جم سلطان
| ||||
---|---|---|---|---|
Sultan of the Ottoman Empire (claimant) | ||||
دوره | 28 May 1481 − 20 June 1481 | |||
Sanjak-bey of Karaman | ||||
فعاليت | 1474 – 1481 | |||
Sanjak-bey of Kastamonu | ||||
الفترة | 1469 – 1474 | |||
د شخص معلومات | ||||
اصلي نوم | جم بن سلطان محمد الفاتح | |||
پيدايښت | ۲۲ ډيسمبر ۱۴۵۹ ادیرنه | |||
مړینه | ۲۵ فبروري ۱۴۹۵ (۳۵ کال کلنۍ کي) | |||
هديره | بورصه | |||
تابعیت | عثماني سترواکي | |||
مذهب | سني اسلام | |||
پلار | محمد فاتح | |||
مور | چیچک خاتون | |||
وروڼه او خوندې | ||||
کورنۍ | عثماني کورنۍ | |||
ځايناستی |
| |||
آخري معلومات | ||||
کار/مسلک | ||||
مورنۍ ژبه | ترکي ژبه | |||
کاروونکي ژبه(ي) | ترکي ژبه | |||
لاسليک | ||||
سمول |
جم سلطان ( امیرجم ) یا سلطان جم یا شهزاده جم ( دسمبر 22، 1459 - فبروري 25، 1495) د سلطان محمد فاتح دریم زوی او د سلطان بایزید دوهم کوچنی ورور او د عثماني امپراتورۍ د سلطان سلیم لومړی نیم تره وو.
جم دخپل پلار سلطان فاتح تر وفات وروسته د سلطان بایزید ثاني له لوري په مصر او اروپا کي جلاوطنی ته اړ ایستل سو او هغه غوښتنه یې پر ځمکه وغورځول سوه چي د واک لپاره یې درلوده. نوموړی د خپل ورور څخه تر ماتي خوړلو وروسته لمړی د مملوکانو ، ورپسې د روډس په ټاپو او بیا د سینټ جان د نایټس په روغتون ، او په پای کې د پاپ تر محافظت لاندي په روم کي وفات سو.
جم سلطان دخپل ژوند وروستی شپې د روم د پاپ له تر سخت نظربند لاندي په ډيري سختی سره تیري کړې او یو ځل د پاپ له لوري دي ته هم وهڅول سو چي ترخپل دین تیر سي او عیسائیت قبول کړي خو جم یې دا غوښتنه پر ځمکه وغورځول او په اخر کي کله چي په ایټالیا کي وفات سو، مړی یې له روم څخه عثماني واکمنۍ ته ولېږدېدی او هلته د خپل سلطان ورور بایزید له لوري خاورو ته وسپارل سو.