حسي اضافه بار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حسي اضافه بار هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د بدن یو یا څو حواس د چاپېریال څخه له کچې پورته پارونه تجربه کړي. زیات چاپېریالي عناصر شته چې یو کس تر اغېز لاندې راولي. ښاري کول، ګڼه ګوڼه، شور، ډله ییزې رسنۍ، ټیکنالوژي، او د معلوماتو چاودېدونکې وده د دې عناصرو له بېلګو دي. [۱][۲][۳]

نښې[سمول]

زیات ډول نښې شته چې انګېرل کېږي، له حسي اضافه بار سره تړاو لري. دا نښې نښانې هم په ماشومانو او هم لویانو کې را څرګندېدای شي. له دې نښو نښانو ځینې په لاندې ډول دي:

  • عصبانیت
  • "تم کول" یا په فعالیتونو او له نورو سره اړیکه کې له ګډون څخه ډډه کول.
  • د نور له لمسولو یا د نور له خوا د ځان له لمسولو ډډه.
  • د هغه شوماشور څخه شکایت چې په نورو اغېز نه کوي.
  • له حده زیاد پارېدل.
  • له روښانه رڼا څخه سترګې پټول.
  • د سترګو نامناسبه اړیکه نیولږ
  • د غږونو له اورېدو غوږونه پټول.
  • د دندو له بشپړېدو پرته د فعالیتونو دوامداره بدلول.
  • د بوټونو، جورابو، د بوټ د بندونو یا نورو کالیو له امله پارېدل.
  • د لمس، حرکت، لید یا غږ پر وړاندې لوړ حساسیت.
  • په ټولنیزه راکړه ورکړه کې ستونزې.
  • د کړنو له حده لوړه یا له حده ټیته کچه .[۴]
  • د عضلاتو ترینګلتیا .
  • ډېرې خولې.
  • ناآرامي او بې کراري
  • قهرجنتوب.
  • ځان ته زیان.
  • بېخوبي او ستوماني.
  • په تمرکز کې ستونزې. [۵]

لاملونه[سمول]

حسي اضافه بار کولای شي، د هر حواس له ډېرې پارېدنې څخه را منځ ته شي.

  • اورېدل: لوړ شور، یا د ډېرو سرچینو څخه غږ، لکه څو کسان چې په یو وخت کې خبرې وکړي.
  • لید: ګڼه ګوڼه یا ګډوډ ځایونه، روښانه حراغونه، نامنظم څراغونه، یا د ډېر حرکت چاپېریال، لکه ګڼه ګوڼه یا په تلویزیون کې د صحنو پرله پسې بدلون.
  • بوی او خوند: قوي بوی یا مصاله لرونکي خواړه.
  • لمس: لامسه احساسات، لکه د بل کس له خوا لمس کېدل یا په پوستکي د کالیو احساس.[۶]
  • تحرک: لکه ګنګسیت یا د حرکت ناروغی.

