د البيروني پوهنتون
د ويکيپېډيا لخوا
د البيروني پوهنتون (په انګرېزي: Al-Beruni University) د کاپيسا په ولايت کې يو افغاني پوهنتون دی چې په ۱۹۹۸ ز. کال کې يې بنسټ ايښودل شوی. دا پوهنتون د ۱۱ مې پېړۍ د نامتو افغان فيلسوف ابو ريحان محمد بن احمد بيروني په نوم نومېدلی.
د البېروني پوهنتون د کاپيسا د ولايت د کوهستان په ولسوالۍ کې د ګلبهار د نساجي د فابريکې تر څنګ موقعيت لري. دا پوهنتون د کابل نه ۷۰ ميله ليرې واټن کې پروت دی او څه د پاسه ۱۵۰۰ زده کوونکي لري. د دې پوهنتون اوسنی ريس رشيد خان عزيز کوهستانی دی. په دغه پوهنتون کې د لاندينيو څانګو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي: