د جاپان اقتصادي تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جاپان اقتصادي تاريخ په ۱۸۰۰ ز کالونو کې له “Meiji Restoration” څخه وروسته د پام وړ ټولنيزې او اقتصادي ودې لپاره خورا څېړل شوی دی. جاپان په دويمه نړيواله جګړه کې لومړنۍ نا لويديځ ستر ځواک شو او تر خپلې ماتې پورې يې په ثابت ډول پراختيا وکړه. کله چې دا هېواد له متحده ايالتونو څخه وروسته او همدارنګه له ۲۰۱۰ څخه وروسته د چين تر شا د نړۍ د دويم لوی اقتصاد جوړېدلو په موخه له ويجاړتيا ورغېد [؟]. پوهانو د سړې جګړې پر مهال د هېواد بې ساری اقتصادي دريځ ارزولی دی، چې صادرات يې متحده ايالتونو د شوروي اتحاد دواړو ځواکونو ته ځي او د جاپان له لاسه د وتلو پېړيو له سړې جګړې څخه د وروسته دورې په اړه يې پرېکنده لېوالتيا غوره کړې ده.

له تاريخ څخه مخکې او لرغونی جاپان[سمول]

“Yayoi” دوره[سمول]

“Yayoi” دورې نېټه له عامې دورې څخه مخکې له ۳۰۰ څخه د عامې دورې تر ۳۰۰ کال پورې منل شوې ده. که څه هم د راډيو کاربن ثبوت له عامې دورې څخه مخکې د ۱۰۰۰ او ۸۰۰ کالونو تر منځ د ۵۰۰ کالونو پخوانۍ نېټې وړانديز کوي. د دې دورې پر مهال جاپان پر يوې ثابتې کرنيزې ټولنې باندې بدل شو. د “Yayoi” د نفوس په زياتېدلو سره ټولنه يو څه زياته پېچلې شوه. دوی ټوکر واوبد، په تل پاتې کرنيزو کلو کې يې ژوند وکړ او له تيږو او لرګيو څخه يې ودانۍ جوړې کړې. دوی همدرانګه د غلو دانو د زېرمې او ځمکو لرلو له لارې شتمنۍ راټولې کړې. دې ډول عواملو د بېلابېلو ټولګيو پرمختګ ته وده ورکړه. د “Yayoi” او په ځينو برخو کې د “Kyushu” مشران داسې ښکارېدل، چې د برونز او نورو قيمتي شيانو سوداګري يې په غاړه اخيستې او په سياسي ډول په ښه توګه اداره کړې ده. دا د “Ryukyu” ټاپوګانو او کوريايي ټاپو وزمې “Korean Peninsula” له لارې په سويلي چين کې له “Yangtze” څخه د وچې وريجې د يوې خړوب شوې کرنې د پېژندنې په واسطه شوني شوې وه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

Kofun دوره (۲۵۰ – ۵۳۸)[سمول]

د “Kufun” دورې د جاپان لرغونی سياسي مرکزيت ثبت کړ. دا هغه مهال و، چې په سويل لويديځ جاپان کې د “Yamato” قبيله واک ته ورسېده، سترواکه جرګه يې رامنځته کړه او په ټوله سيمه کې يې د سوداګريزو لارو چارو په اداره کولو کې مرسته وکړه. د “Kufun” دورې د مادي کلتور ډېره برخه څرګندوي، چې جاپان د کوريايي ټاپو وزمې له لارې له اسيا لويې وچې () سره نږدې سياسي او اقتصادي اړيکه درلوده، چې د سوشيما تنګي “Tsushima Strait” په دواړو څنډو کې د ورته چوکاټ يا قالب د برونزي ښيښو ټوټې هم موندل شوي دي. جاپان ته د چينايي کډوالو له لورې خړوبونه، Sericulture او د اوبدلو کسبونه راوړل شول، چې د يادو کډوالو په اړه د جاپان په لرغونو تاريخونو کې يادونه شوې ده. چينايي “Hata” قبيلې sericulture او د اوبدلو ځانګړي ډولونه وړاندې کړل. [۱۱][۱۲]

لرغونی جاپان[سمول]

“Asuka” دوره (۵۳۸ – ۷۱۰)[سمول]

