د جاپاني امریکایانو بندي کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

متحده ایالاتو د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې نږدې ۱۲۰۰۰۰ جاپاني الاصله وګړي چې زیاترو یې د آرام سمندر په څنډو کې ژوند کاوه، د هېواد په لوېدیځ کې په بند کمپونو کې په زور ځای په ځای او بندیان کړل. نږدې دوه پر دریمه برخه بندیان د متحده ایالاتو اوسېدونکي وو. دا کړنې په پیرل هاربر باندې د جاپان سترواکۍ له برید لږ وروسته د ولسمشر فرانکلین ډي. روزویلټ له لوري په اجرایوي فرمان سره پیل شوې.   [۱][۲][۳]

د ۱۲۷۰۰۰جاپاني امریکایانو له جملې څخه چې د پرل هاربر برید پرمهال په نښتې متحده ایالاتو کې یې ژوند کاوه، ۱۱۲۰۰۰ تنه په لوېدیځ ساحل کې اوسېدل. نږدې ۸۰۰۰۰ تنه نیسي (Nisei) (تحت الفظي ژباړه: دوهم نسل؛ په امریکا کې زیږېدلي جاپانیان چې د متحده ایالاتو تابعیت لري) او سانسي (Sansei) (دریم نسل، د نیسي اولادونه) وو. پاتې نور ایسي (Issei) (لومړی نسل) وو، هغه کډوال چې په جاپان کې زیږېدلي وو خو د متحده ایالاتو د قانون له مخې د متحده ایالاتو د تابعیت ترلاسه کولو لپاره وړ کسان نه وو.  [۴][۵]

جاپاني امریکایان د محلي نفوس تراکم او د سیمه ییز سیاست پر بنسټ په بند کمپونو کې ځای پرځای شول. له ۱۱۲۰۰۰  څخه ډېر جاپاني امریکایان چې په لوېدیځ ساحل کې یې ژوند کاوه په کمپونو کې بندیان وو، چې دې کمپونو د ساحل په ننۍ برخه کې موقعیت درلود. په هاوايي کې (چې تر نظامي حکومت لاندې وه) له ۱۵۰۰۰۰ څخه ډېرو جاپاني امریکایانو د دې خاورې د نفوس یو پر دریمه برخه جوړاوه، یوازې له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ کسانو پورې بندیان وو. د کالیفورنیا د تعریف له مخې هر هغه چا چې ۱\۱۶ یا ډېر جاپاني نسب درلود باید بندي کېد. ډګروال کارل بنډټسن، چې د دې پروګرام طراح ؤ، دومره مخته لاړ چې ویې ویل هرڅوک د "جاپاني وینې یو څاڅکی" ولري، د شرایطو وړ دی.   [۶][۷][۸]

