جوزیا ویج ووډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوزیا ویج ووډ
جوزیا ویج ووډ
جوزیا ویج ووډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ جولای ۱۷۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 3 جنوري 1795 (65 کاله)[۱][۷][۳][۸][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹][۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جوزیا ویج ووډ Josiah Wedgwood FRS (۱۲ د جولای ۱۷۳۰ زېږېدنه– ۳ د جنوري ۱۷۹۵ مړینه) یو انګلیسي کلال، متشبث، د غلامۍ د لغو کولو پلوی و. هغه په ۱۷۵۹ کې د ویج ووډ شرکت په تاسیسولو سره، د سیسټمیکو تجربو په واسطه د کلالي ښه جوړښتونه رامنځته کړل، او د اروپا د لوښو د تولید د صنعت په برخې کې مخکښ و.[۱۱][۱۲]

د ۱۷۶۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۷۷۰ کلونو په لومړیو کې د کلاسیکو شیانو د بېرته نوي کېدلو لېوالتیا د هغه د پلور د ودې لپاره خورا مهم و. د هغه ګران بیه توکي د لوړ پوړو طبقو له خوا ډیر غوښتل کېدل، په داسې حال کې چې هغه به بازار ته د ټولنې پاتې برخې لپاره ارزانه سیټونه وړاندې کول. هر ډول اختراع چې ویج ووډ تولید کړې - شنه ګلیز، کریمي لوښي، تور بیسالټ، او جاسپر لوښي - په چټکۍ سره کاپي شوي. هغه یو ځل د تولید په برخه کې د موثریت ترلاسه کولو وروسته، د پلور او ویش په برخه کې یې هم موثریت ترلاسه کړ. په لندن کې د هغه نندارتون خلکو ته دا فرصت ورکړ چې د هغه د ډوډۍ د میزونو بشپړ سامان وګوري. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ویج ووډ شرکت هیڅکله د خپل ژوند په اوږدو کې چیني لوښي نه دي جوړ کړي، خو د خټو او ډبرو د ښو لوښو جوړولو په برخه کې یې تخصص درلود چې ډېری لوښي یې د ورته ځانګړتیاوو او ارزانه بیوو درلودونکي وو. هغه ډیرې هڅې وکړې چې د خپلو توکو ډیزاین ته یې له اوسني موډ سره سمون ورکړي. هغه د لیږد چاپ په برخه کې لومړنی کس و چې لاسي نقاشۍ ته ورته یې په خورا ټیټ لګښت سره په لوښو کې نقاشیانې چاپ کړې. د مصرف کوونکي انقلاب غوښتنې د پوره کولو په پار چې په انګلستان کې یې د صنعتي انقلاب په لاره اچولو کې مرسته وکړه، ویج ووډ د عصري بازار موندنې مخکښ په توګه پېژندل کېږي. هغه د مستقیم بریښنالیک، د پیسو بیرته ورکولو تضمین، د ځان خدمت، وړیا تحویلي، یو واخلئ یو وړیا، او انځور شويو لیستونو جوړول پیل کړل.[۱۸][۱۹]

لومړنی ژوند[سمول]

جوزیا په برسلیم، سټفورډشایر کې زیږیدلی، د کلال پوټټر توماس ویج ووډ (۱۷۳۰ مړ) او مري ویج  ووډ (۱۷۶۶ مړینه) یوولسم او وروستنی ماشوم دی، جوزیا د انګریزانو مخالفې کورنۍ کې لوی شوی. هغه د یووالي غوښتونکي وزیر لمسی و او یو فعال یووالی غوښتونکی و. په نهه کلنۍ کې، هغه خپل ځان وښود چې یو ماهر کلال دی. هغه د دانې (چیچک) مرض نه ژوندی پاتې شو له هغه وروسته یې د  خپل مشر ورور څلورم توماس ویح ووډ سره د کلالي زده کړې کولې. چیچک د تل لپاره د هغه زنګون ضعیف کړ، چې هغه نور نشو کولای د کلالی څرخ د پښو په پیډل وڅرخوي. د پایلې په توګه، هغه له کوچني عمر نه د لوښو په ډیزاین کولو او بیا د نورو کلالانو په مرسته جوړولو تمرکز وکړ. هغه لوښي چې د هغه د پلار او ورور په سوداګرۍ کې جوړ شوي وو ارزانه او ټيټ کيفيت درلودونکي، تور او برګ برګ وو. [۲۰]

