د رڼا ککړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رڼا ککړتیا د ناغوښتل شوې، نامناسبې، یا ډېرې مصنوعي رڼا شتون ته وايي. په تشرېحي معنا کې د رڼا ککړتیا اصطلاح د ورځې یا شپې په جریان کې په ناسم ډول د رڼا اچولو اغېزو ته ویل کېږي. د رڼا ککړتیا نه یوازې د یوې داسې ښکارندې یا پدیدې په توګه پېژندل کېدای شي چې د یوې ځانګړې سرچینې یا د ککړتیا د کوم ډول په پایله کې رامنځته کېږي، بلکې د ککړتیا د بېلابېلو سرچینو په پراخو او ډله‌ییزو اغېزو کې د یوه ونډه لرونکي عامل په توګه هم پېژندل کېدای شي.[۱][۲]

که څه هم دا ډول ککړتیا ښایي د ورځې په اوږدو کې هم وي، خو اغېزې یې د شپې پر مهال د تیارې برعکس لوړېږي. د اټکل له مخې د نړۍ ۸۳ سلنه خلک پر رڼاوو تر ککړ شوي اسمان لاندې ژوند کوي او د نړۍ ۲۳ سلنه ځمکه له اسمان ګلو (skyglow) یا اسماني ستورو پرته د نورو سرچینو د رڼاګانو تر اغېزو لاندې ده. د مصنوعي رڼاګانو له لوري اغېزمنې ساحې مخ په زیاتېدو دي. د ښاري کېدو د یوه ستر منفي اړخ په توګه د رڼا پر ککړتیا روغتیا ته د ګواښ، د ایکوسیستمونو ګډوډولو، او د ښکلا چاپېریال خرابولو تور شته دی.[۳][۴][۵]

د رڼا د ککړتیا حل‌لارې اکثراً اسانه اقدامات دي چې د رڼا د وسایلو تنظیمول یا د رڼایۍ مناسب لامپونه کارول یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دا چې دا د انسانانو له‌خوا رامنځته شوې ښکارنده ده، له دې امله یې پر انسانانو او د ځمکې پر پراخو ایکولوژیکي سیسټمونو اغېزې راکمول پراخې ټولنیزې پېچلتیاوې لري چې د رڼا ککړتیا له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ملحوظاتو سره پوښي یا غاړه غړۍ کوي.

تعریفونه[سمول]

د رڼا ککړتیا په بل ډول تیاره شرایطو کې د بشري مصنوعي رڼا شتون دی.[۶][۷][۸][۹]

دا اصطلاح په عمومي ډول د بیروني چاپېریال او شاوخوا سیمو لپاره کارېږي، خو د کور دننه مصنوعي رڼا ته هم کارول کېږي. ناوړه پایلې یې ډېری دي چې ځینې ​​​​یې ښايي لا هم نه وي پېژندل شوې. د رڼا ککړتیا د ښارونو د اوسېدونکو لپاره د شپې په اسمان کې د ستورو له رڼا سره سیالي کوي، د ستورپوهنې او ستورو له څارنې سره تداخل کوي او د ککړتیا د نورو ډولونو په څېر اکوسیستمونه ګډوډوي او ناوړه روغتیايي اغېزې لري.[۱۰][۱۱][۱۲]

د رڼا ککړتیا د صنعتي تمدن یوه منفي اغېزه ګڼل کېږي. سرچینې یې د ودانیو بهر او د ودانیو په داخل کې د رڼاوو اچول، اعلانونه، د بیرونۍ ساحې رڼا (لکه د موټرو پارکونه)، دفترونه، فابریکې، د سړک څراغونه او د سپورت روښانه شوي ځایونه دي. د شمالي امریکا، اروپا او اسیا په خورا صنعتي او ګڼ‌مېشتو سیمو کې او د منځني ختیځ او شمالي افریقا په لویو ښارونو لکه تهران او قاهره کې یې شدت خورا زیات دی، خو حتا په نسبتاً لږ مقدار کې رڼا هم لیدل کېدای شي او ستونزې رامنځته کوي. د رڼا د ککړتیا د ناوړه اغېزو په اړه پوهاوی د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې پیل شو، خو تر ۱۹۵۰مې لسیزې پورې یې د اغېزو د مخنیوي هڅې پیل نه شوې. په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې یو نړیوال «د تیاره اسمان غورځنګ» د تیاره اسمان نړیوالې ټولنې له رامنځته کېدو سره راڅرګند شو. اوس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا ډول تعلیمي او مدافع سازمانونه شته دي.[۱۳][۱۴]

د ۹۹ سلنه اروپایانو او امریکایانو په ګډون د نړۍ شاوخوا ۸۳ سلنه خلک د رڼا له کبله تر ککړو شویو اسمانونو لاندې ژوند کوي چې د طبیعي تیارې په پرتله تر ۱۰ سلنه ډېر روښانه دي. د شمالي امریکا ۸۰ سلنه خلک نه‌شي کولی د "شیدو لار" کهکشان وګوري.[۱۵]

پایلې او اغېزې[سمول]

پر عامه روغتیا اغېزې[سمول]

د انسان پر بدن د ډېرې رڼا د اغېزو په اړه طبي څېړنې ښيي چې د رڼا د ککړتیا یا ډېرې روښنایۍ له امله یو شمېر ناوړه روغتیايي اغېزې رامنځته کېدای شي او د روښانولو د ډیزاین ځینې درسي کتابونه د انسان روغتیا د مناسبې داخلي رڼا لپاره د یوه واضح معیار په توګه کاروي. د ډېرې روښانتیا یا د روښنايي ناسم ترکیب روغتیايي اغېزې ښايي د سر درد د پېښو زیاتوالی، د کارګر ستړیا، له طبي اړخه تعریف شوی روحي فشار، د جنسي فعالیت کمښت او د اضطراب او زړه‌خوړینۍ زیاتوالی وي. په همدې ډول د څارویو ماډلونه هم مطالعه شوي چې ښيي جبري یا حتمي رڼا پر مزاج او اضطراب یا تشویش منفي اغېزې ښندي. د هغو کسانو لپاره چې د شپې ویښ پاتې کېدو ته اړتیا لري، د شپې رڼا هم پر ویښتیا او مزاج سختې اغېزې لري.[۱۶][۱۷]

یو وروستی بحث چې د هاروارډ طبي پوهنتون د پروفیسور «سټیون لاکلي» له‌خوا لیکل شوی او "د رڼا په وسیله ړوند شوی؟" په نامه لارښود کتاب کې شته دی. څلورم څپرکی یې "د انسان پر روغتیا د رڼا د ککړتیا اغېزې" دی او لیکي چې: "... د رڼا نفوذ، حتا که کمه هم وي، احتمال لري د خوب پر ګډوډۍ او د میلاتونین غدې پر ځپلو پام وړ اغېزې ولري. حتا که دا اغېزې له یوې شپې تر بلې پورې نسبتاً کمې هم وي، پرله‌پسې مزمن سرکاډین، خوب او د هورمونونو اختلال ښايي اوږدمهالي روغتیايي خطرونه ولري". د نیویارک د علومو اکاډمۍ په ۲۰۰۹ کال کې د سرکاډین اختلال او سرطان په اړه د یوې غونډې کوربه و. سره رڼا لږ تر لږه میلاتونین غده ځپي.

د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې د امریکا طبي ټولنې د رڼا د ککړتیا د کنترول په برخه کې یوه پالیسي جوړه کړه. د دغې پرېکړې په اړه په خپرو شویو خبرونو کې راغلي وو چې سترګې برېښوونکې رڼا عامې روغتیا ته د یوه ګواښ په توګه د موټر چلولو د ناامنه شرایطو لامل کېږي. په ځانګړې توګه په عمر خوړلو کسانو کې چمک یا برېښېدل د رنګونو تمایز له منځه وړي او د شپې پر مهال د نه لیدو ستونزه رامنځته کوي.

