۍ، چې په جلا ميری لينډ کې يې موقعيت درلود، د هارورډ پوهنتون پر ضد د ليکروس لوبې له کولو انکار وکړ، ځکه چې د هارورډ په لوبډله کې یو تورپوستی لوبغاړی هم شامل و.[۷]

سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:Ussc
  2. کينډۍ:Ussc
  3. Tindall, George Brown; Shi, David E. (2016). America: A Narrative History (الطبعة Tenth). W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼي 798–894. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393265934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Ussc
  5. کينډۍ:Cite court
  6. کينډۍ:Ussc
  7. Joseph Dorinson, and Joram Warmund, Jackie Robinson: Race, Sports and the American Dream (2015).