حنيف خليل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حنيف خليل (زوکړه د ۱۹۷۳ زېږدي کال د مې ۱۲، پېښور) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، ليکوال او څېړونکی دی.

مخينه[سمول]

پروفيسر ډاکټر حنيف د زين خان زوی، په خټه خليل او د ۱۹۷۳ زېږدي کال د مۍ مياشتې پر ۱۲ نېټه د پېښور په بر نوي کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې تر پڼځم ټولگي پورې د سپينې وړۍ په مډل ښوونځي کې کړې دی. لسم ېې په اسلاميه کالجيټ سکول کې، ۔څوارلسم اسلاميه کالج پېښور۔۔۔۔ايم ای اردو او ايم ای پښتو د پېښور پوهنتون نه او دوکتورا ېې هم د پېښور پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده.

ډاکټر حنيف خليل اوسمهال په قايد اعظم پوهنتون کې د پښتو پروفيسر دی او د څېړنې، تنقيد، کلتور، تاريخ، ژبپوهنې، ژباړې، راپورتاژ او شاعرۍ په برخو کې لگيا دی کار کوي، ليکنې او څېړنې ېې ادامه لري.

حنيف د پښتو ژبې د پرمختيا او پراختيا لپاره ډېر ارزښتناک او تلپاتې کارونه او خدمتونه کړي چې هيڅکله د هېرولو نه دي او کلونه کلونه به ژوندي وي او خلکو ته به ېې گټه او خير رسېږي.

پښتو ژبې او ادب سره د ډاکټر حنيف مينه او تړون فطري او د نوموړي په خټه کې اخښل شوی دی. هغه په شعوري ډول دا هڅه او کوښښ کوي چې خپل ولس او قام ته ملي فکر او د هېوادپالنې سياسي شعور ورکړي او د دغه سوچې او پاکې موخې لپاره پښتانه په ځانگړي ډول ځوان کول وروزي او د هغوی سالمه پالنه وکړي.

د ښاغلي حنيف په شاعرۍ کې له خپل ولس او خلکو سره د خواخوږۍ او ژورې مينې او همدغه راز د هېوادپالنې انگازې او تاندې جذبې د لوستونکو پام ځان ته رااړوي چې نوموړي په خپله وينا کې ځای ورکړی او د هنر په گاڼه ېې پسوللي دي.

مدني اکر[سمول]

د شعر بېلگې يې[سمول]

مخ او زلفې علامې د خير او شر دي - نه ېې خير کې څه حاصل کړل نه په شر کې

په پرده کې حسن وينم حسن بين يم - عقابي تاب مې پيدا شولو نظر کې

يا دا چې: 

مه وژنه غريب د خپل ستم په باد - لا به راژوندی شي شرر پېژنم

دواړه د صنم د لاسه اور کې دي - دومره بس خليل او ا‌ذر پېژنم

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

ښاغلي پروفيسر ډاکټر حنيف خليل له پڼځوسو ډېر په پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبو ادبي او علمي اثار ليکلي چې د يو ځو کتابونو نومونه ېې په لاندې ډول دي

الف: په پښتو ژبه ليکلي اثار ۱- د رحمان بابا اعجاز.

۲- پرخه په پرښه (شعري ټولگه).

۳- ماه کامل په دوست محمد کامل.

۴- همېش خليل ژوند او فن.

۵- سليم راز فکر، فن او شخصيت.

۶- تنقيد په پښتو ادب کې.

۷- ۱- ترقی پسند تحريک او پښتو شاعری.

ب: په اردو ژبه ليکل شوي کتابونه

۱- بابای غزل حمزه بابا.

۲- کاکاجي صنوبر شخصيت اور فن.

۳- ولی محمد طوفان شخصيت اور فن.

۴- پښتو زبان و ادب کي تاريخ.

۵- اردو کې تشکيل مين پشتونو کا کردار.

اخځليک[سمول]

۱- https://www.pukhto.net/article-detail/86