نورو اختلالاتو او حالاتو د برخې په توګه[سمول]

حسي اضافه بار له نورو اختلالاتو او حالاتو سره تړاو لري لکه:

  • د لږ پاملرنې – ډېر فعالت اختلال (ADHD)
    • هغه خلک چې ADHD لري، له ځوانۍ څخه حسي پاروونکو ته حساسیت څرګندوي؛ دا حساسیت زیاتره په پاخه عمر کې کې دوام کوي. د ADHD لرونکي خلک د زیاتو پېښو د اړوند پوتانشیل پروړاندې په حسي پروسس کې توپیر نه لري؛ بلکې دوی د پېښو په اړوند احتمالي غبرګون کې د پام وړ توپیرونه څرګندوي چې د ناوخته ادراکي پروسس سره ښکېل دي، لکه P300، تصادفي منفي بدلون (CNV)، د خطا اړوند مثبتوالی (Pe) چې ممکن و ښیي چې په ADHD کې شدید حساسیت د تمې او یا حسي پاروونکو ته په پاملرنه کې د اختلالاتو له امله رامنځ ته شوی دی. په ناوخته ادراکي پروسس کې اختلالات کېدای شي، په ADHD لرونکو خلکو کې سخت حساسیت او حسي اضافه زیات کړي. [۷]
  • له پېښې وروسته د سترس (فشار) اختلال (PTSD)
    • د PTSD لرونکي خلک د حسي پاروونکو پروړاندې چې په جزئي ډول د حسي اخستونکو انساجو له امله را منځ ته شوي وي، د عمومي حساسیت له امله د حسي اضافي بار سره مخامخ دي، په دې کې دا حقیقت شته چې د PTSD لرونکي خلک د زیانمنو P50 حسي اخستونکو او د زایدو غږیزو پاوونکو په فلټر کولو کې د ناتوانۍ څخه رنځ وړي. عصبي لېږدوونکو ته په ځواب او تولید کې بې نظمي په PTSD لرونکو کسانو کې د حسي اضافه بار لپاره یو ممکنه سبب پېژندنه ده، په ځانګړې توګه، PTSD لرونکي کسان ممکن هغو پاروونکو ته لوړ حساسیت څرګند کړي چې په دوپامین او نورپینفرین کې د مزمن حیاتي تعادل د نه انډول له امله را منځ ته شوي وي. د حسي پاروونکو په وړاندې د PTSD لرونکو کسانو شدید حساسیت د روغ کنترول په پرتله چې منحرف کوونکو او خاموشه پازوونکو ته په نیمه دایمي لوړه پاملرنه دلالت کوي، د P300 پیښې اړوند احتمالي غبرګون له خوا زیاتېږي. [۸][۹]
  • وسواسي - اجباري اختلال (OCD)[۱۰]
    • د OCD لرونکي کسان، د بدلېدونکي چاپېریال پر وړاندې ادراکي انعطاف نه ښودل څرګندوي. هغه کسان چې OCD ولري ،د منفي حالاتو د پاروونکو په وړاندې شدید حساسیت څرګندوي او دا شدید حساسیت کولای شي، حسي اضافي بار زیات کړي. دا نظریه شته چې OCD لرونکي کسان، اجباري حالت لري چې پر ځان د شک او د بشپړتیا ترلاسه کولو د هیلې له امله تکراري کارونه ترسره کوي. په OCD اخته کسانو کې د اجبار یو عامه پاروونکې د ککړتیا احساس دی. OCD لرونکي کسان معمولاً د ککړتیا احساس له امله د مکررو لاس مینځلو سره مخامخ کېږي. کله چې په OCD اخته یو کس د چاپېریالي پاروونکو سره مخامخ کېږي چې اجبار رامنځ ته کوي، لکه د دوی په لاسونو ککړتیا، دوی ممکن د حسي پاروونکو له امله تر فشار لاندې راشي او په اجباري توګه د فشار د کمولو له امله، لکه لاس مینځل، د حسي اضافي بار سره لاس او ګرېوان شي. [۱۱][۱۲][۱۳]
  • دهوت د تجزیې اختلال (DID)
  • سکيزوفرېنيا (حسي اخستونکي وګورئ) [۱۴]
    • هغه خلک چې په سکيزوفرېنيا اخته دي، له حسي اضافه بار سره مخامخ دي، ځکه چې د دې حالت درلودونکي کسان نه شي کولای ،خپل پام له تکراري او بې ارزښته پاروونکو څخه واړوي. په اړوند پاروونکو د تمرکز ناتواني او په سکيزوفرېنیک کې د غیر ضروري او شدید حسي پاروونکو په فلټر کې پاتې راتلل، د فزیولوژیکي حسي اخستونکو د ستونزو له امله دي او د P50 د جوړه کلیک غږ معاینه  د دې لپاره کارول کېدای شي، چې معلومه کړي، چې آیا یو کس په حسي اخستونکو کې اختلالي ستونزې لري او کنه او له همدې امله کېدای شي، له حسي اضافه بار سر مخامخ وي. یوه وړاندیز شوې تیوري چې د سکيزوفرېنيا په ناروغانو کې حسي اضافه بار تشرېح کوي دا ده چې: په الفا- ۷ او د نیکوتیني اسیتایلکولین په اخستونکو کې د ټیټ جذب اختلالات د کورټیکس او هېپوکیمپس ترمنځ چې حسي اخستونکو ته لاره هواروي، د نورمال لېږد مخه نیسي. [۱۵][۱۶]