د ۲۰۲۱ کال یوه نوې څېړنه چې په جنوبي اقتصادي ژورنال کې خپره شوې ده، ښیي چې د رڼا ککړتیا ښايي د باردارۍ یا امېندوارۍ تر ۲۳مې اونۍ وړاندې په بې‌وخته زیږون کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راولي.

ایکولوژيکي اغېزې[سمول]

کله چې مصنوعي رڼا پر ژوندیو موجوداتو او ایکوسیستمونو اغېزې وکړي، دا د ایکولوژیکي یا چاپېریالي رڼا ککړتیا بلل کېږي. په داسې حال کې چې د شپې رڼا ښایي د انفرادي ژوندیو نوعو لپاره ګټوره، بې‌طرفه او یا هم زیان رسوونکې وي، خو بیا یې هم شتون په دوامداره توګه اکوسیستمونه ګډوډوي. د بېلګې په توګه د تارکشکو یا غڼو ځینې ډولونه له رڼا سیمو څخه ډډه کوي، حال دا چې نور ډولونه یې بیا خوښ وي چې خپل جالونه په مستقیم ډول د یوه څراغ پر ستنه جوړ کړي. دا چې د څراغ ستنې یا پایې ډېری الوتونکي حشرات جذبوي، هغه غڼې چې له رڼا سره ستونزه نه‌لري د هغو غڼو په پرتله برتري مومي چې له رڼا څخه ډډه کوي. دا د هغې طریقې یوه ساده بېلګه ده چې وايي د ژوندو نوعو فریکونسۍ او د خوړو جالونه د شپې د رڼا په واردولو سره ګډوډېدای شي.

د ۲۰۰۹ کال یوه څېړنه دا هم ښيي چې د قطبي رڼا اخلال یا د رڼا د مصنوعي قطبي کېدو له امله (حتا د ورځې په جریان کې چې د لمر د رڼا د طبیعي قطبي کېدو سمت یا لوری او د هغې انعکاس د ډېرو حیواناتو لپاره د معلوماتو سرچینه وي) پر حیواناتو او ایکوسیستمونو ناوړه اغېزې ښندي. د ککړتیا دغه بڼه د قطبي رڼا ککړتیا نومېږي. د غیر طبیعي قطبي شوې رڼا سرچینې ښایي له قطبي کولو سره په حساسو ژویو کې غیر انطباقي او ناسازګار چلند رامنځته کړي او ایکولوژیکي تعاملات بدل کړي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په لوړو جوړښتونو کې څراغونه کولی شي کډه کوونکي مرغان ګډوډ کړي. د متحدو ایالتونو د کبانو او ځنګلي ژوند د خدماتو ادارې له اټکل سره سم، د هغو مرغانو شمېر چې لوړو برجونو ته له راجلب کېدو وروسته وژل کېږي په کال کې له څلور څخه تر پنځو میلیونو ته رسېږي. د وژونکي رڼا د پوهاوي پروګرام په ټورنټو، اونټاریو، کاناډا او نورو ښارونو کې د ودانیو له مالکینو سره کار کوي تر څو د کډه کېدو په دوره کې د څراغونو په بدلولو سره د مرغیو مړینې راکمې کړي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

پر ستورپوهنه اغېزې[سمول]

ستورپوهنه د رڼا له ککړتیا سره ډېره حساسه ده. هغه د شپې اسمان چې له یوه ښار څخه لیدل کېږي، له هغه څه سره چې له تیاره اسمان څخه لیدل کېدای شي هېڅ ورته‌والی نه‌لري. سکای ګلو (د شپې پر مهال په اتومسفیر کې د رڼا خپرېدل) د ستورو او کهکشانونو او په‌خپله د اسمان تر منځ توپیر راکموي او په دې توګه دا ستونزمنوي چې کم‌نوره اجرام ولیدل شي. دا یو هغه عامل دی چې په لرې سیمو کې د نویو دوربینونو یا تلسکوپونو د جوړولو لامل شوی.[۳۵]

