د جنډر رول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جنډر رول چې د جنیست د رول په نوم هم پېژندل کېږي، یو ټولنیز رول دی چې د چلندونو او لیدلورو یو طیف په‌کې شاملېږي، چې په ټولیز ډول د یو فرد لپاره د هغه فرد د جنسیت پر بنسټ د منلو وړ، مناسب یا مطلوب وبلل شي. د جنډر رول معمولاً د ښځينه‌والي او نارینه‌والي پر مفاهیمو متمرکز دی، له دې سره استثناعات او بدلونونه هم شته. د جنډر د دغو تمو اړوند ځانګړنې ښايي د کلتورونو تر منځ سره توپير ولري، حال دا چې ځينې نورې ځانګړنې ښايي د کلتورونو په پراخ طیف کې مشترکې وي. [۱][۲][۳]

د جنډر رول د انسان د چلندونو پر پراخ طیف اغېز کوي او تر ډېره هغه جامې چې فرد يې د اغوستلو لپاره ټاکي، هغه مسلک چې یو فرد يې ټاکي او د فرد شخصي اړیکې په‌کې شاملېږي. 

بېلابېلو ډلو په ځانګړي ډول فېمېنیستي غورځنګونو د غالب جنډر رول د جنبو لپاره چې د دوی په باور ظالمانه یا ناسمې دي د بدلون هڅې کړې دي. که څه هم څېړنې ښيي چې بیولوژي د جنډر په چلند کې رول لري، خو د اغېزمنتیا کره کچه يې لږ مشخصه ده.

مخینه[سمول]

د جنډر رول چې د جنسیت د رول په توګه هم پېژندل کېږي، یو ټولنیز رول دی چې د چلندونو او لیدلورو یو طیف په‌کې شاملېږي، چې په ټولیز ډول د یو فرد لپاره د هغه فرد د جنسیت پر بنسټ د منلو وړ، مناسب یا مطلوب وبلل شي.

د جنډر په ټولن‌پوهنه کې هغه پروسه چې په ترڅ کې يې یو فرد په ټولنه کې د جنډر رول زده‌کوي او ترلاسه کوي د جنډر د ټولنپالنې په نوم یاديږي.  [۴][۵][۶]

د جنډر رولونه له کلتوري پلوه مشخص دي او حال دا چې ډېری کلتورونه یوازې دوه (هلک/سړی او نجلۍ/ښځه) سره بېلوي، ځينې نور يې بیا ډېر ډولونه تشخیصوي. ځینې لویديځې ټولنې درې جنډره لري: چې نارینه، ښځینه او درېیم جنډر (نرښځي) دی. بوګيني ټولنې پنځه جنډرونه مشخص کړي. نر ښځي ځینې وختونه د درېیم جنډر په توګه مطرح شوي. یو نر ښځی یا اندروجېنوز هغه کس دی چې د دواړو نارينه او ښځینه اړوند ځانګړنې لري. ځینې افراد هېڅ جنډر نه لري.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ډېری ټرانس جنډر لرونکي/نرښځي  یوازې د ښځې یا نر په توګه پېژندل کېږي او درېیم بېل جنډر نه جوړي. د (ځینو) ټرانس جنډر ښځو او سېس جنډر ښځو تر منځ بیولوژيکي توپيرونه له تاريخي پلوه په معینو شرایطو کې سره تړاو لري، په ځانګړي ډول چېرته چې ښايي بیولوژیکي ځانګړنې د سپورټ په څېر له ناعادلانه ګټو سره مل وي. [۱۲][۱۳]

د جنډر رول د جنډر هویت ته، چې د یو فرد د جنسیت دروني حس ته اشاره کوي ورته نه‌دی، ښايي د ټولنیزو نورمونو په واسطه له وړاندې شویو کتګوریو/ردیفونو سره هم‌لاری وي یا نه وي. هغه ټکی چې په هغه کې د جنډر دا دروني هویت د بیرونیو تمو پر یو ټولګه بدلیږي د جنډر رول د پیداییښت سرچینه ده. [۱۴][۱۵]

د یو ټولنیز ترکیب په توګه د جنډر نظریې[سمول]

د ټولنیزې جوړښت پالنې پر بنسټ د جنډر چلند تر ډېره د ټولنیزو کړو وړو له امله دی. د تکاملي اراپوهنې په څېر تیورۍ/نظريې د دې موقف مخالفې دي.   