  • میزوفونیا، 'له غږ څخه پتالوژیکي نفرت'
    • هغه خلک چې په میزوفونیا اخته دي، د ځانګړو غږونو پروړاندې لکه د ژولو غږ، د زبېښل، د ګوتو ټپول، د پښو ټپول، د ستوني صافول، د قلم کلیک کول او د کیبورډ ټایپ کول، حساسیت څرګندوي؛ په میزوفونیا اخته کسان پاروونکو غږونو ته د احساساتي اضطراب او د سیمپاتیک عصبي سیسټم د هورمونې فعالیت په زیاتوالي سره غږونو ته غبرګون څرګندوي. کله چې په میزوفونیا اخته خلک له غږونو سره مخامخ کېږي، چې میزوفونیک غبرګونونه رامنځ ته کوي، دوی احساس کوي چې، ګواکی غږیزو پاروونکو له خوا تر اضافه بار لاندې راځي او کوښښ کوي چې پاروونکی غږ بند یا له هغه څخه ځان لرې کړي. د روغتیایي کنټرول په پرتله، د میزوفونیا لرونکي کسان له نامتناسب منفي (MMN) په ځواب کې د N100 ټیټ اعظمي نقطه څرګندوي، خو دا د حالت او حسي اضافه بار لپاره د اعتبار وړ بیولوژیکې ښودونکی نه دی. یو ډېر باوري شاخص چې په حسي اضافه بار روږدتیا څرګندوي، د مخکینۍ انسولر کورټیکس فعالول دي چې د پاروونکو غږونو له خوا رامنځ ته کېږي او د fMRI پر مټ اندازه کېږي، د مخکینۍ انسولر کورټیکس کېدای شي، له هغې لارې سره ښکېل وي، چې په میزوفونیا اخته کسانو کې د حسي اضافه بار احساس رامنځ ته کوي.[۱۷]
  • هم رنځي (synesthesia)
    • داسې شواهد شته چې د سمبولونو په رنګ په همرنځي د اخته کسانو د لید کورټیکس د عادي خلکو په پرتله ډېر د پارولو وړ دی. د دې ترڅنګ، هغه خلک چې د سمبولونو د رنګ همرنځي لري، د هغو کسانو په پرتله چې دا حالت نه لري، د لید د پاروونکو پر وړاندې ډېر قوي غبرګون څرګندوي. هغه کسان چې د سمبولونو د رنګ په همرنځي اخته دي، د توږلو د غږ د منځني او لوړ فضایي فریکونسۍ پروړاندې د لید سترس او ناآرامۍ احساس کوي، چې د شدید لید د پاروونکو له خوا د رامنځ ته شوي حسي اضافه بار له غبرګون سره تړاو لري. [۱۸]
  • د عمومي اضطراب اختلال (GAD)
    • هغه کسان چې د عمومي اضطراب اختلال لري، د اضطراب د بهرنیو هڅوونکو پاروونکو پروړاندې په پراخه کچه حساس دي او د عصبي افکارو له لارې له دې پاروونکو سره مخامخ کېږي. په GAD اخته کسان لېوالتیا لري چې حسي پاروونکي د منفي یا د ګواښ په توګه درک کړي او دا لېوالتیا د منفي افکارو بهیر پراخوي چې د اندېښنې، سترس او اضطراب احساسات لا پسې زیاتوي. هغه کسان چې له GAD سره لاس او ګرېوان دي، د مبهم، بې طرفه او احساساتي پاروونکو په وړاندې ډېر حساس او ډېر هوښیار دي او زیاتره وختونه دا ډول پاروونکي د منفي په توګه جلا کوي. په GAD اخته کسان له حسي اضافه بار سره هغه وخت مخامخ کېږي چې په نوي چاپېریال کې یا له نويو خلکو سره راکړه ورکړه کوي، ځکه چې په دې حالتونو کې مبهم او بې طرفه پاروونکي زیاتره د ګواښوونکي یا منفي په توګه پروسس کېږي. په GAD اخته ځوانان او ماشومان په ځانګړې توګه له نوو پاروونکو څخه ډډه کوي او ځورول کېږي او داسې انګېرل کېږي چې، د ډېر فعال سيمپاتیک عصبي سیسټم یا غیر فعال پاراسیمپاتیک عصبي سیسټم له خوا وړاندې کېږي. [۱۹]
  • د توهمي پېښو اختلالات[۲۰][۲۱]
