د افغانستان توکمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان یوڅو توکمیزه او تر ډېره قومي ټولنه ده. د هېواد نفوس له ګڼو توکمیزو ژبنیو ډلو جوړ دی، لکه: پښتون، تاجیک، هزاره، اوزبیک، ایماق، ترکمن، بلوڅ، پشه یي، نورستاني، ګوجر، عرب، براهوي، قزلباش، قرغز، پامیري، سادات او نور.

د افغانستان پخوانی ملي سرود او اساسي قانون (له ۲۰۲۱ز کال نه مخکې) د دوی څوارلسو نومونو ته اشاره کوي، که څه هم لیستونه یې کټ مټ یو شان نه دي.[۱]

ملي هویت[سمول]

د «افغان» کلیمه له «پښتون» قوم سره هممانیزه ده، خو اوسمهال دا اصطلاح د هغو خلکو په ملي هویت بدله شوې، چې په افغانستان کې ژوند کوي. [۲][۳]

د افغانستان ملي کلتور یو شان نه دی، په ورته وخت کې د بېلابېلو توکمونو ترمنځ ډېر توپیر نشته، پر دې سربېره، توکمیزې ډلې په نژادي توګه سره ورته نه دي. د افغانستان توکمونو د یو بل دودونه او جشنونه منلي او ټول سره ورته کلتور لري؛ لکه: نوروز د نوي کال جشن دی، چې په افغانستان کې د بېلابېلو توکمونو له خوا لمانځل کېږي. [۴]

توکمیزې ډلې[سمول]

ایماق[سمول]

ایماق په ترکي – منګولیک (اویماق) کې د قبیلې معنا لري، چې یوه توکمیزه فرقه نه ده، خو له نیمه کوچیانو او د هزاره، تاجیک او بلوڅو په ګډون د بېلابېلو توکمونو له کرنیزو قبیلو سره توپیر کوي، چې دا توکم په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې رامنځته شوی دی. دوی د بادغیس، غور او هرات ولایتونو په لوېدیځو سیمو کې د ناقبیله یي وګړو په منځ کې ژوند کوي، دوی سني مسلمانان دي، د فارسي په ایماقي ګړدود چې دري ژبې ته نږدې دی، خبرې کوي. د نفوس اټکلونه یې ډېر توپیر لري، له ۵۰۰۰۰۰ نه لږ او تر ۸۰۰۰۰۰ پورې رسېږي.[۵]

بلوڅ[سمول]

بلوڅان د بلوڅي ژبې ویونکي دي، چې زیاتره یې د افغانستان په بلوچستان او شاوخوا سیمو کې ژوند کوي. په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د دوی شمېر ۱۰۰۰۰۰ اټکل شوی، خو اوس شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ دی. د افغانستان زیاتره بلوڅان شپانه او د دښتو اوسېدونکي دي، ډېری یې سني مسلمانان دي. عبدالکریم براهوي د نیمروز پخوانی والي بلوڅ توکمی و. [۶]

هزاره[سمول]

هزاره ګان په افغانستان کې درېیمه لویه توکمیزه ډله ده. دوی د مرکزي افغانستان په هزاره جات سیمه کې اوسېږي. د ژبې له پلوه، دوی د دري – فارسي په هزاره ګي ګړدود خبرې کوي او کله ناکله، د دوی ګړدود د ترکي او مغولي له پور وییونو سره ګډېږي. دوی پر اسلام باور لري.[۷][۸]

نورستاني[سمول]

نورستانیان هندو- آریاني وګړي دي، چې د آریایي قوم د درېیمې خپلواکې څانګې استازیتوب کوي (هندو آریایي، آریاني او نورستاني). دوی د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې او د پاکستان په چترال ولسوالۍ کې ژوند کوي. نورستانیان په بېلابېلو ژبو خبرې کوي. په تاریخي لحاظ دوی د کفارو په نامه پېژندل شوي او سیمې ته یې کافرستان ویل، چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال دې سیمې ته اسلام راغی او د «نورستان» په نامه یاد شو، چې معنا یې د «رڼا ځمکه» ده. دوی د نورو افغانانو په څېر سني مسلمانان دي. په ۱۹۹۰ز کال کې یې نفوس ۱۲۵۰۰۰ اټکل شوی و، خو نورستانیان خپل شمېر ۳۰۰۰۰۰ ګڼي.[۹][۱۰]

