جيمز ماډيسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جيمز ماډيسن
جيمز ماډيسن
جيمز ماډيسن

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.63 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
جيمز ماډيسن
جيمز ماډيسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جيمز ماډيسن (۱۷۵۱  د مارچ ۱۶مه  – ۱۸۳۶ز- د  جون ۲۸) يو امریکايي سياستدان، ديپلومات، پراختيا غوښتونکی، فيلسوف او د متحده ايالاتو د جوړوونکو له ډلې و، چا چې له ۱۸۰۹ز څخه تر ۱۸۱۷ز پورې د متحده ايالاتو د څلورم ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه. د متحده ايالاتو د اساسي قانون او متحده ايالاتو د حقوقو د منشور د لیکلو او خپرولو په برخه کې د هغه مهمې ونډې ته په کتنې سره «د اساسي قانون پلار» په توګه د هغه ستاينه کېږي. هغه د فدرالي پاڼو په لیکلو کې برخه درلوده، ديموکراتيک-جمهوري ګوند يې جوړ کړ او له ۱۸۰۱ز څخه تر ۱۸۰۹ز پورې يې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د پنځم وزير په توګه کار وکړ.

د ويرجينيا په يوې وتلې کروندګرې کورنې کې زېږېدلی ماډيسين، د امريکا د انقلابي جګړې په اوږدو کې او له جګړې وروسته د ويرجينيا د استازو د جرګه ګۍ او لویې وچې د کانګريس د غړي په توګه کار وکړ. هغه د کانفدريشن د اصولو پر بنسټ له رامنځته شوي کمزوري حکومت څخه خوښ نه و او د اساسي قانون د کنوانسيون په جوړولو کې يې مرسته وکړه، د کوم په پايله کې چې نوی اساسي قانون جوړ او د کانفدريشن د اصولو ځای ناستی شو. د ماډيسن د ويرجينيا طرحې د اساسي قانون د مذاکراتو لپاره د بنسټ په توګه کار وکړ او هغه د دې کنوانسيون يو له تر ټولو اغېزناکو شخصيتونو څخه و. ماډيسن د اساسي قانون د تصويب په خوځښت کې يو مشر شخص و، هغه له الکساندر هميلټن او جان جای سره په شریکه فدراليست پاڼې ولیکلې، دا د اساسي قانون د تصويب پر پلوۍ د لیکنو يوه لړۍ وه، کوم چې د امریکا په تاريخ کې د سياسي علومو تر ټولو اغېزناک آثار و.

د اساسي قانون تر تصويب وروسته، ماډيسن د متحده ايالاتو د استازو په جرګه کې د يوه مهم مشر په توګه راڅرګند شو او د ولسمشر جورج واشنګټن د نژدې سلاکار په توګه یې دنده تر سره کړه. هغه د متحده ايالاتو د حقوقو د منشور د تصويب تر شا مرکزي ځواک و، کوم منشور چې په اساسي قانون کې فردي خپلواکي او حقوق تضمينوي. د ۱۷۹۰يمو کلونو په لومړيو کې ماډيسن د هغه اقتصادي ځواک د مرکزي کولو طرحې مخالفت وکړ چې د خزانې  وزير الکساندر هميلټن غوره کړې وه. هغه له تاماس جفرسن سره يو ځای ديموکراتيک-جمهوري غوښتونکی ګوند منظم کړ، دا او د هميلټن فدراليست ګوند په هېواد کې لومړي ستر سياسي ګوندونه وو. کله چې جفرسن د ۱۸۰۰ز کال د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، ماډيسن له ۱۸۰۱ څخه تر ۱۸۰۹ز کال پورې د هېواد د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کړه. د دې دندې پر مهال، هغه د لويزيانا د پيرلو چاره تر څار لاندې نيولې وه، کوم چې د متحده ايالاتو اندازه دوه برابره کړه.

ماډيسن د ۱۸۰۸ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جفرسن ځای ناستی شو. له هغې وروسته چې ديپلوماتيکو اعتراضونو او سوداګريزو بنديزونو پر امريکايي بېړيو د بریتانيې واک پای ته ونه رساوه، هغه په ۱۸۱۲ز کال کې متحده ايالات په جګړه کې ښکېل کړل. دا جګړه يو غشی و او بې له کومې پايلې پای ته ورسېده، خو ډېرو امريکايانو دې جګړې ته د بریتانيې پر ضد «د آزادۍ د دویمې بريالۍ جګړې» په سترګه کتل. دې جګړې ماډيسن د يوه پياوړي مرکزي حکومت اړتيا ته قانع کړ. هغه په ۱۸۱۶ز کال کې د متحده ايالاتو د دویم بانک د جوړولو او ملاتړې تعرفې د تصويب مشري په غاړه درلوده. د تړون يا جګړې له لارې د ماډيسن ولسمشرۍ له متحده ايالاتو سره د امريکايي-هندي درويشت ميليونه جريبه ځمکه يو ځای کړه. هغه په ۱۸۱۷ز کال کې له دندې څخه تقاعد شو او په ۱۸۳۶ز کال کې ومړ. ماډيسن کله هم خپل جمهوري شخصي باورونه د مريانو له ملکيت سره يو ځای نه کړل. ماډيسن د متحده ايالاتو د جوړوونکو له جملې يوه مهمه څېره بلل کيږي اوتاريخ پوهان هغه په درجه بندۍ کې له منځنۍ درجې پورته ولسمشر بللی دی.

