د فرانسې او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرانسه په ۱۷۷۸ م کال کې د نوې متحده ایالاتو لومړني متحد و.  د دغو دوه هېوادونو تر منځ د ۱۷۷۸ م کال د اتحاد تړون او ورپسې د امریکا د انقلابي جګړې پرمهال د فرانسې لخوا وړاندې شوي مرسته د بریتانیا پر خلاف د امریکا په کامیابۍ کې مهم رول درلود. خو بیا هم فرانسه تر جګړې وروسته ډېره پوروړي پاتې شوه، نو په دې توګه دا کار د فرانسې د خپل انقلاب او بالاخره جمهوریت ته د بدلېدلو لامل شوه.

د فرانسې او متحده ایالاتو تر منځ اتحاد د ( ۱۷۹۸ څخه تر ۱۷۹۹ م کال پورې)  سمندري جګړې او د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د ویچي فرانسې پر خلاف ( په داسې حال کې چې د خپلواکي فرانسې ملاتړ یې کاوه ) د امریکا د جګړې پرته، تر اوسه پورې سوکاله پاتې شوي دي. د دې سربیره، بیا هم د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال تاوتریخوالۍ رامنځته شو، ځکه فرانسې په مکسیکو کې پوځي مداخله وکړه، او د امریکا د بیلتون غوښتونکو ایالاتو کنفدراسیون ته یې د رسمیت پيژندلو لاره هواره کړه، خو ماته یې د متحده ایالاتو لخوا د مکسیکو پولې ته د یو لوی پوځ لېـږل و چې په زوره د فرانسې ځواکونه له مکسیکو څخه وباسي.

په ۲۱ مه پېـړۍ کې، د عراق د جګړې پر سر اختلافات د دغه اړیکې د دواړو لورو د عامه افکارو د ړنګېدو لامل شو. په هر حال، د جګړې تر پیلېدو یو لسیزه وروسته د دوی تر منځ په اړیکو کې پرمختګ راغی، او د فرانسې په اړه د امریکا مثبته رایه په ۲۰۱۶ م کال کې په تاریخي توګه تر ټولې لوړې درجې ۸۷ ته ورسیده. ګالپ په پايله کې دا څرګندونه وکړه چې: په ۲۰۰۳ م کال کې د ديپلوماتیکو اختلافاتو له امله د دغو دوه هېوادونو تر منځ په اړیکو کې ترینګوالي راغی، خو بیا هم د فرانسې او متحده ایالاتو لپاره د نړیوالې ترهګرۍ پر خلاف مبارزه یو ګډ ټکي شو او د دواړو لورو لپاره شخصي موخه شوه.[۱][۲]

د دې سربیره، د ۲۰۲۱ م کال د سپمټمبر په میاشت کې د دوی تر منځ اړیکې یو ځل بیا د متحده ایالاتو، بریټانیا او اسټرالیا تر منځ د ( اوکس ) له تړون څخه د وتلو له امله خرابې شوي. د دې تړون څخه د وتلو له امله ( فیلپ ایتن ) د فرانسې سفیر د متحده ایالاتو لخوا وغوښتل شو، تر دې مخکې هيڅ فرانسوي سفیر د متحده ایالاتو لخوا نه و غوښتل شوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دې سرغړونې لامل د متحده ایالاتو او اسټرالیا دوه مخې سیاست، کرکه او دروغ وباله. په هر حال، د ۲۰۲۲ م کال په لومړیو کې د دوی تر منځ اړیکې په چټکۍ سره پرمختګ وکړ، ځکه فرانسې د اوکرین سره د مرستې او روسیې ته د یرغل په وجه د سزا ورکولو په موخه د متحده ایالاتو او ناټو سره یوځای کار کاوه. د ۲۰۲۲ م کال د اپریل په میاشت کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د متحده ایالاتو سره ټولیزي اړیکې یوه مهمه موضوع وګرځېده، ځکه د محافظه کار ګوند کاندیدې مارین لی پین د متحده ایالاتو او ناټو سره نژدې اړیکې ټینګې کړي، په همدې حال کې یې وعده وکړه چې له روسیې سره به نژدې اړیکې ولري. [۳][۴][۵]

