د سويلي کوريا کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سويلي کوريا اوسنی کلتور د کوريا له دوديز کلتور څخه منځ ته راغلی دی، کوم چې په لومړيو کوريايي کوچي قبايلو کې رواج و.  د زرګونو کلونو لپاره د لرغوني کوريايي کلتور په ساتلو سره، په داسې حال کې چې د لرغوني چينايي کلتور تر اغېز لاندې و، سويلي کوريا په ۱۹۴۸ز کال کې د کوريا له وېش وروسته د کلتوري ودې په خپله لاره د شمالي کوريا له کلتور څخه جلا شوه. د سويلي کوريا، په ځانګړي ډول د سيول صنعتي په کېدو، ښاري کېدو او لوېديځ پال کېدو سره، د کوريا د خلکو د ژوند په طريقه کې زيات بدلونونه راغلل. بدليدونکي اقتصاد او د ژوند طريقې ښاري کېدل منځ ته راوړل – کوم چې په سترو ښارونو (او له خلکو څځه د کلیوالو سيمو خالي کېدل) کې د خلکو متمرکز کېدل دي، په داسې حال کې چې ګڼې توکميزې کورنۍ د يو کورني ژوند کولو په نظام کې سره جلا کېدونکي دي. نن ورځ، د سويلي کوريا ډيری کلتوري عناصر، په ځانګړي ډول مشهور کلتور، په ټوله نړۍ کې خپور شوی او په نړۍ کې تر ټولو څرګند کتلوري ځواک ګرځېدلی.[۱][۲][۳][۴][۵]

ادب[سمول]

له شلمې پېړۍ مخکې، د کوريا په ادب کې کلاسيکي چينايي ادب نفوذ کړی و. کوريايانو له زرو کلونو څخه د زياتې مودې لپاره په کوريايي ادب کې په پراخه کچه له چينايي خطاطۍ کار اخيست. اوسنی ادب ډېر ځله د هانګل (한글) له پرمختګ سره تړل شوی دی، کوم چې د «جوسين» واکمنې کورنۍ د څلورم سترواک پاچا ستر سيجونګ (세종대왕) له خوا په «هنمنجيونجيم» (훈민정음) کې جوړ شوی و. په ۱۴۴۳ز کال کې د کوريايي الفبا خپرېدل د ډېرو لپاره د حيرانتيا وړ و، ځکه چې په دې اړوند د پاچا «سيجونګ» د کار کومه تاريخچه نه شته، دا پايله تر لاسه کېدای شي چې پاچا دا کار په پټه تر سره کاوه. دا اقدام په لومړي سر کې د واکمنې علمي-رسمي طبقې، يانګان (양반) څخه، د ښځو په ګډون عامو خلکو ته د ليک لوست په خپرېدو کې د مرستې لپاره تر سره شو. د هانګل له جوړولو مخکې، هغه عام الفبا چې لوستل کېدو د هانجا په نوم و، کوم چې چينايي توري دي؛ يواځې هغو شتمنو کورنيو کولای شول چې دا توري زده کړي، چا چې کولای شول زده کړه تر لاسه کړي. سربېره پر دې، د نورو ژبو په څېر، «هانجا» نه شول کولای د ټولو هغو تورو معناوې تر لاسه کړي چې په کوريايي ژبه کې خبرې پرې کېدې، له همدې امله په دې پوهېدل ستونزمن و چې خلک د څه ويلو هڅه کوي. په هر حال، هانګل يواځې د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې په کوريايي ادب کې يو پیاوړي ځای ته ورسېد، د کوم په پايله کې چې کوريايي ادب زياته وده وکړه، د بېلګې په ډول «سنوسيول» په هانګول کې لیکل شوی ناول دی.[۶][۷]

په نوې شاعرۍ کې، داسې هڅې شوې وې چې خيالي تګلارې او د نوې شاعرۍ طريقې متعارفې کړای شي، په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د «ايزرا پونډ» او «ټي.ايس.الييوټ» په څېر ابتدايي امريکايي نويويپالو د ژباړو له لارې. د جمهوريت پړاو په لومړيو وختونو کې، هېوادپال اثار ډېر بريالي وو.

