د جینوم اېډېټ
د جینوم اېډېټ یا د جینوم انجنیري او یا د جین اېډېټ، د جنیتیکي انجنیرۍ یو ډول دی. په دې ډول انجنیرۍ کې د یوه ژوندي موجود په جینوم کې ډي.اېن.اې اضافه کېږي، اصلاح کېږي یا بدلېږي. د جنیتیکي انجنیرۍ په لومړنیو یا پخوانیو تخنیکونو کې جنیتيکي مواد په کوربه جینوم کې په تصادفي ډول اضافه کېږي، خو د دې پر خلاف د جینوم د اېډېټ له لارې په ځانګړو ځایونو کې مواد اضافه کېږي.[۱]
مخینه[سمول]
جنیتیکي انجنیري په ارګانېزمونو او موجوداتو کې د نویو جنیتیکي عناصرو د رامنځته کولو لپاره د یوې طریقې په توګه له ۱۹۷۰یمې ز لسیزې راهیسې موجوده ده. د دې ټېکنالوژۍ یو خنډ په کوربه جینوم کې د ډي.اېن.اې د اضافه کولو تصادفي ماهیت دی چې په ارګانېزم کې نور جینونه زیانمنولی او بدلولی شي. د دې تر څنګ ګڼ داسې مېتودونه هم کشف شوي دي چې د یوه ارګانېزم د جینوم په ځانګړو ځایونو کې اضافه شوي جینونه په نښه کوي. د دې تر څنګ یې په یوه جینوم کې د ځانګړو تسلسلونو اېډېټ او د هغو اغېزو کمښت فعال کړی چې په نښه شوي نه دي. که په یوه ژوندي موجود کې فعال جین کېښودل شي او د یوه نیمګړي جین پر ځای په نښه شي، په دې توګه د ځانګړو جینیتیکي ناروغیو درملنه کېدای شي.[۲]
جین په نښه کول[سمول]
همولوګ بیاترکیب[سمول]
د یوه ارګانېزم په ځانګړو ځایونو کې د جینونو د هدف ګرځولو یا په نښه کولو لپاره لومړني مېتودونه پر همولوګ بیاترکیب (homologous recombination) تکیه وو. د ډي.اېن.اې د داسې جوړښتونو په رامنځته کولو سره چې د په نښه شوي جینوم له تسلسل سره انطباق لرونکی قالب لري، ښايي د حجرې په داخل کې د همولوګ بیاترکیب پروسې په پام وړ ځای کې جوړښت دننه کړي. «ماریو کاپکي»، «مارټین ایوانز» او «الیور سمیټیس» ته د بنسټیزو جنیني حجرو له لارې په موږکانو کې د جنیتیکي بدلونونو د رامنځته کولو لپاره د همولوګ بیاترکیب د کارولو د څرنګوالي د کشف له امله په ۲۰۰۷ کال کې د فیزیولوژۍ او طب په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه.[۳][۴][۵]
څېړنې[سمول]
جیني درملنه[سمول]
ایډیاله جیني درملنه دا ده چې د نیمګړي یا معیوب جین پر ځای یو طبیعي ایلیل (allele) اضافه شي. دا چاره د انتقال شوي جین په نسبت ګټوره ده، ځکه چې د بشبړو کود کوونکو او تنظیمي تسلسلونو رانغاړلو ته په کې اړتیا نهشته، بالخصوص هغه مهال چې د جین کوچني نسبتونه بدلون ته اړتیا لري، لکه څرنګه چې دایمي همداسې کېږي هم. د هغو جینونو څرګندونه چې تر یوه حده ځای پر ځای شوي دي، تر هغو بشپړو جینونو چې د ویروسي لېږدوونکو په مرسته لېږدول کېږي، له طبیعي حجروي بیولوژۍ سره اړخ لګوي.[۶][۷]
هغه طبي ساینسپوهان چې له «سانګامو تراپیوټیک» شرکت سره کار کوي، د ۲۰۱۹ ز کال په فبرورۍ میاشت کې یې په «هانټر سینډروم» ناروغۍ لرونکي ناروغ کې د ډي.اېن.اې د دایمي بدلون لپاره "په بدن کې" د انساني جین د اېډېټ لومړنۍ درملنه اعلان کړه. د «سانګامو» کلینیکي ازمېښتونه دوام لري چې د «زېنک فېنګر نیوکلاز» (Zinc Finger Nuclease) په مرسته د جین اېډېټ په کې شاملېږي.[۸][۹]
د ناروغیو له منځه وړل[سمول]
څېړونکو په «ګامبیای» [ګامبیای یوه افریقايۍ غوماشه ده چې د ملاریا په لېږدولو کې ډېره اغېزناکه ده] کې د شنډولو د اړوندو جینونو د اصلاح لپاره د «کریسپر-کاس۹» (CRISPR-Cas9) په نامه د جینونو د محرکونو سیستم کارولی دی. دې تخنیک د ژېړې تبې، ډینګي تبې او زیکا په څېر ناروغیو په له منځه وړلو کې لا ډېره مرسته کړې ده.[۱۰][۱۱]