د هېواد پرتله[سمول]

د فرانسې جمهوریت[سمول]

د فرانسې ملي سرود لیمارسلیاس او د خپلواکۍ ورځ یې د جولای ۱۴ مه ده. د دې هېواد پلازمینه پاریس دي او تر ټولو لوی ښار یې هم پاریس دی چې ۲.۱۴۸.۲۷۱ ( ۱۲.۶۲۸.۲۶۶ میټرو ) دي. دا هېواد د ۱۹۵۸ م کال د اکټوبر په ۴ مه نېټه جوړ شو. د حکومت ډول یې واحد نیمه جمهوري اساسي قانون جمهوریت دي. د فرانسې لومړني ولسمشر چارلس دی ګیلو و او اوسني ولسمشر یې ایمانویل ماکرون دي. د فرانسې اصلي ژبه فرانسوي ده، په دې هېواد کې اصلي دینونه : عیسویت ۵۱ سلنه، بي مذهبه ۴۰ سلنه، اسلام ۵ سلنه او نور دینونه ۴ سلنه دي. د فرانسې اوسنۍ اساسي قانون د ۱۹۵۸ م کال د اکټوبر په ۴ مه نېټه تصویب شو. د دې هېواد مساحت ۶۴۰.۶۷۹ کیلومتره مربع ( ۲۴۷.۳۶۸ میله مربع ) دي، د فرانسې د ځانګړۍ اقتصادي زون سیمه ۱۱.۶۹۱.۰۰۰ کیلومتره مربع ( ۴.۵۱۴.۰۰۰ میله مربع ) ده. د دې هېواد د وخت زونونه ۱۲ دي. همداراز دا هېواد ۶۷.۸۱۳.۰۰۰ نفوس لري چې د نفوسو تراکم یې په ۱۰۴.۷ کیلومتره مربع کې دي. د فرانسې د ۲۰۲۱ م کال په نوم ناخالص کورنۍ تولیدات د ۲.۹۴۰ تریلیونه ډالرو و چې د کس پر سر ۴۵.۰۲۸ ډالره کېـږي. د فرانسې د ۲۰۲۱ م کال کورنۍ ناخالص تولیدات د پېرود د ځواک پر اساس د ۳.۲۳۱ تریلیونه ډالره و چې د کس پر سر ۴۹.۴۹۲ ډالره کېـږي. د فرانسې د بشري پراختیا شخاص ۰.۹۰۱ ده. همداراز د دې هېواد پولې واحد یورو او سي ایف في فرانک ده.

د امریکا متحده ایالات[سمول]

د امریکا د متحده ایالاتو ملي سرود ستوري لرونکي بنر دي او د خپلواکۍ ورځ يې د جولاۍ ۴ مه ده. د دې هېواد پلازمینه واشنګټن ډي سي ده. تر ټولو لوی ښار یې بیا نیویارک دي چې ۸.۴۹۱.۰۷۹ ( ۲۰.۰۹۲.۸۸۳ میټرو)  دي. همداراز متحده ایالات د ۱۷۷۶ م کال د جولای په ۴ مه نېټه تاسیس شو. د حکومت ډول یې مشروط فډارلي جمهوریت دي. د امریکا د متحده ایالاتو لومړني ولسمشر جورج واشنګټن و او اوسني ولسمشر یې جوبایډن ده. د دې هېواد اصلي ژبه انګلیسي ده. په دې هېواد کې اصلي دینونه: عیسویت ۶۵ سلنه، بي مذهبه ۲۶ سلنه، نور دینونه ۵ سلنه، یهودیت ۲ سلنه، اسلام ۱ سلنه، هندویزم ۱ سلنه او بودایزم هم ۱ سلنه دي. د امریکا د متحده ایالاتو اوسني اساسي قانون د ۱۷۸۸ م کال د جون په ۲۱ مه نېټه تصویب شو، همدارنګه د دې هېواد مساحت ۱۱.۳۵۱.۰۰۰ کیلومتره مربع ( ۴.۳۸۳.۰۰۰ میله مربع) ده د اقتصادي زون مساحت یې بیا ۱۱.۳۵۱.۰۰۰ (۴.۳۸۳.۰۰۰ میله مربع)ده. د وخت زونونه یې ۱۱ دي او د نفوس شمېر یې ۳۳۲.۵۶۴.۰۰۰ ده همدارنګه د نفوسو تراکم یې په ۳۳.۶ (۸۷ میله مربع) کیلومتره مربع کې دی. د ۲۰۲۱ م کال په نوم د کورنۍ ناخالصو تولیداتوکچه یې ۲۲.۹۳۹ تریلیونه ډالره ته رسیږي چې د کس پر سر ۶۹.۳۷۵ ډالره کېـږي، بل خوا بیا د پېرود د ځواک پراساس د ۲۰۲۱ م کال د کورنۍ ناخالصو تولیداتو کچې یې ۲۲.۶۷۵ تریلیونه ډالره ته رسېږي چې د کس پر سر ۶۸.۳۰۹ ډالره کېـږي. د بشري پراختیا شخاص یې ۰.۹۲۶ ده او پولې واحد یې د متحده ایالاتو ډالر دي.