پښتون[سمول]

پښتانه په افغانستان کې یوه ستره توکمیزه ډله ده، چې له ۳۸سلنې نه تر ۵۰سلنې پورې (په ۲۰۱۸ز کال کې د اسیایي بنسټ له خوا د ټولنپوهنې د څېړنو معلومات) د هېواد نفوس جوړوي. زیاتره پښتانه سني مسلمانان دي. په ۱۷۰۹ز کال کې د هوتکیانو له کورنۍ او په ۱۷۴۷ز کال کې له دراني سترواکۍ وروسته پښتنو د ټولنو په جوړولو سره په افغانستان او پاکستان کې پراختیا وموندله. [۱۱][۱۲][۱۳]

د پښتو د اصلیت په اړه متضادې نظریې هم د تاریخپوهانو او هم د پښتنو ترمنځ شته. ځینې لرغوني ډلې، چې له پښتنون سره سمون لري، د اوسنیو پښتنو اصلي نیکونه بلل شوي. یونانی تاریخ لیکونکی هیروډوټس د پکتیانو په نامه وګړي یاد کړي، چې له میلاده مخکې د لومړۍ زریزې په پیل کې یې د اکیمینید په اراکوشیا ساټراپ کې ژوند کاوه. له میلاده وروسته له درېیمې پېړۍ راهیسې دوی د افغان په نامه یادېږي او ویل کېږي، چې دا نوم به ګاونډیانو پارسیانو ورکړی وي. ځینې په دې باور دي، چې د افغان قوم نوم د پراکرېټ او آواګانا قومونو له نومونو سره تړاو لري، چې له میلاده وروسته په ۶مه پېړۍ کې پېژندل شوي. دوی د افغانا په نامه د پښتنو خیالي نیکه ته اشاره کوي، چې د اسرائیلي پاچا شاول لمسی و.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نورو سرچینو له مخې: ځینې پښتانه ښایي د اسراېیلو ورکې شوې قبیلې وې، چې د عربو د سترواکۍ پرمهال یې اسلام منلی و. له ۱۳مې پېړۍ را وروسته د پښتنو ځینو قبایلو له خپل دودیز ټاټوبي بهر د سویلي اسیا سیمې فتحه کړې. [۱۸]

د افغانستان اوسنی ملي هویت د ۱۸مې پېړۍ په نیمایي کې د احمد شاه دراني د واکمنۍ پر مهال وده وکړه. احمد شاه درانی د دراني سترواکۍ بنسټ اېښودونکی و.[۱۹]

په افغانستان کې د یادولو وړ پښتانه دا دي: حامد کرزی، اشرف غني، نازو توخي، وزیر اکبرخان، ملاله میوندۍ، عبدالاحد مومند، عمر زاخیلوال، اسدالله خالد، محمد حنیف اتمر، نغمه، فرهاد دریا، شکریه بارکزۍ او فوزیه ګیلاني.[۲۰]

تاجیک[سمول]

تاجیکان په افغانستان کې دویمه لویه توکمیزه ډله ده. دوی اصلي پارسي ژبي وګړي دي. د تاجیک اصطلاح، چې پخوا یې لږ و ډېر سپکاوی کېده، نو یوازې په تېرو څو لسیزو کې، په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا کې د شوروي د ادارې په پایله کې د منلو وړ شوه. د تاجیکانو نور نومونه دا دي: فارسي، فارسیوان (فارسي ژبي) او دیهګان. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د افغانستان د نورو توکمونو په څېر، د تاجیکانو اصلیت هم یو پټ راز دی. په افغانستان کې په ۱۹۹۵ز کال کې ټولټال ۴.۵ میلیونه تاجیکان وو. د بریتانیکا دایرت المعارف روښانوي چې: د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې د ټول نفوس یو پر پینځمه برخه جوړوي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ډېری تاجیکان د افغانستان په هرات ولایت کې مېشت دي. دوی په مزار شریف کې ۶۰سلنه، په کابل ښار کې کابو ۴۵سلنه او په غزني کې ۵۰سلنه دي. ډېری یې په افغان ملي ځواکونو کې (ANSF) دي او نور یې په لویو ښارونو کې دولتي چارواکي، ډاکټران، ښوونکي، پروفیسوران، سوداګر او دوکانداران دي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