د ۱۹۷۰ز لسيزې څخه وروسته غزليزه شاعري پياوړې ده. په اوسنۍ سويلی کوریا کې شاعري تر يو بريده مشهوره ده، هم د خپرو شويو اثارو د شمېر له اړخه او هم د ليکليو لیکنو له لارې.[۸]

ژورنالزم (خبريالي)[سمول]

سويلي کوريا کې لس مهمې ورځپاڼې او څلور مهمې نشريې لري. چوسن ايلبو، جوونګانګ البو او ډونګا البو يې درې مخکښې ورځپاڼې دي. هانکیوريه چپ پلوه ورځپانه ده،  KBS, MBC, SBS او YTN يې مهم تلويزيوني کانالونه دي. د زده کوونکو او بالغانو د زده کړې لپاره EBS هم شته.

سويلي کوريا همدا راز د ګڼو وځپاڼو او مجلو نشريې هم لري. له مشهورو څخه يوه يې «چوسون ايلبو» ده، کومه چې د چوسون ايلبو په نوم د کوريايي ورځنۍ پر لیکه خپرونه ده. نورې خپرونې يې « K Scene Magazine, JoongAng Daily, Korea Post, Korea Times, Yonhap News Agency, OhmyNews International» دي. « Korea Herald» او « PRKorea Times» يې د بهرنيانو لپاره د انګليسي ژبې ورځپانې دي، کومې چې له ټولې نړۍ څخه ژوندي راپورونه وړاندې کوي.

که څه هم بنسټيزې ورځپاڼې يې په کوريايي/يا انګليسي کې پر ليکه مواد وړاندې کوي، بيا هم ګڼې يواځې پر ليکه خپرونې شته. ګڼې پر لیکه خپرونې يې « Digital Chosunilbo, Seoul Times, Korean Government Homepage» او « Donga.com » دي، کومه چې په ګڼو ژبو کې کوريايي خبرونه وړاندې کوونکې پر ليکه رسنۍ ده. د « OhmyNews» په نوم يې يوه کوريايي ويبپاڼه ده چې په ۲۰۰۰ز کال کې د « Oh Yeon Ho » له خوا په دې اند جوړه شوې چې عام خلک وکولای شي د تليفون يا برېښنا ليک له لارې راپور ورکړي او د رضاکارو او مسلکي مديرانو په مټ د هغوی د اصلاح شويو خبرونو په اړوند هغوی ډېر اندونه لري. « Oh Yeon Ho» د هغه مهال د لومړي منتخب ولسمشر « Roh Moo-hyun » سره لومړۍ مرکه کړې وه.[۹]

بهرنۍ اغېزې[سمول]

سويلي کوريا له نږدې يوې زريزې راهيسې د چين تر کتنې وړ اغېز لاندې هېواد دی، تر څنګ يې د بېلا بېلو ګاونډيو اسيايي هېوادونو څخه هم تر يو بریده اغېزمن شوی دی. په وروستيو کلونو کې، په دې هېواد کې لوېديځې نړۍ هم تر يو بريده نفوذ کړی، تر ډېره بریده په خوراکونو کې. دې چارې همدا راز د خلکو د خوړلو عاداتو ته هم بدلون ورکړی؛ اوسمهال ډېر خلک پر دوديزو کوريايي خوراکونو سربېره، لوېديځ او نور اسيايي خوراکونه هم خوري، د سويلي اسيا په خلکو کې پيزا يو له خوښې وړ بهرنيو خوراکونو څخه ده، په داسې حال کې چې دا پېزا په لوېديځ کې د اسيايي رنګ تر څنګ وړاندې کېدونکې پيزا سره توپير لري، عموماً په دې کې جوار، خواږه الوګان، مايونيز، بلګوګي او نور مختلف اجزاء شامل وي. ډېر همبرګر، سور شوی چرګ، کافي او ايسکريم هم په سويلي کوريا کې ډېر شهرت لري. په داسې حال کې چې چای ډېر زيات مشهور دوديز څښاک دی، د دولسو سوداګريزو بنسټونو له خوا پر مخ وړل کېدونکو کافي خونو شمېر په ۲۰۱۰ز کال کې ۲۰۰۰  سيمو ته لوړ کړای شوی دی او د «کافيس» اصطلاح (keopiseu 커피스)، د دفتر په توګه د  چای خونې د کارولو د ښودلو لپاره ټاکل شوې وه.[۱۰][۱۱][۱۲]