د استعمار دوره[سمول]

نوې فرانسه ( په فرانسوي ژبه کې نویولا فرانسه ورته ویل کېـږي) یوه سیمه وه چې د فرانسې له لورې په ۱۵۳۴ م کال کې د اکتشاف د پيل کېدو سره تر استعمار لاندې راغله او په ۱۷۶۳ م کال کې د پاریس د تړون په اساس د لویې بریتانیا او اسپانیا لخوا په رسمیت وپېژندل شوه.[۶][۷]

د نوې فرانسې ستره خاوره په ۱۷۱۲ م کال کې په خپل اوج کې د پنځو مستعمارو څخه جوړه شوي وه، او هر یوه ځانته اداره کېـده: په دې کې کاناډا تر ټولو پرمختللۍ مستعمره د ترواس ــ ریویر، کبک او مونترال په ولسوالیو ویشل شوي وه، نورې مستعمارې د هوډسن خلیج، په شمال ختیځ کې اکسډي ، د نیوفوندلیند په ټاپو کې فلیزنس او لویزیانا وي. دا سیمه د نیوفوندلیند څخه تر کانډايي شنو سیمو او د هوډسن له خلیج څخه تر مکسیکو خلیجه پورې پراخه وه چې د شمالي امریکا لوی جهیلونه هم پکې شامل و. د لویزیانا مستعماره ( نوې فرانسه ) د ۱۷۷۶ م کال څخه تر ۱۸۰۳ م کال پورې د متحده ایالاتو یوه برخه وه، خو نن ورځ د لویزیانا څخه بهر ډېر لږ شمېر فرانسوي نفوس شتون لري.[۸][۹]

د نفوس شمېر د زېږون د لوړې درجې او د خوړو د سرچېنو د ډېروالي له امله په ثابت ډول لوړېده. په ۱۷۵۴ م کال کې د نوې فرانسې په نفوسو کې ۱۰۰۰۰ اکینډین او ۵۵۰۰۰ زره کاناډايان اضافه شول، په همدې حال کې د لویزیانا په ښکته او پورته برخو کې شاوخوا ۴۰۰۰ دایمي فرانسوي اوسیدونکي ډېر شول او له دې سره د دې سیمې د وګړو شمېر ۶۹.۰۰۰ ته پورته شو. [۱۰]

بريټانیا د ۱۷۵۵ م کال څخه تر ۱۷۶۴ م کال پورې د لوی پاڅون پر مهال اکینډیني وګړي له خپلې سیمې وشړل. د دوی اولادونو او لمسیان په متحده ایالاتو، عصري فرانسې، مارین او لویزیانا کې خپاره شول.