ډېری ماشومان په درې کلنۍ کې دا زده کوي چې خپل ځان د جنډر پر بنسټ طبقه‌بندي کړي. ماشومان له زېږون څخه د جنډر د ټولنیز کېدو په دوره کې د جنډر کلیشې او رولونه له خپل مور او پلار او چاپېریال څخه زده کوي. هلکان په دودیز ډول دا زده کوي چې خپل فزیکي او ټولنیز چاپېریال د خپل بدني ځواک یا مهارت له لارې سمبال کړي، حال دا چې نجونې دا زده کوي چې ځانونه د یو داسي شي په توګه وښيي چې باید ولیدل شي. ټولنیزجوړښت‌پالان داسې استدلال کوي چې نارينه او ښځینه د چلند تر منځ توپيرونه د هر ډول اساسي، طبیعي، فیزیولوژیکي یا جنتیکي استعداد په پرتله د جنډر پر بنسټ د ماشومانو له مجزا فعالیتونو سره ښه د استناد وړ دي.  [۱۶][۱۷][۱۸]

د رول نظریې د یوې جنبې په توګه، د جنډر د رول نظریه «د نارینه‌وو او ښځینه‌وو دا بېلابېل وېشونه د جنسیت څخه مجزا د ټولنیزو چلندونو د لومړنۍ سرچينې په توګه څېړي»، [او داسې فرضوي چې] پر چلند د هغوی اغېز د اروايي او ټولنیزو پروسو په منځګړیتوب رامنځته کېږي. د ګېلبرت هېرډټ په وینا د جنډر رولونه له مخبر استناج څخه راپورته کېږي، په دې معنا چې د کار عمومي وېش د جنډر د رولونو پر بنسټ خپور شوی. [۱۹][۲۰]

ټولنیز جوړښت‌پالان د جنډر رولونو لړیز غوراوی او نرواکي بولي. د څېړونکي انډرو چرلین په وینا د پلارواکۍ اصطلاح؛ «د ټولنیز نظم پر اساس په ځانګړي ډول په کرنیزو ټولنو کې پر ښځو د نارينه‌وو تسلط» تعریفوي.  [۲۱][۲۲]

د اېګلي او همکارانو په وینا یې د جنډر رولونو او کلیشو بدې پایلې جنسیت-ډوله ټولنیز چلند دی، ځکه رولونه او کلیشې دواړه ګډ ټولنیز توصیفي نورمونو او تجویزي نومونه دي. [۲۳]

جودېث بټلر، د جنډر ستونزه (Gender Trouble) او د جنډر لغوه (Undoing Gender) په څېر اثارو کې په دې باوري دی چې ښځه‌والی «طبعي نه دی» او یوازې د جنډر د تکراري عملکرد له مخې طبعي برېښي؛ دا عملکردونه په‌خپل وار سره د جنس یا/جنډر دودیزې کټګورۍ تعریفوي. [۲۴][۲۵]

لوی ټیورېستان/ د نظریو متخصصین[سمول]

ټالکوټ پارسون[سمول]

ټالکوټ پارسون په ۱۹۵۵ کال کې په متحده ایالاتو کې کار کاوه، د هسته‌يې کورنۍ یو موډل ته يې پراختیا ورکړه چې په هغه وخت او هغه ځای کې د کورنی دود شوی جوړښت و. دې موډل له جنډر رولونو څخه دودیز او هم‌مهال لیدلوری له لا لېبرالو لیدلورو سره پرتله کړل. د پارسونز موډل د جنډر د رولونو په اړه د تضاد او افراطي دريځونو د ښکارولو لپاره وکارول شو. د اې/ Aموډل د نر او ښځې د رولونو بشپړ توپېر روښانه کړ، حال دا چې د بي/ Bموډل د جنسیتي رولونو بشپړ انحلال تشرېح کړ. [۲۶][۲۷]