د خپلې شل کلنۍ د لسیزې په لومړیو کې ویج ووډ د خپلې دورې له مشهور انګلیسي لوښي جوړونکي توماس ویلډن سره کار پیل کړ، چې بالاخره په ۱۷۵۴ کال کې د هغه د سوداګرۍ ملګری شو. ویج ووډ هم د کیمیا د نوي ساینس زده کړه پیل کړه، چې د موادو په ساینس پوه شي. اور، خټې او منرالونه او د پوټټر جوړولو لپاره د غوره خټو او ګلیزونو رامنځته کول یې پیل کړه. [۲۱]

واده او ماشومان[سمول]

د جنوري په ۱۷۶۴ کې ویج ووډ له خپلې دریمې ترلې سارا ویج ووډ (۱۷۶۵-۱۸۱۷) سره واده وکړ. دوی اووه ماشومان درلودل:

  • سوزانا ویج ووډ (۳ د جنوري ۱۷۶۵ - ۱۸۱۷) د رابرټ ډاروین سره واده وکړ او د انګلیسي طبیعت پوه چارلس ډاروین مور شوه. چارلس له خپلې ترلې ایما ویج ووډ سره واده وکړ.
  • جان ویج ووډ (۱۷۶۶-۱۸۴۴)، په بې میلۍ سره سوداګرۍ ته مخه کړه، که څه هم هغه له باغدارۍ سره مینه وه.
  • ریچارډ ویج ووډ (۱۷۶۷-۱۷۶۸) (په کوچنیوالي کې ومړ)
  • توماس ویج ووډ (۱۷۷۱-۱۸۰۵) (ماشومان یې نشته)، د مخکښ عکس اخیستونکي په توګه پیژندل شوی
  • کیترین ویج ووډ (۱۷۷۴-۱۸۲۳) (ماشومان یې نشته)
  • سارا ویج ووډ (۱۷۷۶-۱۸۵۶) (ماشومان یې نشته، د لغوکولو په غورځنګ کې خورا فعاله او د تور پوستو غلامانو د خلاصون لپاره د برمینګهم د میرمنو ټولنې بنسټ ایښودونکې غړې، چې د ښځو د غلامۍ ضد لومړۍ ټولنه ده)[۲۲]
  • مري این ویج ووډ (۱۷۷۸-۸۶) (په کوچنیتوب کې ومړه)

وروستي کلونه[سمول]

د مخکښ صنعتکار په توګه، ویج ووډ د ټرینټ او مرسي کانال لوی ملاتړی و چې د ټرینټ او مرسي سیند ترمنځ کیندل شوی و، په دې وخت کې هغه د ایراسموس ډاروین سره ملګری شو. وروسته په همدې لسیزې کې، د هغه پراخیدونکي سوداګرۍ هغه د دې لامل شو چې د کوچني Ivy Works نه نوي جوړ شوي Etruria Works ته لاړ شي، چې د ۱۸۰ کلونو لپاره به دوام وکړي. دا فابریکه د ایټالیا د ایټروریا ولسوالۍ په نوم نومول شوې وه، چېرې چې د ایټروسکان وختونو پورې تور چیني لوښي کیندل کېدل. د ویج ووډ لپاره دا چیني لوښي الهام بښونکي وو، او د هغه لومړۍ لویه سوداګریزه بریا د هغه څه تکرار و چې هغه یې « Black Basalt» ګڼه. هغه د خپل هنر او د ډله ییز تولید تخنیک تجربې سره یوځای کړې او د سړکونو، کانالونو، ښوونځیو او د ژوند شرایطو له ښه والي سره یې مینه درلوده. په Etruria  کې، هغه ان د خپلو کارګرانو لپاره یو کلی جوړ کړ. د هغه شعار، Sic fortis Etruria crevit، د اثارو په اصلي دروازې باندې لیکل شوی و. [۲۳]