فرانسه او بومي جګړې[سمول]

د ۱۶۸۸ م کال څخه وروسته په جدي توګه، د کاتولیکي فرانسې د ستر قدرت او د پروتستانو بریتانیا ترمنځ  مذهبي، جناحي او خپل منځني سیالیو په اروپا کې څلور جګړې پیل کړي چې تر شمالي امریکا پورې وغځېدي. دا جګړې د فرانسې او سور پوستو د جګړو په نوم پيژندل کېـږي چې تر ډېره وخته د امریکا په خاورې ( د پاچا ویلیم جګړه ۱۶۸۹ ــ ۱۶۹۷ م کال پورې، د ملکې ایني جګړه ۱۷۰۲ ــ ۱۷۱۳ م کال پورې او په پای کې اووه کلنه جګړه له ۱۷۵۶ ــ ۱۷۶۳ م کال پورې ) کې روانې وي. فرانسې تر ډېره د سورپوستو قبیلو سره متحده شوه او دا قبیلې یې اماده کړي تر څو د نوي انګلستان په کلیو حمله وکړي. خو لویې بریتانیايي دا جګړه وګټله او فرانسې یې په ۱۷۶۳ م کال کې د شمالي امریکا له کرې وویسته. [۱۱][۱۲]

په ۱۷۶۳ م کال کې، فرانسې د پاریس د تړون له مخې نوې فرانسه بریتانیا او هسپانیې ته وسپارله. بریتانیا د ایل دب ولارین پرته ټوله کاناډا، اکاډیا او د فرانسوي لویزیانا ځینې برخې چې د مسیسپي د سیند ختیځ لورته پرتې وي تر خپل واک لاندې راوستي. هسپانیې ته د مسیسپي د سیند لویديځ برخه چې د فرانسې لخوا ادعا شوي وه ورکړل شوه. په ۱۸۰۰ م کال کې، هسپانیې د سان ایلدفونسو د پټ تړون په اساس چې د ناپلیون بناپارت لخوا پرې عملي شوي و، د لویزیانا خپله برخه بېرته فرانسې ته وسپارله. هغه په ۱۸۰۳ م کال کې لویزیانا په متحده ایالاتو وپلورله او له دې سره یې د امریکا په خاوره کې د فرانسې د استعمار هڅو ته د تل لپاره د پای تکي کېښود، نوې فرانسه په متحده ایالاتو او کاناډا کې جذب شوه. په متحده ایالاتو کې، د نوې فرانسې په میراث کې ګن شمېر ځایونو او په فرانسوي ژبه خبرې کوونکي ټولنې پاتې دي. [۱۳]

فرانسه او د امریکا انقلاب[سمول]

په ۱۷۶۳ م کال کې د فرانسې تر شړلو یوه لسیزه وروسته، د بریتانیا مستعمرو په ښکاره توګه بغاوت کاوه. فرانسې د لویس دی اونزګا وامزګا (مصالحه کوونکی ) په همغږي، د خپلواکۍ خوځښت ته په پټه د سرتېرو او جنګې وسایلو د رسولو له لارې خپل غچ واخیست. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Opinion of the United States". Pewglobal.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "France's Favorable Rating in U.S. Zooms to 87%, a New High". Gallup.com. February 25, 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "France recalls ambassadors to US, Australia over submarine deal". www.msn.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Explainer: Why is a submarine deal sparking a diplomatic crisis?". www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Roger Cohen, "Le Pen Backs NATO-Russia Reconciliation and Reduced French Role in Alliance" New York Times April 13, 2022.
  6. W. J. Eccles, The Canadian Frontier, 1534–1760 (1969) online
  7. For historiography see Allan Greer, "National, Transnational, and hypernational historiographies: New France meets early American history." Canadian Historical Review 91#4 (2010) pp 695–724 doi=10.3138/chr.91.4.695
  8. Francis, R. Douglas; Jones, Richard; Smith, Donald B. (2009). Journeys: A History of Canada. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-17-644244-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Leclerc, Jacques (2018). "Arrival of the Europeans: Canada at the Time of New France". University of Ottawa online. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Max Savelle, The Origins of American Diplomacy: The International History of Angloamerica, 1492–1763 (1967) online
  12. Betsey Maestro, Struggle for a Continent: The French and Indian Wars: 1689-1763 (Harper Collins, 2000).
  13. William R. Nester, The first global war: Britain, France, and the fate of North America, 1756-1775 (Greenwood, 2000).
  14. Cazorla, Frank, G. Baena, Rose, Polo, David, Reder Gadow, Marion (2019). The governor Louis de Unzaga (1717-1793) Pioneer in the birth of the United States of America and in the Liberalism. Foundation. Malaga