جوهر دوداییف

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

جوهر دوداییف د چیچنیا په تاریخ کې د تېرې شلمې پېړۍ په نهمه لسیزې له ډېرو سترو سیاسي او پوځي څېرو څڅه ګڼل کېږي. شهید جوهر دوداییف د چیچنیا اسلامي جمهوریت له لومړیو سیاسي او پوځي لارښودانو څخه ګڼل کېږي چې لومړنې ولسمشر یې هم دې وو.

لومړنې چیچنايي مسلمان ولسمشر جوهر دوداییف

دوداییف د فبرورۍ په ۱۵مه نیټه کال ۱۹۴۴ زېږد د یالخوري په کلي کې زېږېدلې دی. دده کورنۍ زیاتره غړي سایبیریا (قزاکستان) ته مهاجره شوه، چې پدې وخت کې دوداییف ایله د تیخوړو ماشوم وو. دوداییف پوره ۱۳ کاله په سایبیریا کې تېر کړل، او بیا په ۱۹۵۷ز کال د ستالین په امر بېرته خپل کور کلي ته راستون شو. [1]

پوځي ژوند

دوداییف په ۱۹۶۲ز کال د تامبوت له هوايي عالي پوځي پوهنتون څخه فارغ او په ۱۹۶۶ز کال د لرې واټن الوت او د پوځي الوتکو له تخنیک څانګې څخه فارغ شو. د یوري ګاګارین په اکاډیمۍ کې د جنګي الوتکو د راپرځونې الوتکې له څانګې په فراغت او له زده کړو بشپړولو څخه وروسته پّ ۱۹۷۴ز کال د انجینیر او مرستیال پیلوټ درجه ورکړل شوه.

دوداییف یواځينې مسلمان پوهنپال وو چې د شوروي اتحاد هوايي پوځ یوې فرقې فرقه مشرۍ ته ورسېد

د ولسمشر په توګه

په ۱۹۹۰ز کال جوهر دوداییف یوې ولسي جرګې ته وغوښتل شو، چې د همدې جرګې لخوا د ریيس په توګه وټاکل شو، چې وروسته د همدې جرګې نوم د چیچنیا ولسي کارنګرس په نامه بدل کړای شو. روسي حکومت له جوهر دوداییف څخه وغوښتل چې د چیچنیا د ولسي جرګې مشري وکړي. په ۱۹۹۱ز کال چیچنیايي ولسمشریزه ټاکنې ترسره شوې چې پایله کې جوهر دوداییف ۸۵٪ سلنه رایې خپلې کړې. له ولمسمشرۍ سره سمدلاسه یې خپله خپلواکي اعلان کړه، او له روس څخه یې ځان بېل وګڼلو.

کله چې روسي پوځونو په ۱۹۹۴ز کال په چیچنیا برید وکړ، نو دواییف د چیچنیايي ځوانانو مشري پر غاړه کړه او د ښکېلاکګرو پوځیانو پرضد یې سپېڅلې جهاد پیل کړ.

د چېچنیا-روس لومړۍ جګړه

د ډیسمبر په لومړۍ ۱۹۹۴ز کال روسي هوايي ځواک د ګروزني هوايي ډګر بمباردول پیل کړل او په لنډه موده کې یې د چیچنیا هوايي ځواک په بشپړه توګه ړنګ کړ. په ځوابي برید کې Ichkeria لخوا د روس خلاف ګوریلايي جګړه پیل شوه. د ډیسمبر په ۱۱مه، ۱۹۹۴ز کال، پینځه ورځې وروسته دوداییف او د روس د دفاع وزیر پاول ګراچیف پدې سره سلا شول چې نور د جګړه ییز ځواک کارول پای ته ورسوي، روسي ځواکونو چېچنیا خپلکه ولکه کې کړه. د همدې جګړې په پیل کې د دوداییف له دوه زامنو څخه یو په شهادت ورسېد.

د ګروزني له لاسه ورکونې څخه مخکې دوداییف ولسمشریزه ماڼۍ پرېښوده او له خپل پوځ سره په سویلي خوا روان او تر ۱۹۹۵ز کال پورې یې له یوې مزایل سیلو چې د چېچنیا تاریخي پلازمېنې ویډینو ته څېرمه وه د خپلواکۍ جګړې ته دوام ورکړ. دوداییف پدې ګروهه وو چې د رسمي جګړې له پایته رسېدنې څخه وروسته به دده ګوریلايي جګړه پیل کېږي. پدې توګه د چېچنیا خپلواکۍ غوښتونکو سرتېرو په ټول هېواد کې د روسي پوځونو د مورال را پرځولو لپاره یې خپلو ګوریلایي بریدونو ته دوام ورک. د دوداییف په غوښتنه د Ichkeria مفتي احمد قادروف Akhmad Kadyrov لخوا د روسانو پر وړاندې د جهاد فتوی ورکړ شوه، او په دې ډول بهرني سرتېري د چېچنیايي مسلمانانو د لاسنیوي لپاره دې هېواد ته ورمات شول، په ځانګړي توګه د شمالي قفقاز مسلمان جمهوریتونه لکه د داغستان خدای خدمتګاران په پراخه پیمانه دې هېواد ته ورواوختل.

په بالتیکي ریاستونو کې د دوداییف محبوبيت په ځانګړي توګه اسټونیا کې یو د "White Tights", افسانو څخه د بالتیک اړوندې ښځينه سنېپر ویشتونکې (پټ ویشتونې) هم د چېچنیایانو په څنګ کې جنګېدلې.

شهادت

د چیچنیا د خپلواکۍ غورځنګ لارښود دوداییف په یوه توغندویي برید کې پداسې حال کې شهید کړای شو چې په سټلایټ ټلیفون یې خبرې کولې. په همدې حال کې د روسیې څارګریزې ادارې لخوا دده خبرې کشف او دده د پټنځای د سوخوي ۲۵ ډوله جنګي الوتکې څخه د اپرېل میاشت کال ۱۹۹۶ز د چیچنیا په سویل په چیخي شو په کلي کې په توغندي نښه او په شهادت ورسول شو.يو زوى او ميرمن يي اوس هم ژوندي دي.زوى يي ديجي داودييف نوميږي. او ميرمن يي اله داودييفا.

سرچینې