د اتومسفیر د ککړتیا ډېروالی[سمول]

یوې څېړنې چې په سان فرانسیسکو کې د امریکا د جیوفزیکي اتحادیې په غونډه کې وړاندې شوې، موندلې ده چې د رڼا ککړتیا د نایټریټ راډیکالونه له منځه وړي او په دې توګه د شپې پر مهال په نورماله توګه د اتومسفیر د هغه ګرد او غبار د راکمولو مخه نیسي چې له موټرونو او فابریکو څخه د خارجو شویو بخارونو او دودونو په وسیله رامنځته کېږي. دا څېړنه له ملي سمندري او اتومسفیري ادارې څخه د «هارالډ سټارک» له‌خوا وړاندې شوې وه.[۳۶][۳۷]

د طبیعي اسمان د قطبي‌والي کمېدل[سمول]

په شپه کې د سپوږمیز اسمان قطبي کېدل د ښاري رڼا د ککړتیا په شتون کې خورا زیات راکمېږي، ځکه چې خپرېدونکې ښاري رڼا نه قطبي کېږي. د قطبي شوې سپوږمۍ رڼا انسانانو ته نه ښکاري، خو داسې انګېرل کېږي چې د اکثرو څارویو له‌خوا د نیویګیشن یا مسیر موندنې لپاره کارول کېږي.[۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Falchi, Fabio; Cinzano, Pierantonio; Duriscoe, Dan; Kyba, Christopher C. M.; Elvidge, Christopher D.; Baugh, Kimberly; Portnov, Boris A.; Rybnikova, Nataliya A.; Furgoni, Riccardo (2016-06-01). "The new world atlas of artificial night sky brightness". Science Advances. 2 (6): e1600377. arXiv:1609.01041. Bibcode:2016SciA....2E0377F. doi:10.1126/sciadv.1600377. ISSN 2375-2548. PMC 4928945. PMID 27386582. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Pain, Stephanie (March 23, 2018). "There goes the night". Knowable Magazine. Annual Reviews. doi:10.1146/knowable-032218-043601. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Kyba, Christopher C. M.; Kuester, Theres; Sánchez de Miguel, Alejandro; Baugh, Kimberly; Jechow, Andreas; Hölker, Franz; Bennie, Jonathan; Elvidge, Christopher D.; Gaston, Kevin J.; Guanter, Luis (November 2017). "Artificially lit surface of Earth at night increasing in radiance and extent". Science Advances. 3 (11): e1701528. Bibcode:2017SciA....3E1528K. doi:10.1126/sciadv.1701528. PMC 5699900. PMID 29181445. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Verheijen, F. J. (1985). "Photopollution: Artificial light optic spatial control systems fail to cope with. Incidents, causation, remedies". Experimental Biology. 44 (1): 1–18. PMID 3896840. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Cinzano, P.; Falchi, F.; Elvidge, C. D.; Baugh, K. E. (2000). "The artificial night sky brightness mapped from DMSP Operational Linescan System measurements" (PDF). Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 318 (3): 641–657. arXiv:astro-ph/0003412. Bibcode:2000MNRAS.318..641C. doi:10.1046/j.1365-8711.2000.03562.x. S2CID 15679234. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Hollan, J: What is light pollution, and how do we quantify it?. Darksky2008 conference paper, Vienna, August 2008. Updated April 2009.
  9. Marín, C. and Orlando, G. (eds.) (June 2009) Starlight Reserves and World Heritage. Starlight Initiative, IAC and the UNESCO World Heritage Centre. Fuerteventura, Spain.
  10. "Light Pollution and Palomar Observatory". Palomar Observatory: Caltech Astronomy. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Khan, Amina (22 November 2017). "Artificial lights are eating away at dark nights—and that's not a good thing". Los Angeles Times. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. (په 22 November 2017 باندې). The future looks bright: light pollution rises on a global scale. Reuters.
  13. Guillemain, Amédée (1864). Le Ciel, notions d'astronomie à l'usage des gens du monde et de la jeunesse. Paris: Librairie de L. Hachette et Cie. د کتاب پاڼي 101, 383. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Portree, David. S. F. (2002). "Flagstaff's Battle for Dark Skies". The Griffith Observer (October, 2002). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Light Nuisance. Institution of Light Engineers
