د مقدس ویټوس کليسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مقدس ویټوس کليسا
هېواد دچېک جمهوریت
ښار پراگ
معمار ماتهیاس آراس
پتر پارلیږ
ودانی گوتی کلیسا
۱۳۴۴
۱۹۲۹
د مقدس ویټوس کليسا

د مقدس ویټوس کليسا (په چیکی: Katedrála svatého Víta, Václava a Vojtěcha) د درو غولو یوه لویه گوتی کلیسا، چیکی اشرافو او پاچو آرامځای، د لوی اسقف مقر او عبادتځای ده چی په پراگ کی په پراگ کلا کی پرته ده. دغه کلیسا د پراگ تر ټولو مشهوره مذهبی او تاریخی ودانی ده. [۱] دغه کلیسا د ۱۳۴۴ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې جوړیدله په دغی کلیسا کې ۲۱ عبادت خانې پرتې دی . د دغو عبادت خانو څخه یوه مشهوره عبادتځای ده چی د مقدس وینسی سلاس د عبادتځای په نوم یادېږي او په دی عبادت ځای کی د چېک پاچایی تاج ذخیره شوی دی. د مقدس ویټوس کلیسا دري برجونه لری. د هغو برجونو څخه سهیلی برج دی چی لوړوالی یی ۹۸ مترو دی او د باروک بام لری. په دی برج کی ۷ زنگونه نصب شوی دی. د هغو زنگونو څخه د زیکموند زنگ دی چی وزن یی ۱۳،۵ تنو ته رسېږی او د چېک د جمهوریت تر ټولو لوی او دروند زنگ دی.[۲]

تاریخ

د مقدس ویټوس کلیسا د جوړولو په ۱۳۴۴ کال کی د پاچا یان لوگزامبورگ په حضور کی پېل شو اور ماتهیاس آراس د معمارانو مشر انتخاب شو. ماتهیاس آراس په کلیسا کی ۹ عبادتخانې جوړې کړې. د ماتهیاس آراس تر وفات وروسته په ۱۳۵۲ کال کی یو ځوان معمار پتر پارلېږ د معمارانو مشر شو. پتر پارلېږ په کلیسا کی ښایسته د شبکو طاق او د وینسی سلاس عبادتځای جوړ کړ. په دی وخت کی د سهیلی برج د جوړولو هم پېل شو. د شاه لودویک یاگېلون د حکومت په وخت کی جرمنی معمار بينيډیکت ریت یوه لویه پاچایی عبادتځای جوړه کړه. د پتر پارلیږ تر وفات وروسته د کليسا د جوړولو کار وځنډېد د ۱۸۷۳ کال څخه تر ۱۸۹۹ کال پورې معمار یوسیف موسکېر د کلیسا نما جوړ کړ. د مقدس ویټوس کلیسا په ۱۹۲۹ کال کی د چکوسلوکیا د ولسمشر توماش گاریگ ماساریک په حضور کی تکمیل شو.[۳]























سرچينې