د  A موډل -  د مجموعي رول توپير د B پټ موډل - د رولونو مجموعي بشپړونه 
زده‌کړې د جنډر پر بنسټ ځانګړې زده‌کړې؛ لوړ مسلکي شرایط یوازې د نارینه‌وو لپاره اړین دي. مختلط ښوونځي، په ټولګي کې د هلک او نجلۍ لپاره ورته محتویات، ښځې او نارينه ته یو شان صلاحیت.
دنده/مسلک   کارځای د ښځو لپاره لومړنۍ فضا نه ده؛ د ښځو لپاره دنده او مسلکي پرمختګ بې ارزښته بلل کېږي. د ښځو لپاره دنده هم‌دومره اړینه ده څومره چې د نارینه‌وو لپاره ده؛ د ښځو او نارينه‌وو لپاره برابر کاري فرصتونه اړین دي.
د کور کارونه د کور کارونه او د ماشومانو پالنه د ښځې اصلي دنده ده؛ په دې کارونو کې د نارینه سهم تر یوې کچې په پام کې نیول شوی. د کور ټول کارونه د واده شوې جوړې د دواړو کسانو له‌خوا په مشترک او برابر ډول ترسره کېږي.
پرېکړه کول د شخړې پر مهال، وروستي خبره نارینه کوي، د مثال په ډول هغه ځای چې دوی باید په‌کې ژوند وکړي، د ماشومانو لپاره د ښوونځي ټاکل او د اخیستلو په اړه پرېکړې. د جوړې هېڅ غړی د تسلط واک نه لري؛ حل‌لارې تل د یو همغږې پرېکړې له موندلو څخه رامنځته کېږي؛ د اختلاف د موجودیت په صورت کې شته حالت خوندي/ په‌خپل ځای پاتې کېږي.
ماشوم‌پالنه او زده‌کړې د دې کار د مسؤلیت ډېره برخه د ښځو پر غاړه ده؛ هغه ماشومان روزي او له هرې لارې د هغوی پالنه کوي. په دې کار کې نارینه او ښځينه په برابر ډول شریک دي.


