د قدس ځواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د قدس ځواک
نیروی قدس
هېواد ايران
پیدایښت ۱۹۷۹
د عسکرو شمیر ۱۵،۰۰۰
پوځ د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک
قوماندان جنرال قاسم سلیمانی

د قدس ډله (په پارسی کې: نیروی قدس) د سپاه پاسداران انقلاب یوه خاصه ډله ده چې له ایرانه بهر د عملیاتو مشري کوي. دغه ډله هم د ۹۰۰۰ اداره په نوم یادېږی. دغه ډله هم افراطی اسلامی غورځنگونو ملاټر کوی. د ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیمانی دی او د قدس ډله ۱۵،۰۰۰ عسکران لری.

تاریخ

د قدس ډله د ایران- عراق جگړه په وخت کې جوړه شوه. په دی وخت کې دغه ډله د کردانو مخالفینو ته وسلې ورکولې او په افغانستان کې یی د احمد شاه مسعود ډلې ملاټر کوله. د قدس ډله د ۱۹۸۳ کال څخه د حزب الله د اسلامی غورځنگ ته وسلې ورکوی او د پوځی عملیاتو سره هم مرسته کوی. په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان جگړه په وخت کې د قدس عسكرى منصبدارانو د کوثر د توغندی په مرسته اسرائيلی بيړۍ ويجاړ کړل. د قدس ډله په عراق کې د ۲۰۰۳ کال څخه د شیعی مهدی پوځ ملاټر کوی.