دماغي مړينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ماغزو مړينه يا دماغي مړينه (په انگرېزي: Brain Death) د ماغزو د ټولو نورماله کړنو پای دی چې دغه حالت هېڅکله نه په شاکېږي. د ماغزو مړينه د سېرېبرال نيورانونو د بشپړ نېکروسېز په پايله کې رامېنځ ته کېږي. د سېرېبرال نيورانونو نېکروسېز او په ماغزو کې د آکسيجن د کمښت او نشتوالی د دماغي مړينې ستر لامل گڼل کېږي. د دغه حالت او دوامدارې بيهوشۍ سره توپير بايد وشي او بايد چې څوک د دغو دوو حالتونو تر مېنځ ټکنی نه شي.

د ماغزو مړينه، که د ټولو ماغزو او يا يوازې د ماغزو د ډنډر وي، دا دواړه حالتونه په قانوني توگه د مړينې په توگه پېژندل شوي.