دا موډل په شعوري ډول ساده کول دي؛ د افرادو واقعي چلندونه معمولاً يو ځای په ډې قطبونو کې ځای لري. اېنټرکشنیزم/متقابل عمل د اوصولو پر بنسټ، د جنډر رولونه ثابت نه دي، بلکې په پرلپسې ډول د افرادو تر منځ له نویو مناقشو سره مخ دي.    [۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Levesque R.J.R. (2011) Sex Roles and Gender Roles. In: Levesque R.J.R. (eds) Encyclopedia of Adolescence. Springer, New York, NY. ISBN 978-1-4419-1695-2. Retrieved January 22, 2018.
  2. Alters, Sandra; Schiff, Wendy (2009). Essential Concepts for Healthy Living. Jones & Bartlett Publishers. د کتاب پاڼې 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0763756413. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. David S. Gochman (2013). Handbook of Health Behavior Research II: Provider Determinants. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 424. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1489917607. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Adler, Patricia A.; Kless, Steven J.; Adler, Peter (July 1992). "Socialization to Gender Roles: Popularity among Elementary School Boys and Girls". Sociology of Education. 65 (3): 169–187. doi:10.2307/2112807. JSTOR 2112807. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Dill, Karen E.; Thill, Kathryn P. (December 2007). "Video Game Characters and the Socialization of Gender Roles: Young People's Perceptions Mirror Sexist Media Depictions". Sex Roles. 57 (11–12): 851–864. doi:10.1007/s11199-007-9278-1. S2CID 55706950. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Dietz, Tracy L. (March 1998). "An Examination of Violence and Gender Role Portrayals in Video Games: Implications for Gender Socialization and Aggressive Behavior". Sex Roles. 38 (5–6): 425–442. doi:10.1023/A:1018709905920. S2CID 56032975. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Roscoe, Will (2000). Changing Ones: Third and Fourth Genders in Native North America. Palgrave Macmillan (17 June 2000) ISBN 0-312-22479-6 See also: Trumbach, Randolph (1994). London’s Sapphists: From Three Sexes to Four Genders in the Making of Modern Culture. In Third Sex, Third Gender: Beyond Sexual Dimorphism in Culture and History, edited by Gilbert Herdt, 111-36. New York: Zone (MIT). ISBN 978-0-942299-82-3
  8. Richards, Christina; Bouman, Walter Pierre; Barker, Meg-John (2017). Genderqueer and non-binary genders. United Kingdom: Macmillan. د کتاب پاڼي 22, 306. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1137510532. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Graham, Sharyn (2001), Sulawesi's fifth gender, Inside Indonesia, April–June 2001.
  10. Eleanor Emmons, Maccoby (1966). "Sex differences in intellectual functioning". The Development of Sex Differences. Stanford, Calif.: Stanford University Press. د کتاب پاڼي 25–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-0308-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "LGBTQ Needs Assessment" (PDF). Encompass Network. April 2013. pp. 52–53. Retrieved 6 March 2015. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  12. Lopez, German (18 April 2016). "9 questions about gender identity and being transgender you were too embarrassed to ask". Vox. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۶. Transitioning can be made much more difficult by persistent misconceptions, including the myth that transgender people belong to a third gender. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Sykes, Heather (2006). "Transsexual and Transgender Policies in Sport". Women in Sport and Physical Activity Journal. 15 (1): 3–13. doi:10.1123/wspaj.15.1.3. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Adler, P.; Kless, S.; Adler, P (1992). "Socialization to gender roles: Popularity among elementary school boys and girls". Sociology of Education. 65 (3): 169–087. doi:10.2307/2112807. JSTOR 2112807. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Acker, J (1992). "From sex roles to gendered institutions". Contemporary Sociology: A Journal of Reviews. 21 (5): 565–569. doi:10.2307/2075528. JSTOR 2075528. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Pate, J. s.d. "What everyone should know about gender and sexuality". jamespatemd.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ نومبر ۲۰۱۲ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Cahill, S. E. (1986) Language practices and self definition: The case of gender identity acquisition. The Sociological Quarterly vol. 27, issue 3, pp 295-311
  18. Fenstermaker, Sarah (2002). Doing Gender, Doing Difference: Inequality, Power, and Institutional Change. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-93179-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Eagly, A.H. (1997). Sex differences in social behavior: Comparing social role theory and evolutionary psychology. American Psychologist, December, 1380-1383.
  20. Trumbach, Randolph (1994). Herdt, Gilbert (سمونګر). London's Sapphists: From Three Sexes to Four Genders in the Making of Modern Culture. In Third Sex, Third Gender: Beyond Sexual Dimorphism in Culture and History. New York: Zone (MIT). د کتاب پاڼي 111–36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-942299-82-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Wood, W.; Eagly, A. H. (2002). "A cross-cultural analysis of the behavior of women and men: Implications for the origins of sex difference". Psychological Bulletin. 128 (5): 699–727. doi:10.1037/0033-2909.128.5.699. PMID 12206191. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Cherlin, Andrew J. (2010). Public and private families : an introduction (چاپ 6th). New York: McGraw-Hill Higher Education. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780073404356. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Eagly, A. H. (2004). Prejudice: Toward a more inclusive understanding. In A. H. Eagly, R. M. Baron, & V. L. Hamilton (Eds.), The social psychology of group identity and social conflict: Theory, application, and practice (pp. 45–64). Washington, DC, US: American Psychological Association. doi:10.1037/10683-003
  24. Butler, Judith. Undoing Gender. New York: Routledge, 2004.
  25. Butler, J. (1990). کينډۍ:Full citation needed ‘’Gender trouble: Feminism and the subversion of identity.’’ New York; Routledge.
  26. Franco-German TV Station ARTE, Karambolage, August 2004.
  27. Franco-German TV Station ARTE, Karambolage, August 2004.
  28. Dvorsky, George (2008). "Postgenderism: Beyond the Gender Binary" (PDF). ieet.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)