د احمد شاه بابا مقبره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د احمد شاه دراني مقبره نه مخ گرځېدلی)
د احمدشاه بابا مقبره
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
هېواد
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۳۷′۱۱″شمال ۶۵°۴۲′۳۰″ختیځ / 31.61969°شمال 65.70842°ختيځ / 31.61969; 65.70842 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د احمد شاه بابا مقبره په 2021 کي
د احمد شاه بابا مقبره په 1910 کي

د احمد شاه بابا دراني مقبره د افغانستان په کندهار ولايت کي موقعيت لري. دا د کندهار یو له مهمو تاریخي ځایونو څخه ګڼل کیږي. احمدشاه دراني چي د کندهاریانو ترمنځ په ډېره مینه د احمدشاه بابا په نوم یادېږي، د ۱۷۴۷ او ۱۷۷۲ کلونو ترمنځ د کندهار د دراني امپراتورۍ واکمن تېر سوی دی.

د احمدشاه بابا مقبره د په زړه پورې اکټاگونال یادگار په بیسالټیک پلیټ فارم کي ولاړه ده. د ساده خټینو خښتو بهرنۍ برخه د متقابل (مخامخ) لوړوالی او ژورو بې شمیره طاقونو سره سینګار سوې ده، او په نازک ډول د ژړ او شین ، شنه او نیلي کاشیو سره ډیزاین ورکړل سوی دی. د مقبرې لوړ منارونه د یادګار د اصلي برخي په سر کي د ګلانو بیلسټراډ سره تړل سوي دي، او شاته یې د لنډو منارونو یو بل سیټ په نیلي رنګ باندي د یو لړ کمو طاقونو په سر کي د یو ډرم تاج شاوخوا د روښانه نیلي ټایلونو گنبد سره جوړ سوی دی. د اصلي محرابونو سوفټونه په ډېره ځیرکتیا سره په شاتنیو برخو کي په بڼه ییزه توګه سینګار سوي دي، چي د نیمه حلقو څخه جوړ سوي د لاپیس لازولي او سرو زرو د ګلانو سره ورته والی لري.

نور ولولئ[سمول]

مقبرې ته چي کله یو څوک ننوزي بهرنۍ سینګار سوې بڼه خورا ورته سپینه ښکاري. د زیارت کوونکو سترګي د مرمرو په فرش کي د ښکلي افغاني غالۍ څخه نیولې بیا د گنبد په ښکلي رنګ سوي او ژړ سوي ګلانو باندي د رنګ او ډیزاین له کبله ددې مقبرې په ښایست نه مړیږي. د دېوالونو د جوړښت په شاوخوا کي په ژړ او نسواري رنګونو باندي نیلي-شنې کاشیاني په کندهار کې جوړي سوي دي او د هرات د کاشیانو له کار څخه خورا ځانګړې بڼه لري.

د مقبري کونج ته په لاندي خوا کي په اتو کونجونو باندي په سپینه نیلي کاشي کي یوه لویه لیکنه د امپراتور احمدشاه بابا دراني فضیلتونه او ښېګڼي بیانوي

په مقبره کي سرکوفګس د افغان مرمر څخه جوړ سوی دی، او د ژورو شرابو مخمل د سرو زرو په ګنډل سوي ټوکر کي پوښل سوی دی. د دې تر څنګ د مقبرې سرته یو میز دی چي د قرآن کریم ښایستې نسخې او د شیشې په المارۍ کي د سرو زرو پوښل سوې خولۍ او د سپینو زرو یوه لکړه د دوه سرونو مرغیو سره رغول سوې پراته دي. له همدغو شیانو سره احمدشاه درانی جګړې ته تللی وو.

د مقبرې د احاطې دننه جامع جومات هم شتون لري چي د چادرۍ زیارت لري، او باور کیږي د اسلام د پیغمبر محمدﷺ لخوا اغوستل سوې ده.

سرچينې[سمول]