    • هغه کسان چې د توهمي پېښو، لکه ډاراو د ټولنیزو اړیکو د اغېزمنتیا نښي اختلالات لري، له غږیز لوړ حساسیت څخه رنځېږي چې کولای شي، د حسي اضافه بار لامل شي. که څه هم په توهم اخته کسان د P50 حسي اخیستونکو کې د اختلال سره مخ نه دي، دوی د N100 ازموینې اړوند په حسي اخیستونکو کې بې نظمۍ لري چې د پاملرنې اړوند مسیر کې بې نظمي او د پورته څخه ښکته ذهني لارو کې بې نظمي په ګوته کوي. داسې انګېرل کېږي چې د پاملرنې په مسیر کې ستونزې د اړوند یا خاموشه پاروونکو پر لور، چې د معیاري P200 او N100 غبرګونونو څخه د انحرافاتو له خوا څرګندېږي، په نسبي توګه په توهم اخته کسانو کې د حسي پاروونکو له خوا د ډوبیدو د احساس لامل دي. [۲۲]
  • د توریت نښې (سینډروم)
    • وړاندیز شوې چې د توریټ سینډروم لرونکي کسان د بدن حساسیت ته  لوړ حساسیت څرګندوي چې په لوړه کچه د پروسس څخه را څرګندېږی او په نسبي توګه تحریف شوو او د منځنۍ کچې څخه لوړ په داخلي لور د بدني سګنالونو پایله ده. هغه خلک چې د توریت د سینډروم حس لري، د بدن غیر ارادی حرکتونه ترسره کوي چې ډېری وختونه د بدن په هغو برخو کې وي چې غیر ارادي غبرګون ترسره کوي. داسې انګېرل کېږي چې غیر ارادي حرکتونه کېدای شي، ممکن د حسي پروسس ستونزو له امله رامنځ ته شي چې په کې احساسات حرکتونه پاروي چې د غیر اداري حرکتونو په توګه څرګندېږي.د دې تر څنګ، هغه کسان چې د توریټ سینډروم لري، د انحراف کوونکو پاروونکو په مخنیوي کې د معتدله ناتواني څرګندوي چې ښایي د حسي اضافه بار لامل شي. د توریټ سینډروم لرونکي کسان ممکن د حسي پاروونکو په ډوب چاپېریال کې غیر ارادي حرکتونو ترسره کړي. [۲۳][۲۴][۲۵]
  • فېبرومیالژیا (FM)
    • هغه کسان چې له فېبرومیالژیا سره ښکېل دي د سختو پاروونکو لکه روښانه څراغونو، لوړو غږونو ، عطرو او سړې هوا په وړاندې لوړ حساسیت لري. له دې حالت سره مخ کسان پاروونکې درد اخیستونکي لري. کله چې فېبرومیالژیا لرونکي کسان له سختو پاروونکو سره مخامخ کېږي، دوی د درد په بڼه حسي اضافه بار تجربه کوي. داسې انګېرل کېږي چې د کیڼ کورتکس د مخې وروستي جانبي برخې غیر معمولي فعالیت او د سیروټونین د تولید یا اخیستلو کمښت، د شدید پاروونکو په غبرګون کې د درد د احساس یو لامل دی. [۲۶]
  • د مزمنې ستړیا سینډروم (ME/CFS)
    • هغه کسان چې د مزمنې ستړیا سنډروم لري، د زیان رسوونکو پاروونکو، فشار او درد په وړاندې لوړ حساسیت څرګندوي. دا حساسیتونه په نسبې توګه عصبي لېږدوونکو د غیر معمولي لارو، لکه: سیروټونین او اسیتایکولین په واسطه تشرېح کېږي. د دې حالت لرونکي کسان چې کله له شدیدو پاروونکو سره مخامخ کېږي، د درد، ستړیا، زړه بدوالي او د ادراکي وړتیاوو له کمښت څخه رنځ وړي، مزمن حسي اضافه بار د مغزو د ګیچتیا د احساس لامل کېږي. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Sensory Overload". North Shore Pediatric Therapy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Effects of Psychological Torture" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "My APA Paper on Isolation, Sensory Deprivation & Sensory Overload". October 6, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Sensory Overload". North Shore Pediatric Therapy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "SPD & Psychopathology in Adults". Sharon Heller. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Sensory Overload: Sources and Strategies". CFIDS & Fibromyalgia Self-Help. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kaiser A, Aggensteiner PM, Baumeister S, Holz NE, Banaschewski T, Brandeis D (May 2020). "Earlier versus later cognitive event-related potentials (ERPs) in attention-deficit/hyperactivity disorder (ADHD): A meta-analysis". Neuroscience and Biobehavioral Reviews. 112: 117–134. doi:10.1016/j.neubiorev.2020.01.019. PMID 31991190. S2CID 210896465. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Javanbakht A, Liberzon I, Amirsadri A, Gjini K, Boutros NN (October 2011). "Event-related potential studies of post-traumatic stress disorder: a critical review and synthesis". Biology of Mood & Anxiety Disorders. 1 (1): 5. doi:10.1186/2045-5380-1-5. PMC 3377169. PMID 22738160. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Clancy K, Ding M, Bernat E, Schmidt NB, Li W (July 2017). "Restless 'rest': intrinsic sensory hyperactivity and disinhibition in post-traumatic stress disorder". Brain. 140 (7): 2041–2050. doi:10.1093/brain/awx116. PMC 6059177. PMID 28582479. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Grimaldi, Stephanie J.; Stern, Emily R. (2017). Pittenger, Christopher (المحرر). "Sensory Processing and Intolerance in OCD". Oxford Medicine Online. doi:10.1093/med/9780190228163.003.0011. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-022819-4. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gruner P, Pittenger C (March 2017). "Cognitive inflexibility in Obsessive-Compulsive Disorder". Neuroscience. 345: 243–255. doi:10.1016/j.neuroscience.2016.07.030. PMC 5288350. PMID 27491478. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kumari V, Kaviani H, Raven PW, Gray JA, Checkley SA (January 2001). "Enhanced startle reactions to acoustic stimuli in patients with obsessive-compulsive disorder". The American Journal of Psychiatry. 158 (1): 134–6. doi:10.1176/appi.ajp.158.1.134. PMID 11136648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Greisberg S, McKay D (February 2003). "Neuropsychology of obsessive-compulsive disorder: a review and treatment implications". Clinical Psychology Review. 23 (1): 95–117. doi:10.1016/S0272-7358(02)00232-5. PMID 12559996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ghadirian AM (1976). "Sensory perceptual limitation in schizophrenia". Psychotherapy and Psychosomatics. 27 (2): 115–9. doi:10.1159/000287005. JSTOR 45114641. PMID 1052192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Vlcek P, Bob P, Raboch J (2014). "Sensory disturbances, inhibitory deficits, and the P50 wave in schizophrenia". Neuropsychiatric Disease and Treatment. 10: 1309–15. doi:10.2147/NDT.S64219. PMC 4106969. PMID 25075189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Potter D, Summerfelt A, Gold J, Buchanan RW (October 2006). "Review of clinical correlates of P50 sensory gating abnormalities in patients with schizophrenia". Schizophrenia Bulletin. 