روزویلټ  ۹۰۶۶ اجرایوي فرمان تصویب او د پیرل هاربر څخه دوه میاشتې وروسته یې صادر کړ، دغه فرمان سیمه ییزو نظامي قوماندانانو ته اجازه ورکړه چې "نظامي سیمې" وټاکي چې له هغې ځای څخه "هر څوک یا ټول خلک مستثنی کېدی شي." که څه هم په اجرایوي فرمان کې د جاپاني امریکایانو یادونه نه وه شوې، دا صلاحیت د دې اعلان لپاره وکارول شو چې د جاپاني نسب ټول خلک اړ دي چې الاسکا او ټوله کالیفورنیا او د اوریګون، واشنګټن او آریزونا ځینې برخې د نظامي محرومیت سیمو څخه ووځي، خو هغه بندیان چې په دولتي کمپونو کې ساتل کېدل، مستثنی وو. نیول شوي کسان یوازې د جاپاني نسب خلک وو، په دوی کې نسبتاً کم شمېر د آلماني او ایټالیوي نسب خلک او همدارنګه هغه آلمانان شامل وو، چې له لاتینې امریکا څخه شړل شوي او امریکا ته تبعید شوي وو، که څه هم لا هم په مجموع له لس زرو کسانو پورته وو . نږدې ۵۰۰۰ جاپاني امریکایان د ۱۹۴۲ کال د مارچ څخه وړاندې د محرومیت سیمې څخه بهر ځای په ځای شول، پداسې حال کې چې د پیرل هاربر برید څخه سمدستي وروسته د ټولنې شاوخوا ۵۵۰۰  مشران نیول شوي وو او نو ځکه له وړاندې په بند کې وو.   [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د متحده ایالاتو د سرشمېرنې ادارې د جاپاني امریکایانو په اړه د ځانګړې انفرادي سرشمېرنې په معلومات برابرولو سره د بندي کولو هڅو سره مرسته وکړه. دغه ادارې د علمي شواهدو سره سره د دې برعکس خپله ونډه د لسیزو لپاره رد کړه او ونډه یې په ۲۰۰۷ کال کې په پراخه توګه ومنل شوه. د متحده ایالاتو سترې محکمې د ۱۹۴۴ کال په خپله پرېکړه کې، د متحده ایالاتو په وړاندې کورماتسو، د قانون له مخې د متحده ایالاتو د اساسي قانون پنځم تعدیل د عوارضو بهیر تر بند لاندې د حذفونو قانون تایید کړ. محکمې خپله پرېکړه د محرومیت فرمانونو په اعتبار پورې محدوده کړه او د مناسبې پروسې پرته یې د متحده ایالاتو د اتباعو د بندي کولو مسلې څخه ډډه وکړه، خو په همغه ورځ یې په غیابي حکم (Ex parte Endo) کې فرامان وکړ کې وفادار اوسېدونکی نیول کېدی نه شي، په دې سره د دوی خوشي کېدل پیل شول. د کورماتسو او انډو فرمانونو له علني کېدو یوه ورځ مخکې، د محرومیت فرمانونه لغوه شول.   [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په هغه وخت کې د جاپانيانو بندی کول د امنیتي خطر کمولو په موخه ؤ، چې فکر کېد جاپاني امریکایان یې لامل وو، د جاپاني امریکایانو د نفوس په تناسب د بندي کولو کچه د ورته اقداماتو څخه ډېره وه چې د آلماني او ایټالیوي امریکایانو په وړاندې چې اکثراً د تابعیت نه درلودلو له امله بندیان شوي وو، ترسره کېده. په هغه وخت کې د ځای بدلون د خلکو له خوا ملاتړ کېده. د ۱۹۴۲ کال د مارچ د نظرپوښتنې له مخې چې د امریکا د عامه افکارو انسټیټیوټ له لوري ترسره شوه، ۹۳ سلنه امریکایانو د آرام سمندر له ساحل څخه د جاپاني غیر اتباعو د ځای بدلونې ملاتړ وکړ، پداسې حال کې چې یوازې ۱ سلنې یې مخالفت وکړ. د همدې نظرپوښتنې له مخې، ۵۹ سلنه د هغو جاپاني وګړو ملاتړ کاوه چې په دغه هېواد کې زیږېدلي وو او د متحده ایالاتو اتباع وو، په داسې حال کې چې ۲۵ سلنه یې مخالفت وکړ. اوس مهال بندي کول د توکم پالنې څرګندوی ګڼل کېږي.  [۲۳][۲۴][۲۵]