ترکمن[سمول]

ترکمنان په افغانستان کې یو کوچنی ترک ژبی توکم دی. دوی سني مسلمانان دي او د دوی رېښه تر ډېره ازبکو ته ورته ده، خو ترکمنان د اوزبیکانو پر خلاف، په دودیز ډول کوچیان دي ( دوی اړ شول، چې په ترکمنستان کې د شوروي تر واکمنۍ لاندې دا ډول ژوند پرېږدي). په ۱۹۹۰ لسیزه کې د دوی شمېر شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ و.[۳۳][۳۴]

کوچنۍ ډلې[سمول]

کوچنۍ توکمیزې ډلې دا دي: پشه یي، قرغیز، پامیري، عرب، ګوجر، مغول، اورمر، واخي، درد، سیکان، هندوان او نور.

توکمیز جوړښت[سمول]

د افغانستان نفوس په ۲۰۱۷ز کال کې ۲۹.۲ میلیونه اټکل شوی، چې ۱۵ میلیونه یې نارینه او ۱۴.۲ میلیونه یې ښځینه دي. شاوخوا ۲۲سلنه یې ښاریان او پاتې ۷۸سلنه یې کلیوالي ژوند لري. ۳ میلیونه افغانان په منځ مهاله ډول په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشت دي، چې ډېری یې په دغو دوو هېوادونو کې زېږېدلي او هملته لوی شوي دي؛ نو له دوی سره د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۳۳۳۲۰۲ ته رسېږي او د اوسنۍ ودې کچه یې ۲.۳۴سلنه ده.[۳۵][۳۶][۳۷]

افغان حکومت اعلان وکړ، چې د برېښنایي پېژندپاڼو ورکول به پیل کړي او په هغه کې به د هر وګړي قومیت ولیکل شي. تمه کېږي، چې دا بهیر به د هېواد د توکمیزو ډلو د اندازې او جوړښت کره ارقام په ډاګه کړي. [۳۸][۳۹]

سرچینې[سمول]

