د انرژي ساتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انرژي ساتنه هغه هڅه ده، چې د انرژی خدماتو د لږې کارونې په واسطه د انرژي مصرف د کمولو په موخه کېږي. دا موخه د زيات ګټور ډول د انرژي د کارونې (د يوه ثابت خدمت لپاره د لږې انرژۍ د کارونې په واسطه) او يا د کارېدلي يا استفاده شوي خدمت د اندازې د کمولو په واسطه (د بېلګې په ډول: لږه موټر چلوونه) تر لاسه کېدلی شي. د انرژي ساتنه، د محيطي بسياتوب د مفهوم يوه برخه ده. د انرژي د ساتنې معيارونه (ECMs) په ودانيو کې انرژيکي خدماتو ته اړتيا کموي او کولی شي، د چاپېريالي معيار په زياتوالي، ملي امنيت، شخصي مالي خونديتوب او لوړ پس انداز کې پایله ولري. دا د زغم وړ لړۍ يي انرژي (energy hierarchy) په پورته برخه کې ځای لري. دا د راتلونکو سرچينو د خالي کولو يا په بشپړ ډول د لګښتونو د مخنيوي په واسطه د انرژي بيې راټيتوي. [۱][۲][۳]

انرژي د ضایعاتو او تفريط کارۍ د کمولو، د تيکنالوژيکي پرمختګونو په واسطه د مؤثريت په ودې ورکولو او د پرمختللي عمليې او مراقب په واسطه ساتل کېدلی شي. په نړيواله کچه د انرژي کارونه کولی شي، چې د نفوسو د ودې په ثابت ساتنې سره هم کمه شی.

انرژي له يوې بڼې نه بلې بڼې ته اوښتلی شي، لکه: د حرارتي انرژي په موټرونو کې حرکي انرژي ته يا د اوبو د بهير حرکي انرژي د اوبو برېښنا انرژۍ ته. که څه هم له ماشين الاتو غوښتل کېږي، چې انرژي له يوې بڼې نه بلې ته واړوي. د دې ماشين د برخو يا پرزو توږل د فعاليت په حال کې د زياتې لوړې کچې انرژي د ضايع کېدلو او لوړې بيې سبب کېږي. د دې ضایعاتو کمول د green engineering د مېتودونو په واسطه ممکن دي، تر څو د ماشين د برخو يا پرزو د ژوند دوران ته وده ورکړو. [۴]

د انرژي د ساتنې ورځ، د ۱۹۹۱ کال راهيسې په کلني ډول د دسمبر په ۱۴ نېټه نمانځل کېږي.

د انرژي ماليه[سمول]

ځينې هېوادونه د انرژي يا کاربن ماليې کاروي، تر څو د انرژي کاروونکي وهڅوي، چې خپل لګښت لږ کړي. د کاربن ماليې مصرف کوونکي يا مستهلکين هڅولی شي، چې د انرژي سرچينې هغو ته بدلې کړي چې د کاربن ډای اکسايد لږ غازات توليدوي، په داسې حال کې چې په احتراقي ماشين، د الوتکو تېل، غوړي، فوسيلي ګاز او ډبرو سکرو سره د موټرونو مخنيوی کوي. لکه: لمريزه انرژي، بادي انرژي، د اوبو برېښنا يا هستوي انرژي. له بله اړخه د انرژي په ټول استعمال يا مصرف باندې ماليې په ټول بورډ کې د انرژي استفاده کمولی شي، په داسې حال کې چې د چاپېريالي پایلو يو پراخ ترتيب د انرژي له توليد نه راپورته کېږي. د کليفورنيا ايالت د انرژي tiered ماليه کاروي، چې په واسطه يې هر مستهلک خدمات د انرژي يوه ټاکلې يا بنسټ ليکه اجازه تر لاسه کوي، چې لږه ماليه لري. هر څومره چې له ټاکل شوې اندازې نه د انرژي استهلاک زياتېږي، ماليه هم په پياوړي ډول زياتېږي. دا ډول پروګرامونه د یو څه غريبو کورنيو د ساتنې موخه لري، په داسې حال کې چې د انرژي د زياتو استعمالوونکو لپاره یو څه لوړ ماليات جوړوي. [۵]

مخ پروده هېوادونه، په خاص ډول د پاليسي معيارونه چې د کاربن ګازاتو توليد بطي کوي، د تحميلولو لږه لېوالتيا لري، چې کېدای شي ،دا به د دوی اقتصادي پرمختګ بطي کړي. دا مخ پر وده هېوادونه کېدای شي، د خپلې اقتصادوې ودې د ملاتړ او د دوی د کاربن ګلخانه يي ګازونو د توليد د کمولو په پرتله، د خپلو هېوادوالو د ملاتړ ډېر لېوال وي. [۶]