کریسپر-کاس۹ سیستم د کلینیکي جینوټوپونو د هدف ګرځولو له لارې د باکتریايي نوعو د تعدیل لپاره پروګرام کولی شو. دا سیستم کولای شي د پاټوجین په له منځه وړلو سره ګټورې باکتریايي نوعې په انتخابي ډول د مضرو نوعو په نسبت فعالې کړي چې د انتي بیوتیکونو په مقابل کې برتري ورکوي.[۱۲]
د هغو درملنو لپاره چې د اېچ.ای.وي، سپومي او هپاټيټ ویروس په څېر انساني ویروسونه په نښه کوي، ویروس ضد استفادې تر څېړنو لاندې دي. له «کریسپر» څخه د ویروس د حجروي سطحې د اخیستونکو پروتینونو د کود کوونکو جینونو د بېلولو په موخه د ویروس د په نښه کولو لپاره کار اخیستل کېدای شي. د ۲۰۱۸ ز کال په نومبر میاشت کې «هې جیانکويي» وویل چې د انسان دوه جینونه یې اېډېټ کړي دي تر څو هغه سي.سي.ار۵ (CCR5) جین غیر فعال کړي چې اېچ.ای.وي یې حجرو ته د ننوتو لپاره کاروي او دا جین یې کود کوي. ده وویل چې څو اونۍ وړاندې د «لولو» او «نانا» په نامه دوې غبرګونې نجونې زیږېدلې وې او دوی دواړو د معلول سي.سي.ار۵ تر څنګ د سي.سي.ار۵ فعالې کاپیانې لېږدولې او د اېچ.ای.وي په مقابل کې زیانمنونکې وې. دا څېړنه په پراخه کچه ناسمه او خطرناکه وبلل شوه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
په نږدې راتلونکي کې به د «کریسپر» نوی سیستم هم وکولای شي هغه ناروغۍ او شرایط له منځه یوسي چې انسانان پرې اخته کېدای شي. د دغې نوې ټېکنالوژۍ په مرسته به ساینسپوهان وکولای شي چې د انسان د سپرم د حجرې جینونه واخلي او هغه جینونه بدل کړي چې سرطان یا نورې غیر طبیعي نیمګړتیاوې فعالوي. دغه چاره د والدینو هغه اندېښنه له منځه وړي چې د بچیانو لرلو یا هم عادي ژوند د لرلو وړتیا ته اندېښمن دي. د دغه بهیر تر یوازې یوه نسل وروسته به د بشري نسل ټول راتلونکی د ګډوډیو د ستونزو او ناوړه شرایطو په اړه اندېښنه ونه لري.[۱۷]
خطرونه[سمول]
د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو مشر «جېمز کلاپر» په ۲۰۱۶ ز کال کې د متحدو ایالتونو د استخباراتي ټولنې د نړیوالو ګواښونو د ارزونې په اعلامیه کې د جینوم اېډېټ د ډلهييزې وژنې لپاره یوه بالقوه وسله وبلله او ویې ویل، د جینوم هغه اېډېټ چې "له لوېديځو هېوادونو سره په توپیر" د ځینو هېوادونو لهخوا د قانوني یا اخلاقي معیارونو له مخې ترسره کېږي، احتمالاً د مضرو بیولوژيکي عواملو یا محصولاتو د رامنځته کولو ګواښ ډېروي. دا اعلامیه څرګندوي چې د دې ټېکنالوژۍ کم لګښت او د پراخېدو چټکتیا، او قصدي یا غیر قصدي ناوړه استفاده ښايي پراخې اقتصادي او امنیتي پایلې ولري. د بېلګې په توګه د «کریسپر» په څېر ټېکنالوژۍ د «وژونکو غوماشو» د جوړولو لپاره کارېدای شي چې د طاعوني ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي او مهم محصولات له منځه وړي.[۱۸][۱۹][۲۰]
د بیواېتېک په اړوند د نافیلډ شورا د ۲۰۱۶ ز کال د سپټمبر میاشتې د راپور له مخې د جنیتیکي کود د اېډېټ لپاره د وسایلو سادهګي او کم لګښت له «بیوهکرانو» سره مرسته کوي تر څو داسې ازمېښتونه وکړي چې د اېډېټ شویو جنیتیکي موادو د انتشار ګواښ رامنځته کوي. دې څېړنې وښوده چې د یوه شخص د جینوم د اېډېټ کولو ګواښونه او ګټې – او بل نسل ته یې د بدلونونو لېږد – دومره پېچلی دی چې بیړنیو څېړنو ته اړتیا لري. دا ډول بدلونونه ښايي داسې ناوړه پایلې ولري چې نه یوازې ماشومانو، بلکې د هغوی راتلونکو بچیانو ته هم زیان ورسوي، ځکه چې بدل شوی جین یې په سپرم کې موجود دی. په ۲۰۰۱ ز کال کې پر اسټرالیايي څېړونکو «رونالډ جکسون» او «ایان رامشاو» په «ویرولوژي» مجله کې د یوې مقالې د خپرولو له امله نیوکې وشوې. دوی په دې مقاله کې د موږکانو د کنترول په اړه څېړنه کړې وه چې هغه مهال موږکان په اسټرالیا کې یو لوی افت و او دوی ویلي وو چې که په «موزپاکس» ویروس ککړ شي نو د شنډتوب لامل به یې شي. نیوکې هم ځکه پرې وشوې چې دا ډول حساس معلومات وړاندې کول د بیوترورېستانو لهخوا د بیولوژيکي وسلو د جوړېدو لامل کېږي او ښايي دا پوهه د چیچک د نورو هغو ویرسونو د واکسین په مقابل کې د مقاومو سویو د جوړولو لپاره وکارېږي چې پر انسان اغېز لري. پر دې سربېره په وحشي جمعیتونو کې د جین د محرکونو د خپرېدو ایکولوژيکي ګواښونه هم موجود دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
سرچينې[سمول]
- ↑ Bak, Rasmus O.; Gomez-Ospina, Natalia; Porteus, Matthew H. (August 2018). "Gene Editing on Center Stage". Trends in Genetics. 34 (8): 600–611. doi:10.1016/j.tig.2018.05.004. ISSN 0168-9525. PMID 29908711. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Woolf TM (April 1998). "Therapeutic repair of mutated nucleic acid sequences". Nature Biotechnology. 16 (4): 341–4. doi:10.1038/nbt0498-341. PMID 9555723. S2CID 9210810. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lodish H, Berk A, Zipursky SL, Matsudaira P, Baltimore D, Darnell J (2000). [[[:کينډۍ:Google books]] "Chapter 8.5: Gene Replacement and Transgenic Animals: DNA Is Transferred into Eukaryotic Cells in Various Ways"] تحقق من قيمة
|chapter-url=
(مساعدة). Molecular Cell Biology (الطبعة 4th). W. H. Freeman and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7167-3136-8. الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Rocha-Martins M, Cavalheiro GR, Matos-Rodrigues GE, Martins RA (August 2015). "From Gene Targeting to Genome Editing: Transgenic animals applications and beyond". Anais da Academia Brasileira de Ciencias. 87 (2 Suppl): 1323–48. doi:10.1590/0001-3765201520140710. PMID 26397828. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Nobel Prize in Physiology or Medicine 2007". The Nobel Foundation. د لاسرسينېټه December 15, 2008. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "ASPsiRNA: A Resource of ASP-siRNAs Having Therapeutic Potential for Human Genetic Disorders and Algorithm for Prediction of Their Inhibitory Efficacy". G3. 7 (9): 2931–2943. September 2017. doi:10.1534/g3.117.044024. PMID 28696921. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Carroll D (November 2008). "Progress and prospects: zinc-finger nucleases as gene therapy agents". Gene Therapy. 15 (22): 1463–8. doi:10.1038/gt.2008.145. PMC 2747807. PMID 18784746. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 7 February 2019 باندې). Tests suggest scientists achieved 1st 'in body' gene editing. AP News.
