جوهر دوداییف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جوهر دوداییف د چیچنیا په تاریخ کې د تېرې شلمې پېړۍ په نهمه لسیزې له ډېرو سترو سیاسي او پوځي څېرو څڅه گڼل کېږي. شهید جوهر دوداییف د چیچنیا اسلامي جمهوریت له لومړیو سیاسي او پوځي لارښودانو څخه گڼل کېږي چې لومړنې ولسمشر یې هم دې وو.

لومړنې چیچنايي مسلمان ولسمشر جوهر دوداییف

دوداییف د فبرورۍ په ۱۵مه نیټه کال ۱۹۴۴ زېږد د یالخوري په کلي کې زېږېدلې دی. دده کورنۍ زیاتره غړي سایبیریا (قزاکستان) ته مهاجره شوه، چې پدې وخت کې دوداییف ایله د تیخوړو ماشوم وو. دوداییف پوره ۱۳ کاله په سایبیریا کې تېر کړل، او بیا په ۱۹۵۷ز کال د ستالین په امر بېرته خپل کور کلي ته راستون شو.[۱]

پوځي ژوند

دوداییف په ۱۹۶۲ز کال د تامبوت له هوايي عالي پوځي پوهنتون څخه فارغ او په ۱۹۶۶ز کال د لرې واټن الوت او د پوځي الوتکو له تخنیک څانگې څخه فارغ شو. د یوري گاگارین په اکاډیمۍ کې د جنگي الوتکو د راپرځونې الوتکې له څانگې په فراغت او له زده کړو بشپړولو څخه وروسته پّ ۱۹۷۴ز کال د انجینیر او مرستیال پیلوټ درجه ورکړل شوه.

دوداییف یواځينې مسلمان پوهنپال وو چې د شوروي اتحاد هوايي پوځ یوې فرقې فرقه مشرۍ ته ورسېد

د ولسمشر په توگه

په ۱۹۹۰ز کال جوهر دوداییف یوې ولسي جرگې ته وغوښتل شو، چې د همدې جرگې لخوا د ریيس په توگه وټاکل شو، چې وروسته د همدې جرگې نوم د چیچنیا ولسي کارنگرس په نامه بدل کړای شو. روسي حکومت له جوهر دوداییف څخه وغوښتل چې د چیچنیا د ولسي جرگې مشري وکړي. په ۱۹۹۱ز کال چیچنیايي ولسمشریزه ټاکنې ترسره شوې چې پایله کې جوهر دوداییف ۸۵٪ سلنه رایې خپلې کړې. له ولمسمشرۍ سره سمدلاسه یې خپله خپلواکي اعلان کړه، او له روس څخه یې ځان بېل وگڼلو.

کله چې روسي پوځونو په ۱۹۹۴ز کال په چیچنیا برید وکړ، نو دواییف د چیچنیايي ځوانانو مشري پر غاړه کړه او د ښکېلاکگرو پوځیانو پرضد یې سپېڅلې جهاد پیل کړ.

د چېچنیا-روس لومړۍ جگړه

د ډیسمبر په لومړۍ ۱۹۹۴ز کال روسي هوايي ځواک د گروزني هوايي ډگر بمباردول پیل کړل او په لنډه موده کې یې د چیچنیا هوايي ځواک په بشپړه توگه ړنگ کړ. په ځوابي برید کې Ichkeria لخوا د روس خلاف گوریلايي جگړه پیل شوه. د ډیسمبر په ۱۱مه، ۱۹۹۴ز کال، پینځه ورځې وروسته دوداییف او د روس د دفاع وزیر پاول گراچیف پدې سره سلا شول چې نور د جگړه ییز ځواک کارول پای ته ورسوي، روسي ځواکونو چېچنیا خپلکه ولکه کې کړه. د همدې جگړې په پیل کې د دوداییف له دوه زامنو څخه یو په شهادت ورسېد.

د گروزني له لاسه ورکونې څخه مخکې دوداییف ولسمشریزه ماڼۍ پرېښوده او له خپل پوځ سره په سویلي خوا روان او تر ۱۹۹۵ز کال پورې یې له یوې مزایل سیلو چې د چېچنیا تاریخي پلازمېنې ویډینو ته څېرمه وه د خپلواکۍ جگړې ته دوام ورکړ. دوداییف پدې گروهه وو چې د رسمي جگړې له پایته رسېدنې څخه وروسته به دده گوریلايي جگړه پیل کېږي. پدې توگه د چېچنیا خپلواکۍ غوښتونکو سرتېرو په ټول هېواد کې د روسي پوځونو د مورال را پرځولو لپاره یې خپلو گوریلایي بریدونو ته دوام ورک. د دوداییف په غوښتنه د Ichkeria مفتي احمد قادروف Akhmad Kadyrov لخوا د روسانو پر وړاندې د جهاد فتوی ورکړ شوه، او په دې ډول بهرني سرتېري د چېچنیايي مسلمانانو د لاسنیوي لپاره دې هېواد ته ورمات شول، په ځانگړي توگه د شمالي قفقاز مسلمان جمهوریتونه لکه د داغستان خدای خدمتگاران په پراخه پیمانه دې هېواد ته ورواوختل.

په بالتیکي ریاستونو کې د دوداییف محبوبيت په ځانگړي توگه اسټونیا کې یو د "White Tights", افسانو څخه د بالتیک اړوندې ښځينه سنېپر ویشتونکې (پټ ویشتونې) هم د چېچنیایانو په څنگ کې جنگېدلې.

شهادت

د چیچنیا د خپلواکۍ غورځنگ لارښود دوداییف په یوه توغندویي برید کې پداسې حال کې شهید کړای شو چې په سټلایټ ټلیفون یې خبرې کولې. په همدې حال کې د روسیې څارگریزې ادارې لخوا دده خبرې کشف او دده د پټنځای د سوخوي ۲۵ ډوله جنگي الوتکې څخه د اپرېل میاشت کال ۱۹۹۶ز د چیچنیا په سویل په چیخي شو په کلي کې په توغندي نښه او په شهادت ورسول شو.يو زوى او ميرمن يي اوس هم ژوندي دي.زوى يي ديجي داودييف نوميږي. او ميرمن يي اله داودييفا.

سرچینې