  1. "Article Four of the Constitution of Afghanistan". خونديځ د اصلي څخه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۷. The nation of Afghanistan is کينډۍ:Sic the following ethnic groups: Pashtun, Tajik, Hazara, Uzbak, Turkman, Baluch, Pashai, Nuristani, Aimaq, Arab, Qirghiz, Qizilbash, Gujur, Brahwui and others. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Kieffer, Ch. M. "Afghan". Encyclopædia Iranica. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ نومبر ۲۰۱۳. From a more limited, ethnological point of view, "Afḡān" is the term by which the Persian-speakers of Afghanistan (and the non-Paṧtō-speaking ethnic groups generally) designate the Paṧtūn. The equation Afghans = Paṧtūn has been propagated all the more, both in and beyond Afghanistan, because the Paṧtūn tribal confederation is by far the most important in the country, numerically and politically. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "ABC NEWS/BBC/ARD poll – Afghanistan: Where Things Stand" (PDF). ABC News. Kabul, Afghanistan. د کتاب پاڼي 38–40. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۸ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Afghanistan – Non-Muslims". countrystudies.us. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Library of Congress, Aimaq". loc.gov. خونديځ د اصلي څخه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Ethnic Groups". Library of Congress Country Studies. 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "HAZĀRA". Arash Khazeni, Alessandro Monsutti, Charles M. Kieffer. Encyclopædia Iranica. 15 December 2003. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. "Ethnic Groups". Library of Congress Country Studies. 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Afghanistan: (iv.) ethnocgraphy". L. Dupree. Encyclopædia Iranica. July 1982. خونديځ د اصلي څخه ۱۰ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Afganistan in 2018. A Survey of the Afghan People (PDF). The Asia Foundation. 2018. د کتاب پاڼې 283. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Ethnic map of Afghanistan" (PDF). Thomas Gouttierre, Center For Afghanistan Studies, University of Nebraska at Omaha; Matthew S. Baker, Stratfor. National Geographic Society. 2003. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۵ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. See:
  14. "Afghan and Afghanistan". Abdul Hai Habibi. alamahabibi.com. 1969. خونديځ د اصلي څخه ۰۷ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Pashtun". Encyclopædia Britannica. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Chapter 7 Archived 16 December 2006 at the Wayback Machine. of The History of Herodotus (trans. George Rawlinson; originally written 440 BC) (retrieved 10 January 2007)
  17. Kieffer, Ch. M. "Afghan". Encyclopædia Iranica. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ نومبر ۲۰۱۳. From a more limited, ethnological point of view, "Afḡān" is the term by which the Persian-speakers of Afghanistan (and the non-Paṧtō-speaking ethnic groups generally) designate the Paṧtūn. The equation Afghans = Paṧtūn has been propagated all the more, both in and beyond Afghanistan, because the Paṧtūn tribal confederation is by far the most important in the country, numerically and politically. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Pashtun". Encyclopædia Britannica. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Afghanistan". CIA World Factbook. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Afghan Government 2009" (PDF). Central Intelligence Agency. Southern Center for International Studies. 28 September 2009. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Richard Foltz, A History of the Tajiks: Iranians of the East, London: Bloomsbury, 2019, p. 173.
  22. Perry, John (20 July 2009). "TAJIK i. THE ETHNONYM: ORIGINS AND APPLICATION". Encyclopædia Iranica. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ مې ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "AFGHĀNISTĀN". Encyclopaedia of Islam (CD-ROM Edition v. 1.0). (1999). Leiden, The Netherlands: Koninklijke Brill NV. 
  24. "TĀDJĪK". Encyclopaedia of Islam (CD-ROM Edition v. 1.0). (1999). Leiden, The Netherlands: Koninklijke Brill NV. 
  25. Richard S. Newell "Post-Soviet Afghanistan: The Position of the Minorities". Asian Survey, Vol. 29, No. 11 (Nov. 1989), pp. 1090–1108. Publisher: University of California Press
  26. Perry, John (20 July 2009). "TAJIK i. THE ETHNONYM: ORIGINS AND APPLICATION". Encyclopædia Iranica. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ مې ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. "Tajik". Encyclopædia Britannica. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۱. There were about 5,000,000 in Afghanistan, where they constituted about one-fifth of the population. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Ethnic Groups". Library of Congress Country Studies. 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Wörmer, Nils (2012). "The Networks of Kunduz: A History of Conflict and Their Actors, from 1992 to 2001" (PDF). Stiftung Wissenschaft und Politik. Afghanistan Analysts Network. د کتاب پاڼې 8. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۴ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. While non-Pashtun settlers from inside Afghanistan such as Tajiks, Hazara or Baluch people moved to Kataghan during the late nineteenth and early twentieth century as well, the most considerable wave of non-Pashtun immigration to the northeast occurred in the 1920s. By this time between one-and two-hundred thousand Tajiks and Uzbeks fled the conquest of their homeland by Russian Red Army and settled in northern Afghanistan منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Afghanistan: Glossary". British Library. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ جولای ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۰۸. tajiks An ethnic minority group migrated from former Russian Turkestan, ethnically and linguistically Persian, residing north of the Hindu Kush and around Kabul منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Tajik". Encyclopædia Britannica. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۱. There were about 5,000,000 in Afghanistan, where they constituted about one-fifth of the population. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "2003 National Geographic Population Map" (PDF). Thomas Gouttierre, Center For Afghanistan Studies, University of Nebraska at Omaha; Matthew S. Baker, Stratfor. National Geographic Society. 2003. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۵ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Ethnic Groups". Library of Congress Country Studies. 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "Afghanistan: (iv.) ethnocgraphy". L. Dupree. Encyclopædia Iranica. July 1982. خونديځ د اصلي څخه ۱۰ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "Afghan Population 29.2 Million – Pajhwok Afghan News". www.pajhwok.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. "Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. (په 20 November 2011 باندې). Afghanistan's population reaches 26m. Pajhwok Afghan News
  38. (په 26 May 2013 باندې). Senators stress caution in ID cards issuance. Pajhwok Afghan News
  39. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).