  17. Kyba, Christopher C. M.; Kuester, Theres; Sánchez de Miguel, Alejandro; Baugh, Kimberly; Jechow, Andreas; Hölker, Franz; Bennie, Jonathan; Elvidge, Christopher D.; Gaston, Kevin J.; Guanter, Luis (22 November 2017). "Artificially lit surface of Earth at night increasing in radiance and extent". Science Advances. 3 (11): e1701528. Bibcode:2017SciA....3E1528K. doi:10.1126/sciadv.1701528. PMC 5699900. PMID 29181445. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Perry, G.; Buchanan, B. W.; Fisher, R. N.; Salmon, M.; Wise, S. E. (2008). "Effects of artificial night lighting on amphibians and reptiles in urban environments". In Bartholomew, J. C.; Mitchell, R. E. J.; Brown, B. (سمونګران). Urban Herpetology. 3. Society for the Study of Amphibians and Reptiles. د کتاب پاڼي 239–256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-916984-79-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Longcore, Travis; Rich, Catherine (2004). "Ecological light pollution" (PDF). Frontiers in Ecology and the Environment. 2 (4): 191–198. doi:10.1890/1540-9295(2004)002[0191:ELP]2.0.CO;2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Smyth, T. J.; Wright, A. E.; McKee, D.; Tidau, S.; Tamir, R.; Dubinsky, Z.; Iluz, D.; Davies, T. W. (2021-12-13). "A global atlas of artificial light at night under the sea". Elementa: Science of the Anthropocene. 9 (1): 00049. doi:10.1525/elementa.2021.00049. ISSN 2325-1026. S2CID 245169968 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Moore, Marianne V.; Pierce, Stephanie M.; Walsh, Hannah M.; Kvalvik, Siri K.; Julie D. Lim (2000). "Urban light pollution alters the diel vertical migration of Daphnia" (PDF). Verh. Internat. Verein. Limnol. 27: 1–4. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Frank, Kenneth D. (1988). "Impact of outdoor lighting on moths". Journal of the Lepidopterists' Society. 42: 63–93. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Confirmed: Night Lights Drive Pollinators Away From Plants The Atlantic, 2017
  27. Rich, Catherine; Longcore, Travis (2006). Ecological consequences of artificial night lighting. Island Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55963-128-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Lloyd, James E.; Wing, Steven R.; Hongtrakul, Tawatchai (1989). "Ecology, Flashes, and Behavior of Congregating Thai Fireflies". Biotropica. 21 (4): 373–376. doi:10.2307/2388290. JSTOR 2388290. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Viviani, Vadim Ravara; Rocha, Mayra Yamazaki; Hagen, Oskar (June 2010). "Bioluminescent beetles (Coleoptera: Elateroidea: Lampyridae, Phengodidae, Elateridae) in the municipalities of Campinas, Sorocaba-Votorantim and Rio Claro-Limeira (SP, Brazil): biodiversity and influence of urban sprawl". Biota Neotropica. 10 (2): 103–116. doi:10.1590/S1676-06032010000200013. ISSN 1676-0603. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. "National Geographic Magazine". National Geographic. National Geographic Society. November 2008. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په 2010-12-14 باندې). City lighting 'boosts pollution'. BBC News.
  37. "Nighttime photochemistry: Nitrate radical destruction by anthropogenic light sources". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  38. Kyba, C. C. M.; Ruhtz, T.; Fischer, J.; Hölker, F. (17 December 2011). "Lunar skylight polarization signal polluted by urban lighting". Journal of Geophysical Research. 116 (D24): D24106. Bibcode:2011JGRD..11624106K. doi:10.1029/2011JD016698. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)