د کاربن ماليې لاندې مثبت او منفي اړخونه، د کاربن د ماليې پاليسۍ د ځينو د بالقوه اغېزو په کتلو کې مرسته کوي. [۷]

  • د کاربن ماليې په مثبتو اړخونو کې لاندې برخې شاملېږي:
  • ککړونکي مجبورول چې د کاربن ګلخانه يي ګازونو د توليد باندنی قيمت يا اضافي بيه پرې کړي.
  • ستر ټولنيز ګټورتوب ته توانايي ورکوي، ځکه چې ټول ښاريان بشپړه ټولنيزه بيه تاديه کوي.
  • عايد زياتوي، چې دا په خپل وار سره کولی شي، د ککړتيا د اغېزو په راغونډلو او اداره کې مصرفېدلی شی.
  • شرکتونه او مستهلکين هڅوي، چې د کاربن بديل غير کاربني توليد لپاره پلټنه وکړي (لکه: لمريزه، بادي، د اوبو او هستوي برېښنا يا انرژي).
  • هغه چاپېريالي بيې راکموي، چې د کاربن ککړتيا له ډېروالي سره ملګرې دي.

د کاربن منفي اړخونه په دې ډول دي:

  • سوداګر د لوړو ماليو ادعا کوي، چې پانګه اچونه او اقتصادي وده بې جرئته او ناهيلي کولی شي.
  • د کاربن ماليه کېدای شي، له ماليې نه تېښتې ته خلک وهڅوي. يعنې شرکتونه کېدای شي، د کابن ماليې د مخنيوي په پار، په پټه ککړتيا رامنځته کړي.
  • د بهرنیوبيو اندازه کول او د کاربن ماليې د اصلي اندازې معلومول به کېدای شي ستونزمن وي.
  • د ککړتيا په معلومولو او ورپورې د مل ماليې په راټولولو کې د دولت بيې دي.
  • کېدای شي شرکتونه هغو هېوادونو ته کوچ شي، چې کاربن ماليې په کې نه شته.

د ودانۍ پلان ( نقشه جوړول)[سمول]

په ودانيو کې د انرژي ساتنې ته د ودې ورکوونې يوه لومړنۍ طريقه، د انرژي د حسابي چارو د ميزان يا بيلانس تر سره کول دي. د انرژي د حسابي چارو يو ميزان، د انرژي د کارونې يوه پلټنه او ارزونه ده او په ودانۍ، پړاو يا پروسس، يا هم سيستم کې د داخلېدونکې انرژي د کموالي لپاره جريانونه دي، بې له دې چې په پایلو منفي اغېز ولري. دا چاره د مسلکي روزل شوو اشخاصو په واسطه په عادي ډول تر لاسه کېږي او د ځينو ملي پروګرامونو برخه کېدلی شي، چې پورته پرې بحث وشو. د ځيرکو تيليفونونو وروستني apps د کورونو څښتنانو ته د دې وړتيا ورکوي، چې په خپله د مصنوعي انرژۍ د حسابی چارو ميزان بشپړ کړي.  [۸]

د ودانۍ ټيکنالوژي او ځيرک ميټرونه د انرژي سوداګريزو او استوګنيزو دواړو کاروونکو ته اجازه ورکولی شي، چې هغه اغېزه وګوري ، چې د دوی د انرژۍ استعمال يې د دوی په کارځايونو او کورونو کې لرلی شي. د انرژي د اصلي وخت پرمختللې اندازه کول، له خلکو سره د هغوی د کړنو په واسطه د انرژي په ساتلو کې مرسته کولی شي. [۹]

د تابع يا انفعالي (غير فعال) لمريزې ودانۍ په ډيزاين (passive solar building design) کې کړکۍ، دېوالونه او فرشونه (ځمکې) داسې جوړې شوې دي، چې په ژمي کې د تودوخې په بڼه لمريزه انرژي راټوله، زېرمه اوووېشي او په اوړي کې لمريزه تودوخه نفې کړي. دې ته انفعالي لمريزه نقشه يا اقليمي نقشه وايي، ځکه چې د لمريز حرارت فعال سيستمونو برعکس، دا سيستم د ميخانيکي او برېښنايي وسايلو کارونه رانغاړي.