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

جيمز ماډيسند ۱۷۵۱ز کال د مارچ په شپاړسمه نېټه د ويرجينيا مستعمرې اړوند د «پورټ کانوی» سره نژدې په «بيل ګروو» کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې «جيمز ماډيسن ايس ار» او د مور نوم يې «نلي کانوی ماډيسن» و. د هغه کورنۍ د ۱۶۰۰ز کلونو له نيمايي څخه په ويرجينيا کې ژوند کاوه. ماډيسن د اوو وروڼو او څلورو خویندو په منځ کې رالوی شو، چې يوازې شپږ يې بلوغ ته ورسېدل. د هغه پلار د تمباکو کروندګر و، په هغه کروندځای کې رالوی شو، چې وروسته ورته د «ماونټ بليزانت» نوم ورکړل شو او کله چې بلوغ ته ورسېد، همدا ځای ورته په میراث کې پاتې شو.  د سلو مريانو او پنځه زره جريبه ځمکې په لرلو سره د ماډيسن پلار په «پيډامينټ» کې تر ټولو زياتو ځمکو لرونکې او مخکښ استوګن و. د ماډيسن مورنی نیکه د تمباکو پياوړی کروندګر او سوداګر و. د ۱۷۶۰مو کلونو په منځ کې د ماډيسن کورنۍ نوي جوړ کړي کور ته وکوچېده، چې دوی د «مونتپيلر» نوم و رکړی و.[۲][۳][۴]

له يوولس کلنۍ څخه تر شپاړس کلنۍ پورې ماډيسن له ډونالډ روبرټسن سره زده کړې وکړې، ډونالډ يو سکاټلنډی ښوونکی و، چې په سويل کې يې د نومياليو کروندګرو کورنيو ته زده کړې ورکولې. ماډيسن رياضيات، جغرافيه، نوي او لرغونې ژبې زده کړې – هغه په ځانګړي ډول په لاتيني ژبه کې فوق العاده پوهه درلوده. په شپاړس کلنۍ کې ماډيسن مونټپيلر ته راستون شو، چېرې چې هغه د پوهنځي لپاره د چمتووالي په موخه له توماس مارتين سره زده کړې وکړې. په داسې حال کې چې هغه مهال ډيری ويرجينيايان اړ وو، چې پوهنځی ولولي، ماډيسن د ويليام اوماري پوهنځي ته نه دي تللي، دا پوهنځی د «ويليامزبورګ» په هوارو ځمکو کې و، د کوم ځای د اب و هوا په اړه چې باور دا و چې د ساري ناروغيو د اخته کېدو شونتيا په کې زیاته ده او فکر کېده چې د هغه نازکې روغتيا ته به زيان ورسوي. د دې پر ځای، په ۱۷۶۹ز کال کې يې په پرينسيټون کې د لېسانس په دوره کې داخله واخسته (وروسته دا پوهنځی په رسمي ډول د نيو جرسي په پوهنځي ونومول شو).[۵][۶][۷]

په پرنسيټون کې د هغه په زده کړو کې  لاتيني، يوناني، الاهیات او ذهني روښانتيا شاملې وې. په ويناوالۍ او بحث يې زيات ټينګار کاوه؛ ميډيسن د امريکا د «ويګ» ټولنې مخکښ غړی و، چې په پوهنتون کې يې د خپلې سيالې سياسي کليوسوفيک ټولنې سره سيالي کوله. په پرينسيټون کې د هغه نژدې ملګری راتلونکی لوی څارنوال وليام براډفورډ و. ماډيسن له خپل بل ټولګيوال سره يو ځای د زده کړې سخت پروګرام په غاړه واخيست او د پوهنځي د درې کلونو د فنونو لېسانس سند يې يوازې په دوه کلونو کې بشپړ کړ او په ۱۷۷۱ز کال کې فارغ شو. ماډيسن په دې فکر کړی و، چې له فراغت وروسته به يا د روحانيت ټولنې ته ننوځي يا به وکالت کوي، بيا هم په پريسنټن کې پاتې شو، تر څو د پوهنځي د رئيس جان ويترسپون تر څار لاندې عبري ژبه او سياسي فلسفه ووايي. هغه د ۱۷۷۲ز په لومړيو کې په مونپلير کې خپل کور ته راستون شو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د فلسفې او اخلاقو په اړه د ماډيسن اندونه په پیاوړي ډول د ويترسپون له خوا ترتيب شوي وو، چا چې ماډيسن فلسفې، ارزښتونو او د روښانتيا په نوي عصر کې د فکر کولو په ډولونو بدل کړ. ژوند لیک ليکونکی «ټرنس بال» ليکلي دي چې:

ماډيسن په پرينسيټون کې د روښنايۍ په ازادۍ کې ډوب شو او دا اند يې د اتلسمې پېړۍ په سخت دريځه سياسي اند بدل کړ. له هماغه وخته راوروسته د جيمز ماډيسن اندونه، د انسان د خوښۍ حقوقو ته وده ورکوي او د هغه زياتې فعالې هڅې په بشپړې مېنې سره د مدني او سياسي خپلواکۍ خدمت کوي.[۱۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. پیوستون : 118730029  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Ketcham 1990, p. 5.
  4. Ketcham 2002، ص. 57.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Feldman 2017, pp. 3–7
  8. Feldman 2017, pp. 5–6
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Feldman 2017, pp. 4–5
  12. Ketcham 1990, p. 51
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.