32 (4): 692–700. doi:10.1093/schbul/sbj050. PMC 2632276. PMID 16469942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Ward J, Hoadley C, Hughes JE, Smith P, Allison C, Baron-Cohen S, Simner J (March 2017). "Atypical sensory sensitivity as a shared feature between synaesthesia and autism". Scientific Reports. 7 (1): 41155. Bibcode:2017NatSR...741155W. doi:10.1038/srep41155. PMC 5339734. PMID 28266503. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Newman MG, Llera SJ, Erickson TM, Przeworski A, Castonguay LG (2013-03-28). "Worry and generalized anxiety disorder: a review and theoretical synthesis of evidence on nature, etiology, mechanisms, and treatment". Annual Review of Clinical Psychology. 9 (1): 275–97. doi:10.1146/annurev-clinpsy-050212-185544. PMC 4964851. PMID 23537486. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. O'Neill M, Jones RS (June 1997). "Sensory-perceptual abnormalities in autism: a case for more research?". Journal of Autism and Developmental Disorders. 27 (3): 283–93. doi:10.1023/A:1025850431170. PMID 9229259. S2CID 42866268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Marco EJ, Hinkley LB, Hill SS, Nagarajan SS (May 2011). "Sensory processing in autism: a review of neurophysiologic findings". Pediatric Research. 69 (5 Pt 2): 48R–54R. doi:10.1203/PDR.0b013e3182130c54. PMC 3086654. PMID 21289533. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chien YL, Hsieh MH, Gau SS (December 2019). "P50-N100-P200 sensory gating deficits in adolescents and young adults with autism spectrum disorders". Progress in Neuro-Psychopharmacology & Biological Psychiatry. 95: 109683. doi:10.1016/j.pnpbp.2019.109683. PMID 31260720. S2CID 195771848. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Rose O, Hartmann A, Worbe Y, Scharf JM, Black KJ (2019). "Tourette syndrome research highlights from 2018". F1000Research. 8: 988. doi:10.12688/f1000research.19542.1. PMC 6719747. PMID 31508215. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hartmann A, Worbe Y, Black KJ (2018). "Tourette syndrome research highlights from 2017". F1000Research. 7: 1122. doi:10.12688/f1000research.15558.1. PMC 6107994. PMID 30210792. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Morand-Beaulieu S, Leclerc JB, Valois P, Lavoie ME, O'Connor KP, Gauthier B (August 2017). "A Review of the Neuropsychological Dimensions of Tourette Syndrome". Brain Sciences. 7 (8): 106. doi:10.3390/brainsci7080106. PMC 5575626. PMID 28820427. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Atzeni F, Talotta R, Masala IF, Giacomelli C, Conversano C, Nucera V, et al. (January 2019). "One year in review 2019: fibromyalgia". Clinical and Experimental Rheumatology. 37 Suppl 116 (1): 3–10. PMID 30747097. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Cortes Rivera M, Mastronardi C, Silva-Aldana CT, Arcos-Burgos M, Lidbury BA (August 2019). "Myalgic Encephalomyelitis/Chronic Fatigue Syndrome: A Comprehensive Review". Diagnostics. 9 (3): 91. doi:10.3390/diagnostics9030091. PMC 6787585. PMID 31394725. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)