د “Yamato” ولس په ستر ډول د اسوکا “Asuka” دورې پر مهال تکامل وکړ، چې په اسوکا سيمه کې متمرکز و او په “Kyushu” او “KHonshu” سيمې کې پر قبيلو باندې يې واک وچلوه، چې د قبيلې مشرانو ته يې ځيني ميراثي وړ نومونه ورکړل. د ياماټو “Yamato” نوم له ټول جاپان سره ځکه ورته شو، چې د ياماټو واکمنانو نورې قبيلې وځپلې او کرنيزې ځمکې يې تر لاسه کړې. دوی د چينايي ليکل شوې ژبې سره د سمون په ګډون د چينايي موډلونو پر بنسټ د سوداګريزو لارو يو نظام او مرکزي اداره رامنځته کړه. د اومې پېړۍ په نيمايي کې کرنيزو ځمکو د پايښت عمومي سيمې ته وده وکړې وه، چې د مرکزي سياست تر واک لاندې وه. د “Gokishichido” (پينځه ښارونه، اوه سړکونه) بنسټيز اداري واحد نظام ولايت و او ټولنه د نيواکګرو ډلو تر منځ تنظيم شوې وه. زياتره خلک بزګران او نور کب نيونکي، اوبدونکي، کولالان، کسبګر، وسله جوړونکي او مذهبي متخصصين وو. [۱۳]

په ۶۴۵ کال کې د سوګا “Soga” قبيله په يو کودتا کې له منځه لاړه، چې د شهزاده ناکا نو اوي “Prince Naka no Oe” او فيوجيوارا نو کاماټاري “Fujiwara no Kamatari” له لورې تر سره شوه، چې د “Fujiwara” قبيلې بنسټګر و. د دوی حکومت د تايکا پراخه سمونونه “Taika Reforms” رامنځته او پلي کړل، چې د چينايي کنفوسي “Confucian” نظريو او فلسفو پر بنسټ د ځمکې په سمون سره پيل شول. د بزګرانو په منځ کې په برابر ډول د وېش په موخه يې په جاپان کې ټوله ځمکه ملي کړه او د ماليه ټاکنې د نوي نظام لپاره د بنسټ په توګه يې د کورنيو د ثبت امر وکړ. هغه څه چې يو وخت خصوصي ځمکې او خصوصي خلک ګڼل کېدل، عامو ځمکو او عامو خلکو باندې بدل شول، ځکه چې محکمې اوسمهال غوښتل، چې پر ټول جاپان باندې واک څرګند او خلک د پاچاهۍ مستقيم تابع کړي. ځمکه له دې څخه وورسته ميراثي نه وه، مګر د ځمکې د څښتن په مړينې سره دولت ته ورګرځېده. پر حاصلاتو، ورېښمو، پنبې، جامو، تار او نورو توليداتو باندې ماليې کېښودل شول. د يو کارکونکي ماليه د فوځي خدمت او عامه کارونو د جوړولو لپاره رامنځته شوه. [۱۴][۱۵]

واډوکايچين “Wadokaichin” تر ټولو لرغونې رسمي جاپانۍ سکه وهنه ده، چې د سترواکې جينمي “Empress Genmei” په امر د ۷۰۸ ز کال د اګسټ پر ۲۹ نېټه وهل شوې ده. واډوکايچين چې د چينايي “Tang” کورنۍ له “Kaiyuan Tongbao” سکه وهنې څخه يې الهام اخېستی دی، د ۸ پېړۍ د لومړيو پر مهال يې په جاپان کې د مسو د پراخه زېرمو له موندنې څخه وروسته توليدېدل پيل کړل. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

نارا “Nara” دوره (۷۱۰ – ۷۹۴)[سمول]

مخکې له مې چې د تايهو په نوم د قوانينو ټولګه “Taiho Code” رامنځته شي، پلازمېنه د يو سترواک له مړينې څخه وروسته په دوديز ډول د هغه لرغوني باور له امله ولېږدول شوه، چې د مړينې ځای ککړ شوی و. د حکومت سمونونو او بيوروکراسي کېدنه په ۷۱۰ ز کال کې په هيجو کيو “Heijo-kyo” يا نارا “Nara” کې د تل پاتې سترواک پلازمېنې د منځته راتګ لامل شول. پلازمېنه په لند وخت (۷۴۰ – ۷۴۴) کې  کوني کيو “Kuni-kyo” يا ننۍ “Kizugawa” ته (په دې برخه کې د وروسته بيان شويو لاملونو له مخې)، په ۷۴۴-۷۴۵ کې “Naniwa-kyo” يا ننۍ اوساکا، په ۷۴۵ ز کال کې “Shigarakinomiya” (نني “Shigaraki”) او په ۷۴۵ ز کال کې بېرته نارا ته ولېږدول شوه. نارا د جاپان لومړنی رښتينی ښاري مرکز و، چې په لږه موده کې يې ۲۰۰۰۰۰ تنه وګړي (چې د هېواد د نفوس ٪۷ برابروي) درلودل او نږدې ۱۰۰۰۰ تنو په دولتي دندو کې کار وکړ.

