خروار ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د خروار ولسوالۍ انځور
د خروار ولسوالۍ انځور
د خروار ولسوالۍ انځور

هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۳°۴۱′۴۲″شمال ۶۸°۵۳′۳۴″ختیځ / 33.695°شمال 68.892777777778°ختيځ / 33.695; 68.892777777778[۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه لوګر ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2484 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053258[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

خروار دلوگر یو له تاریخي سیمو څخه ده او په اداری حساب اوسمهال یوه ولسوالۍ گنل کیږي،چې له غزني سره گډه پوله لري.پر کال ۴۲۲هجري سپوږمیز کې امیر مسعود دښکار په تکل خروار او خارمرغ سیمې ته تللی و.

د استاد علامه حبیبي په وینا:دادوه سیمې (خروار اوخارمرغ) غزني ته نږدې یانې اوسني لوگرپه خروار ولسوالۍ کې چې هغه مهال دغزني په مربوطاتو پورې اړوندې وې ښکارځایونه وو.نوموړی دلیل دا راوړي،چې امیر معسود دروژې په ۱۳مه نیټه له غزني څخه لاړ او په ۲۳مه ورځ بیرته راستون شو.په دې مانا چې امیر مسعود لس ورځې په همدغه سیمه(خروار) کې په ښکارکولو تیرې کړې وې.(۱۶)دا خروار اوس هم دیوې ولسوالۍ په جوله دلوگر په لودیځ کې پروت دی،چې ورکې آِکاخیل،سهاک، یو کلی شنیواري، اندړ ي،ککوزي او ځینې نور قومونه میشته دي.خروار یو د اوبو بند هم لري، چې دخروار د اوبو بند په نامه یادیږي.پاتې شوه د خارمرغ کلیمه چې پورته مو يادونه وکړه.دخار وروستۍ کلیمه(مرغ)دسمسور او زرغون په مانا دی او په افغانستان کې دمرغ او مرغې په نامه سیمې شته دي.په اوستا کې هم ددې کلیمې آر مریغهMaregha شته ده،چې دچمن په ماناراغلې ده.(۱۷)

خو دحبیبي صیب د(خارمرغ) کلیمه چې ده ېې ذکر کړی دی. اوس ېې کومه نښه نه تر سترگو کیږي او دلوگر په اړوندو سیمو کې تر دې نامه لاندې کومه سیمه نه شته،خو کیدای شي،چې دغه سیمه دغزني په مربوطاتو کې دکومې سیمې نوم وي او یا هم داسیمه اوس په بله بڼه یا نامه اوښتی وي. د مرغې په خروار بیا کټ مټ دپخوا په څیر ژوندی دی.حبیبي صیب په خپلو څیړنو کې ویلي دي،چې دا دوه سیمې یو دبل څنگ ته پرتې دي،چې داسې نه ده .لومړنۍ سیمه(خروار) سمه ده او په لوگر کې پرته ده خوددویمې سیمې په اړند کومه سیمه په لوگر کې منسوبه نه ده.

دخروار لرغونې سیمه په خپل زړه کې یوه بله کولتوري سیمه ساتلې ده،چې لرغونتیا ېې سلگونه کلونه وړاندې زمانو ته رسیږي او داسیمه کافرکوټ نومیږي.کافر کوټ په خروار کې یوه سیمه ده،چې ورکې یو لرغونی ښار میندل شوی او له دغه زاړه ښار څخه د سروزرو، سپینوزرو او گچو څخه جوړې شوې مجسمې او لوښي ترلاسه شوي.دلرغونپیژندونکو په وینا قدامت ېې دبودایانو(۲۶۰ز) او کوشانیانو( ۱۶۵ز)زمانو ته رسیږي،چې څه دپاسه اتلس سوه کلن لرغونتوب لري.په دې توگه په خروار کې کافرکوټ دزرگونو کالونو کولتوري، تاریخي او مذهبي سیمه او مینه اوسیدلې ده.یادونه: د مرغې په نوم سیمه اوس هم د خروار او زرمت ترمینځ د غرو په مینځ کې یو سمیه شته چې سیلمان زي ورباندې میشت دي. ښایي چې همدا سیمه وي چې نوم یې تر اوسه هم مرغه ده.


  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537176 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 7053258  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported