جان هاوارډ مور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان هاوارډ مور
جان هاوارډ مور
جان هاوارډ مور

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۴ ډيسمبر ۱۸۶۲[۱][۲]
مړینه
شیکاګو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)

جان هاوارډ مور (۱۸۶۲ ډسمبر ۴مه – ۱۹۱۶ جون ۱۷مه) یو امریکایی ژوپوه یا ژوي پېژندونکی، فیلسوف، ښوونکی، بشرپال او سوسیالیست و. نوموړی د حیواناتو د حقونو او ګیاخورۍ یا غوښې نه خوړلو د عقیدې پخوانی خو له پامه غورځېدلی ملاتړی و، او د امریکايي بشرپال غورځنګ مخکښه څېره وه. ښاغلی مور یو تکړه لیکوال و، چې د حیواناتو د حقونو، ښوونې او روزنې، اخلاقو، تکاملي بیولوژۍ، بشرپالنې، سوسیالیزم، اعتدال یا ځان ساتنې، منفعت‌پالنې او ګیاخورۍ په شمول یې د ګڼو موضوعاتو په اړه ډېرې مقالې، کتابونه، او رسالې لیکلې دي. نوموړي د ډېری دغو موضوعاتو په اړه لیکچرونه هم ورکړي او په پراخه کچه د یوه تکړه ویناوال په توګه پېژندل کېده، چې د الکولو د ممنوعیت په اړه د هغه د لیکچرونو له کبله یې د "کانزاس د سپینو زرو ژبه" لقب هم ګټلی دی.

هاوارډ مور په ۱۸۶۲ کال کې د انډیانا ایالت راکویل ښارګوټي ته نژدې سیمه کې زیږېدلی و او خپل لومړني کلونه یې د میسوري ایالت په لینډن کې تېر کړي وو. دا چې نوموړی د یوه عیسوي په توګه رالوی شو، دې چارې له هغه سره دا انسان-محوره عقیده رامنځته کړه، چې غیر انساني حیوانات د انسانانو د ګټې او منفعت لپاره پیدا شوي دي. په کالج کې د ډاروین د تکامل له تیورۍ سره اشنا شو، او هغه بیا د دې لامل شوه چې نوموړی د ځان لپاره داسې اخلاق غوره کړي چې مسیحیت او انسان-محوري دواړه رد کړي، او د حیواناتو ذاتي ارزښت وپېژني. نوموړي د خپل همدغه باور په دوام سره د ګیاخورۍ یا غوښو نه خوړلو عقیده خپله کړه. په شیکاګو پوهنتون کې د ژوپوهنې یا ژوي پېژندنې د زده‌کړې پرمهال نوموړی پر یوه سوسیالیست بدل شو، او د پوهنتون د سبزیجاتو خوړلو کلب په جوړولو کې یې مرسته وکړه او هم یې د الکولو د ممانعت په اړه د وینا یوه ملي سیالي وګټله. مور د شیکاګو د ګیاخورو د ټولنې یو اغېزناک غړی و او هڅه یې کوله چې دغه سازمان د "بشرپال لیګ" د امریکايي نسخې په توګه ماډل وګرځوي. بشرپال لیګ یو برېتانوی سازمان و چې مور یې هم غړی و. په ۱۸۹۵ کال کې یې یوه وینا وکړه، چې د شیکاګو د ګیاخورو د ټولنې له لوري خپره شوه. دا وینا په دې اړه وه، چې "زه ولې ګیاخور یم". نوموړي خپل پاتې ژوند په شیکاګو کې د ښوونکي په توګه پر کار کولو تېر کړ. نوموړي په ورته وخت کې لیکچرونه ورکول او لیکل یې کول.

په ۱۸۹۹ کال یې خپل لومړی کتاب "د غوره نړۍ فلسفه" خپور کړ. په دغه اثر کې نوموړي هغه څه تشریح کړي وو، چې هغه د ​​​​نړۍ بنسټیزې ستونزې ګڼلې او له خپل نظره یې د نړۍ پر ایډیالو ترتیباتو بحث کړی و. په ۱۹۰۶ کال کې د هغه تر ټولو مشهور کتاب "یونیورسل کېنشېپ" يا نړیواله خپلولي اثر خپور شو، په کوم کې چې هغه د یوې احساس-محوره فلسفې ملاتړ کړی، او هغه یې د نړیوالو د خپلوۍ یا قرابت عقیده وبلله، چې بنسټ یې د ټولو حس لرونکو یا باشعوره مخلوقاتو ترمنځ ګډ تکاملي قرابت دی. مور په راتلونکي کال کې بیا په خپل بل کتاب " نوي اخلاقیات" اثر کې خپلو نظرونو ته پراختیا ورکړه. په ایلینوی ایالت کې د یوه قانون تصویب ته په ځواب کې، چې په عامه ښوونځیو کې د اخلاقو تدریس وړاندیز کوي، مور د دوو کتابونو او یوې رسالې په بڼه د ښوونې او روزنې ملاتړي مواد خپاره کړل. ورپسې یې د تکامل په اړه دوه نور کتابونه خپاره کړل: د ژوند د تکاملي سیر یا د ژوند د پیدایښت قانون (۱۹۱۴) او وحشي پایېدونکي (۱۹۱۶). ښاغلی مور د څو کلونو لپاره له اوږدې ناروغۍ او خپګان سره تر مخ کېدو وروسته د ۵۳ کلونو په عمر د شیکاګو په جیکسن پارک کې ځان وژنه وکړه.

میراث[سمول]

په شیکاګو ټریبیون ورځپاڼه کې د ښاغلي مور له مړینې سمدستي وروسته یو بیان خپور شو، چې هغه یې له بشر څخه کرکه کوونکی بللی و. د بشرپال لیګ په ژورنال "بشرپالنه" کې خپرې شوې د مړینې خبرتیا کې بیا نوموړی په ډېرو مثبتو ټکو "یو خورا رښتینی او نامتو بشرپال، چې دغه لیګ ورسره د تړاو او اړیکې ویاړ درلود"، یاد شوی و. لويي اېس وینبرګ، چې د ۱۹۱۰ کال په لومړیو کې یې د ځوانانو د سوسیالیست لیګ لپاره د ښاغلي مور په یوه لیکچر کې له هغه سره لیدلي و، د نوموړي په اړه په "انټرنېشنل سوسیالیست ریویو" میاشتنۍ مجله کې یوه مقاله خپره کړه.[۳][۴][۵]

هنري اېس سالټ، چې د مور د اوږدې مودې ملګری و، استدلال کاوه چې هغه د ځان وژنې لپاره کافي اندازه دلایل لرل او پر دې یې خپه و، چې د حیواناتو ډېری مدافع انګلیسي‌ژبو ژورنالونو د هغه مړینې ته څومره په وېرې او ډار سره پوښښ ورکړی. سالټ خپل د ۱۹۲۳ کال کتاب "زما د تره د زامنو کیسه" اثر ښاغلي مور ته ډالۍ کړی و، او د ۱۹۳۰ کال په خپل ژوندلیک "هغه ملګری چې ما لرلی" کې یې د دوی ترمنځ ملګرتیا ته انعکاس ورکړی و، سره له دې چې دوی هېڅکله په شخصي یا حضوري توګه نه وو سره لیدلي. سالټ ته د مور د لیکونو یوه ټولګه د یونیورسل کېنشېپ اثر (چې د چارلز آر مېګل لخوا اېډېټ شوی) د ۱۹۹۲ کال د نسخې په ضمیمه کې شامل شوي وو.[۶][۷]

جېک لندن، چې د یونیورسل کېنشېپ یا نړیوالې خپلولۍ د اثر تایید یې کړی و، د دغه کتاب په خپله شخصي کاپي کې یې دا عبارت په نښه کړی و: "ټول موجودات هدف دي؛ هېڅ مخلوق وسیله نه دی. ټول مخلوقات مساوي حقونه نه لري، نه یې هم ټول انسانان لري؛ مګر ټول بیا خپل حقونه لري." هغه د مور پر مړینه ډېر خواشینی شوی و، او د ښاغلي مور د جنازې لپاره د دارو له لوري چاپ شوې ستاینې د کاپۍ یا مداحیې په سر کې یې لیکلي وو: "هغسې نهیلي چې د وایلنډ (د عقل غوښتنه) د ځانوژنې لامل شوه او زما په څېر ډېر ترې ګوښه کېږي."[۸][۹]

د بشرپال لیګ، جي بېل انډ سنز انتشاراتو، او د "ژوو ملګری" د ترویج او خپرولو د هڅو له امله، د متحده ایالاتو په پرتله په انګلستان کې "د مور د نظریاتو پراخه لوستنه او منښته" شوې ده.[۱۰]

معاصر استقبال[سمول]

مور د اخلاقي ګیاخورۍ د عقیدې د یوه لومړني خو له پامه غورځېدلي مدافع او ملاتړي په توګه پېژندل شوی دی. ښاغلي روډ پریس، له ګیاخورۍ یا غوښو نه خوړلو څخه د مور ملاتړ "تر خپل وخت وړاندې" څه په توګه بیان کړی، ځکه داسې ښکاري چې "پر امریکایي روشنفکره طبقه یې کومه مستقیمه اغېزه نه وه کړې." ښاغلي پریس د توماس هارډي او هنري اېس سالټ ترڅنګ، هاوارډ مور له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې لیکوالانو په توګه هم برجسته کړي، چا چې د ډارویني تکامل نظریه د حیواناتو له اخلاقیاتو سره تړلې وه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د مور اخلاقي چلند د البرټ شوایټزر او پیټر سینګر له تګلارې سره پرتله شوی، چې پکې د مور نظرونه د نوع‌پالنې په اړه د سینګر د تحلیل د وړاندوینې په توګه پېژندل شوي. ډونا اېل ډیوي ټینګار کوي چې: "د مور د اثارو تکراري موضوعات نن ورځ د څارویو د حقونو د عصري خوځښت بنسټ جوړوي." جیمز جې کوپ بیا مور "د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له حیواناتو سره د اخلاقي چلند یو له مخکښو فعالینو څخه" بولي. برنارډ اونټي استدلال کړی چې د مور یونیورسل کېنشېپ اثر نوموړي ته د "حیواناتو د حقونو په برخه کې د لومړي امریکايي متفکر" په توګه تمایز ورکوي." د څارویو د حقونو فعال هنري سپیرا هم مور د يوه داسې کیڼ اړخي د بېلګې په توګه یاد کړی، چې د څارویو د حقونو د ملاتړ له کبله ناخوښ او ناارام نه و.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نیوکې[سمول]

وحشي پایېدونکي اثر یې د تاریخ وړاندې دورو لرغونپوه روبین ډینیل لخوا د ساینسي تبعیض او نژادپالنې د یوې نمونې په توګه نقد شوی دی. مارک پیټینګر استدلال کوي چې د ښاغلي مور توکمپالنه او تبعیض د هربرټ سپنسر د "ټولنپوهنې اصول" اثر تر اغېزې لاندې و او ورته نظرونه معاصرو امریکايي سوسیالیستانو هم لرل. ګري کې جارویس بیا ښاغلی مور د ټولنیز داروینیزم د منتقد په توګه پېژني، او ټینګار کوي چې: "مور استدلال وکړ چې ټولنیزو داروینیستانو خپلې عقیدې د تکامل له خوا وړاندې شوو ترټولو بدو مثالونو څخه اخیستې، نه له غوره مثالونو."[۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. BHL creator ID: https://www.biodiversitylibrary.org/creator/17379 — subject named as: John Howard Moore — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. subject named as: J. Howard Moore — NLA Trove people ID: https://trove.nla.gov.au/people/1290512 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. (په 1916-06-18 باندې). Scorning Man, He Ends Life to the Thrushes' Call: Prof. J. Howard Moore Goes Back to Nature by the Cruel Artifice of Suicide. Chicago Daily Tribune.
  4. "Howard Moore". The Humanitarian. 7: 178. September 1916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Salt, Henry S. (1921). Seventy Years Among Savages. London: Allen & Unwin. د کتاب پاڼې 133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Preece, Rod (2007). "Thoughts out of Season on the History of Animal Ethics" (PDF). Society & Animals. 15 (4): 365–378. doi:10.1163/156853007X235537. ISSN 1063-1119. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Preece, Rod (2008). Sins of the Flesh: A History of Ethical Vegetarian Thought. Vancouver: UBC Press. د کتاب پاڼې 325. OCLC 646864135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-1511-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Spira, Henry (1993-01-01). "Animal Rights: The Frontiers of Compassion". Peace & Democracy News. 7: 11–14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).