- ↑ Staff (2 February 2019). "Ascending Dose Study of Genome Editing by the Zinc Finger Nuclease (ZFN) Therapeutic SB-913 in Subjects With MPS II". ClinicalTrials.gov. U.S. National Library of Medicine. د لاسرسينېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Hammond A, Galizi R, Kyrou K, Simoni A, Siniscalchi C, Katsanos D, et al. (January 2016). "A CRISPR-Cas9 gene drive system targeting female reproduction in the malaria mosquito vector Anopheles gambiae". Nature Biotechnology. 34 (1): 78–83. doi:10.1038/nbt.3439. PMC 4913862. PMID 26641531. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2018-08-11 باندې). Mutant mosquitoes: Can gene editing kill off malaria?. The Telegraph.
- ↑ Gallagher RR, Li Z, Lewis AO, Isaacs FJ (October 2014). "Rapid editing and evolution of bacterial genomes using libraries of synthetic DNA". Nature Protocols. 9 (10): 2301–16. doi:10.1038/nprot.2014.082. PMID 25188632. S2CID 16447825. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Barrangou R, Doudna JA (September 2016). "Applications of CRISPR technologies in research and beyond". Nature Biotechnology. 34 (9): 933–941. doi:10.1038/nbt.3659. PMID 27606440. S2CID 21543486. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 28 November 2018 باندې). Amid uproar, Chinese scientist defends creating gene-edited babies - STAT. STAT.
- ↑ Science China Press (په 23 January 2019 باندې). Gene-edited disease monkeys cloned in China. EurekAlert!.
- ↑ (په 23 January 2019 باندې). China's Latest Cloned-Monkey Experiment Is an Ethical Mess. Gizmodo.
- ↑ "WHO launches global registry on human genome editing." PharmaBiz, 31 Aug. 2019. Gale General OneFile, Accessed 27 Apr. 2020.
- ↑ Clapper JR (9 February 2016). "Worldwide Threat Assessment of the US Intelligence Community" (PDF). د لاسرسينېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Warmflash D (2016-09-06). "Genome editing: Is it a national security threat?". د لاسرسينېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Regalado A. "Top U.S. Intelligence Official Calls Gene Editing a WMD Threat". MIT Technology Review. د لاسرسينېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Genome editing: an ethical review" (PDF). Nuffield Council on Bioethics. September 2016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Jackson R, Ramshaw I (January 2010). "The mousepox experience. An interview with Ronald Jackson and Ian Ramshaw on dual-use research. Interview by Michael J. Selgelid and Lorna Weir". EMBO Reports. 11 (1): 18–24. doi:10.1038/embor.2009.270. PMC 2816623. PMID 20010799. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Genome editing: an ethical review" (PDF). Nuffield Council on Bioethics. September 2016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 23 January 2001 باندې). Australians Create a Deadly Mouse Virus.
- ↑ (په 10 January 2001 باندې). Lab creates killer virus by accident.
- ↑ (په 30 September 2016 باندې). Experts warn home 'gene editing' kits pose risk to society.
- ↑ "Genome editing: an ethical review" (PDF). Nuffield Council on Bioethics. September 2016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)