ولسمشر جیمي کارټر په ۱۹۷۰ کال په لسیزه کې د جاپاني الاصله امریکایي اتباعو اتحادیې (Japanese American Citizens League) او د جبران سازمانونو تر زیات فشار لاندې یوه څېړنه پیل کړه ترڅو معلومه کړي چې آیا حکومت بند کمپونو ته د جاپاني امریکایان د اچولو پرېکړه توجیه کړې وه که نه. هغه د جګړې پرمهال د ځای بدلون او د ملکي وګړو د بندي کولو په اړه کمیسیون (Commission on Wartime Relocation and Internment of Civilians) وټاکه، ترڅو د کمپونو پلټنه وکړي. په ۱۹۸۳ کال کې د شخصي عدالت رد شو په نامه د کمیسیون راپور په هغه وخت کې د جاپانیانو خیانت په اړه کم شواهد وموندل او دې پایلې ته ورسېد چې بندي کول د توکم پالنې محصول ؤ. په دې راپور کې وړاندیز وشو چې حکومت دې بندیانو ته غرامت ورکړي. ولسمشر رونالډ ریګن په ۱۹۸۸ کال کې، د ۱۹۸۸ کال د مدني آزادیو قانون لاسلیک کړ، چې په رسمي ډول یې د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب د بندي کونې په پار بښنه وغوښته او هر پخواني بندي ته یې چې د قانون د تصویب په وخت کې ژوندی ؤ، د ۲۰۰۰۰ ډالرو (چې معادل یې په ۲۰۲۱ کال کې ۴۶۰۰۰ ډالر دي) د ورکړې اجازه ورکړه. دغه قانون ومنله چې د حکومت کړنې د "توکمیز تعصب، د جګړې هسټري او د سیاسي مشرتابه د ناکامۍ پر بنسټ ولاړ ؤ. د متحده ایالاتو حکومت تر ۱۹۹۲ کال پورې ۸۲۲۱۹ جاپاني امریکایانو ته چې بندیان شوي وو، بلاخره له ۱،۶ میلیارد ډالرو څخه ډېر (چې په ۲۰۲۱ کال کې یې معادل ۳،۶۷ میلیارد ډالر وو) د غرامت په پار توزېع کړل.   [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. The official WRA record from 1946 states it was 120,000 people. See War Relocation Authority (1946). The Evacuated People: A Quantitative Study. د کتاب پاڼې 8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Japanese Americans that were 1/16th or less were excluded from being sent to the camps but above that was considered a threat to the United States. This number does not include people held in other camps such as those which were run by the DoJ or the Army. Other sources may give numbers which are slightly more or less than 120,000.
  2. "Japanese American internment | Definition, Camps, Locations, Conditions, & Facts". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Manzanar National Historic Site". National Park Service. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Okihiro, Gary Y. The Columbia Guide to Asian American History. 2005, p. 104
  5. Nash, Gary B., Julie Roy Jeffrey, John R. Howe, Peter J. Frederick, Allen F. Davis, Allan M. Winkler, Charlene Mires, and Carla Gardina Pestana. The American People, Concise Edition Creating a Nation and a Society, Combined Volume (6th Edition). New York: Longman, 2007
  6. Ogawa, Dennis M. and Fox, Jr., Evarts C. Japanese Americans, from Relocation to Redress. 1991, p. 135.
  7. Catherine Collins (2018). Representing Wars from 1860 to the Present: Fields of Action, Fields of Vision. Brill. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004353244. د لاسرسي‌نېټه September 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Removal process". A More Perfect Union: Japanese Americans and the U.S. Constitution. Smithsonian Institution. د لاسرسي‌نېټه June 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Executive Order 9066 dated February 19, 1942, in which President Franklin D. Roosevelt Authorizes the Secretary of War to Prescribe Military Areas. National Archives Catalog. National Archives and Records Administration. February 19, 1942. د اصلي آرشيف څخه پر March 18, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 15, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Brian Garfield (February 1, 1995). The Thousand-mile War: World War II in Alaska and the Aleutians. University of Alaska Press. p. 48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite court
  12. Kashima, Tetsuden (2003). Judgment Without trial: Japanese American Imprisonment During World War II. University of Washington Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-295-98299-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Adam, Thomas, المحرر (2005). Transatlantic relations series. Germany and the Americas: Culture, Politics, and History: a Multidisciplinary Encyclopedia. Volume II. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 1182. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85109-628-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Niiya, Brian. "Voluntary Evacuation". Densho. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "About the Incarceration". Densho. د لاسرسي‌نېټه July 13, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Roger Daniels (1982). "The Bureau of the Census and the Relocation of Japanese Americans: A Note and Document". Amerasia Journal. 9 (1): 101–105. doi:10.17953/amer.9.1.h4p7lk32q1k441p3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. JR Minkel (March 30, 2007). "Confirmed: The U.S. Census Bureau Gave Up Names of Japanese-Americans in WW II". Scientific American. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Haya El Nasser (په March 30, 2007 باندې). Papers show Census role in WWII camps. USA Today.
  19. کينډۍ:Cite court
  20. Hakim, Joy (1995). A History of Us: War, Peace and All That Jazz. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 100–04. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-509514-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Ussc. کينډۍ:Usgovpd
  22. Shiho Imai. "Korematsu v. United States" Densho Encyclopedia (accessed 5 June 2014).
  23. Commission on Wartime Relocation of Civilians (1997). Personal Justice Denied. Washington, D.C.: Civil Liberties Public Education Fund. د کتاب پاڼې 459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "WWII Propaganda: The Influence of Racism – Artifacts Journal – University of Missouri". artifactsjournal.missouri.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Yamato, Sharon "Civil Liberties Act of 1988". Densho Encyclopedia.  
  27. "Wwii Reparations: Japanese-American Internees". Democracy Now!. د لاسرسي‌نېټه January 24, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. 100th Congress, S. 1009, reproduced at Archived September 20, 2012, at the Wayback Machine., internmentarchives.com. Retrieved September 19, 2006.