د څو لسيزو لپاره پر جاپاني پاپ کلتور په سويلي کوريا کې بنديزونه لګول شوي وو (که څه هم دا بنديزونه عملي نه وو)، کوم چې کوريا ته د سټلايټ تلويزيوني کانالونو او ځوانانو د کلتور فلمونو او مجلو له لارې رسېدل. په ۲۰۰۰ز کال کې، سويلي کوريا ځوانانو مانګا لوستل، جاپاني راک او راپ موسيقي يې اورېده او په کوریا کې فيشن په «هاراجوکو» او «روپونګي» کې د جاپاني د کوڅو د فيشن له بهيرونو سره ورته والی درلود. په ۲۰۰۰ز کال کې د جاپاني پاپ کلتور په وارداتو بنديزونه لرې کړای شول. [۱۳][۱۴]

دوديز کلتور[سمول]

پنسوري[سمول]

پنسوري په کوريا کې د موسيقۍ يوه دوديزه بڼه ده چې تاريخ يې تر «جوسون» واکمنې کورنۍ (۱۳۹۲-۱۸۹۷) پورې رسېږي، «پان» معنا يوه پرانيستې سیمه، چېرته چې خلک سره راټوليږي، او د «سوري» معنا غږ ده. د پنسوري لوبول له يو سندرغاړي او يو ډول وهونکي څخه جوړ وي، سندرغاړی کيسه کوي، ځانګړي طريقې کاروي، کومې چې د کلونو تمرین ته اړتيا لري او ډول وهونکی د دې کيسې  د پر مخ وړلو لپاره اوازونه چمتو کوي، تر څنګ يې سندرغاړي ته اخلاقي ملاتړ ورکوي. د سيالبينو ځينې غړي هم هڅول کېږي چې په دې فعاليت کې برخه واخلي او سندرغاړي څخه ملاتړ وکړي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Yong Jin, Dal (2011). "Hallyu 2.0: The New Korean Wave in the Creative Industry". International Institute Journal. 2 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. . 'Korean Wave' of pop culture sweeps across Asia.
  3. "The Global Impact of South Korean Popular Culture: Hallyu Unbound ed. by Valentina Marinescu". ResearchGate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2 February 2016 باندې). Surfing the Korean Wave: How K-pop is taking over the world | The McGill Tribune. The McGill Tribune.
  5. Duong Nguyen Hoai Phuong, Duong Nguyen Hoai Phuong. "Korean Wave as Cultural Imperialism" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  6. Kim-Renaud, Young-Key (1997). The Korean Alphabet: Its History and Structure. University of Hawaii Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780824817237. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Language, Learn Korean and Speak Korean-Learning the Korean. "zKorean - History of Hangul Part II". zKorean. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "South Korean Newspapers and News Sites". World-newspapers.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "South Korean Newspapers and News Sites". World-newspapers.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. COACHING DECO Archived 2011-07-07 at the Wayback Machine. Elle Magazine Korea 2009.10.01
  11. (په September 10, 2010 باندې). Coffice.
  12. (په August 30, 2010 باندې). In Korea, coffee shops just keep on multiplying. Korea Joongang Daily/IHT
  13. (په July 3, 2000 باندې). South Korea opens the Gates to Pop Culture From Japan.
  14. (په October 29, 1996 باندې). S. Korea Doesn't Find It Easy To Block Japanese Culture.
  15. pansoriethnomusicology, Author (2017-05-16). "What is Pansori?". Pansori: A Study. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "UNESCO - Pansori epic chant". ich.unesco.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "P'ansori | Korean music". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Editor (2018-06-21). "What is Han?". Hyun Jin Preston Moon. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)