حيات الله قريشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
استاد قريشي د وينا پر مهال

دروند استاد ښاغلی حیات الله (قريشي) د مرحوم مامور سيد رحمان (قريشي) زوی د مرحوم سید حبيب الرحمن (مهدي قريشي) لمسی د ميرزا حاجي حضرت گل کړوسی چې په کال (۱۳۵۵) هـ.ش کې د لغمان ولايت د مرکز اړوند د هرمل د لعل کلا په يوه متدینه او با ادبه کورنۍ کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې يې د هرمل په ښوونځۍ کې (هغه وخت يې لا ودانۍ اباده نه وه) تر شنه اسمان لاندې په سپينو شگو کې بشپړې کړې، ثانوي زده کړې يې د روښان په عالي ليسه کې، او نيمه عالي زده کړې يې په لغمان عالي دارالمعلمينين کې په اعلی درجه پای ته ورسول . نوموړی په پښتو او دري سربېره په انگليسي ژبه هم روانې خبرې کولای شي، د عربي ژبې سره هم خورا زياته مينه او علاقه لري، قريشي صاحب د ښو اخلاقو خاوند، په اسلامي جامه سمبال، غنم رنگ، او متوسطه ونه لري، د ملگرو سره ډېر همدرد، خواخوږی او زړه سوانده دی، يو عادت يې ما ډېر حيرانوي هغه دا چې هر ځای ته ولاړ شي او هر چا سره څو خبرې وکړي ته به وايې چې دوی له کلونو سره پيژني، يعنې د ژبې فصاحت او بلاغت يې بلا زيات دی او جادويي کمال لري، تل يې د ملگرو سره د خولې نوړۍ نيمه کړی. د ادب او اديبانو لپاره يې ډېر څه کړي چې يادول به يې پېژندنه اوږده کړي، نوموړی دوه کاله د الفلاح خصوصي ښوونځۍ سرښوونکی، د فرهنگي چارو مسؤل او له دې سره سره د ډاکټر عبدالله لغماني په ليسه کې هم د استادۍ سپېڅلې دنده په غاړه لري.

اثار[سمول]

چاپ شوي اثار:

حقيقي مينه. (نعتيه ټولگه) • اسلام سره مو مينه ده. (نعتيه ټولگه)

چاپ ته اماده اثار:

پنځه ملغلرې (شعري ټولگه)

دا هم وگورئ[سمول]

سيد الرحمن قريشي

جمشېد احمد قريشي

حبيب الرحمن قريشي