د لغمان پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لغمان پوهنتون د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې پروت پوهنتون دي چې د ١٣٨٩ هـ ش کال د لیندۍ مياشتې په ۶ تاريخ لاسليک شوی، او د يادې مياشتې په ۲۷ تاريخ کې د سلطان غازي بابا په ښارگوټي کې افتتاح شو.[۱]

د پوهنتون لپاره په سرخکانو ښارگوټي کې ۲۰۴ جريبه او د مهترلام په سلطان غازي ښارگوټي کې ۲۱۶ جريبه ځمکه د پوهنتون د ودانۍ لپاره په پام کې نيول شوې ده.[۲]

جوړښت

دلغمان پوهنتون فعلاً پنځه پوهنځي لري:

  • د زراعت پوهنځی، دغه څانگې لري: زراعتي اقتصاد او چاپېريال ساتنه او ځنگلدارياوباغداری او نباتاتو ساتنه او اګرانومي

او ریس یې پوهنیار محمد باهر بزرګزاده دی

  • د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى، دغه څانگې لري: ژورناليزم او لايبريري ساينس او انګلیسياو پښتو او ریس یې پوهنیار سردار ولي اسرار دی .
  • انجینري پوهنځی

د سیول انجینرۍ څانګه لری او ريس د یاد پوهنځي پوهنیار محمد خالد ناصري دی

  • ښوونې او روزنې پوهنځی چې دغه څانګې لری

ریاضي وفزیکاوكرايين کیمیا وبیولوژياوتاریخ وجغرافیه.


  • اقتصادپوهنځی

داقتصاد پوهنځي د اوس لپاره دوه څانګې لری او ریس یې پوهنمل شامحمود افغان دی

د پوهنتون ریس

لغمان پوهنتون ریس پوهنمل دوکتور عصمت الله درانی دی چې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې څخه فارغ شوی دی

د پوهنتون علمي معاون

دیپلوم انجنير پوهنیار میرویس صدیقمل نومېږي

داهم وگورئ

سرچينې

  1. "د لغمان پوهنتون لنډه پيژندنه". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. د لغمان پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه[مړه لينکونه]