د عیسویانو سپېڅلي کتاب نومونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بايبل د یوناني ژبې د(Biblia) څخه اخیستل شویدی، چي( بیبلیا )د کتابو په معنا سره دی، د پنځلسمی پېړۍ راهیسی دا نوم و دې سپیڅلو کتابوته ورکول شویدی، داسپېڅلي کتابونه (۶۶) کتابونه دی د پروتستانو په نزد او د کاتولیکانو په آند (۷۳) کتابونه دي، د مشرقی ارتودوکس په آند(۷۸) کتابونه دي، چي (۴۰) څلویښتو مختلفو لیکوالانویا زیاتو لیکلی دي په مختلفووختوکي په مختلفو ژبوسره، چي په دې لیکوالانوکي د دبدبې څښتنان، واکمنان، دهقانان، پاچایان، کب نیونکي، مذهبي مشران، مالیه ټولونکي، کېږدې جوړونکي، شپانه، پوهه درلودونکي ، بې تعلیمه، عیسویان او یهودشامل دی،چي دوی اکثرویو دبله سره نه پېژندله۔ د بایبل دا تعریف هرڅه روښانه کړل چي دا مختلفو خلکو په مختلفو وختو کي په بېلابېلو حالاتو کي لیکلی دي چي دا په ښکاره سره جوتیږي چي دا(بایبل)کوم الهي کتاب نه دی، که موږ یواځی ددې قاموس و تعریف ته ښه ځیرشو نو دابه راته جوته او روښانه شی چي حتی د عیسی علیه السلام او یابل پېغمبر نوم پکښې نشته او ددې قاموس لیکوال یقینا په رښتنی ډول سره د بایبل پېژندنه درک کړې ده، ودې کتاب(بایبل) ته بیاالهي کتاب ویل د انصاف، عقل او شعور څخه لیری خبره نه ده؟؟؟!!

په اسلامي امت کي د بایبل غولونکي نومونه:[سمول]

په دې کي هیڅ شک نشته چي کفري نړۍ په مجموع کي پوره کوښښ کوي چي د اسلام مخه ونیسي، اسلام بدنام کړي، اسلامي اُمت ته مشکلات ایجاد کړي، مسلمانان مرتد کړي او دوی قرار ناست نه دي زه د لاهور و بایبل سوسایټۍ ته ورغلی یم بایبل موزیم مي له نژدې لیدلی دﺉ هلته مي هغه پښتو بایبل ولیدﺉ چي په ۱۸۲۴ میلادي کال کي دلویې برطانیې د امپراطورۍ پر مهال لیکل شوی وو، عیسایانوته دمسلمانانو نبض ښه معلومیږي چی دوی ساده لوحه خلک دي او کله چي دتورات، زبور او انجیل نوم ورته واخستل شي دوی به خطاایستل شي او داسي به ورته په فکر کي ورشي چي گوني داهغه اصلي الهي کتابونه دي- حال داچي دا هغه اصلي کتابونه نه دي، اومسلمانان دوی په دې باندي مرتدکوي چي دوی وايي: په قرآن کریم کي خو ددغو الهي کتابونو بیان راغلی دﺉ او هرڅوک چي یې نه مني داسلام له نظره هغه کافردﺉ، نو(ای مسلمانانو!)چي تاسي قرآن کریم منی او لولی یې نو دا کتابونه (اوسنی تورات، زبور اوانجیل ) هم اسماني کتابونه دي د رسره مطالعه یې کړﺉ، هیڅ خبره نه ده (العیاذبالله)

کتاب مقدس:[سمول]

بایبل چي ونورو ژبوته ژباړل شویدﺉ په عربي کي ورته (الکتاب المقدس)، په اردو ژبه کی هم ورته کتاب مقدس وایي خوپروتستان ورته دانوم کاروي. چي ددې مطلب دادﺉ چي خلک ودې ته مقدس کتاب وایي خوپه حقیقت کي دانه ده معلومه چی دابه الهي اواسماني وي که یا. کیدای شي الهي احکام هم پکښې وي او غیرالهی خبرې هم پکښې وي.

کلام مقدس:[سمول]

په پاکستان کي کاتولیکان و بایبل ته (کلام مقدس) وایي دا ځکه دوی داعقیده لري چي دا ټوله الهي اواسماني کلام دﺉ دسر څخه ترپایه پوری او دا هغه وحيي دي چي په واقعیت کي پرانبیاء نازلي شویدي- خوحقیقت دادﺉ چي داسي نه ده.

انجیل شریف/ الانجیل المقدس:[سمول]

بایبل دوې برخي لري:[سمول]

  1. وړ تړون (عهدنامه قدیم/عتیق)، داهغه کتابونه دي چي د عیسی علیه السلام څخه مخکي لیکل شویدي، په دې کتابونوکي لومړي پنځه کتابونه (پیدایښت، خروج، لاویان، تثنیه، اعداد) ودې ته عیسایي اویهودي نړۍ تورات وايي، اودوی یې وموسی علیه السلام ته منسوبوي.
  2. نوی تړون (عهدنامه جدید): داهغه کتابونه دي د عیسی علیه السلام وروسته لیکل شوي دي، ودې (عهدنامه جدید) ته دوی دانجیل توری هم استعمالوي هم په پښتوکي هم په دري کي اوهم په عربي کي- حال داچي لومړی دایو انجیل نه دﺉ او بل دا چي دا د عیسی علیه السلام انجیل نه دﺉ وهرانجیل ته خپل دلیکوال نوم نویشته دﺉ د هغه په نامه سره دﺉ چي په هره ژبه کي چاپ شوی وي لکه:

انجیل متی، انجیل لوقا، انجیل مراقس انجیل یوحنا نه پردې انجیل نویشته دي چي داانجیل عیسی دﺉ او نه هم د الله نوم پرنویشته دي چي دا دالله کتاب دﺉ د تعجب خبره ده چي د هرلیکوال نوم پرنویشته دي او بیا دي هم وخدای یاعیسی علیه السلام ته منسوب شي، بلکې عیسایي نړۍ غواړي چي ددې نامه څخه په استفادې خلک مرتدکړي.داچي موږ دقرآن کریم سره د(شریف) توری استعمالوو نودوی زموږ دماغونه مطالعه کړي دي، د(شریف) څخه یې مطلب دادﺉ چي داهم دقرآن کریم په شان یو الهي کتاب دﺉ العیاذبالله. دا(شریف) توری دوی اکثره وخت په پښتو او فارسي بایبلو باندي لیکي.

  1. زبور: اصلي زبورهغه وحیي دي پرداؤدعلیه السلام باندي نازلي شوي وې او هغه اوس نشته خوعیسایي اویهودي نړۍ غواړي چي ددې نامه څخه په استفادې مسلمانان مرتدکړي، دایو څوغزلي دي چي وداؤدعلیه السلام ته یې منسوبي کړیدي، په حقیقت کي دا هغه زبورنه دﺉ.
  2. تورات/ توریت/ توراة:

دتورات نوم چي په قرآن کریم کي راغلی دﺉ هغه تورات موسی علیه السلام دﺉ، او هغه اوس نشته اونه یې ټوله عیسایي اویهودي نړۍ یوه پاڼه ښکاره کولای شي، اوسنی تورات دا پنځه کتابونه دي( پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، تثنیه) په دې سره هم یهودي اوعیسایي نړۍ غواړي چي مسلمانان مرتد کړي.

سرچینې[سمول]

  1. بایبل پیژندنه، لیکوال: عبدالجبار جبیر.