د نويو اثارو د پرانیستلو نه ډیر وخت نه و تیر شوی، چې د هغه د زنګون د دانې له کبله د هغه ښۍ پښه غوڅ شوه.  په ۱۷۸۰ کې، د هغه د اوږدې مودې سوداګریز شریک توماس بینټلي ومړ، او ویج ووډ د سوداګرۍ په چلولو کې د مرستې لپاره ډاروین ته مخه کړه. د نږدې اړیکو په پایله کې چې د ویج ووډ او ډاروین کورنیو ترمنځ موجودې وې، د جوزیا مشرې لور وروسته د اراسموس زوی سره واده وکړ.

مړینه[سمول]

زامنو ته د خپل شرکت تر سپارلو وروسته، ویج ووډ په ۱۷۹۵ کې ښایي د ژامې د سرطان له امله په کور کې مړ شو، هغه درې ورځې وروسته د Stoke-on-Trent په کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. اووه کاله وروسته د هغه د زامنو له خوا د مرمرو یادګاري دړه ورته نصب شوه.[۲۴][۲۵]

میراث او نفوذ[سمول]

د اتلسمې پیړۍ یو له بډایه متشبثینو نه، ویج ووډ د مصرف کوونکي انقلاب او سوکالۍ ودې غوښتنې پوره کولو لپاره توکي رامنځته کړل چې په انګلستان کې د صنعتي انقلاب په لاره اچولو کې مرسته وکړه. هغه د عصري بازارموندنې په برخه کې مخکښ و، په ځانګړې توګه مستقیم بریښنالیک، د پیسو بیرته ورکولو تضمین، د سفر پلورونکي، د نندارې لپاره د نمونو بکسونه، د ځان خدمت، وړیا تحویلي، یو واخلئ یو وړیا واخلئ، او انځور شوي لیستونه موجود دي. ویج ووډ د انتوني هاپ ووډ «د محاسبې سیسټمونو لرغونپوهنې» کې د مدیریتي محاسبې اصولو د لومړني اختیار کوونکي / بنسټ ایښودونکي په توګه هم پیژندل شوی. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12086078g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00203033 — subject named as: Josiah Wedgwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6b573qz — subject named as: Josiah Wedgwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8475 — subject named as: Josiah Wedgwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071932.xml — subject named as: Josiah Wedgwood — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=wedgwoodj — subject named as: Josiah Wedgwood
  7. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/289894 — subject named as: Josiah Wedgwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p45306.htm#i453058 — subject named as: Josiah Wedgwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12086078g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/35999331
  11. کينډۍ:Cite DNB
  12. Ashton, T. S. (1948). The Industrial Revolution 1760–1830, p. 81
  13. McKendrick 1982, p. 113
  14. McKendrick 1982, p. 105.
  15. McKendrick 1982, p. 107.
  16. McKendrick 1982, p. 108.
  17. Rendell, Mike (2015). "The Georgians in 100 Facts". p. 40. Amberley Publishing Limited
  18. (په 11 January 2017 باندې). Why the Industrial Revolution Happened Here. BBC
  19. (په 9 January 2009 باندې). They Broke It.
  20. Meyer, Michal (2018). "Old Friends". Distillations. Science History Institute. 4 (1): 6–9. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Thomson, Gary (November 1995). "Josiah Wedgwood. (cover story)". Antiques & Collecting Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Midgley, Clare (1992). Women Against Slavery. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-203-64531-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. “Historic Link with Josiah Wedgwood”, Belfast Newsletter, 24 May 1935, p.6.
  24. "History & Heritage". stokeminster.org/. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Wedgwood memorial tablet". Retrieved 27 March 2022
  26. (په 11 January 2017 باندې). Why the Industrial Revolution Happened Here. BBC
  27. Hunt, Tristram (2021). The Radical Potter: The Life and Times of Josiah Wedgwood. Henry Holt and Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 9 January 2009 باندې). They Broke It.