د انفعالي لمريزې ودانۍ د نقشه کولو کليد له محيطي اقليم نه تر ټولو غوره ګټه اخېستنه ده. د کړکۍ ځای په ځای کوونکې او د صيقل کولو د ډول په ګډون هغه عناصر، چې بايد په نظر کې ونيول شي، حرارتي بېلوالی (thermal insulation)، حرارتي کتله (thermal mass) او سيوری دي. د انفعالي لمريزې نقشې مېتودونه، په نوو ودانيو کې په خورا اسانۍ سره عملي کېدلی شي، مګر شته ودانۍ retrofitted اوسېدلی شي.

د سوداګريو په واسطه په خپلو سوداګريزو ودانيو کې د انرژي د ساتنې معيارونو پر لاره اچول، ډېر کله د انرژي خدماتو کمپنۍ (ESCOs) ګوماري، چې د انرژي د ترسره کوونې په قراردادونوکې تجربه شوي دي. دا صنعت د شاوخوا ۱۹۷۰ لسيزو را په دېخوا شته او نن ورځ د بل هر وخت په پرتله زيات لوړ دی. د امريکا متحده ايالاتو پر بنسټ سازمان EVO (د ګټورتوب د ارزښت موندنې سازمان) د ESCOs لپاره د لارښوونو يوه ټولګه جوړه کړېده، تر څو د هغې ذخيرې په ارزونه کې پيروي وکړي، چې د ECMs (د انرژي د ساتنې معيارونو) په واسطه تر لاسه شوي ده. دې لارښوونو ته، د نړيوالې اجرا معيار او تائيد پروتوکول IPMVP (International Performance Measurement and Verification Protocol) وايي. [۱۰]

لېږد را لېږد(حمل و نقل)[سمول]

په متحده ايالاتو کې کليوالي زېربنا فوسيلی سون توکو ته د اسانه لاسرسي دورې په جريان کې تکامل وکړ، چې په حمل او نقل پورې تړلو د ژوند سيستمونه يې رهبري کړل. حوزوي اصلاحات چې ستر کليوالي غلظت ته اجازه ورکوي او په خپلو پښو (پلی) او بايسکل چلونې لپاره نقشې جوړوي، کولی شي په لويه پيمانه د لېږدرالېږد لپاره مصرف شوې انرژي راکمه کړي. د سترو شرکتونو په واسطه د مخابراتي لاسرسي استعمال، د انرژي د ساتنې په موخه يوه ګټوره موکه ده. اوسمهال زيات امريکايان، په هغو خدماتي دندو کې کار کوي، چې دوی ته د دې توانايي ورکوي، چې هره ورځ دفتر ته د راتللو پرځای يوازې له کوره کار وکړي. د دې چارې په چاپېريالي اغېزو کې د ګلخانه يې ګازونو د توليد لږوالی شامليږي. په مادريد کې د ښار مرکز ته د موټرو د لاسرسي له محدوديت نه وروسته، د ښار په مرکز کې د نايتروجن اکسايد کچه ٪۳۸ او د کاربن ډای اکسايد کچه ٪۱۳،۲ ته راټيټه شوه. [۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. Zehner, Ozzie (2018). Unintended consequences of green technologies – Uncorrected proof (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۳ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "A guide for effective energy saving". Renewable Energy World. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Top 5 reasons to be energy efficient". Alliance to Save Energy (ASE). 20 July 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. R.Chattopadhyay (2014). Green Tribology, Green Surface Engineering and Global Warming. ASM International,USA. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1627080644. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zehner, Ozzie (2012). Green Illusions. Lincoln and London: University of Nebraska Press. د کتاب پاڼي 179–182. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Patrick Leslie, Joshua Pearce, Rob Harrap, Sylvie Daniel, "The application of smartphone technology to economic and environmental analysis of building energy conservation strategies Archived 17 December 2021 at the Wayback Machine.", International Journal of Sustainable Energy 31(5), pp. 295–311 (2012). open access Archived 12 November 2017 at the Wayback Machine.
  9. July 2009 European Commission's Directorate-General for Energy and Transport initiative, "Energy Savings from Intelligent Metering and Behavioural Change (INTELLIGENT METERING) http://www.managenergy.net/products/R1951.htm Archived 13 August 2010 at the Wayback Machine.", 2009
  10. "Efficiency Valuation Organization". مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Reid, Carlton (8 March 2019). "Closing Central Madrid To Cars Resulted In 9.5% Boost To Retail Spending, Finds Bank Analysis". Forbes. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)