د نارا دورې پر مهال اقتصادي او اداري فعاليت زيات شو. سړکونو نارا له ولايتي پلازمېنو سره ونښلوه او ماليې په زيات ګټور او منظم ډول ټولېدلې. سکې ووهل شوې، که څه هم په پراخه ډول نه کارول کېدې. که څه هم د نارا له سيمې څخه د باندې لږ سوداګريز فعاليت و او په ولايتونو کې د پخواني شوټوکو “Shotoku” د ځمکې سمون نظامونه له منځه لاړل. د اتمې پېړۍ په نيمايي کې ځمکنۍ شتمنۍ يا شوين “Shoen” چې د له تاريخ څخه مخکې جاپان کې يو له خورا مهمو اقتصادي بنسټونو څخه وې، د ځمکې لرلو د يو څه زيات ادارې وړ بڼې لپاره د څېړنې د پايلې په توګه وده پيل کړه. سيمه ييز يا ځايي اداره په وار وار پر ځان بسيا شوه، په داسې حال کې چې د ځمکې د وېش د پخواني نظام له منځه تلل او د ماليو لوړوالی د زياتو خلکو له لورې د ځمکې له لاسه ورکولو يا ورڅخه د ډډې کولو لامل شول، چې همدا خلک «څپه خلک» شول. ځيني هغه خلک چې وار له مخه «عمومي خلک» وو، د لويو ځمکوالو له لورې په خصوصي ډول دندې ورکړل شوې او عمومي يا دولتي ځمکې په زياتېدونکي ډول بېرته شوين يا ځمکنۍ شتمنۍ ته ورکړل شوې.

سرچينې[سمول]

  1. Keally, Charles T. (2006-06-03). "Yayoi Culture". Japanese Archaeology. Charles T. Keally. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Silberman et al., 154–155.
  3. Schirokauer et al., 133–143.
  4. Shōda, Shinya (2007). "A Comment on the Yayoi Period Dating Controversy". Bulletin of the Society for East Asian Archaeology. 1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Mizoguchi, Koji (2013). The Archaeology of Japan: From the Earliest Rice Farming Villages to the Rise of the State. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 35–36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88490-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Picken, Stuart D. B. (2007). Historical Dictionary of Japanese Business. Scarecrow Press. د کتاب پاڼي 13. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Imamura, Keiji. Prehistoric Japan: New Perspectives on Insular East Asia. University of Hawaii Press. د کتاب پاڼې 13. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lock, Margaret (1998). "Japanese". The Encyclopedia of World Cultures CD-ROM. Macmillan. 
  9. Pearson, Richard J. Chiefly Exchange Between Kyushu and Okinawa, Japan, in the Yayoi Period. Antiquity 64(245)912–922, 1990.
  10. Earlier Start for Japanese Rice Cultivation, Dennis Normile, Science, 2003 (archive)
  11. Denoon, Donald et al. (2001). کينډۍ:Google books
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. L. Worden, Robert (1994). "Kofun and Asuka Periods, ca. A.D. 250–710". A Country Study: Japan. Federal Research Division, Library of Congress. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Totman, Conrad (2005). A History of Japan. Malden, MA: Blackwell Publishing. د کتاب پاڼي 107–108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-02235-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Sansom, George (1958). A History of Japan to 1334. Stanford, CA: Stanford University Press. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-0523-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. On the 10th day of the 8th month of the first year of the Wadō era based on the traditional Japanese date, according to Shoku Nihongi
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value)..
  18. Brown, Delmer et al. (1979). Gukanshō, p. 271,
  19. Varley, H. Paul. (1980). Jinnō Shōtōki. p. 140.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Japan Currency Museum (日本貨幣博物館) permanent exhibit.